Homeخبرونهد جرمونو نړیوالې محکمې ته د شپږو غړو هېوادونو شکایت ورسېد

د جرمونو نړیوالې محکمې ته د شپږو غړو هېوادونو شکایت ورسېد

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۰ مه) په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو د څېړنې لپاره د شپږ هیوادونو شریک شکایت ترلاسه کړ.

د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) څارنوال کریم خان پرون (جمعه) وویل چې دې محکمې د چیلي، کوسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو له‌خوا رسمي شکایت ترلاسه کړی دی. په دې شکایت کې له ۲۰۲۱ کال څخه، چې طالبان واک ته رسیدلي دي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو څېړنه غوښتل شوې ده.

په دې شکایت کې یادو هېوادونو د افغانستان د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې دا تورونه دې د محکمې د اوسنیو تحقیقاتو یوه برخه وګرځول شي.

د شکایت له ترلاسه کولو وروسته کریم خان په یوه بیان کې وویل:

«دا شکایت د جنسیت پر بنسټ د جنایتونو د تعقیب لپاره زما د دفتر د پراخې ژمنتیا برخه دی، په ځانګړې توګه د بشریت پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د جنایتونو په اړه.»

د افغانستان په اړه د نړیوالې جنایي محکمې تحقیقات په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې پیل شول، د هغو لومړنیو څېړنو پر بنسټ چې د ۲۰۰۳ کال د مې له میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د احتمالي جنایتونو په اړه ترسره شوې وې. اوس دغه تحقیقات د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د وسله‌والو شخړو اړوند جنایتونه، او د نورو غړو هېوادونو په خاوره کې ترسره شوي جنایتونه هم رانغاړي.

د دې تحقیقاتو پر وړاندې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا خنډونه رامنځته شوي وو، خو دا بهیر په ۲۰۲۲ کال کې بیا پیل شو. کریم خان وویل، له هغه وخت راهیسې د جنسیت پر بنسټ د جنایتونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او هیله یې څرګنده کړه چې ژر به د دې څېړنو محسوسې پایلې وړاندې شي.

که څه هم د دغو تحقیقاتو دقیق جزئیات محرم دي، خو کریم خان د یاد شکایت په اړه وویل چې دا د نړیوالې ټولنې د عزم څرګندونه کوي ترڅو په افغانستان کې د جنایتونو په اړه څېړنه وشي. هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې د محکمې غړي هېوادونه باید د څېړنو د بریالیتوب لپاره همکاري او مالي سرچینې برابرې کړي.

کریم خان زیاته کړه:

«زه د هغو کسانو جرأت او عزم ستایم چې زموږ ملاتړ یې کړی او د دې څېړنو په پرمختګ کې له موږ سره همکاري کوي.»

د جنسیت پر بنسټ د ځورونو په څېړلو د نړیوالې جنایي محکمې تمرکز د دې بنسټ د ماموریت یوه مهمه برخه ده. د روم اساسنامه، چې د محکمې د فعالیت بنسټ جوړوي، غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې هغه قضیې وړاندې کړي چې په کې د دې محکمې تر صلاحیت لاندې جنایتونه ترسره شوي وي.

دا اعلامیه په داسې وخت کې خپره شوې ده چې ټاکل شوې د محکمې د غړو هېوادونو غونډه راتلونکې اوونۍ ترسره شي. تمه کېږي چې په دې غونډه کې د روانو تحقیقاتو او اړینو سرچینو په اړه بحث وشي.

2 COMMENTS

  1. جنګي جرمونو نړیواله محکمه دې د افغانستان ۴۵ کلنه جګړی قربانیانو د رسیدنه وکړی هغه ډلی او ګوندونه او ګاونډي هیوادونه او نړیوال زبرځواکونه چې پدې جرمونو کې لاسه لري زموږ د ولس او هیود غرامت تری واخلی او باید ټول ووایې چې نور د افغانستان په داخلي چارو کې او دلته شته سیاسي ګوندونو او ډلو سره د افغانستان په بربادی کې مالی او نظامی ملاتړ نکوو

  2. کاشکې دا نړیواله محکمه د شورای نظار ، حزب وحدت اسلامي ، حزب حرکت محسني ، جنبش اسلامي ، جمعیت اسلامي او حزب اسلامي د هغو جنایتکارانو جنایتونه او فجایع چې د 1991 -1996 ترمنځ د کابل ښار په منځ کې ترسره کړي او د سلګونو زرو بې ګناه انسانانو د وژلو ، آواره کولو او د تاریخ هغه بې شمېره جنایتونه چې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې نه دي لیدل شوي ، لکه « رقص مرده ، د ښځو د سینو پرېکول ، د ماشوم د پیدایښت وحشیانه نندارې ، د انسانانو د غوښو پخول او خوړل ، دسپګو خرڅول ، د کورونو او منقولو دارای غصب ، د خلکو د کورونو بمبارول ، د افشارو قتل عام او ….. » هم و څېړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...