آیا افغانستان بیاځلي د نړیوالو قوتونو د نظامي سیالیو په ډګر بدلیدونکی دی؟
خدا آن ملتی را سروری داد که تقدیرش بدست خویش بنوشت
به آن ملتی سروکاری ندارد که دهقانش برای دیګران کشت
«به قومی مبتلاشدیم که فکرمی کنند خدا به جز آنهاکس دیگری راهدایت نکرده…!»
د افغانستان اوږد مهاله کړکیچن وضعیت او له هغه نه را ټوکیدلی اوسنی بشري، اقتصادي، سیاسي او اجتماعي ناورین ورځ تر بلې د ژوریدو او لا زهرجن[التهابي –Inflammated ] کیدو په حال کې دی؛ افغانستان، په تیرو پینځو لسیزو کې د تلپاتې ژورې بېثباتۍ ښکار او تر دې دمه، پدې هیواد کې د ناورینونو او غمجنو پیښو د لړۍ د ختمیدو او پای، څرک او درک نه معلومیږي. د یاد کړکیچ اوسنۍ بڼه، د ماهیت له مخې دومره پیچلې شوېدي، چې حتا نړیواله دیپلوماسي یې ترکلکې اغیزې او پوښتنې لاندې راوستې؛ د مخکني جمهوري نظام د پاشلکیدو نه تر دې دمه، په لسهاوو پټې او ښکاره ناستې، جلسې او مرکې د ملګرو ملتونو [UN] د مختلفو څانګو لکه: د امنیت شورا[of the United Nations Security Council]، دبشري حقونو شورا [United Nations Human Rights Council]،د بښنې نړیوال سازمان[Amnesty International]، نورو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونه لکه: داسلامي همکاریو نړیوال سازمان[OIC]، د شمالي اتلانتیک سازمان[NATO]، د شانګهای سازمان[Shanghai Cooperation Organization]، د مشترکو ګټو د هیوادونو سازمان [CIS] او همداشان د مختلفو هیوادونو د نمایندګانو په کچه د افغانستان د بحران په اړه ترسره شوي او په وار وار له موجوده چارواکو او نورو سیاسي ډلو څخه غوښتنه شوې چې په خپلو منځو کې سره جرګه شئ او د یو بین الافغانی دیالوگ او سیاسي تفاهم له طریقه، د یوې پراخ بنسټه قانوني او مشروع نظام د جوړولو لپاره لاره هواره کړئ، خو له بده مرغه چې دا ټولې هڅې او پریکړې په مسلسله توګه، د موجوده چارواکو له معکوس غبرګون سره مخامخ شویدي؛ تر اوسه، نه یوازې دا چې پراخ بنسټه حکومت ندی جوړ شوی، بلکې ورځ تر بلې پر عام اولس(خصوصاً پرښځو) باندې نوي او نوي محدویتونو او تعزیرات لګول کیږي.
په همدې اساس د موجوده حاکمانو څو مخیزه، عوام فریبانه او پر گروپي ګټو متمرکزه پالیسي او د یو مشروع او قانوني سیاسی نظام نشتون په افغانستان کې، د تروریستي ډلو پرلپسې تقویه کیدل، د مخدره مواد قاچاق، دافغان اولس(خصوصاً د ښځو) پر بشري حقونو بې ساری تیری او داسې نورې منفي کړنې د نړیوالو انديښنې راپارولې او هغه فرضیه چې ګنې طالبانو تغییر خوړلی[تغییر پذیره دي(؟)] له جدي پوښتنې سره مخ شوي؛ د غربي هیوادونو داخلي سیاسي فضا د افغانستان مساله ترشعاع لاندې، په جدي توګه متاثر شوی او د همدې موضوع په سر، د سیاسي قشر په منځ کې داسې اختلافات رامنځ ته شوي چې د دغو هیوادونو په تاریخ کې بیساري شمیرل کیږي. د غربي نړۍ یو تعداد مطرح سیاستوال طالبانو ته د واک سپارل، د غرب ستراتیژیکه تیروتنه بولي.
