پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبشعرستر سلیمان لایق ته/ محمدیار- یار

ستر سلیمان لایق ته/ محمدیار- یار

چې په تا کې کوم دوزخ دی، ته د کوم جهنم راز یې!

ته انجام یې د کنګلونو، د اورونو سور آغاز یې!

د ویاړونو په وطن کې، چې یو ویاړ را پاته نه دی

بس دا ته یې چې را پاته، یو، یوازې مایه ناز یې!

چې څو خمه جمع شوي، ستا د یو وجود په جام کې؟

ته د څنګه نشې کیف یې، ته دا څنګه مست انداز یې!

ته په دې ټیټه دنیا کې، ته په دې کفر و اسلام کې

څه بې نیاز د زمانې یې، څه بېساري سرفراز یې!

ته د کوم خالق مخلوق یې! د څه ذوق عالي تخلیق یې!

څه د خاص تدبیر هستې یې! بې مثاله یکه تاز یې!

چې دې موږ داسې لمبه کړو، چې دې سره آتشکده کړو

نو په تا کې به څه حال وي؟ چې به ته خپله څه راز یې!

د چونغر په کوه طور کې، ته د شعر کلیم الله یې!

د الهام له الهې سره، مسرور په راز و نیاز یې!

دا چې ته څومره بدنام شوې، د تاریخ په خرمستۍ کې

مګر، دا عجب! چې لا هم، لا مثاله ستر ممتاز یې!

کار و بار دې حرارت دی، کوشنۍ ځغاسته دې تر لمره

د هنر نازک وزر یې! تر هر عرش پورې پرواز یې!

ته لایق د پرګنو یې! ته ناموس د انسانیت یې!

ته د خپلو خلکو ږغ یې! ته د خپل ضمیر آواز یې!

ته عاشق د آزادۍ یې! ته غلیم د غلامۍ یې!

ته د بکر، فکر، ذکر! د شریف بشر اعزاز یې!

دې نامرد، مردود مدت کې، منحصر به فرد یې! مرد یې!

سر تر نوکه درد یې! درد يې! د دردمن آدم همراز یې!

ستا په حس مو تنفس دی، په بې حسه زمانه کې

ته غیبي لوی غنیمت یې! ته زموږ د غم غماز یې!

چې ګذر دې پر سالنګ وي، سالنګ سور آتشفشان وي

سرې لمبې در څه بهیري، دا ته څه سوز و ګداز یې!

چې پر مړو لفظونو چف کړې! مسیحا درته هک- پک شي

توري سر په ترنم شي، ته پرتم یې! ته اعجاز یې!

آسمان ډول وهي، لوی ډم شي، د وطن غرونه اتڼ کړي

ته د خپل شعور رباب ته، د خپل ذوق لاس کې شهباز يې!

د ککرې پر پامیر دې، سر پر سر واورې پرېوتې

د اروا لاوا دې ایشي، لا دننه آتشباز یې!

ستا د شان و تماشې ته، لا کلام اختراع نه دی

ته د یار عجزکده کې، وبخښه! که دغه راز یې!

۱۳۹۳/۱۲/۲۴

میرویس میدان/ کابل

2 COMMENTS

  1. تو ضیح غواړم

    !!یارصاحب په کوران چي بلا کوي، تر ستر سلیمن لایک صیب پوري دي هاغه ستر نورمامد تره کی صیب را یاد کړ

    هاغه »نابغه« نورمامد در یادوم هاغه خو بیاهم په خپل وخت کې د نثر لیکلو پاچا بلل کیده او د کرکټر پیژندني استاد هم

    ماته خو ستا د سلیمن لایک صیب ګرده شعرونه د شعار حیثیت لري او نوښت مې پکښي خدای که لیدلی وي او تاسو بیا دا ناپړیته هم پسي ټنبلي ::

    »ته د کوم خالق مخلوق یې؟؟؟»

    توضیح غواړم، پرته له یوه خالقه بل خالق ستا په کافر ذهن کې بیا له کومه شو. ماخو په کوران کې دیوه عرش لوستلي د ا نور عرشونه، تا له کومه کړو

    محترمو تاند چلونکو سانسور یې نه کړئ، کنه بیا مو نه منم

  2. یار ګله لږ انصاف په کار دی، مبالغه چی د مبالغی تر حده هم واړی نو غلو سی،تاسو هم د لایق په اړه غلو کړی، چی د حقیقت پر هغه خوا هم نه دی ورغلی مثال یی دا دی:

    ته عاشق د آزادۍ یې! ته غلیم د غلامۍ یې!

    ته د بکر، فکر، ذکر! د شریف بشر اعزاز یې!

    ښه نو که لایق د ازادی عاشق وو نو د روسانو حلقه بګوش لکه چی زه او ته وو؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب