څېړنه یوازې د معلوماتو راټولولو، له یوه ځای نه بل ځای ته د معلوماتو لېږدولو او د معلوماتو ښکته، پورته کولو ته نه ویل کېږي؛ بلکې د یوې ځانګړې او مشخصې موخې د تر لاسه کولو لپار د یوه منظم سیستم له لارې د را ټولو کړو معلوماتو تحلیلولو او ارزولو ته څېړنه ویل کېږي.
څېړنه معمولاً پر یوې پوښتنې یا مسألې پیل کېږي او همدغه مسأله یې په وړو وړو پوښتنو د تجزیې وړ وي. موخه یې واضح او پکې راټول شوي ټول معلومات په قوي استدلال او منطق سره تفسیر شوي وي. په ټوله کې ویلای شو، چې یوه څېړنه باید لاندې ځانګړتیاوې ولري:
۱ـ حدود یې باید روښانه وي.
۲ـ مرحلې یې باید معلومې وي.
۳ـ ټولنیز اخلاق باید په کې پام کې نیول شوي وي.
۴ـ معلومات باید په کې په بشپړه توګه تحلیل او تجزیه شوي وي.
۵ـ پایلې یې باید پر شواهدو او اسنادو را ویستل شوې وي.
۶ـ د څېړونکي له تحصیلي رشتې یا څانګه سره اړه ولري.
۷ـ موضوع یې نوې وي.
۸ـ وخت، او نور مالي امکانات يې په نظر کې نیول شوي وي.
۹ـ څېړونکی مینه او علاقه ورسر ولري.
۱۰ـ که لازمه وي، د څېړونکي د راتلونکې تخصصي څانګې سره هم باید مرسته وکړای شي.
پورتنیو مادو ته که وګورو، لیدل کېږي چې د ظاهري جوړښت او بڼې په پرتله یې ډېر تمرکز د څېړنې پر موضوع دی؛ ځکه د څېړنې موضوع ده، چې څېړونکی یې پر مټ خپلو هغو موخو ته رسېدای شي، کومې چې ده مخکې له خپلې څېړنې نه د ځان لپاره ټاکلې دي.
پر همدې اساس ویلای شو چې یو څېړونکی باید د خپلې څېړنې تر بڼې وړاندې د هغې منځپانګې او موضوع ته ډېر پام وکړي. له ځان نه وپوښتني چې پر کومه موضوع چې زه کار کوم، ایا دا موضوع د څېړنې وړ ده؟ څومره وخت، امکانات، مواد او لګښت ته اړتیا لري؟ دغه راز هغه څه چې دا څېړنه ورباندې منتج کېږي، د ټولنې کومې ستونزې هوارولای شي؟
د همدې پوښتنو د ځوابولو په موخه، څېړونکی باید د خپلې موضوع په اړه مخکې له مخکې ډېره مطالعه وکړي؛ په هغو سیمینارونو، ورکشاپونو او سپموزیمونو کې ګډون وکړي، چې د ده د موضوع له بشپړاوي سره څه نا څه مرسته کولای شي. دغه راز په دې برخه کې د نظر له خاوندانو او متخصصینو سره مشورې کول او په ځینو ځایونو کې له خپلو شخصي مشاهدو او تجربو څخه دقیق کار اخیستل، هم ورته ډېره ګټه رسولای شي.
له دې حاشیوي بحثونو نه که ورتېر شو، د ځینو څېړونکو په اند یوه څېړنه په لاندې (۷) مرحلو کې بشپړېږي:
۱ـ څېړنې لپاره د یوې مناسبې موضوع موندل.
۲ـ د موضوع اړوند تېرو اثارو ته یوه کتنه.
۳ـ د څېړنې اړوند د لازمو پوښتنو راوړل.
۴ـ د څېړنې طرح.
۵ـ د څېړنې د طرح اجرا کول.
۶ـ راټول شوو موادو وړاندې کول، تحلیل او تفسیر.
۷ـ د څېړنې بشپړ راپور جوړل.
دغه ټولې مرحلې یوه له بلې سره د ځنځیر د حلقو په څېر اړیکې لري او هره یوه یې د بلې بشپړونکې ده. که چېرې د څېړونکي څخه په یوه مرحله کې تېروتنه سر ووهي، پر راتلونکي مرحله یې اغېز حتماً پرېوځي.
خو د ځینو نورو څېړونکو په اند همدا پورتنۍ (۷) مرحلې رالنډې کېدای او یوه په بله کې مدغم کېدای هم شي. یعنې د دوی په اند کولای شو، یوه څېړنه په لاندې (۵) مرحلو کې بشپړه کړو:
لومړۍ مرحله: د موضوع ټاکل
د هرې څېړنې موضوع کېدای شي په لومړیو کې ډېره پراخه وي، ځکه څېړونکو یې خپل محدودیتونه په پام کې نه وي نیولي. په همدې خاطر باید هر څېړونکی لومړی د خپلې موضوع ساحه وګوري. خپل صلاحیتونه او محدودیتونه له هغې سره مقایسه کړي. باید داسې یوه موضوع د ځان لپاره وټاکي، چې مخکې له مخکې له هغې سره څه ناڅه بلدتیا ولري.
د څېړنې د موضوع د رالنډولو لپاره خپل ماخذونه مطالعه کړئ! هغه مهمې مجلې، سایټونه او مطالب ولولئ، چې ستاسو له موضوع سره مرسته کولای شي. که کېږي د هغوی هره یوه فهرستونه په بشپړ ډول له نظره تېر کړئ!
د مطالعې په بهیر کې چې څه لولئ او ستاسو د موضوع سره مرسته کولای شي، هغوی ټول ولیکئ!
د څېړنې مساله، پوښتنې، بحثونه، تضادونه او تشې (خالیګاوې) ټولې د ځانونو لپاره په وګوته کړئ! یعنې هدف دا دی چې کُلي موضوع تر خاصې هغې پورې را محدوده کړئ!
د څېړنې عملي اړخونه، امکانات، وخت او زمان، منابع او ماخذونه یې ټول په نظر کې درسره ونیسئ!
مخکې له دې چې بلې مرحلې ته ولاړ شئ، موضوع مو یو ځل له خپلو استادانو، شاګردانو او دوستانو سره شریکه کړئ! دا کار تاسو ته د خپلې موضوع په اړه لا واضح او ښه لیدلوری درکوي.
دویمه مرحله: د څېړنې مسأله
په دې پړاو کې مو خپله موضوع را لنډه کړې ده، خو لا مو هم په ذهن کې دا پوښتنې ګرځي، چې دقیقاً زموږ موضوع کوم څه روښانه کوي او ارزښت یې په څه کې دی؟
ولې موږ د دغې ستونزې د حل کولو لپاره مټې را بډ وهلې دي؟
دغه راز دا هم په کې بیانېږي چې څرنګه زموږ څېړنه دغه ستونزه حل کوي؟
درېیمه مرحله: د څېړنې د پوښتنو لیکل
په دې پړاو کې باید تاسو د مسألې د بیان پر اساس د خپلې څېړنې اړوند ځینې پوښتنې ولیکئ!
هغوی ته د خپلې څېړنې د څومره والي او څرنګوالي له مخې ځوابونه ومومئ!
دا پوښتنې مو باید ساده نه؛ بلکې په بشپړ ډول سختې او پېچلې وي؛ تر څو ژور تحلیل او استدلال ته اړتیا ولري. ځکه هغه پوښتنې چې ساده وي او د (هو یا نه) ځوابونو ته اړتیا لري، هغوی د یوې مقالې یا کتاب لپاره مناسبې پوښتنې نه شي ګڼل کېدای.
په یوه څېړنه کې معمولاً درې ډوله پوښتنې مطرح کېدلای شي.
۱ـ څه (چه) ۲ـ ولې(چرا) ۳ـ څنګه (چګونه)
په دې پوښتنو کې هم باید په ترتیب سره د (څه) پوښتنه لومړی، د (ولې) پوښتنه دویمه او د (څنګه) پوښتنه درېیمه مطرح او ورته ځوابونه وموندل شي.
څلورمه مرحله: د څېړنې طرح
د څېړنې طرح ستاسو د څېړنې پوښتنو ته عملي ځوابونه ورکوي. دلته تاسو هغو اړینو ستونزو ته د حل یوه لاره مومئ، چې حل کولو ته اړتیا لري.
کوم مواد مو چې د ستونزو د حل کولو لپاره را ټول کړي، هغوی ټول تحلیل او تجزیه کوئ.
لومړیتوبونه ټاکئ، د خپلې څېړنې په هکله عمومي نتیجه ګیري کوئ، د دې کارونو لپاره له هغو ټولو وسایلو نه استفاده کوئ، چې ستاسو د څېړنې سره مرسته کولای شي او تاسو مخکې له مخکې د ځانونو لپاره اماده کړي دي.
پنځمه مرحله: د څېړنې د وړاندیز لیکل)
بالاخره د دې پړاوونو په وهلو سره تاسو د څېړنې د وړاندیز لیکلو ته چمتو یاست. وړاندیز مو د څېړنې اوډنه، ارتباط، او هدف تشریح کوي.
د دې تر څنګ د څېړنې سریزه، د مسألې بیان، پوښتنې او څه ناڅه متن مو هم بیانوي. دا هم په کې په ګوته کېږي، چې ستاسو څېړنه د نورو څېړنو په پرتله کومې ځانګړتیاوې او ځانتیاوې لري؟
په ټوله کې ټول هغه څه بیانوي، چې تاسو د خپلې څېړنې په ترڅ کې ترسره کړي دي.