جمعه, اپریل 26, 2024
Home+یو طلايي عمر | نعمت الله صدیقي

یو طلايي عمر | نعمت الله صدیقي

 ژوند لیکونه معمولاً هغه طبقه خلک لیکي، چې د یوې ټولنې په منځ کې یې شخصیت غیر معمولي صلاحیتونه او ځانګړنې ولري یا په اصطلاح د ژوند د مختلفو برخو هغه مشهور او معروف خلک یې لیکي، چې په یوه نه یوه طریقه یې په خلکو کې شخصیت د درناوي او منلو وړ وي.
زموږ په ژبه کې د ژوند د نورو برخو د مشهورو یا ایډیالو خلکو د ژوندلیکونو د لیکلو روایت که څه هم ډېر غوښین نه دی، ولې نسبتاً د سیاستوالو، روڼ اندو او لیکوالو اوسني تمایل دې اړخ ته په خورا جدیت سره وراوښتی دی.
همدا تېر کال د درویش دراني (پنځم درویش) او د عبدالباري جهاني (زما ژوند، شاعري او لیکوالي) دوه هغه ژوند لیکونه دي، چې د خپل منفرد نوعیت ترڅنګ یې زموږ د ژبې په بډاینه هم سړی افتخار کولای شي.
په همدې روایت کې که څوک د ښاغلي قېصر اپریدي همدا (لا خو ژوندی یم) ژوند لیک لولي، نو داسې فني او فکري خواو ته به یې ضرور پام وراوړي، چې حد اقل له دې وړاندې په لیکل شويو ژوند لیکونو کې به ورسره نه وي مخ شوي.
زه په دې اړه نورې خبرې هم لرم؛ مګر فعلاً له دې خبرو مخکې دوه خبرې نورې کوم. د اردو ژبې د ډېر ښه او مشهور شاعر جون ایلیا د تخلص (ایلیا) په اړه مې لوستي وو، چې ایلیا د یونان د سمندر هغه جزیرې ته وايي، چېرته چې د یونان کوم پخواني پاچا له ننه زرګونه کاله پخوا د علم، هنر او فکري خلکو لپاره یا د نن په اصطلاح لیکوالو، ادیبانو او روڼ اندو ته په دې موخه د ژوند کولو ټولې اسانتیاوې او امتیازات ورکړي وو، چې دا طبقه خلک به یوازې فکر کوي او د خپل شته استعداد په اندازه به د خلکو او ټولنې لپاره هنر ایجادوي، پر دوی د ژوند نور کار او زیار ځکه بند و، چې د دوی په اند دا طبقه فکري او هنروال خلک خدای یوازې د همدې کار لپاره پیدا کړي دي، چې د نورو خلکو د هوساینې لپاره فکر او سوچ وکړي.
زه چې د یونان دا څو زره کلن پخوانی فرهنګي او فکري احترام او عظمت رایادوم او ضمناً د خپلې ژبې د دغه نومیالي لیکوال ژوند لیک لولم او بیا یې عموماً د لیک او تخلیق عظمت ته ګورم، خدای شته، چې د خپلې ژبې او ملت پر اجتماعي بې حسۍ مې زړه وسوزي، دا یوازې د قیصر د ژوندلیک نه دی، دا زموږ د ژبې او ادب د یوه ډېر لوی شاعر او عظیم نقاد د ژوند نوحه ده او دا نوحه په لږ و ډېر توپير زموږ د اکثریت لیکوالو او فکري مبارزینو د ژوند ټولیز حال او بیان دی.
