Homeخبرونهافغانستان به په یو ورځنیو او شل اوره سیالیو کې د بنګله...

افغانستان به په یو ورځنیو او شل اوره سیالیو کې د بنګله دېش کوربه شي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغانستان به په اکتوبر میاشت کې د بنګله دېش کوربه وي او دواړه لوبډلې به د دې دوه اړخیزې کرکټ لړۍ په ترڅ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ (ODIs) او درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د سرچینو په وینا، دا لړۍ به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چې د اکتوبر له ۲مې نیټې پیلېږي او د اکتوبر تر ۱۴مې به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شل اوره سیالیو لړۍ به د اکتوبر په ۲مه پیل شي، دوهمه سیالي به د اکتوبر په ۳مه او وروستۍ  د اکتوبر په ۵مه ترسره شي. ټولې لوبې به په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

له شل اوریزو لوبو وروسته دواړه لوبډلې ابوظبۍ ته سفر کوي، څو د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو (ODIs) لړۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې ترسره کړي. لومړۍ ODI د اکتوبر په ۸مه، دویمه د اکتوبر په ۱۱مه او درېیمه د اکتوبر په ۱۴مه پلان شوې ده.

همدارنګه دواړه ټیمونه د روان کال په آسیایي جام کې هم برخه لري، چې پکې په یوه ګروپ کې ځای پر ځای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...