د قطر هیواد، چې تر دې مخکې د طالبانو او غربي هیوادونو په منځ کې د روغې کولو او هوکړې ته د رسیدو په برخه کې اغیزمن رول لوبولی وو او نړیوالو ته د طالب چارواکو د تغییر[ښه کیدو] پیامونه ورکول او پر خپلو دغو کړنو افتخار کاوه ، اوس مهال ناهیلي او له دې مسالې نه خورا ستړی بريښي. د یاد هیواد خارجه وزیر[حسین امیر عبداللهیان] ځو ورځې مخکې په واضحو ټکو کې وویل چې: «افغانستان د یو نا معلوم برخلیک سره مخامخ دی.»
له بله پلوه د روسیې فدراتیف چې تر دې مخکې د طالبانو د حامي هیوادونو په کتار کې شمیرل کیده او په فعاله توګه د یادې ډلی حمایت یې کاوه، اوس دې ته اړ شوی چی افغانستان په اړه پر خپلو تګلارو باندې بیا له سره کتنه وکړي؛ د ملي مقاومت د جبهې مشر(احمد مسعود) د اسد پر (۶) نیټه د روسیې د عدالت ګوند د رییس او روسیی هیواد د پارلمان د معاون سرګي میرونوف په رسمي بلنه مسکو ته تللی وو؛ د ځیني منابعو په حواله، احمد مسعود تر دې مخکې هم دوه وارې مسکو ته پټ سفرونه درلودل. له دغو کتنو او جلسو نه داسې معلومیږي چې یاده جبهه له دې نه ورسته د مسکو سیاسي او د ضرورت په صورت کې، نظامي حمایت به هم تر لاسه کړي.
زموږ ګاونډیان [دوستان او رقیبان] هم د افغانستان د موجوده وضعیت نه کلکه اندیښنه لري؛ سره له دې چې دوی اوس هم د نوي سرپرست حکومت سره د تعامل ډنډوره غږوي، خو په حقیقت کې د افغانستان اوسنی پیچیلی[ناڅرګند] حالت خصوصاً د خارجي تروریستي ډلو د شتون نه په افغانستان کې، نا راضه او اندیښمن دي.
اوس دا سوال پیدا کیږي چې ولې د افغانستان بحران دومره پیچلي ابعاد پیدا کړي؟
پدې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان نننی بحران د منطقې او نړۍ د هیوادونو د ګټو د جنګ ثمره او د دوی د ناروا پالیسیو زیږنده ده، خو که چیرې د تیر پنځوس کلن ناورین نه بې پرې او صادقانه ارزونه وکړو، نو دې پایلو ته رسیږو چې افغانانو تر هر بل چا ډیر،د دې مصیبتونو په تولید او تداوم کې اساسي رول درلودلی دی او اوس یې هم لري؛
راځئ چې پورته ذکر شوي سوال ته د اقبال لاهوري د یاد شعر او د ابوعلي سینا مقولې په رڼا کې ځواب ورکړو؛که چیری د افغانستان او افغانانو راتلونکیبرخلیک د همدې شعرپه رڼا کې اوارزول شی، بیا په زغرده ویلای شو چې زموږ راتلونکې له خورا جدي ننګونو، چلنجونو او افتونو سره مخ دی؛ زموږ پردي پال سیاستوال په تیرو پینځو لسیزو کې د پردیو په لمسون خپل ملي اقتدار او ارزښتونو ته نه جبرانیدونکي تاوانونه ورسول او متاسفانه چې د هر تحول نه وروسته، دا لړۍ تر پخوا لا پسې ډیره او ګړندۍ شویدي. خلاصه خبره دا چې اوس مهال زموږ هیواد، د همدغو سیاستوالو د ناسمو او کرغیړنو پالسیو او تیروتنو په سبب، د مختلفو بحرانونو کوربه گرځیدلی دی؛ د حکومتولۍ بحران، اقتصادي بحران، بشري بحران، حقوقي بحران، اجتماعي بحران، په صحي سکتور کې بحران او او او…
د همدغو تیر وتنو، ناسالمو[ نامشروع] سیاسي رقابتونو، پر تفاهم او سیاسي جور جاړي باور نلرل، تمامیت غوښتنه او د یو بل د حذفولو د کرکجنې پالیسۍ له وجې، د افغانستان او د افغانو سرنوشت په بې سارې توګه په بهرنیو هیوادونو پوری متکي او تړلی پاتې شویدی. متاسفانه چې افغان سیاسیون او اوسني برحاله چارواکي، نور نو د مستقل سیاست او د ملي ګټو پر بنسټ د تصمیم نیولو لپاره هیڅ هم په لاس کې نلري او دا فرصت یې له لاسه ورکړیدی؛ په تیر پینځو لسیزو کې زموږ سیاسي قشر او دولتي چارواکی په پرلپسې توګه اولس ته لاپې وهلي اود درواغو، دوکو، چل او فریب په مټ د خپل قدرت د دوام اوشخصي اوګروپي ګټو لپاره لاره هوراه کړې، کله هم د دوی سره د هیواد د پرمختګ او دملت د هوساینې لپاره مشخص او واضح پلانونه شتون نه درلوده اود دې چارو د سمبالښت لپاره مو همیشه دخیرات کچکول په غاړه ګرځولی، کله مو شورویانو پسې منډې وهلې، کله غربي هیوادونو پسې او کله هم ګاونډیانو ته مو خیرات ځولۍ غوړولې.
کله چې پخوانی جمهوري نظام ړنګ او طالب چارواکي د دویم ځل لپاره واک ته ورسیدل، دکاذب غرور پراوښ سپرو «د کابل فاتحین!»خلکو ته لویې لویې وعدې ورکړلې؛ د عمري عدالت اجرا او تطبیق د ټولو په اړه، د ابوبکر صدیق په شان انصاف دخلکو سره، او د بې پری توب او مساوات پر اصولو ولاړ اسلامي نظام جوړول، د قانون حاکمیت په ټولو چاروکې، دخلکوهوساینه، اقتصادي پرمختګ او داسې نور.
اما د هرې ورځې په تیریدو سره دا خبره جوته شوه چې یاد چارواکي نه یوازې دا چې د حکومت کولو لپاره اراده او کومه روښانه تګ لاره( ستراتيژي) نلري، بلکې خپلې ټولې هڅې د شته لاسته راوړنو پر له منځه وړولو متمرکز او دا لړۍ یې په پوره زور او شور روانه کړیدي؛ اوسني حکمرانان د دې پرځای چې خپلې هڅې د افغان اولس د ګټو پر محوریت تنظیم کړي ، ځانونه یې پر خرافاتي مسایلو مصروف ساتلي او هره ورځ، افغانانو ته نه جبرانیدونکي مادي او معنوي زیانونه اړوي؛ بدون د کوم واضح او موجه دلیل نه د ښځو پرمخ د تعلیم، تحصیل او کار دراوزې بندول او پر دوی باندې د غیر ضروري( ناروا) تعزیراتو وضع کول، د خلکو د بشري حقونو نقضول، د خلکو ځورونه پر خپل سر رټل او ځورونه او د خپل حاکمیت د ټینګښت او شخصي ګټو لپاره پر دسیسو او توطیو لاس پورې کول، د یادو چاروکو له مهمو کارنامو نه شمیرل کیږي؛ اوس مهال ښځې چې تقریباً د هیواد (۵۰٪)نفوذ دی له اجتماعي ژوندانه نه، په پوره توګه حذف شوي، وضعي قوانین لغوه او د حکومت چارې د شخصي(فردي) پریکړو پر اساس ترسره کیږي، ډیر مهم ملي ادارات لکه لویه څارنوالي د شخصي مفاداتو پر اساس لغوه شویده، زموږ په سلهاوو زره مجرب متخصصین اوکارپوهان لکه: د پوهنتون استادان، دطب داکتران، انجینران، حقوق پوهان او او او، خپل هیواد پریښوده ته مجبوره شوي او په پردي هیوادو کې د فقر او بدبختۍ شپې او ورځې تیروي، عام اولس د نیستۍ پر ټغیر کښینول شوی، کار او رزوګار د خلکو نه اخسیتل شوی او پر ټولو دولتي څوکیو ملایان چې اکثراً بې سواده دي او حتا خپل دیني تعلیم یې تکمیل کړی ندی، پرلتۍ وهلې دي او د «فاتح!» او «مجاهد!»په نوم د خلکو نه باج اخلي او د بیت المال نه ګټه پورته کوي.
اما کله چې دغو چارواکو سره په حکومتي نظام کې د نورو خلکو (خصوصاً د ښځو) د شمولیت په هکله خبرې کیږي، دوی بیا په ناسزا ویلو ژبه خلاصوي او داسې وانمود کوي چې ګنې دوی د الله تبارک و تعالی خاص استازي د ځکمې پر مخ دي او عام خلک په هیڅ صورت د دوی په مقابل کې د اعتراض حق نلري، که چیرې څوک د اعتراض ژبه و کاروي بیا نو په کفر، جاسوسۍ، اخلاقي فساد، مالي فساد او داسې نورو متهم کیږي، در حالیکی چې نوي نشر شوې ویدیو ګانې دا په ډاګه کوي چې دوی پخپله د همدې ټول ناروا اعمالو قهرمانان او پیشتازان دي.
سره له دې چې یاد چارواکي د دوحې د تړون د لاسلیک کولو په وخت کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو وعده یې ورکړې وه، خو اوس دا خبره نه مني او خپل ځان د الله تعالی نمایندګان پر ځمکه(غیرمسوول او واجب الاحترام) بولي اوعام اولس بې قید و شرطه اطاعت ته هڅوي(مجبوري).
له بله پلوه د جمهوریت د وخت مفسده سیاسي کړۍ(دلالان) بیا ځانونه په نړیوال سیاسي بازار کې د خرڅلاو لپاره په نیلام ایښي؛ د دوی لابي ګري شبکې(ډلی) د شرق نه نیولې تر غربه پورې خورې او په پوره زیرکاتیا د يو بل خونړي جنګ د شروع کولو لپآره تابیا نیسي او ذهنیت جوړونه کوي.
د تاسف خبره خود دا ده چې د افغانستان عام وګړي هم د همدغو ډلو ټپلو پورې ځانونه تړلي بولي او سره د دې چې په واضحه توګه پوهیږي چې هم موجوده حاکمه ډله او هم پخواني سیاسي قشر د دوی او د دوی د راتلونکو نسلونو ژوند تباه کړی او اوس هم نه تم کیږي، خو بیا هم یا چپه خوله ناست دي او یا دا چې په ښکاره توګه د همدغو ظالمانو نه حمایت کوي؛ عام افغان اولس هم د تعصب په مرض اخته شوی او دخپل قوم خاین، قهرمان او د بل قوم با عزته شخصیت، خاین معرفي کوي.
که چیری د پورته ذکر شوی مطالبو نه نتیجه ګیري وکړو نو دې پایلې ته رسیږو چې د نړۍ هیوادونه همیشه د خپلو ملي ګټو پر محور پریکړه کوي او دا اصل د افغانستان او افغانانو په اړه هم قابل د تطبیق دی؛ د ثور د کودتا نه نیولې بیا د جمهوریت تر سقوطه پورې او د طالب چارواکو بیا ځلي حاکمیت ته د رسولو ډارمه، د ټولو افغانو لپاره لویه تجربه او درس دی ؛ افغانان نور باید پدې پوه شوي وي، چې یاد هیوادونه د هیڅچا پلوی ندي او نه زموږتاو راتاو بریتونو، څڼې قد او قامت د دوی لپاره کوم خاص جذابیت او ارزښت لري، دوی یوازې او یوازې خپلو ګټو پسې روان دي او موږ په هره مرحله کې د همدې ګټو د تر لاسه کولو په خاطر استمعالوي و د وخت مطابق پر موږ باندې مختلف نومونه ږدي؛ کله مو قهرمان او مجاهد کړي، کله خاین او غدار…
بناً که چیرې د افغانستان هر وګړی خپل ځان ته تغییر ورنکړي او په همدې توګه چې اوس روان دي، خپل مسیر ته ادامه ورکړي، پرته له شکه چې افغانستان به ډیر ژر د نويو جنګونو د شروع کیدو شاهد واوسي او دا هیواد به په تل پاتې توګه د جنګونو او انسان وژنو او د تروریستي ډلو د روزنې کوربه پاتې شي او نړیوال رقیب هیوادونه به د افغانستان خاوره همداسې د خپلو سیاسي، نظامي او اقتصادي موخو لپاره کاروي.د ابرقدرتونو لپاره د دې نه بل ښه فرصت نشي پیدا کیدای چې د افغانستان خاوره د خپلو ګټو لپآره وکاروي.
اما اوس هم د دې امکان شته چې افغانان د یو بل جنګ د شروع کیدو مخه ونیسي او دې لړۍ ته د پای ټکی کیږدي؛ البته که چیری افغانان د اعظیم الشان قران د دې آیت:(إِنَّ اللهَ لا یغَیرُ بِقَوْمٍ حَتَّی یغَیرُوا ما بأِنْفُسِهِمْ[۱] او د علامه اقبال لاهوري د شعرمطابق په ځان کې اصلاحات راولي…
…………………………….
[۱] سوره رعد۱۱
ماشاءالله ، ډېره ښکلې ، معقوله او له محتوا ډکه لیکنه او ښه تحلیل . لوستل یې ټولو سیاسیونو ته ضرور دي .
دوه دری ټکی:
۱ – د پورته لیکنی د دریم پاراګراف په څلورمه او پنځمه کرښه کی د ایران د خارجه وزیر ( حسین عیداللهیان ) نوم د قطر د هیواد د خارجه وزیر سره تړل سویدی ( ممکن د محترم لیکونکی منظور د ایران نوم وی نه د قطر ) .
۲ – د بشری تاریخ په اوږدو کی پر《 سره غله 》تسلط په حقیقت کی د ” قدرت ” د کسب اصلی منبع او اصلی فورمول ګڼل سوی دی.
د سیاسی قدرت ( خصوصاً زموږ غوندی هیواد کی) تر لاسه کول روپو او وسلو ته اړتیا لری او پیسی او وسلی او د وسلو تولید او خرڅول او بخښل د نورو لویو قدرتونو په ولکه کی دی.
نتیجتاً
زموږ د هیواد د دوامداره بدلونونو ( نیکو او بدو بدلونونو ) د اِعمال اِراده د هغو هیوادونو پلاس کی وه او پلاس کی ده کوم چی زموږ د سیاسی – اجتماعی – نظامی – اقتصادی برمو د واټرپمپ تیل تمویلوی.
مکرراً عرض وکړم چی دا به زموږ پر حماقت دلالت ولری که د روانو او تیرو فاجعو مسئولیت پر خپلو اوږو حمل کړو ( دا ډول تحلیل به په حقیقت کی هم د استعمارګرانو او توطئه ګرانو لپاره یو تصنعی برائت وی او هم د ځانو تحقیر او سپکاوی ) .
۳ – بله خبره چی ممکن د ډیرو تحلیلګرانو د تحلیل د سمون سره مرسته وکړی دا ده چی:
چین او روسئی او ایران ګومان کاوه چی د طالب او امریکی تر منځ شل کلنی ډغری یو طبیعی حالت درلود ( د طالب او امریکی تر منځ وسله واله جګړه یوه رښتینی جګړه ده چی البته داسی نه وه ) نو دی هیوادونو د امریکی سره د رقابتونو پر بنسټ د طالب ملاتړ کاوه خو کله چی طالب قدرت تر لاسه کړ ( په حقیقت کی قدرت ور وسپارل سو ) نو دا دری هیوادونه د یو ګیچ حالت سره مخامخ او پر طالب باندی د خپل نظر او غوښتنو د تحمیل څخه عاجز دی خصوصاً د چین هیواد د طالب په سیوری کی ډیر خواږه او رنګین خوبونه لیدلی وه ( یا د امریکی لخوا ور ته د طالب په نیابت ډیری خوږی خوږی وعدی ور کړه سوی وی ) چی تعبیر ئی نن ورځ چین او حتی روسئی ته لږ ستوزمن ښکاری.
گران حضرت صاحب!
له کومنټ نه مو مننه!
په بښنې سره چې د قطر د خارجه چارو وزیر(شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی) پر ځای د ایران د خارجه چارو وزیر نوم لیکل شوی، البته ورته خبرې د ایران خارجه چارو وزیر هم کړې وې، خو زما هدف دلته د قطر د خارجه چارو وزیر خبرې دي چې پدې ورستیو کې کړې دي، نه د ایران!
خو د نورو مطالبو په هکله د لاندې مواردو ذکر حتمي بولم!
فکر کوم پدې کې اوس هیڅ ابهام نشته چې « پمپ!» د چا په لاس کې دی(؟). که چیرې متن لږ په دقت ولولئ ، دې موضوع ته مې په واضحو ټکو اشاره هم کړیده؛ انساني نړۍ د ابتدا نه تر اوسه د سیالیو ډگر وو او دا پروسه به همداسې ادامه ولري، د دغو سیالیو مخه هیڅوک نشي نیولای او نه هم دنیاوالو ته زموږ عاطفي خبرې او د زړه بړاس کوم ارزښت او اهمیت لري، که موږ خوشحاله اوسو او که ناراضه، دا سیالي به همداسې دوام کوي!
دلته مهمه خبره د ملتونو لپاره، د همدې و ضعیت نه د سالم درک او تشخیص لرل او پر دقیقو ارزیابیو عمل پورې اړه لري؛ یوازې ویښ ملتونه دا کار کولای شي او ځان له ناخوالو ساتي، اما ویده ملتونه پدې لومو کې بند پاتې کیږي، تفاوت همدومره دی… د دې موضوع د درک لپاره باید د نورو هیوادونو تاریخ هم مطالعه شي…زه د دغې خبرې سره ډیر سخت مخالف یم چې د سیاسي قدرت نیول، په «حتمي توگه» وسلو ته ضرورت ولري، استثنات به پر ځای پریږدو!زما په اند د سیاسي قدرت د نیولو او ساتلو لپاره عقل، علم او هنر ته ضرورت دی…بیا هم د هر چا خپل «برداشت!» دی.
لکه څنگه چې مې مخکې هم وویل دلته د نورو هیوادونو مسوولیت یو جلا بحث دی!
اما که چیرې موږ د افغانانو مسوولیت پدې بحران کې نفي کوو او یا یې له پامه غورځو او ټول مسوولیت د نورو په غاړه اچوو، زه به ستاسې په قول« حماقت» ورته و نه وایم، خو د حماقت نه به کم هم نه وي!
که چیرې موږ دا وایو چې زموږ د« ښه او بد بدلون» اراده د بل چا سره ده، نو بیا باید ځان ته حد اقل یو تعریف پیدا کړو چې موږ یو څه شی؟
که چیرې موږ دا خبره نه منو چې زموږ ډیری سیاسیون د خپلو شخصي گټو او ذاتي مفاداتو په خاطر، آگاهانه او په شعوري توگه همدغه د« تیلو پمپ» ته پخپله ځانونه «ټیټ» نیولي وو او دا لړۍ همدا اوس هم ادامه لري، دا به پر حقایقو سترگې پټول وي، چې د یو لیکوال له شان سره مناسب نه بریښي.
بریاوې درته غواړم