شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبکره کتنهپه "ډمه او خبریال" کې سیکسي بیان | عصمت الله صالح

په "ډمه او خبریال" کې سیکسي بیان | عصمت الله صالح

زموږ په کره‌کتنه کې د ضعف ډېر عظیم ټکی دا دی، چې د نقد پر مهال د لیکوال/ شاعر تخلیق وار له واره په مهذبو افکارو کې شمېرو او د دې ستر هنر د تظاهر په لومړیو شېبو کې وایو: ((ښه کیسه ده یا ښه شعر دی؛ خو ځینې ستونزې لري چې…))

که دې جملې ته ځیر شو او له څو شېبو غور وروسته یې ټوټه- ټوټه کړو، ممکن د کره‌کتنې نازک چوکاټ ته مو ستر زیان رسولی وي او ټول‌منلو اصولو ته په ژمنتیا مو یې پر همدې اصولو پښې اېښې وي، ځکه د دې قضاوت ريښې ته هېڅکله د انسان محدود فکر نه‌شي رسېدای. موږ چې د نقد پر مهال له ستونزو ډک پنځ ته لومړی “ښه” ووایو او بیا یې له “خو”وروسته پر نمیګړتیاوو د قلم څوکه ږدو، په اصل کې د “ښو” په مطلقیت کې عدمه استثنا لټوو. ځکه په “ښو” کې د بدو ځای نه‌شته او “ښه” باید ترپایه ښه وبلل شي.

خبره مې پر (ډمه او خبریال) ناول کوله. زه پر دې ناول د کره‌کتنې په پیل کې د “ښه” کلمه نه کاروم، نه لیکم چې (ډمه او خبریال) ښه ناول دی، بلکې د دې پر ځای لیکم چې دا د پوهنتون ځوان استاد محبوب شاه محبوب لیکلی او د یوې انساني ډلې له هغه کړنو یې پرده پورته کړې، چې په ټولنه کې د انسانیت مراندې پرې کوي. په کیسه کې خوبۍ او کمزورۍ دواړه شته، چې په ترتیب سره به پرې خبرې وکړو.

ډمه او خبریال مو له هېواده بهر د یوې ډلې هغه نجونو ژوند ته بیایي، چې د نجس مجبوریت په زولنو تړلې او د خپل عزت په خرڅلاو بوختې دي. د ناول کرکټر خبریال دی او په دې ډله کې له یوې نجلۍ سره بشپړه مرکه کوي. د دې نجونو پر ژوند له خبرېدو وروسته هڅه کوي چې د خالق دغه مجبور مخلوق ته د نجات لار وښيي او په خپل مالي تاوان یې د مهذبیت لور ته ټېل وهي؛ خو بخت یې ملګرتیا پرېږدي او پخپل کار کې له یو څو بریاوو وروسته تر زندانه رسي.

له یادونې سره سم په (ډمه او خبریال) کې ښې او بدې نقطې دواړه شته، لومړی يې پر ارزښت خبره کوو:

ناول مو د هغه پېغلو له ژوند خبروي، چې د مجبوریت له امله بدکارۍ او بدلمنۍ ته مخه کوي او د پردو سړو په غېږه کې جنسي غریزه سړوي. که ځیر شو دا ډول پېښې یوازې تر هغه خاورې نه دي محدودې، بلکې د نړۍ د ننني تحول پر اساس یې په ډېرو هېوادونو کې شتون منو. د (ډمه او خبریال) ناول یو ارزښت په همدې کې دی، چې موږ د دې انسانانو پر ژوند خبروي، ټولنې ته یې  مجبوریت څرګندوي، د دوی پر وړاندې د ناخبرو کسانو مفکورې تغییروي، زموږ او یا د بلې ټولنې افرادو ته درس ورکوي او له دې غیر انساني اعمالو د خلاصون چل ور زده کوي.

په ناول کې بیان شوو پېښو ته په کتو، زموږ په ټولنه کې هم ډېرې داسې کیسې او پېښې لیدل کېږي؛ خو تفکیک یې دا دی، چې دلته بیا تر ډېره عزت د انسان پر ځای په مرګ پلورل کېږي. نجونې په بدو کې ورکول زموږ د ټولنې هغه بد دود دی، چې د دې انسانانو ژوند د مرګ او جنونیت په خوله کې اچوي.

له دې سربېره منظم کرکټرونه، د پېښو منظم تسلسل، متحرک تصویرنه او… هم د (ډمه او خبریال) په خوبیو کې شمېرلای شو.

اوس راځم د ناول هغه ټکو ته، چې په نقد کې ورته نیمګړتیاوې او بدګڼې وايي.

په (ډمه او خبریال) کې ډېرې صحنې لوڅې دي، چې موږ یې په دې ناول کې د نیمګړتیا پر ځای بدګڼه بللای شو، ځکه نیمګړتیا د ناول تر چوکاټه اړونده وي؛ خو بدګڼه بیا د کیسه‌ییز ادب پر روح کې موندل کېږي.

که ننني نسل ته ځیر شو او د نړۍ پر دې تحول غور وکړو؛ نو داسې ویلای شو، چې په دې ناول کې د ډېرو پېښو سکسي بیان ته چندان ضرورت نه لیدل کېږي. دا سمه ده چې دا یو حقیقت دی او حقیقت باید په حقیقي بڼه بیان شي؛ خو که څه ناڅه د انسان فطري شهواني ځواک او معاصر ذهنیتونه په نظر کې ونیول شي؛ نو د قلم له نوکه به مو د اخلاقي تورو څڅېدل ډېر اسانه وي.

زما د لید زاویه به بالکل سمه وي، زما اقتباس به په تمامه مانا درست وي؛ خو په ټولنه کې داسې افراد هم کښته- پورته کېږي، چې د دې او دېته ورته کیسو مطالعه یې یوازې د ساتېرۍ او وخت‌تېرولو په پار وي او څومره چې د دې مظلوم بشر پر وړاندې له غیر اخلاقي زورواکو متنفره کېږي، همدومره د غیر اخلاقي ذوق په بحر ور ګډېږي.

له دې سربېره په ناول کې د متن ځینې تخنیکي ستونزې هم لیدل کېږي، چې له بده مرغه په درېیم چاپ کې هم ورته لیکوال او خپرندویې ټولنې چندان پام نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب