Home+بشپړي ویناوي کتاب چاپ سو

بشپړي ویناوي کتاب چاپ سو

دوست سرواني

دا کتاب په اصل کښي د فرانسوي فیلسوف ګوستاولوبون/Gustave le Bon1841-1931 اثر دی چي بېلابېل تاریخي، سیاسي، فرهنګي، اخلاقي، اجتماعي او فلسفي نظریې په کښي رانغښتل سوي او د ملتونو له پاره خوا مهم موضوعات لري.

ګوستاولوبون یو د هغو غربي څېړونکو څخه و چي اسلامي تمدن یې ستایلی او اسلامي تمدن یې پر غربي تمدن غوره بللی دی.

دا کتاب د فرانسوي ژبي څخه عربي ژبي ته احمدفتحي زغلول ۱۸۶۳م زېږېدنه، ژباړلی دی. فتحي قانون پوه، ورځپاڼه لیکونکی او پیاوړی ژباړن و په ۱۸۸۵م فرانسې ته تللی او هورې یې په حقوقو او قانون کښي زده کړي کړي دي.

ده د فرانسوي ژبي څخه نور آثار هم ژباړلي ځیني یې لکه: بنتام، اصول شرائح، اسلام خواطر و سوانح، سِرتقدم الانجلیزاسکسونین، سرِتطور الامم او همدا جوامع الکلم – بشپړي ویناوي. کتاب پښتو ژبي ته  پر دویم لاس ارواښاد مولانا عبدالخالق واسعي ژباړلی دی. ژباړه داسي خوږه روانه سوې چي سړی فکر کوي دا به خپله د واسعي صاحب لیکنه او څېړنه وي.

د کتاب پښتو خطي نسخه د افغانستان د علومو اکاډمي په کتابتون کښي په (۱۷۴) شمېره خوندي ده او ۲۸۴ قلمي مخونه لري. قلمي نسخه په ۱۳۲۱ش د حمل د میاشتي پر ۲۰ لیکل سوې ده. د چاپ زیار او زحمتونه یې قدرمن ملګري او د کندهار پوهنتون استاد پوهندوی مطیع الله روهیال ګاللي دي او د علامه رشاد بابا د شلم تلین په یاد چاپ سوی.

دقیق وخت مي یې نه دی پیاد خو روهیال صاحب دا کتاب په خورا زحمت د اکاډمۍ په کتابتون- کابل کښي چي په زېرخانه کښي دی او ډېر وخت به برق هم نه و په موبایل عکاسي کړ، په یوه لاس به یې پاڼي اړولې په بل لاس یې عکسونه اخیستل.

د صداقت خپرندوی ټولني – کندهار، یې کور ودان چي دا کتاب او د واسعي صاحب بل کتاب (لوړ فکرونه) د مقالو او ژباړو ټولګه او نور کتابونه یې د کتاب لوستلو په دې ساړه بازار کښي چاپ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...