زه وایم که د یونان د هغه وخت ایلیا جوړونکي اوس هم وای، ممکن زموږ د زمانې پر سیاسي واکمنو به یې غږ کړای وای، چې ستاسې او ستاسې د ملتونو اوله درجه بدبختي له همدې ځایه انګیزه اخلي، چې د فکر او فرهنګ پر فکټورونو مو تذلیل ګډ کړي دی. د صنوبرحسین کاکاجي د بالاخانو ژوند چاته نه یادېږي؟ د ایوب صابر، قلندرمومند او اجمل خټک د څو مرلو په کورونو کې زنداني عمر به څوک هېر کړي، د افغانستان د لوې مؤرخ او لیکوال علي احمدکهزاد د ژوند د وروستي غربت کیسه هم څوک اورېدای شي؟ دا خورا سختې زړه خوړونکې کیسې او خبرې دي، چې کول یا اورېدل یې خورا لوی زړونه او حوصله غواړي. د قېصر د دوه نورو همعصرو ملګريو دا حقیقت هم څوک شاعرانه خیال ګڼلی شي؟ سودا په پور اخلو او کور په کرایه ګوهره په غریبۍ پورې مو خاندي سرمایه ګوهر (سعیدګوهر) خلکه کډې ګرځول له مانه زده کړئ چې مې زوړ پاس په اوږو د کور سامان شو (ریاض تسنیم) دویمه خبره دا وه، چې د قېصر د همدې ژوندلیک سره په همهاله ډول د ده یو بل کره کتنیز کتاب هم چاپېږي، چې اکثریت مضامین یې د رغښتوالې او پس رغښتوالې په اړه مبحثونه لري. زه پوهېږم، چې رغښتوالو پنځګر مړ کړی دی او په دې قېصر هم ښه خبر دی؛ مګر پوښتنه دا ده، چې بیا ولې په داسې مهمو مسایلو خبر پنځګر هم د یوه پنځګر په توګه ژوند لیک ولیکي؟ دا د څه لپاره؟ دا پوښتنه اصلاً په لومړي ځل یو ډول تضاد ښکاري؛ مګر له دې بحثونو سره بلد لوستونکي پوهېږي، چې د پنځګر مرګ او نفي اصلاً هغه مرګ او نفي نه ده، کومه چې عموماً تصور کېږي، د پنځګر په مړینه کې پنځګر یوازې د لوستونکي او متن د نویو معناوو په وړاندې مړ دی؛ کنه نور نو د پنځګر فن، ژوند او هنر په هیڅ معنا له موږ نفي نه ده.
همدا علت ده، چې زه دا ژوندلیک له ادبي پلوه هم خورا د لوې کار او زیار متبادل ګڼم او د یوه رغښتوال نقاد په توګه یې دا تضاد نه بولم. زه دا ژوندلیک ځکه هم ادبي ژوندلیک بولم، چې لیکوال او راوي یې ادیب، شاعر او ادبي نقاد دی، ژوندلیک که څه هم غیرکیسیز ژانر دی؛ مګر د ځینې ژانرونو غوندې یې شکل پر ماهیتي اډانې ولاړ دی؛ یعنې د یوه سیاسي سړی ژوندلیک طبعاً سیاسي وي او د ادبي هغه به ادبي وي؛ نو ځکه ژوندلیک د داخلي اصولو پر ځای پر خارجي اصل ډېر توپيرېږي.
د قیصر دغه ژوند لیک تقریباً زیاته برخه ادبي او فرهنګي یادښتونه او مسایل دي او د پښتو ادبیاتو د دوه وو ډېرو برجسته حوزو (کراچۍ او پېښور) او د همدې حوزو د ډېرو لویو معاصرو لیکوالو او شاعرانو سره د ناستې او ولاړې کیسې او زمانې لري، چې په لږ و ډېر احتیاط او دقت سره د ادبي تاریخ لپاره ترې د همدې کالونو د ادبي دورې د تعیین څرک هم کېدای شي. په دغه ژوند لیک کې د تذکره لیکونکیو یا د سوانح عمرۍ د لیکلو غوندې د نېټو په اساس د خپل ادبي دور او ژوندلیک استناد نه دی شوی، چې په کرونولوژیکي ډول پېښې قطار کړي؛ مګر دا د لیکوال کمال دی، چې د ډېرې لرې زمانې واټن پېښې او خاطرې یې هم داسې سره پېیلې دي چې سړی د یوه مسلسل کیفیت او خوند په حصار کې ساتي. په دې سربېره د هرې پېښې ترڅنګ او منځ منځ کښې د لیکوال خپلو ذاتي تبصرو د دې کتاب بیاني افادیت نور هم لوی کړی دی یعني په کتاب کې له سره تر اخره واقعه نګارۍ او تبصره نګارۍ داسې په انډول ډول مزل ترسره کړی دی چې د لوستونکیو ذوق یې قدم په قدم د یکسانیت له خطرو ژغورلی دی.
د ژوندلیکونو په اړه یوه بله مهمه مساله د سوانح عمرۍ او خود نوشت د تفکیک په اړه ده. سوانح عمري د یو چا د ژوند ټکي په ټکي او نېټه په نېټه تفصلي لیکلو ته وايي او خود نوشت یې بیا تقریباً مختصر یا هغه ضروري یادښتونو ته وايي، چې د ژوند د څو مهمو برخو انتخاب یې پکې کړی وي.
د قېصر دا اثر د همدې وروستي ډول له مخې لیکل شوی ژوندلیک دی، چې هره پېښه او خاطره یې د خپل ژوند په کچه په خورا دیانت او مناسبه پيرایه وړاندې کړې ده. د خپل ژوند کچه او دیانت یا رښتینوالي د ژوند لیک دوه اساسي اصله دي، قېصر چې په دې ژوندلیک کې کوچنی دای، همغه د کوچنیتوب په کچه یې خپله کیسه روایت کړې ده او که لوې دی؛ نو بیا یې د لویوالي تجربه هم داسې بیان کړې ده، چې د خپل لویوالي یا د ځان د مطرح کولو پرځای یې نورو ته پر پېغام او مقصدیت تمرکز کړی دی، مانا دا چې د یوه بهترین ژوندلیک د راوي په توګه یې دا دواړه اصله په خورا دقت په پام کې نېولي دي.
د ښاغلي قیصر په اړه دا خبره اوس بېخي عامه ده، چې لیک یا نثر یې سخت دی او د لیک ژبه یې پیچلتیا لري؛ مګر له دې ژوندلیک لیکلو یې ثابته کړه، چې علمي پیچلتیا او نثري سخت والی فرق کوي، زه که د فزیک د مضمون په اړه حتی د لومړي لاس معالومات نه لرم او یو څوک یې راته د جدولونو په اړه لیکل راکړي، چې دا ولوله، ممکن تر ټولو اسانه لار او بهانه یې همدا وي، چې ووایم، لیکل یې سخت دي، حال دا چې زما به یې له فزیک سره څه وي؟ دا اصلاً زموږ د ادبي لوستونکیو مساله ده، چې ادبیات یوازې همغه څه بولي، کوم څه چې لیکي یا یې بېخي په ابتدایي ډول پېژندلي وي.
د قیصر د کره کتنیزو اثارو ژبه د همداسې یوې مغالطې له مخې سخته ګڼلی شي. کنه په دغه ژوندلیک کې یې د ژبې د روانۍ او سلاست هغه څرګند سبکي خصوصیت بېخي ښکاره دی، چې د ده په ټولو لیکنو کې محسوسېدای شي. مطلب دا بیا بېله خبره ده، چې په علمي بحث او نبوغ یې د نه پوهاوي لامله موږ په لنډه او اسانه لار له نثر او یا د لیک له ژبې شکایت کوو. د ژوندلیکونو د لوستنې یوه بله عمومي موخه او هدف دا وي، چې د خپلو ایډیالونو او لویانو د ژوند له حال او احوال خبر شو او ژوند یې ضمناً بیا له ځان سره مقایسه کړو، انسان تقریباً د همداسې یوې مقایسې له مخې هر وخت د خپل ځان او ژوند ارزونه د نورو له ژوند او شخصیت سره کوي.
قیصر چې زموږ د مشرانو او لویو شاعرانو او لیکوالو په قطارکې راځي له ده سره مقایسه بېخي تر ډېرو جالبه؛ بلکې جالبترینه ده. په دغه ژوند لیک کې لولو، چې لیکوال د خپلو زدکړو په اړه یوازې د اووم ټولګي یادونه کوي او بل ځای د خپل یو کتاب ذکر کوي، چې په پوهنتون کې د ادبیاتو د محصلینو لپاره تدریسېږي.
دا خبره زموږ په منځ کې یوه ډېره زوروره مغالطه نفي کوي، هغه دا چې شاعري او لیکوالي د زر او زور کار نه دی، دا نه په لویو منصبونو ده او نه هم په لویو سندونو(ډګریو) ده، دا یوازې او یوازې د خپل ذهني او فکري ریاضت د یوه ناتمامه هڅې او هاند نتېجه کېدای شي، چې هر څوک یې وغواړي د خپل علمي او شخصیتي لویوالي په جوړېدنه کې یې شک نشي کېدای.
په دغه ژوندلیک کې ځینې خاطرې او یادښتونه یې ممکن د ځينو اوسنیو نورو لویو لیکوالو او انډیوالانو په حق کې یو څوک مناسب ونه بولي؛ مګر ژوندلیک د همداسې یوه زړور او زورور ژانر نامه ده. بیا قېصر چې خپل ځان او ژوند نه دی سانسور کړی؛ نو همغه لوی لیکوال او ملګري یې هم تقریباً اوس لوی دي. هر څوک د خپل عمر په کچه ځینې نیمګړتیاوې او کمزورۍلري.
زه حد اقل په ژوندلیکونو کې د داسې خبرو د لیکلو خو پلوی ځکه هم یم، چې که بېخي یې سړی ګور ته یوسې، فکر کوم دا غلطیو او کمزوریو ته وده ورکول دي. نامتو محقق ډاکتر زبیر حسرت راته وویل، چې اردو ژبي شاعر احمدفراز به ویل، چې (رښتیا ویلی نشم او د نیمو درواغو د لیکلو چل نه راځي) نو ځکه ژوندلیک نشي لیکلای. زه چې د قېصر د دغه ژوندلیک د لوست پر مهال له ځینو خبرو سره مخ شوم، دا همغه رښتیا دي، چې څوک یې نشي لیکلی او ویلی؛ مګر ده ولیکل او وویل. د دې ژوندلیک یو بل خصوصیت دا دی، چې د عامو او کلیشیي ژوندلیکونو غوندې له ځانه پېل او پر ځان پای نه مومي؛ بلکې د هرې ځان پېښې او یادونې ترڅنګ یې د خپلو بریو او ناکامیو په اړه پر ښو او بدو ، احساساتو او جذباتو تبصرې او تحلیلونه هم لري، ژوندلیکونه که څه هم داسې ډېر ټاکلي او ثابتې فني او هنري ځانګړنې نه لري، چې د یوه ژوندلیک لیکوال یې باید خامخا په خپل ژوندلیک تطبیق کړي؛ مګر دا د لویو لیکوالو د نثر او لیکوالۍ هنر وي، چې خپلو ځان پېښو او یادښتونو ته داسې افاقي بڼې ورکړي، چې د بیان انداز او د پېښو ترتیب او توازن يې د یوه ډېر هنري اثر هومره خوند او لذت پیدا کړي، د قیصر دغه ژوندلیک د همداسې یوه خوندور او له تخلیقي خوږو مالا مال ژوندلیک دی. ماته که له دغه ژوندلیکه د ليکوال په اړه یوازې د یوه داخلي شهادت او قضاوت اجازه څوک راکوي؛ نو هغه ځای په ځای د ده له شعري بېلګو دا اخیستنه ده، چې ښاغلی قیصراپریدی په مسلسله توګه د تېرو څو لسیزو د معاصر شعر د هر دور په څو شاعرانو کې شمېر شاعر دی، له ننه درې لسیزې وړاندې یې له حمزه بابا سره د سبکي او معیاري خصوصیت له مخې په وحدت کې په یو مخ کلام راځي او ډاکتر اسرار یې د اندیش شمس القمر د کچې شاعر ګڼي.
همداسې یې که بېخي د روان اوسمهالي عصر په شعري معیارونو او کره کتنیزو تلو ګورو؛ نو بیا یې هم د خپل منفرد او ځانګړي غږ او سبک په اساس په لومړي قطار معاصرو، شاعرانو او نقادانو کې ځای او مقام ثابت دی. په دې ژوندلیک د خبرو نوره ګنجایش هم ځکه ډېر دی، چې دا هره کیسه او یادښت یې یوه بله کیسه او خبره لري؛ مګر په ټوله کې یې دوه خبرې په خورا شدت د اخیستنې وړ دي، یو یې دا چې که له علم او عرفان سره سړی هر اړخیزه او ذاتي غنامندي او خودداري زده کوي، له دغه سړي دې یې زدکړي او بل که د لیکوالۍ او د ژوندلیک د لیکلو فن او هنر زدکول هم وي، بیا یې هم باید له همدې ژوندلیکه د لیکنۍ تجربو ګټه واخیستی شي.
زه په همدې اساس دا ژوندلیک د فن او ژوند له دواړو پلوه د یوه زرین ادبي سړي د طلايي عمر ژوندلیک بولم د قیصر د لا ډېر او اوږد ژوند په هیله ۲۲ جنوري ۲۰۲۲ کوهاټ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب