شنبه, اپریل 27, 2024
Home+یوه نادره قلمي نسخه | اسدالله غضنفر     

یوه نادره قلمي نسخه | اسدالله غضنفر     

    (۱)

دا اثر او ویناوال یې

زموږ په کورني کتابتون کې شل، پنځه ویشت ټوکه پښتو، دري او عربي قلمي کتابونه هم شته چې زما په ګومان تر ټولو مهمه نسخه پکې د امیرعبدالرحمن خان جنګنامه ده. د جنګنامې لکه چې همدا یوه نسخه موجوده ده او بل اهمیت یې په دې کې دی چې د عبدالرحمن خان د زمانې ځینې داسې معلومات پکې لولو چې د افغانستان د تاریخ د لوستونکو لپاره نوي دي. دغه اثر په ادبي لحاظ خپل اهمیت لري او د منظومې تاریخ لیکنې کامیابه بېلګه ده. احمدګل مرسته راسره کوي چې یوې خاصې زمانې ته د ده له لیدلوري نظر واچوو. دلته د عبدالرحمن خان له مدحې څخه د هغه وخت د پوځي، اداري او عمراني تاریخ د بیان لپاره استفاده شوې ده. احمد ګل ځان د کتاب شاعر او مورخ بولي. ده پېښې یوازې ثبت کړي نه بلکې تر څه حده شنلې هم دي. دی په پېښو کې عاقلانه انتخاب کوي او هغه څه ته مو پام اړوي چې د ده په ګومان د ثبات، امنیت، عدالت او عمران له نظره اهمیت لري.

  احمد ګل دغه منظوم اثر د عبدالرحمن خان د سلطنت په نهم کال لیکلی او تر همدې وخته پورې یې له نوموړي امیر سره د اړوندو پېښو بیان پکې کړی دی. شاعر د امیر پلوی دی، د هغه له دربار سره په رابطه کې ښکاري ، یوه نیمه پېښه له دومره جزییاتو سره بیانوي لکه دی چې هلته حاضر وي. احمدګل یو ځای وایي چې په ننګرهار کې اوسي:

وطن مې چپرهار، اوړی په صبر کې دېره یم

چې وخت د ژمی راشي په هډه کې مې ګزران دی

امیرعبدالرحمن خان چې جلال اباد ته تللی او خانان او ملکان یې وربللي وو، په غونډه کې یې احمد ګل حاضر ښکاري. دی د مشرقي جګړې له جزییاتو سره بیانوي خو د منګلو او اندړو جګړو ته مازې اشاره کوي. د ارګ د وصف په وخت یې خبرې د داسې چا دي لکه لیدلی چې یې وي.

د موجودې نسخې نه لومړی مخ شته او نه وروستی مخ یا مخونه. البته ویلی شو چې ورک شوي مخونه به زیات نه وي، ځکه موضوع پای ته رسېدلې ښکاري او یوازې د واقعې په اړه د شاعر خپله نتیجه اخیستنه یا د کاتب نوم یا داسې بل څه چې د کتاب اخري خبرې یې وبولو، نه وینو. په شته نسخه کې شاوخوا دوه زره بیتونه په ۱۷۹ مخونو کې راغلي دي. خط یې نسبتا واضح دی خو املایي تېروتنې پکې زیاتې دي. احمد ګل چې په عربي پوهېده او لوی مدرس و، ممکنه نه ده چې مثلا وطن په ( ت) ولیکي خو په موجوده نسخه کې دغسې تېروتنې هم شته او معنا یې دا ده چې احمد ګل په خپل قلم لیکلې یا د ده تر نظر تېره شوې نسخه نه ده.

شاعر د کتاب په سر کې د دغو موضوعاتو د بیان ژمنه کوي:

هزیمت د هر غلیم، د هر اقلیم زه

کړم جدا لکه خمیر نه د موی تار

که اندړ دی، که منګل دی، که شینواری

هم کلمان و درې نور، ګنبیر، کټار

بیا صفت د هر افسر جدا جدا کړم

خصوصا بیا ډېر د فتحې د سالار

په دا شان  سره قاضیان او که مفتیان دي

مساجد دي، که باغونه خوشګوار

حاصل دا چې په طفیل د شاه اباد شوه

لویې لارې د ارګون او که د ښار

مفصل دا هر مذکور په ښه تفصیل کړم

که اجل راباندې ونه که تلوار

د قلمي نسخې په شپږم مخ کې لولو چې د فردوسي کار د پیسو لپاره و، د خدای لپاره نه و، ځکه په خپل زحمت پښېمانه شو خو:

ما چې کړی دا تصنیف د شاه په نوم دی

نه مې طمعه د تومن شته، نه خروار (شاید په اصل کې دینار وي.)

طمعه درې حرفه لري، درې واړه تش دي

مقصود ځکه له طامع ځنې بېزار

د شاه رزق به مقرر وي له پولاوه

زه قانع یمه په رزق د جو و جوار

تخت و بخت دې د ده تل وي بې زواله

شه امت د پاک رسول ته څوکیدار

 د نسخې په نهه ویشتم مخ کې د خپل کتاب په اړه وایي چې:

د عروضو په اوزان ښه برابر

ګوندې وي چې د شاه وشي پې نظر

په تحسین کې یې و تا وته نظر شي

مس د عمر دې په یو وارې سره زر شي

دی شاید د دې لپاره چې امیر د ده هنر ته په کمه سترګه ونه ګوري، په ورپسې بیتونو کې نور شاعران یادوي چې د شعر په وزن نه پوهېږي او:

نې په تنګه قافیه باندې نظر وي

نه یو ځای کې په سکته باندې خبر وي…

خو په پښتنو کې د ماشو عبدالحمید ښه شاعر دی:

په پښتو شعر کې دی لکه بلبل دی

څوک دې وښیي چې سیال یې چېرته بل دی

په فارسی کې نظامی نلري سیال

صد رحمت د ده پر روح د ذوالجلال

احمد ګل چې د منظومو روایتونو شوقي دی، نظامي شاید ځکه ستایي چې په منظومو داستانونو کې د فارسي ادب تر ټولو مهم کس بلل کېږي. دغه راز د نظامی کتابونه په مدرسو کې تدریس کېدل او احمدګل به د طالبۍ په زمانه کې هم په خوند لوستي وي. د حمید او احمد ګل یوه رابطه دا ده چې د دواړو د شعر جوهر غیرعرفاني دی. دی د حمید غوندې د مجاز شاعر دی او په خاورینه دنیا زړه بایللی ښکاري.

ویناوال د کتاب په ۱۲۶ مخ کې لیکي چې له جنګنامې به حواس فارغ کړم او په ټولنه کې له غلطو رسمونو او نارواوو سره د مقابلې لپاره به د امیر له خوا د قاضیانو او مفتیانو په ټاکلو وغږېږم. دی په دې اړه او له لویه سره د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د عدالت په موضوع باندې په بېل فصل کې نولس مخه خبرې کوي او په اخره  کې وایي چې جنګنامه مې په څلوېښت ورځو کې سازه کړه. د همدې فصل په وروستي بیت کې د ختمېدو کال او نېټه راښیي:

زر درې سوه او شپږ کلونه تېر وو له تاریخه

شلمه د میانې ورځ د خالي دا مې بیان دی

له دې وروسته تر ۱۵۷ مخونو پورې د شهزاده ګانو په ستاینه بوختېږي او هغوی ته دعاګانې کوي. په دې برخه کې یو ځای د امیر مشر زوی شهزاده حبیب الله خان ته وایي:

رب در کړې د کرم خوانچه پراخه

ما محروم نکړې له هسې رنګ طباخه

که هر څو درته ښکارېږمه ګستاخه

لاړ به نشم بې نصیبه ستا له کاخه

دې ذرې ته فیض رسان لکه آفتاب شه

اې کاغذه پاڅه درومه په شتاب شه

احمد ګل په ورپسې یعنې وروستي فصل کې د سردار عیسې خان د بغاوت قصه کوي چې د کتاب د لیکلو په کال پېښه شوې وه.

شاعر ولې دا کتاب ولیکه؟

  دی وایي په خوب کې ورته د دې کتاب د لیکلو تلقین وشو. یعنې چا فرمایش نه و ورکړی بلکې دا فکر یې خپل و.

شاعر چې له امیر شیرعلي خان څخه وروسته زمانې ګډوډۍ یادوي، د عبدالرحمن خان د دوران په امن شکر باسي، وایي:

نن ساعت عالم  ارام په  ښه مزه دی

هر مسکین په خپله خونه کې تازه دی

دغه ما مسکین، ضعیف چې خلق ګوري

یم په امن د امیر صاحب تر سیوري

بې ماجبه، بې تنخواه ځنې خوشال یم

چې په وصف کې یې سر په قیل و قال یم

دی وایي جنګنامه یې ځکه په پښتو کړه چې په پښتو کې ورته تر فارسي شاعري اسانه ده، امیر پښتون دی، پښتانه په خپله ژبه ښه پوهېږي او پښتانه په دې وطن کې زیات دي:

بله دا ده چې پښتون په ملک کې عام دی

فارسي وان په دوی کې مالګه د طعام دی

دغه راز وايي:

جنګنامه مې په پښتو کړه د امیر

چې له لوستو یې پښتون ښه شي دلیر

استاد رشتین د پښتانه شعرا په دویم ټوک کې د احمدګل د تصانیفو په لړ کې لیکي چې:« احمد ګل په خپل عصر کې د امیرعبدالرحمن خان پاچا لپاره په پښتو ژبه یو منظوم دیوان لیکلی و او بیا یې هغه د هغه حضور ته د دېوان احمدي په نامه وړاندې کړی و او د هغه له حضوره یې پرې خورا زیات بخشش اخیستی و. اما متاسفانه چې هغه بېش بها دېوان ورک دی او هیڅ درک یې نشته.» په غالب ګومان هغه ورک اثر باید همدا وي چې دېوان نه بلکې د یوه دېوان په اندازه د عبدالرحمن خان د زمانې د لومړۍ نیمې منظوم تاریخ دی.

په پښتانه شعرا کې لولو چې احمد ګل د ننګرهار حسن خېل مومند دی، په  ۱۲۵۸ ق کې په مشرقي کې دنیا ته راغی، پنځلس کلن و چې د مېرې له ظلمه پېښور ته لاړ. هلته یې اول په پېښور او بیا چج هزاره کې سبق ویلی او د حدیث او تفسیر په زده کړو پسې لاهور ته تللی دی، له هغه ځایه مصر ته روان شوی او تقریبا اته کاله یې هورې تېر کړي دي. رشتین صاحب یې د مصر د کلونو یو عربي شعر راوړی چې وطن او خپلوان پکې یادوي. احمدګل یو ځل بیا لاهور ته ستنېږي، هلته شپږ کاله تدریس کوي او بالاخره په اووه دېرش کلنۍ کې وطن ته راځي. ده پاتې عمر په وطن کې تېر کړ او دلته یې ډېر شاګردان پیدا کړل. پنځوس کلن و چې د شینوارو په کهي کې وفات او د ننګرهار د رود د للمې په کلي کې خاورو ته وسپارل شو. استاد رشتین لیکي:« ده د تبلیغ او تدریس سره زیاته مینه لرله او په دې واسطه یې په ابتدا کې واده هم نه کاوه، مګر بیا یې په تېر عمر د مشرقي په هډه کې د یوې لویې کورنۍ سره خېښي وکړه چې په نتیجه کې خدای یو زوی او یوه لور ورکړل. هغوی چې لوی شول نو تعلیم  یې پرې وکړ او د علم او ادب خاوندان یې کړل.»

استاد رشتین دا هم لیکي چې« د ده اشعار تر اندازې زیات له تاثیره ډک دي، چې تر اوسه یې خلک د متلو په ډول استعمالوي.»

له احمد ګل سره پوهه او تجربه زیاته ده خو غواړي د خبرو طرز یې د عادي خلکو غوندې وي او واقعي ژوند په اسانه بیان کړي. د دغسې چا د خبرو او شعرونو د متل کېدلو امکان زیات وي.

د دې نسخې څښتن  

د عبدالرحمن خان د جنګنامې دا قلمي کتاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په پېښور کې یو چا زما پلار ته ورکړ. کیسه داسې وه چې یو نابلده سړی مې پلار ته راغلی او ورته ویلي یې وو چې زه مجاهد یم، په آبدان دشته کې مو په شوروي عسکرو چې شیرخان بندر ته روان وو، حمله وکړه، ژوبل مو کړل او په هغو مالونو کې چې دوی له ځانونو سره وړل، دغه کتاب هم شامل و، کتاب د افغانستان د تاریخ یو امانت دی او ته لیکوال و شاعر یې، ځکه مې تا ته راوړ.

راغلي کس چې ځان معرفي نه کړ، بیا هیڅوخت رانه غی او پوه نو شو چې څوک و خو له هغو مجاهدینو یې ښکاره فرق و چې یو وخت یې په ننګرهار کې د هډې غیرمنقول موزیم تباه کړ یا یې  کابل کې لرغوني آثار ولوټل او کتابونه یې وسوځول.

 کتاب په کندز کې د غلام سرور ناشر د کتابتون و. دا نه معلومېږي چې شوروي عسکر به پخپله لوټلی وي که به یې له بل لوټماره تر لاسه کړی وي. ناشر صاحب چې د افغانستان د صنعت او تجارت په وده کې لویه برخه لرله، د وطن د کلتوري ودې لېوال هم و. ده د ظاهر شاه به وخت کې په کندز  کې په خپلو پیسو کتابتون، سینما، تیاتر او موزیم جوړ کړل چې لرغوني او قلمي آثار خوندي شي، د مطالعې لپاره مناسب ځای او کتابونه پیدا شي، د نندارې هنر وغوړېږي او خلک د تفریح نوی فرصت ومومي. سینما طبعا د ګټې ذریعه هم وه خو دې نورو تاسیساتو له خپل مالکه مصارف غوښتل او ناشر مرحوم د اکثرو نورو شتمنو برعکس په دې پوهېده چې د ټولنې انکشاف ډېر د خیر کار دی. د افغانستان تاریخ ته د خدمت په سلسله کې د سرور ناشر یو مشهور کار د آی خانم لرغوني ښار کشف و چې د هغه ځای د سپړنې لپاره یې بهرني لرغونپوهان راوبلل. دغه موندنه او سپړنه په شلمه پېړۍ کې د افغانستان د تاریخي مطالعاتو په برخه کې خورا مهمه پېښه ګڼل کېږي.

 ناشر د ۱۳۶۳ کال په حمل کې له وطنه  ډېر لرې په جرمني کې وفات او د پېښور د کبابیانو په یوه وړه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. په قبر یې لیکلي دي چې: د هڅو سین او د ثبات غر و. دا جمله یې د ژوند او شخصیت مناسبه خلاصه بللی شو.

د جمهوریت په کلونو کې د ناشر صاحب لور نادیه جانه په کابل کې زموږ کور ته زیاته راتله. دې به په جرمني کې مرستې ټولولې چې په کندز او ځینو نورو ولایتونو کې یې د ښوونځیو او کلینکونو لپاره د ودانیو په جوړولو، ښځو ته د خیاطي په زده کولو او نورو خیریه چارو ولګوي. یوه و رځ مې پلار ورته وویل چې ستا د پلار یو امانت راسره  دی. دا د کتاب په لیدو سره په فکر کې لاړه. شاید  د افغانستان د عمران لپاره د خپل پلار هڅې، د هغو هڅو په بدل کې بندیخانې او له وطنه وتل، د شتمنیو تالان او په پردیسۍ کې مړینه به وریادېدل. د زړونو مالک خدای دی. ممکن همداسې څه به یې په ذهن کې وو. وروسته یې وویل: کتاب دې ستاسو وي، تاسې به یې لا ښه وساتئ.

ځينې کسان د وطن خدمت په پټه خوله کوي. زړه یې نه غواړي چې بل ته ووایي، دا مې وکړل او ها مې وکړل. نادیه جانه د دغسې کسانو یو اعلی مثال دی. دې ته، چې په جرمني کې یې لوړې زده کړې کړې وي او مورنۍ ژبه یې جرمني وه، په المان  کې د ځان لپاره د کار او ګتې په ځای دا ښه ښکارېده چې د افغانستان لپاره منډې وکړي. تصادف دا دی چې د دغو کرښو د لیکلو په ورخ، د اپرېل په شلمه وفات شوه او چې خبر شوم هغه جملې مې چې د حال په فعل لیکلې وې، د ماضی فعل ته واړولې. الله تعالی دې یې ونازوي. وطن ته چې به راغله، د جېب خرڅ پیسې یې هم تر وسه وسه سپمولې چې یو څو غریبو نجونو ته د ښوونځي وسایل برابر شي. دې په ۱۹۹۲ کې په جرمني کې د افغان رضاکارو مېرمنو ټولنه جوړه کړه او تر مړینې یې رییسه  وه.

د نادیه جانې مور، مریم ناشر، په کندز کې ډېر کلونه د نجونو د لومړنۍ لېسې لومړنۍ مدیره وه ،مدبره مدیره. د مریم مرحومې پلار، په جرمني کې د امان الله خان د وخت افغان محصل و. محمد عمراپرېدی نومېده، د کندهار و. یو بل محصل چې د امان الله خان پلوی او د نادر خان کورنۍ ته د سلطنت د لېږد مخالف و، په برلین کې افغان سفیر، سردار عبدالعزیز خان (د صدراعظم هاشم خان ورور او د سردار داوود خان پلار) وواژه. افغان حکومت ځینې هغه محصلان هم ونیول چې د امان الله خان د پلویتوب شک ورباندې کېده. د مریم پلار، چې مور یې جرمنۍ وه، په نیول شوېو محصلانو کې و. دی ډېر کلونه د نه کړې ګناه په تور بندي و. د مریم مورخپله لور په دې نیت افغانستان ته راوسته چې هغه د افغان لور ده او باید په افغانانو باندې واده شي. مریم د سرور ناشر مېرمن شوه. دا په ۱۳۵۲ کې  د داوود خان د کودتا په لومړیو کې د لیسې له مدیریته برطرفه شوه، وروسته بیا په کابل کې له یوې جرمني کمپنۍ سره په کار بوخته وه. په ۱۳۵۷ کې له کورنۍ سره مهاجره شوه او پاتې ژوند یې ټول په بهر کې و.

                                    (۲)

د انګریزانو دویم یرغل:

جنګنامه له مناجات او لومړنیو خبرو وروسته د انګریزانو د یرغل کیسه پیلوي. په افغانستان باندې د انګرېزانو د دویم یرغل په نتیجه کې د عبدالرحمن خان تره او رقیبب امیرشیرعلي خان سلطنت له لاسه ورکړ او عبدالرحمن خان ته د تخت ګټلو لاره اواره شوه. احمد ګل د امیرشیرعلي خان په اړه وایي:

په ظاهر کې له فرنګو سره ساز وه

په باطن کې یې مولا خبر په راز وه

د انګریزانو لښکر په ننګرهار کې د امیر شیرعلي خان پوځیان مات کړل، د شاعر په قول:

حاصل دا و که سپاهي و که افسر و

له ناکامه یې د کور په لور سفر و

هیڅ انسان نه قبلوي د ماتې عار

ولې دا وي اراده د کردګار

تیریګر لښکر په ننګرهار کې پیسې لګولې:

د کلدارو یې خورې پکې دانې کړې

غوږ به ونیسې که سیل د افسانې کړې

پکې ویې نیول بعضي خاص و عام

چې یې خور وه په هر لور د ټګۍ دام

بعضي وه چې ترې کاوه یې اجتناب

په دا  نه ورتلو کې دوی لیده ثواب

بعضي خاص له هره ځایه په سلام شوه

ځینې عامه چلوونکی د ګودام شوه

ډېر عالم یې مزدوران د هر درک شوه

چا کړې خټې څوک چنګاوه په سرک شوه

چا هګۍ ورته راوړې، چرګان او بوس

ډېرو بازو خصلت ونیو د ټپوس

امیرعلي شیرخان چې له څو لوریو د تیریګرو لښکرو پرمخیون او د نظام د سقوط خطر ولیده، وارخطا شو، په زړه کې ورتېره شوه چې:

د رعیتو رانه  نه کېږي هراس

ما به ورکاندي کفارو ته  په لاس

شیرعلي خان د کابل تخت خپل زوی یعقوب ته سپاري، خپله بلخ ته خوځي، په بلخ کې:

نې له چا سره مجلس نه بندوبس وه

شپه او ورځې له خپل غمه هم نفس وه

بیا یې روسانو ته حال واستاوه چې ما خو ستاسې د دوستۍ په تور هر څه له لاسه ورکړل، مرسته راسره وکړئ، مګر:

په ځواب کې په منګول ورغی باد

چې ترې نه حاصلېده ذره مراد

امیر شیر علي خان په مزارشریف کې ومړ او :

یعقوب خان چې په کابل باندې امیر شه

پرنګی په ننګرهار باندې جاګیر شه

د پرنګیانو استازي کیوناري او یعقوب خان پیغامونه سره واستول، یعقوب خان ګندمک ته ورغی او هلته:

حاصل دا چې بند د سولې برابر شه

په دا کار کې د هر چا مقصود تر سر شه

د  شاعر په نظر له تړونه وروسته کیوناري او لښکر ته یې:«ملک په تنګ و، درست د تېښتې په قابو وو.» تېریګر ستانه شول.خو لږ وروسته کیوناري له هنده د پنځوش، شپېته کسه سیکانو په ملګرتیا د کورمې په لاره کابل ته راروان شو:

ظاهر سیل ته د کابل په طرف خوت

لوی جاسوس و د وطن احوال یې کوت

په کابل کې یې د بالاحصار په  کوز سر کې په یوه ښکلي ځای کې واړول.

یعقوب خان د هغه ډېر کاوه مدار

ځکه دی و په کفارو کې نامدار

خلکو ته تشویشونه پیدا شول:« پټ په زړه کې هر سړی په تراره شو.» ځکه:

چې دوستي د کافر نه وي بې خلله

دا راتګ د ده خالي نه دی له چله

کیوناري به تل د بازار او د لښکر سیل کاوه، ازاد ګرځېده. په دې منځ کې افغاني عسکرو د تېرې پاتې تنخواه غوښتنه وکړه، یعقوب ورته وویل، داوود شاه ته ورشئ، داوود شاه ورته وویل، له کیوناري یې وغواړئ. د هغه خبره دوی ته پیغور ښکاره شوه.

پس له هغې (هغه یې) سره وکه اتفاق

لاس یې کېښود په قرآن بیا په طلاق

اول راشو داوود شاه دلته سنګسار کو

پس له هغه کمناري هلته مردار کو

داود شاه له قهرجنو عسکرو په تېښته ځان خلاص کړ خو کیوناري او ورسره کسان  په خپل کور کې وسوځول شول. یعقوب خان چې د بلوا په وخت په ځان پسې د بالاحصار دروازې بندې کړې وې، پریشانه شو، ویل یې، اوس به انګریزان اول ما او بیا نورو ته جنجال پېښ کړي. دغه  وخت  وبا هم خپره وه.شاعر که څه هم کیوناري ته د کافر جاسوس په سترګه ګوري، خو دا هم وایي:

په شاهانو کې دی رسم جاویدان

چې اېلچي لره نه بند شته نه زندان

او انګریزانو فیصله وکړه:

ځئ چې درومو په اور وسوځو کابل

چې څوک وران داسې اختیار ونه که بل

د انګریزانو لښکر په کورمه، کندهار او ننګرهار راغلل.

بیا پې خلقو دوباره پورې که لاس

چا به خر ترې تښتاوه، یابو و آس

خاص که عام وه، چې اسلام د چا کَمَک وه

هغه کل واړه د کفر په کومک  وه

بعضي خلک چې د دین پکې غیرت وه

په اخلاص سره یې کړی ترې هجرت وه

د دوی لښکر له کورمې د لوګر خوشي ته راورسېد او د ننګرهار او کندهار لښکرې یې په خپل ځای پاتې شوې.د شاعر په قول، د یعقوب خان واک د داوود شاه او مستوفي په لاسونو کې وو او:

داوود شاه او مستوفي سره همراز وه

په باطن  کې له فرنګو سره ساز وه

په ظاهر کې له امیر سره یکرنګ وه

په باطن کې لا پخوا دوست د فرنګ وه

د شاعر په قول، نور ډېر کسان هم وو چې د پرنګي پیسو ته  یې سودا وه او په دې ډول په ملک کې نفاق پیدا شو. یو شمېر کسان او حکومتي عسکر د جهاد پلویان وو خو داوود شاه او مستوفي به یعقوب خان ته ویل چې خوشي ته ورشه، ورسره وګوره او:

په دوستۍ سره یې وکه اعتبار

وطن ستا دی دوی به ځي په خپله لار

له  فرنګ سره د چا کېږي طاقت

برناحقه په اور مه سوځه صورت

فقط یو بالاحصار ورلره ورکه

چې پې ننوزي بیا بېرته دوی سفر که

د کابل خو نه حاصل شته، نه دیار

فرنګی په داسې ملک نه لري کار

یعقوب،داوود شاه،مستوفي او ځينې نور غټان خوشي ته لاړل او انګریزانو ونیول،نو:

په وطن کې که رعیت او که لښکر وه

له ناکامه واړه جنګ ته برابر وه

پرنګی له لوګره مخ په کابل راروان شو، خو:

په مزله کې که په تلو وه، که به کوز وه

په هر لوري په شپه ورځې ډز و ډوز وه

چار آسیا  ته چې داخله شو فرنګ

په هر لور یې عالم راوستو په جنګ

په دغه ځای کې که اکثره خلق عام وه

ورسره  بعضي لښکر څه د نظام وه

هسې جنګ  یې سره وکه مخامخ

مړي وشوه په هر لور لکه ملخ

خو افغانان مات شول، پرنګیان نوي ښار (مطلب یې شیرپور دی) ته ننوتل او له  تګاب، غوربند، کوهستان، چاردهي، میدان، لوګر، وردګ، مقر، زرمت او شاوخوا غرونو څخه د انګرېزانو په خلاف جګړې ته:« خلک راغله له حسابه ځنې دېر»

په کورمه، کندهار، ننګرهار او نورو ځایونو کې هم خلک راپاڅېدل او:

 په جنګونو کې د چا کله کمی وه

که هلک  وه، که سپین ږیری که زلمی  وه

په  دغو خورو ورو جګړو کې به د خلکو کله ماته کله بری په برخه شو.

چې هر شی بې له سړکه لږ به څنګ وه

هغه ځای کې به په خپلو وینو رنګ وه

بالاخره کفار په نوي ښار کې کلابند شول. شپاړلس ورځې کلابند وو. په محاصره کې یې ډېرو زیاتو خلکو برخه اخیستې وه.

هر چا وېل چې بیا به نه درومې فرنګه

نوی ښار شه درته بیا د بتخاک تنګه

(شاعر د افغان او انګلیس په لومړي جنګ کې د پرنګيانو د لښکر ماتې  ته  اشاره کوي.)

خو:

 خلک وایي پاچا خان وکړله ماتې

د کافر روپۍ یې وخوړې میراتې

د انګریزانو پوځ له محاصرې راووت، بالاحصار یې وسوځاوه، هلته یې لویه خیمه ودروله، د کیوناري څېره (تصویر) یې سازه کړه او:

 خلق یې کړه ورته له پښو لاندې حلال

ګوندې وي چې کمناري شي پې خوشحال

انګرېزانو یعقوب خان او نور غټان هند ته واستول. د کابل او ننګرهار تر منځ یې د تلګراف رابطه ټینګه کړه او:

 په هر ځای  د غره په سر په بېخ د سمې

ښې تاڼې یې ځای په ځای کړلې محکمې

له سرک لاندې یې شه هند و کابل

چې کول یې همګي اختیار یې خپل

عین له هنده به کابل وته غلې تلې

په دا شان سرې( سره یې) د هر اشیا ګلې تلې

انګریزانو پښې ټینګې کړې او نور که به وړې وړې حملې هم ورباندې کېدې، داسې وې لکه په سندان د سوک ګوزارونه. په ټولنه

کې ګډوډۍ وه، ناامني وه:

مغلوبه شوه په وطن کې په هر لوري

زورور به خوړې غوښې د کمزوري

خلکو به په جوماتونو کې:

مناجات هسې کاوه علی الدوام

ربه راکه یو پاچا عالي مقام

چې د ده په طفیل ورک د کفر سوم شي

په کابل کې دوباره د دین رسوم شي

د عبدالرحمن خان راتګ او د شمال او کابل نیول

احمد ګل وایي، چې په کابل باندې د هندوستان توره شپه خپره شوه، د ترکستان (د افغانستان شمال) حالات هم خراب شول. په شمال کې:

که دیګان وه، که پښتون وه، که اوزبک وه

خان اباد وه، که قندوس، که ایبک وه

علاقه د بلخ تمامه په دا شان

میمنه داسې اطراف د بدخشان

که رعیت وه، غر په سمه، که لښکر وه

حاصل دا چې په هر ځای کې شور وشر وه

په لښکرو کې سپاه وه که افسر وه

پادشاه هر سړی په کور کې د خپل سر وه

په دا شان سره حاکم وه که میرزا وه

مخالفه یو تر بله په مرضا وه

دی وایي ځینو هغو کسانو ته هم د پاچهي شوق پیدا شو چې له پلار نیکه غریبان وو، خو:

هر چې پلار، نیکه یې ناست نه وي په تخت

د اولاد نصیب یې نه وي داسې بخت

په دې منځ کې امیرعبداالرحمن خان له ماورالنهر څخه بدخشان ته راغی:

چې نصرت  یې وه له تېغه سره جفت

بې له قتلې ( قتله یې) بدخشان ونیوه مفت

د نظام پخواني عسکر په امیر راټول شول، افسرانو او غټانو یې هر کلی وکاوه، دوی د ده په توره او نصرت قایل وو، وار په وار یې پوځ زیات شو، مخالفان یې په تېښته شول، امیر مزارشریف ته ورسېد، روضې شریفې ته لاړ، په ملنګانو او مینجورانو یې پیسې ووېشلې، په روضه کې یې خلوت وکړ او وروسته بیا له مزارشریف څخه ووت. په شمال کې یې اداره جوړه کړه، خطبه یې په نوم وویل شوه، د ده په نوم په سپینو زرو سکه ضرب شوه، د شاهي واړه رسمونه جاري شول، بزګرو او مالدارو باج او خراج په غاړه واخیستل او:

پاتې نه شه په اطراف کې مخالف

وطن خلاص شه لکه بې نقطې الف

عبدالرحمن خان د کابل په لور وخوځېد:

په منزل منزل کابل ته په مضمون ته

په هیبت سره ثاني رودِ جیجون ته

چې اواز یې د راتلو په هندوکش شو

هر کافر له دغه غمه دم د پښ شو

هندوکش د تمامي غرونو امیر دی

رب په ذات د ده کې ایښی څه تاثیر دی

امیر چاریکار ته راغی:

حاصل دا چې په زلزل د کفر زاغ شه

باز د دین چې ورشریک په دغه باغ شه

امیر د کوهدامن په لور وخوځېد:

کوهدامن ته چې شریک هغه امیر شه

له اطرافه د عالم پسې بهیر شه

په جمله اهل اسلام دغه اختر وه

ته به وایې چې زرغون د سړي سر وه

او کفار چې وه پراته په نوي ښار کې

له ناکامه وه حصار لېوه په غار کې…

کفار پوه شوله پیدا چې د دین باز شه

هر کافر له دغه غمه جان ګداز شه

په حیا کې خلاصېدی نه شي هیچرته

له ناکامه در د سولې یې که بېرته

د کابل وطن په تا شه مبارک

لاره راکه مونږه ځو په خپل درک

احمد ګل کوښښ کوي چې د امیرعبدالرحمن خان راتګ هم د داخلي ګډوډیو په خلاف او هم د کفارو په مقابل کې بری وبولي او ورسره له کفارو سره تفاهم ته دیني دلایل پیدا کړي:

په جهان کې طریقه ده مشهوره

چې تیاره تښتي په هر ځای کې له  نوره

په مضمون که د قرآن سړی پوهېږي

حق چې رایشي باطل  کله درېږي

په کلام د رب کې کړه په  فکر سَیَر

خدای ویلي په  دا شان والصلحُ خیَر

په مضمون د دې آیت  امیر فهیم

بند د سولې برابر که د غلیم

چې په  سوله د امیر عالي تبار

په یقین سره یې وشه اعتبار

که یې سیک، که یې ګوره، که یې بابو وه

ملک پې تنګ وه، درست د تېښتې په قابو وه

لکه بند مرغه چې خلاص شي له قفسه

و قفس ته بېرته نه ګوري په پسه

مرغه نه ګوري په مخ د جره باز کې

له هیبته څرنګ تېز شي په پرواز کې

لکه خلاص چې د لیندې له کوره تیر شي

که مخ بېرته که نظر د ځان په ویر شي

له کابله  دا کفار په هسې شان تله

د هند لور ته لکه غشي د کمان تله

دی لیکي چې انګریزان ډېر وارخطا ووتل او په لاره کې:

هر اشیا چې به ترې پاتې په هر ځای شه

هغه ځای کې به هغه پامان د خدای شه

هندوستان پورې د هر سړک په غاړې

یابوګان به یې پراته وه سپینې غاړې

په دا شان سره  اوښان، هم یې آسونه

د چا نه وه په قالب کې نفسونه

پې بد بویه وه هر ځای سمې او لوړې

پې معموره شوه لېوان واړه ګیدړې

شاعر له دې وروسته په لومړي افغان- انګلیس جګړه کې د پرنګیانو ماتې یادوي او په دې ډول په دویمه جګړه کې د بري تاثر پیاوړی  کوي.

د شاعر په قول، امیر چې په تخت کېناست، د لغمان، کونړ، مومندو، باجوړ، سوات، تیرا، کورمې، خوست، ننګرهار، مقر، غزني، د لوګر د سین د غاړې، زرمت، وردګو، اېلبند، میدان، کوهستان، غوربند، پنجشیر، تګاب، کابل او نورو سیمو مشران او خواص د هغه لیدو ته راغلل. امیر مېلمنو ته د هر کس له حال سره سم، د ماغوت ښې چپنې چې غاړې یې زرینې وې،ښې  لونګۍ،پټوګان،شالونه، طلاکوبه او نقره پوشه کمربندونه، د ابره جاکټونه چې غاړې یې د زرتارو وې، واسکټونه، د سمور پوستینونه، تورې، توپکونه، وسلې، آسونه او داسې نور قیمتي انعامونه ورکړل. دغه راز پیسې او طلاوې یې هم ووېشلې.

 هر انسان یې له درباره سرفراز ته

د پادشاه په خلعتونو به ممتاز ته

احمد ګل وایی چې امیر د لیاقت او خدمت په اساس مقررۍ وکړې، تنخواه یې تر پخوا زیاته او د تنخواه ورکړه یې منظمه کړه.

د کندهار جګړه

د راتلونکي کال په اوړي کې امیر ته خبر ورسېد چې « بدخواه راغی په اطراف د کندهار»

تورې، توپکونه، توپونه، نیزې، درېشۍ، خیمې، اسونه، اوښان، د چاغو پسونو رمې، پر تنخواه علاوه پیسې، دا هر څه چمتو شول او امیر له لښکر سره مخ په کندهار وخوځېد.

شنې و زېړې، زرغونې پکې نیزې تلې

په هوا باندې د خوند و د مزې تلې

ته به وایې په هوا باندې ګلزار ته

له یوه زمینه بل ته په اختیار ته…

وازه خوله چې هر یو توپ به په رفتار ته

ته به وایې په غلیم پسې اژدار ته…

او اوښان هم:

په دریاب کې د بیابان لکه جهاز تله

په بادبان د ارادې د رب بې نیاز تله…

چې د ورځې به روان داسې لښکر وه

ګویا بحر و، په موج روان په بر وه

چې د لښکر به چیرته شپه شوه، پیرې به ودرېدې، د کبابو مېلې به جوړې شوې، چا به خوب کاوه او څوک به ساز ته ناست وو.

غلې، غوښې چې لښکرو ته جاري وې

دا بې شماره عطا واړه سرکاري وې

لشکر چې کندهار ته نژدې، شیرسرخ ته ورسېد، د غلیم په قلمرو کې یې په ډېر زور سره پل کېښود، غلیمانو فکر وکړ چې که اوس بې جنګه تښتو، پیغور به راته پاتې شي نو له ناکامه یې جګړې ته ځان ټینګ کړ:

چې له توپه به خارج اواز د دود شه

خرد جال به په کوه قاف کې غم آلود شه

په هر لوري لکه  تندر یې ګولۍ وې

په کثرت کې په مثال لکه ږلۍ وې

په جګړه کې د مخالفانو ډېر کسان مړه او ژوبل شول، ماته یې وکړه، ګناهګارو ته یې د جرم په اندازه سزا ورکړه شوه، څوک اعدام او څوک بندیان شول. رعیت امیر ته غاړه کېښوده ، امیر ورته خوږې خبرې وکړې، دلاسا یې کړل او:

تاوانده او خراجده واړه عالم شو

ورک له ملکه بېخ و شاخ د غم و هم شو

په اخر کې شاعر امیر ته د اوږده عمر دعا کوي ځکه په داسې وطن کې د دین او شریعت ملاتړی دی چې شاوخوا یې کفار پراته دي:

رانه کوز طرف فرنګ دی، بر وروس دی

له  دې کوزو ځنې بر کافر دووس دی…

دا امیر دې رب حیات لري تر ډېره

چې پرته وي هر طرف په کفر وېره

امیر په کندهار کې خپل حاکم کښېناوه، هغه سیمه یې خپله کړه او په ژمي مخ په کابل را روان شو.

د ننګرهار سفر

په  بل ژمي امیر د ننګرهار د تلو نیت  وکړ. ده وویل:

په پرسان سره ورځمه په هر لوري

که ظالم کړی وي جبر په کمزوري

په نینګرار کې په هر لوري چپ و راس

له هر چا نه د هر کار وکړم بازخواس

څه احوال دی د حاکم ، د عاملانو

چې څه کار دی د میرزا، د دفتریانو

څه منوال دی د رعیت او د خانانو

څه روزګار دی د ولس د ملکانو…

که غافل شم سبا ورځ شي د حساب

بیا د خدای،رسول به څه کوم ځواب

احمد ګل وایي چې که د امیر د پوښتنې وېره نه وي، داسې کسان هم ډېر شته چې د انسانانو غوښې به خامې وخوري، نو:

رب دې دا امیر ژوندی لري تر ډېره

چې په ډېرو لذت تریخ شي تر ګنډېره

امیر په کابل کې په خپل ځای پروانه خان مقرر کړ او پخپله له لښکر سره سیاه سنګ ته روان شو. له هغه ځایه بتخاک، تیزین، کټه سنګ، جګدلک، سرخاب او بیا ګندمک  ته لاړ:

پس له هغه معتبر د ننګرهار تله

استقبال ته د امیر عالي تبار تله

له ګندمکه مملې، فتح اباد او بالاخره د جلال اباد پادشاهي باغ ته لاړ. هلته د سیمې ټولو خانانو او ملکانو ته پیغام واستول شو چې امیر څه خبرې ورته لري، خامخا دې راشي. له یوه نیمه پرته نور ټول راغلل.

راغلو کسانو ته تر ډوډۍ له مخه نُقل، پسته او نورې ښې مېوې کېښودل شوې، وروسته بیا د  ساز نوبت شو او:

بیا نور پس له هاغه کېښود شه پولاو

چې یې غوښې وې انبار،غوړي تالاو

ترې ماغوت،فرني، اچار، سبزي چاپېر وه

ښې قورمې، سالن، کباب، یخني په تېر وه

احمد ګل وایي، نور نعمتونه هم  وو چې نه  مې پېژندل. دغه راز د  هر سړي سر ته خدمتګار د یخو اوبو ګیلاس په لاس، په ادب سره  ولاړ و.

چې د ډوډۍ لوښي جګ شول، امیر راغلیو خلکو ته نصیحت پیل کړ:

چې اې خلقه که په دې ستاسې یقین دی

وروسی، فرنګ دښمن زمونږ د دین  دی

خو چې پېښه شي قضا د رب رضا ده

په سر زه یم، راپسې تاسې، غزا ده

ګورئ پوه شئ دا یوه  ټوټه اسلام دی

چارچاپېره راته پروت  کفر تمام دی

فرنګی دښمن  د مال هر چه وروس دی

هغه خرس کافر د دین او د ناموس دی

له رعیته اخلي ښځې په مالیه کې

نه پرېږَدي ځوانه ښځه په قریه کې

بل یو دا رنګ نصیحت  وکه امیر

دې عالم ته د لسان په ښه تقریر

کونډه ښځه تاسې مه ګڼئ میراث

چې له ظلمه ستاسې نه که الغیاث

ډېر ناکار د پښتنو داسې افعال دي

کونډې ښځې دوی ګڼلې لکه مال دي

داسې نور کره پندونه له هر بابه

موافق سره له امره  د کتابه

دې عالم وته یې وویل څرګند

لکه پلار چې نصیحت کاندي فرزند

پس له هاغه  نه رخصت شه ترې عالم

له امیرعالي جنابه خوش خرم

د کونړ سید محمود د امیر سلام ته نه  و راغلی. احمد ګل وایي، « زه  حیران  یم  چې دی  څه په غم ککړ و» او:

له پَشَده ځنې لاړو در په در شو

په میټي کې یې مقام د غره په سر شو

دغه راز یو نیم بل هم د پادشاه فرمان ونه مانه او د احمد ګل په قول، خدای رسول ته یې شا کړه، غره ته وختل، رعیت ته یې خطر پېښاوه. نو خلکو ته خبر ورکړ شو چې:« مکمل راشئ خدمت پېښ د سرکار شه» او په دې ډول د ولس لښکر له یو څه حکومتي عسکرو سره د غلام حیدر خان په مشرۍ  د کونړ په لور:

له بهسودو په ښېوې په هسې شان ته

ته به وایې په هیبت سره توفان ته….

بوس، وربښې،غوښې، خس وه، که اوړه  وه

آس، قچر، اوښان، سړي واړه ماړه وه

په جالو کې درست لښکر له سینه  تېر شه

زوړ کونړ یې له قدم لاندې خود زېر شه

چې پشد لره قریب دغه لښکر شو

صاف مقام  و په هغه ځای کې مقرشو…

ناګاه راغله مومندان لکه مګس

ماشه دار توپک په لاس کې د هر کس

راښکاره یوه سیاهي شوه د پالیز

ځان یې جوړ که په مقام کې د جنګریز

چې ناڅاپه یې بنا که ډزوډوز

ځینې پاس د غره په سر وو، ځینې کوز ..

د امیر لښکر چې توپونه ورسره وو، مخالف لوري ته ماته ورکړه. لشکر جلال اباد ته ستون شو. شاعر دلته د غلام حیدر خان څرخي په تعریف کې وایي، « دی په باب کې د سرکشو لوی قصاب دی»

دغه راز:

بل دانا دی د وطن په بندوبس

په تدبیر باندې پوهېږي د هر کس

امیر چې له کونړه فارغ شو، ویې ویل، اوس شینوارو ته فرمان استوم چې که رعیت شول، امان ورکوم، کنه ورسره ګورم به.

امیر یو منشي چې په پښتو لیکلو کې ډېر تکړه و، راوباله او ورته یې وویل، د شینوارو  که خانان، ملکان، رعیت یا نور کندیداران دي، زما له خوا ورته ولیکه چې:

درست خبر شئ اول دا درته خطاب دی

هاغه امر چې راغلی په کتاب دی

چې راغلی دی له خدایه په رسول

هغه امر په لېمو کاڼئ قبول

یعنې خدای، رسول، پاچا واړه قبول کړئ

په خپل قوم کې جاري د شرعې پول کړئ

رعیت شئ، یاغي لار، طریقه پرېږدئ

کتابي خراج په غاړه خپله کېږدئ

لاس له غلا، له خونه یو وارې کوتاه کړئ

هغې ورانې، پخوانۍ لارې ته شا کړئ

تمام عمر مو خوړلی پردی مال دی

دا ازار دی، نه چې توره یا کمال دی

واړه ټول شئ سره وکئ اتفاق

د پادشاه له امره مه کوئ نفاق

په جلدي سره پادشاه ته په حضور شئ

چې په پاکو خلعتو سره مسرور شئ

حاکمان مو په وطن کې مقرر کړم

چې تدبیر مو په ښه شانې برابر کړم

پردی مال تاسې خوړلی که په غلا وي

یام( یا مو) په توره شپه تړلې پسې ملا وي

یام له چا ځنې اخیستی وي په زور

یام د شپې وي سوری کړی د چا کور

آنچه مال وي اوښ، وزه، غوایه و مېږه

یام نیولی پردی خر وي له اورمېږه

دا تمام واړه د مال صاحب ته  ورکړئ

په توبه سره صفا د ژبې سر کړئ

دا امرونه ټول قبول کړئ یا، ځواب

بېرته راکړئ، چې در ولېږم قصاب

امیر په لیک کې وار په وار غصه کېده:

زما قسم دی که د پند خبره ناورې

چې د آس په شا دې وړم د وطن خاورې

مال و ملک، وطن مو دا رنګه تاراج کړم

چې د هر یوه سر غوڅ لکه دُجاج کړم ( دُجاج چرګې ته وایي.)

په سره اور مو د توپو هسې نابود کړم

چې بلند مو تر آسمانه پورې دود کړم

له زړه وباسئ د پلار، د نیکه لار

چې ونه کاڼئ د بل امیر اختیار

غل، خوني، زاني به درست درکې تمام وه

حرامي او فراري در کې مقام  وه

دا خبر مې په دماغ کله سازېږي

کوږ له سم  سره  یو ځای کله غځېږي

نکته بس ده، څه پکار طویل کلام دی

اوس کاغذ په دې مقام  باندې تمام دی

امیر شینوارو ته لیکلی پیغام مهر کړ، یوه هوښیار سړي ته یې وسپاره او ورته ویې ویل:

په جلدي سره وردرومه په شتاب ته

مختصر ورنه حاصل  که یو ځواب  ته

سړی د شینوارو سیمې ته چټک لاړ. هلته خلک ورته راټول شول، ده د لیک بند پرانیست، ویې لوست. شینوارو د امیر د پیغام په اړه په خپلو کې سره مشوره وکړه،ویې ویل:

بابا دم له دغه دمه چې شاهان وه

د  هغو چې په ننګرار کې حاکمان وه

هیڅ پادشاه راځنې  نه دی وړی باج

نه مالیه ده، نه ذکات دی، نه خراج

اوس په ځان کې نوې نه سازوو لار

امیر هر څه چې کوي هغې اختیار

نور القاب یې سره وویل ناساز

نه رادرومي له قلم سره همراز

احمد ګل د شینوارو توند ځواب نه دی را اخیستی او د هغه په ځای یې په ورپسې بیتونو کې شینوارو ته بدرد ویلي دي. ورپسې وایي چې امیر ته د شینوارو نامناسب ځواب هغه په قهر کړ او افسرانو  ته یې وویل:

چې وردرومئ په شتاب په هاغه لوري

په شینوارو کاڼئ کوز د تورو سیوري

چې نې( نه یې) ښځه، نه یې نر درځنې خلاص شي

په هر ځای چې ستاسې بر ورځنې لاس  شي

چې یې مومئ، سر وهئ، مال یې تاراج کړئ

په سرو وینو یې سېراب واړه افواج کړئ…

لښکر ورپسې روان شو:

په هیبت، په شجاعت، په هسې زور

ته به وایې توفان ورغی د اور

سرې کورتۍ، ببرې څڼې، تورې خولې

ښه شینواریه، په غضب ککړ شې، ولې؟

پیاوړي آسونه، په وسلو سنبال عسکر چې سر تر پایه په پولادو کې غرق وو او داسې توپخانه چې د سکروټو خزانه  وه… په هغه ځای کې د خان میر قلا  وه چې د شینوارو یو ټولګی پکې و او نور شینواری په هر ځای کې جګړې ته چمتو شوي وو…

له  قلا ځنې چاپېر هسې پلتن وه

ګویا عینې له  فولادو یې بستن وه..

توپ خانې ترې په یمین او په یسار شوې

اوس به چېرته ځې شینواریه چې حصار شوې

چې ناڅاپه د تروم پکې اواز شه

جنګ له هر طرفه  یو وار پې اغاز شه…

توپ خانې یې ځای په ځای ورلره چو کړې

په  اسمان پورې یې خاورې د برجو کړې

په  شلکو( د ګولومسلسل اواز) یې کړې ګرد د قلا خاورې

لکه باد چې وړي له سر د غره نه واورې…

لښکر بعضي په قلا  پسې درون شو

څه لپاره د احتیاط پاتې بیرون شو

رابیرون  یې په حکمت ګلې ګلې کړې

له تنو  یې د هر چا غوڅې کلې کړې

په اطراف کې چې ولاړ وو په فرار شوو

هاغه دم د رسالې پسې رفتار شو…

هغه کسان چې غوښتل یې وتښتي، په آسونو سپاره عسکر پسې ورغلل، ویې وژل:

په هر ځای چې رسېدلی چا ته اَس وه

په هوا به یې ختلی بیا نفس وه….

مطلب دا چې پېښ په چا باندې ژوندی وه

نور څه نه وو، سر د کریچ د ده تندی وه

هاغه ملک یې پې مسلخ که د قصاب

ترې روان یې که د سرو وینو سېلاب

په یو ځای کې یې انبار د دوی وسلې کړې

په  بل ځای کې یې ګودام د دوی کلې کړې

د مړیو سرونه په تړنګڼو( جوالونو) کې بار شول او:

را یې وړل جلال اباد لره سرونه

ترې بلند یې ځای په ځای کړه منارونه

احمد ګل د ژوندو پاتې شویو په اړه وایي:

که له چا ځنې باقي دختر پسر شو

له اوارې نه محروم وطن یې غر شو

احمد ګل دا هم وایي:« زندانونه یې شو ډک په ښځو، نرو»

د دره نور، کلمان، منګلو او اندړو جګړې

احمد ګل وایي چې د ننګرهار د دره نور اوسېدونکي بې لارې وو، پردي مالونه یې تروړل، د شګې خلک مجبور شول چې د دوی په خلاف امیر صاحب ته شکایت وکړي. دوی وویل:

نه د ورځې څروی ورځنې مال شي

خو که لږ له کلي لرې شي پایمال شي

نه بیابان وته وتی ځنې یو کس شي

نه راوړی ځنې ښکاره واښه و خس شي

ستا قربان شوو، دا مو عرض ستا په  دربار دی

مونږ راضي یوو په هغه چې ستا اختیار دی

حکومت په سیمه کې ځینې تاڼې جوړې کړې، یو څه موده کراري وه خو بیرته ناامني شوه او:

عاقبت پسې لښکر شه د سرکار بیا

په دا شان ایله جاري د ننګرهار بیا

او د دره نور خلک جنګ ته مجبور شول، د هرې تېږې څنګ ته به د دره نور باغي غلی پروت و. دلته غرونه، کوتلونه او ځنګلونه  دومره زیات دي چې« ان مشکل د درنده پکې رفتار وه»

شاعر د دې سیمې د غره په اړه وایي:

په جمله غرونو کې ځان ګڼي افسر خپل

ګویا مږي د اسمان په سینه سر خپل

حکومتي لښکر د توپونو ډزې شروع کړې،باغیان مات شول او:

د صرصر له باده زیات واړه چابک  شوه

په کمرو کې د پېریانو په شان ورک شوه

پس له هاغه یې بیا سر پسې افواج  که

مال، اسباب یې د هغوی واړه  تاراج که

ورنه پاتې په هر ځای هسې غلې شوې

رمې تورې د اوزو، غوایه ګلې شوې

بالاخره:

ناعلاجه سره جمع بیا هغه قام شه

بېرته راغی د افسرو په سلام  شه

په اخلاص سره رعیت شه همه واړه

مالیه، خراج یې ونیوه په غاړه

خلعتونه یې مشرانو لره ورکړه

حاکمان یې ځای په ځای پې مقرر کړه

خون و غلا، جرم که پېښ پکې بل کار شي

بایده دا دی چې خبر دې پې سرکار شي

د دره نور د واقعې له بیانه وروسته احمد ګل وایي:

کال دوه نیم یا کم و زیات په منځ کې تېر شه

بیا مې دا رنګه احوال ترغوږو زېر شه

داسې پورته چې منګل نومی یو قام دی

لوی مفسد دی، د شیطان پکې مقام دی….

خو لښکر ورپسې ورغی، له سرکشي یې لاس واخیست، حکومت ته سلامي شول.

بیا په دوی پسې اندړ د مقر واړه

چې یې تاو کړه د پادشاه له امره غاړه

مل له دوی سره بیا نور هسې اطراف شه

په دماغ ورته پسند فکر خلاف شه

د احمد ګل په قول اندړو د پاچهي فکر کړی و، د سرکار حاکمان یې له خپلو سیمو وایستل. امیر ورته په غضب شو، لښکر پسې ورغی، او:

ګډ په ملک یې د تېغو هسې سېلاب شه

چې هر تن ځنې په سرو وینو سېراب شه

تن هلاک، خانه خراب، سرونې( سرونه یې) غوڅ شوه

چې تېره کریچونه واړه پکې پڅ شوه

مال تاراج، وطن یې وران، ښځې یې کونډې

په ملکو یې د غضب لښکرې پڼډې

احمد ګل زیاتوي چې د باغیانو بې حسابه سرونه غوڅ او په کابل کې ترې کله منارونه جوړ شول.

اندړ پرېږده چې اوس بل چېرته سفر کړم

چې دې بیا په عجایب نقل خبر کړم

د ننګرار په توابه کې چې لغمان دی

په هغه کې یوه دره، نوم یې کلمان دی

هاغه کوز سر یې رعیت سره پیوست دی

هاغه برسر یې کفارو ته همدست دی

احمد ګل وایي چې د دې ځای له اوسېدونکو د لغمان ټول خلک په عذاب وو، خوار،غریب یې ځورول. سترګې یې شنې وې، مخونه یې سره وو، قدونه یې ټیټ وو. د دوی لباس د وزو د پوستکي وي  او کرباس ورته بېخي اطلس ښکاري،« نه خالص سوچه کافر، نه مسلمان دي»، د حرامو او حلالو تر منځ فرق نه کوي، د ستر پروا نلري، په غرو کې ګرځي، ډېر ښه خواړه یې جوار یا وربښې دي، « هغه هم په نیمه خېټه چې ملک خوار دی»، غنم، وریجې او پنبه پکې کمه ده، مالداري یې یوازې د اوزو ده، کلک چارمغز او تور املوک یې مېوې دي.غل او خوني او فراري به د کلمان په یاغیستان کې دېره  وو.

حاصل دا چې رعیت ځنې پعذاب شو

په دا حال خبر امیر عالي جناب شو

بیا سالار یې په دا حال باندې خبر که

د فرمان مضمون یې هسې ورته ورکه

لښکر وروله پامال پې هاغه قام که

له فساده یې عالم واړه ارام که

که رعیب  شوه، له اخلاصه توبه ګار شوه

په هر باب کې د کُلي بدو بېزار شوه

مالیه، خراج یې ومانه په غاړه

په امان له سر وهلو شوه کل واړه

اول ورکړه نصیحت او دویم پند دی

چې پند ناخلي اول قتل بیا یې بند دی

لښکر ورغی، په کلمان کې په زور دېره شو،سالار ورته د پند و نصحیت خبرې زیاتې وکړې خو په هغو خلکو یې اثر نه و، نو سالار د جګړې په فکر کې شو. هلته داسې سخت کمرونه وو چې مرغه به ورته حیران پاتې و او میږی به په ډېر زحمت ورختلی شو:

په کتو د سر له سترګو نه معدوم وه

په دوربین به لکه خوب هسې معلوم وه

اړوپېچې هر طرف ورکې یې لارې

لکه زلفې د خوبانو عطر بارې

اغزیداره درختان پکې بسیار وه

چې په هاغو کې مشکل ګذر د مار وه

په لوړوالي هره ونه پوره لکه

ته به وایې وه همرازه له فلکه

چې به چېرته سخت مقام هسې بلند وه

چې کوتاه به ترې د تېز نظر کمند وه

هاغه ځای د کلمانیانو کلی کور وه

چې ورتلو ته یې پېریان واړه شبکور وه

سخت حصار و په سخت ځای باندې کاواک

چې د عقل ورته نه کېده ادراک

لاندې باندې په څو قسم هاغه کورونه

په څلورو به پنځم د پاسه  سپور وه

له ادمه تردې دم واړه بېغم وه

نې په ملک کې بېګانه ایښی قدم وه….

اخر دا چې آماده شوه واړه جنګ ته

سل به ناست وه پټ د هرې تیږې څنګ ته

له ملخو نه یې زیات ټول شه لښکر

تور نیولی یې د هر یوه غره سر

چې ناڅاپه داسې امر د سالار شه

تروم وشه، لښکر جنګ لره تیار شه

د جګړې لوګي اسمان ته وختل. هسکو کلاګانو ته مرمۍ ورسېدې، سورۍ سورۍ یې کړې. استوګنو یې غرونو ته پناه یوړه او:

موده پس پسې بیا راغله له ناکامه

هیڅ خلاصی یې چېرته نه و بې سلامه

په حکمت سره یې ټولې ترې وسلې کړې

یابوګان یې ترې کابل ته بار ګلې کړې

بعضي ځای وي چې موقوف په شجاعت وي

کله کله زیات له هر شي نه حکمت وي…

هاغه خلق یې په مثال د زنانه کړه

له وسلې نه  یې چې واړه بېګانه کړه

له دې وروسته سالار هر چا ته د خپل عمل مطابق سزا ورکړه، زندانونو ته یې واچول، مالیه یې ورنه ټوله کړه، خراج یې ورنه واخیست، حاکمان یې ورته وټاکل او کلمان یې په ګرمۍ او نرمۍ خپل کړ.

چې پایمال او رعیت هغه وطن شو

پس له هاغه نه لښکر ترې په رفتن شو

عدلي نظام او عمراني چارې

داسې رسم په وطن کې د افغان  وه

حق د یو سړي به بل څخه پنهان وه

چې واده به د چا لور شوله یا خور

حق یې پاته شه فلحال د پلار په کور

یا به مړ په خاندان کې د چا کس شو

ترې به پاته یتیمان په کاله پس شو

هاغه کونډه یې ګڼله لکه مال خپل

لوڼه مال خو به یې ساز ګاڼه حلال خپل

فسادونه او خونونه به چې چا کړه

په سبب د دغه مال یې د دنیا کړه

رشتونه زیات وو، له ضعیفو روایتونو استفاده کېده، په هر کلي کې به غل، خوني، سودخور، قمار باز او زاني و. الله تعالی رحم وکړ، عبدالرحمن خان پاچا شو او:

مقرر یې په خپل وس سره قاضیان کړه

له هر یو سره یې شپږ تنه مفتیان کړه

امیر صاحب داسې کسان قاضیان ټاکلي چې په علم او خوی دواړو کې کمالي دي.« علم بحر دوی هر یو لکه جهاز دی». مفتیان د قاضیانو په خوا کې داسې دي لکه سپوږمۍ د ستوریو په څنګ کې. چې کومه مساله یاده شي، مفتیان د علم بحر ته لکه تکړه لامبوزن ورننوځي او د کار مرغلرې راوباسي. اصل و فرع له  دلیل سره بیانوي ، حق و باطل سره بېلوي. قاضي ته چې څوک خپله دعوه وړاندې کړي، مفتیان یې په کتاب کې وګوري چې غوښتنه یې سمه ده که ناسمه؛ رشوت، زور او واسطه نه چلېږي، محکمې ان د پلار او ورور خاطر نه کوي. که محکمه څوک وغواړي نو:

له هیبته درست وطن په ده تنور شي

په تعظیم ښه محکمې ته په حضور شي

قاضیان د مظلوم او یتیم حقونه ساتي، د دین ډېوې دي، حق وایي او قال الله و قال رسول یې په ژبه جاري وي. که د خدای لورېینه او د امیر صاحب کوښښ نه وای نو:

دقایق به د کتاب بیانول چا

دا حقونه د یتیم به ورکول چا

خور و لور ته ورکاوه کله میراث چا

سدس و خمس و یا رباع و یا ثلاث چا

چې به پاتې په کوم ځای د مړي مال شو

حق به پاتې د صغیر، واړه عیال شو…

د احمد ګل په قول، په کابل کې خو ډېر امیران تېر شوي دي، د کوم یوه تاریخ پاتې دی؟ البته، یو انوشېروان د عدالت زنځیر ځوړند کړی و.( له افسانو سره  سم، انوشېروان یو زنځیر درلود چې یو سر یې د ده په څنګ کې او بل یې د ماڼۍ په دروازه کې و، که به څوک عارض او فریادي راغلل، زنځیر به یې وخوځاوه او انوشېروان به پوه شو چې شکایت کوي، انصاف غواړي) خو:

په زنځیر کې مګر دا قدر نقصان وه

له اطرافه به عالم  ښار ته روان وه

ړوند، ضعیف، وړوکی،ښځه کله تلی شو

له اطرافه  کله ښار ته رسېدی شو

د امیر صاحب په کل واړه دولت خپل

ایښی هرچېرته صندوق د عدالت خپل

په غریب، مسکین، ضعیف که په هر لوري

زورور وي، کوي ظلم په کمزوري

خپل احوال غریب په پټه خوله مکتوم که

خپل وطن و پلار و نوم پکې معلوم که

په صندوق کې یې داخل په خپل اختیار که

بیا جواب د خپل کاغذ ته انتظار که…

د شکایتونو په هر صندوق باندې د امیر مهر وي، صندوق امیر ته ورځي او هغه یې پخپل لاس خلاصوي. چې شکایت ولولي، د اړوندې سیمې حاکم ته موضوع ولیکي او ورته ووایي چې فورا عارض پیدا او بازخواست یې وکړه.

نو:

اوس چې حق ته سړی وکاندي نظر ډېر

دا صندوق هاغه زنځیر نه شه بهتر ډېر

احمد ګل وایي، انوشېروان په دا یوه صفت مشهور دی خو« زر خیرونه د امیر عبدالرحمن دي» او دا چې هر لور ته یې قاضیان ټاکلي دي او ښه تنخواه ورکوي:

تنخواه ډېره ورکوي له خپله ماله

چې مظلوم مسکین یتیم وي ترې خوشحاله

امیر ښکلي باغونه هم ایښي دي چې ښه سیوری، ښې مېوې او شنه چمنونه لري. سره او سپین ګلونه پکې دي،« ګویا ساز دی پکې جشن د مرغانو»، د روڼو اوبو ویالې پکې بهېږي، وږمې ورکې خوشبویي خپروي، هم سیوری لري او هم د قدم وهلو ځایونه ،چې سړی یې سیل  ته ورشي، غمونه ورنه هېر شي. احمد ګل وایي، زه عاجز به یې څنګه صفت کوم.

د بیابان د شګو چا کړی حساب دی

معلوم کله په کاسه سره دریاب دی

د امیر بل صفت دا یادوی چې اوس په ملک کې هر ځای اعلانونه کېږي، مثلا:

په اطراف، په ښار، په هر کلي، په کور

غیر حق دې څوک ونه کا په چا زور

سود سودا خېښي په خوښه په رضا ده

کښلې پاکه د ظالم په باب سزا ده

بل یې سړکونه جوړ کړي دي، هر طرف:

سرک داسې له کابله  تر هراته

صاف سازه ښکته پورته هرې خوا ته

په دا شان سره کابل تر بلخه پورې

سودا مه کوه وردرومه که یې ګورې

د ایلبند د هندوکش کمرې غرونه

هسې غرونه چې پاسمان(په اسمان) مږي سرونه

په کلنګو یې دا شان واړه پامال کړه

چې یې ساز ورنه دشتونه د رمال کړه

دوباره امیر صاحب په فکر خپل بیا

سرک ساز که له لغمانه تر کابل بیا

لنډ، اسان جلال اباد له دغه ډېر شو

او قدیم سرک د درستو خلقو هېر شو

امیر جوماتونه هم ودان کړي دي. په دې لاندې بیت کې لکه چې د کابل د عیدګاه جومات یادوي:

په لکو دولت یې دا رنګه برباد که

لوی مسجد د عبادت ځای یې اباد که

د باغ بالا یا مثلا د تاشقرغان د جهاننما ماڼیو ته دا رنګه اشاره کوي:

هم ساز کړی یې په هر وطن کې سرای دی

په زینت کې یو له بله خوشنمای دی

او:

سه شنبه چې په جمعه کې یو ځل راشي

لښکر وکاندي پرېډ سره جدا شي

په  لښکر کې د نظام چې څه افسر دی

په  افسرو کې کهتر او که مهتر دی

دا کل  واړه د امیر صاحب طعام خوري

سه شنبه یې تمامي عمر تمام خوري…

ارګ

احمد ګل د ارګ د توصیف لپاره د کتاب یو فصل بېل کړی دی:

ارګ یې نوم دی په کابل کې یو مقام  دی

ساز په فکر د امیر عبدالرحمن دی

دی وایي چې له جنت سره که تشبیه ورکړم، ماخوذ کېږم، ځکه جنت د الله تعالی پیدایښت دی او که یې د ارم ثاني وبولم، هم سمه نه  ده، ځکه ارم خو شداد جوړ کړی  و. ارګ په شنو باغونو کې ودان دی. دا ودانۍ د زېړې زرغونې غوندې د مختلفو رنګونو لیندۍ ډوله تاقونه او ډېر ښکلي نقشونه لري.د ګچو کار یې دومره پوخ او صفا دی چې د ګلرخسارو د مخ تر صفایي یې زیات بللی شو. د اسمان رنګ چې شین دی، ما ته د ارګ د لاجوردو تاثیر ښکاري. ښکلو مېخونو او زرورقو ته یې کهکشان حېران دی. هر ګل پکې داسې انځور شوی چې پسرلی ورنه ځان پټوي، شرمېږي. فوارې یې لکه مرغلرې چې په سین کې اوري او لکه بې وریېځو باران او داسې باران به لا چا کله لیدلی وي؟ د ارګ بامونه چې آهن پوښ دي، تر قیامته به خوندي وي. د ارګ شبستان( د پاچا حرم او د خوب ځای) د مرکز په څېر دی چې د کوه قاف غوندې دېوالونه ترې تاو دي.

مقام د سلامځای چې د امیر صاحب ته ګورم

مرغوبِ پر لذته چې رضوان ورته حیران دی

نفر چې یو کرت په تماشو د یو مقام شي

د سترګو ټولول کله طاقت بیا د انسان دی

چاپېره له حرم ځنې مقام دی د لښکرو

هرلور ته چپ و راس پکې واسع کره میدان دی

د ارګ دروازې ښکلې او مضبوطې دي. د کلا شاوخوا ته پلنې پشتې دي او تر هغو بیا خندق راتاو دی چې کله له اوبو ډک شي،سین ته ورته شي. د ارګ په منځ کې د خوږو، خوش هضمه اوبو دوه کوهیان دي. د ارګ مخې ته د دفترونو ودانۍ دي. هر لوري ته د روڼو اوبو ویالې، صاف سړکونه او چمنونه وینو.

بې ظلمه، بې له زوره، په رضا، رغبت اباد شه

راضي ترې هر مزدور و استاکار په زړه شادان دی

چې صرفه خزانه په هسې سرای رنګین مقام شوه

رحمت د خدای امیر صاحب په دا رنګه نقصان دی

وروسته وایي چې نقاش او استاکار یوازې لاس خوځولی دی، نقشه او هدایت ټول د امیر صاحب وو. د امیر د استوګنې د ځایونو په اړه وایي:

مقام یې ژمی ارګ، بهار و منی په بابر وي

په هاړ په پشکال یې یخ مقام ځای د پغمان دی

د دې فصل په پای کې چې د جنګنامې پای دی، د دربار د ځينو مقاماتو تعریفونه او امیر ته دعاګانې لولو.د جنګامې له ختمېدو وروسته د شهزاده ګانو( حبیب الله خان او نصرالله خان) د ستاینې او هغوی ته  د دعا یو فصل راځي او په اخر کې د عیسی خان د ماتې برخه هم پر کتاب زیاته شوې ده.

د عیسی خان بغاوت

احمد ګل وایي، له امیر شیرعلي خان څخه پاچهي عبدالرحمن خان وګټله خو ده خپل تره اعظم خان چې د عیسی خان پلار و، په تخت کښېناوه او د هغه د مشري خاطر یې وکړ. څه موده پس شیرعلي خان یو ځل بیا پاچا شو او عبدالرحمن خان له وطنه ووت. وروسته له شپاړلس کاله جلاوطني چې عبدالرحمن خان وطن ته ستون شو او شمال یې ونیو، نو:

عیسی خان یې په مزار باندې قرار که

ده غزا ته د کابل سفر اختیار که

اوس چې عیسی خان بغاوت کړی دی، احمد ګل ورته خطاب کوي:

عیسی خانه زه حیران په دغه باب یم

ستا په کار کې درمانده او لا جواب یم

خیال باطل دې اخر څرنګه په ګوش که

د امیر صاحب احسان دې فراموش که

دا نهه کاله دې ځان ته ترکستان خوړ

باالواقع دې د امیر صاحب احسان خوړ

ترکستان دې د نګین لاندې محکوم وه

په امیر باندې فقط د امیر نوم وه

میمنه تر بدخشانه ښکته پورته

تر کولاب تر هندوکشه وَ هر لور ته

خوانین د وطن واړه که افسر وه

ستا فرمان د همګي واړو په سر وه

که مالیه وه د وطن او که خراج وه

که ذکات و له مالدار ځنې که باج وه

که تنخواه وه د سپاه و د نظام

هغه ملک د خاص و عامو انتظام

رساله وه، که پلتن که خاصه دار وه

یا هغه چې په دفتر کې منصبدار وه

نې له تا نه په هیڅ باب کې سوال ځواب غوښت

نې له تا نه د قلیل کثیر حساب غوښت…

دغه راز په کابل کې له امیر سره د عیسې خان درې وروڼه  وو چې:

 ورکاوه یې ډېر عزت و احترام

خلاص دربار به یې کاوه علی الدوام

ښه تنخواه یې ورکوله بې حسابه

په خدمت کې خبر نه وه له هیڅ بابه

او:

بله دا چې تا ته وایم ته خو شېخ وې

په مقام د عبادت کې لکه مېخ وې

دا پنځه وخته صلوات چې په مونږ فرض دی

چې په هر مسلم له خدایه لکه قرض دی

په مسجد کې دې دا درست کول په جمع

څوک په مخ کې د آفتاب ځینې په شمع

تهجد وه که ضحی وه که اشراق

دا دې درست کړه له زهادو نه وې قاق

که تسبېح که تلاوت وه که درود وه

چې مقام وه د نېکي تا ته موجود وه

په اخر دې دې تمامو لره شا کړه

غاړه تاو دې له فرمانه د پادشاه کړه

بله دا ده چې ویل به دې مدام

په حضور کې د خواص و د عوام

د امیر صاحب ممنون و نمک خوار یم

د امیر د غلامانو خدمتګار یم

چې تنخواه به دې سپاه ته ورعطا کړه

له غه پسه به دې دا ورته ندا کړه

چې اې خلقه ښه لاس پورته کئ تمام

چې پاک رب دې د نبي په احترام

د امیر صاحب بلند لري اقبال

تخت و بخت دې د ده نه مومي زوال

اوس حیران یم هغه قال دې د اخلاص وه

که په مخ کې د عالم خوشې لباس وه

بله دا ده چې امیر صاحب فرمان خپل

در لېږلی یې وه تا ته په عنوان خپل

څو کسان چې همنشین له تا سره وه

په لباس کې د دوستۍ تا ته ښکاره وه

په ظاهر لباس له تا سره یک رنګ وه

په باطن له شیطانۍ سره په څنګ وه

په ښکاره مجلس له تا سره دوستان وه

ولیکن په حقیقت کې شیطانان وه

مهر کړی یې له تا سره قرآن وه

د دوستي یې کړی تا سره پیمان وه

امیر وېل په هر ساعت تا ته چې پام کړه

عیسی خانه رد د دو خلقو کلام کړه

په دوستي سره یې مکړه اعتبار ته

د دې خلقو له مجلسه کړه کنار ته

چې ونه سوزې کنار له دغه اور کړه

یا دا خلق را روان زما په لور کړه

خو:

عیسی خان چې پند نه مانه، ځان د دنیا د خندا کړ، بغاوت یې وکاوه، په خپل نوم یی سکه ووهله او په منبر باندې یې په خطبه کې خپل نوم ځای کړ.ده که څه هم د ترکستان خانان او افسران د ځان ملګري کړي وو، مګر:

چې مقبل وته اقبال ورکړی رب وي

نامقبل له خپله بخته په غضب وي

له مقبل سره د چا رسېږي زور خپل

ورانوي پې برناحقه ولې کور خپل

له مقبل سره پکار نرمي سلام وي

چې په سیوري د اقبال یې په ارام وي

شاعر وایي چې کفار رانه چاپیر دي، کاشکې دا ځوانان له هغوی سره په مقابله کې وژل کېدای.

یو کارتوس چې بې کافره عبث کېږي

درد یې زړه ته بې اختیاره رارسېږي…

احمد ګل د وژنو واړه پړه پر عیسې خان اچوي:

د چا پاته په کورو شوې بېرته کونډې

په نس وږي، په تنو باندې برمنډې

د چا پاته په کورو کې یتیمان شوه

در به دره بې پدره په ګریان شوه

د چا پاته په کاله مور و یا پلار شوه

ستا په غاړه د دې کُل واړو ازار شه

احمد ګل وایي د عیسی خان کیسه هر چا ته معلومه ده، زه به د اورېدو له قراره دوو ټکو ته اشاره وکړم. امیر چې د عیسی خان له بغاوته خبر شو، لښکر یې پسې واستاوه. د ۱۳۰۶ د محرم میاشت وه. د هندوکش په بله غاړه  کې په شش برجه نومې سیمه کې د عیسی خان د عسکرو تاڼه وه:

دوه، درې توپه قاطري پکې پراته وه

دوی ساتله دا تاڼه هلته مېشته وه

د امیر لښکرو دغه کسان مات کړل او مخ په وړاندې لاړل. عیسی خان د خپل لښکر تر پوره ماتې مخکې لا وتښتېد او لښکر چې یې په تېښته خبر شو، جګړه یې بس کړه. امیر عبدالرحمن خان ته چې د فتحې خبر ورسېد، له کابله پسې ورغی او هلته:

افسران و خوانین د وطن واړه

په تعظیم د امیر راغله، نرمه غاړه

امیر د سخي شاه مردان روضې ته داخل شو او چې راووت، فقیرانو ته یې انعامونه ورکړل، څوک چې د مرګ او عذاب لایق  وو، هغه یې ووژل،د بند لایق یې بندیان کړل، له ځینو یې د دنیا مال واخیست، یو شمېر مامورین یې له کاره وایستل:

ترې یې ټولې سرکاري واړه وسلې کړې

کل روان یې مخ په کور ګلې،ګلې کړې

چا چې د امیر صاحب لپاره توره کړې وه، یا یې ورور وعزیز وژل شوی و، منصب یې زیات شو.  په دې منځ کې یوه ورځ چې امیر د عسکرو د رسم ګذشت ننداره کوله، د هرات د پلټن د تېرېدو په وخت یوه سپاهي امیر ته توپک ونیو:

خدای خبر دی چې څه خیال یې زړه کې پېچ و

ده توپک امیر ته ونیوه په لېچو

هغه ځای چې امیر ناست په احترام وه

تر سپاهي پورې څلور ګزه مقام وه

چې ناڅاپه ډز سراس هغه تفنګ که

خدای وجود ترې د امیر صاحب په څنګ که

دومره لنډ استقامت نیوه سراس وي

او خطا شي، دا خو محض د رب پاس وي

تعجب په دې کې اهل د جهان شه

چې دا امر عجیبه څله عیان شه

هغه شخص یې په ژوندون قلم قلم  که

په ژوندونې یې داخل په جهنم که

دا پاسني بیتونه د موجودې نسخې وروستي بیتونه دي. د نسخې وروستی مخ یا شاید مخونه نشته خو هغه دوې خبرې چې دی یې د اورېدو له قراره راته کوي، هغه به همدا د عیسې خان تېښته او په امیر باندې ډزې وي. په پاتې پاڼه یا پاڼو کې به زما په ګومان کابل ته د امیر د راستنېدو یادَوَنه او هغه ته دعا شوې وي.

                                (۳)

د سیزیف قصه

عیسې خان خو د امیر ډېر نژدې کس و، د ګران تره زوی، دومره نژدې چې ټول شمال یې ورسپارلی و. ده نو ولې بغاوت کاوه؟ هغه هم د داسې چا په مقابل کې بغاوت چې په تېرو کلونو کې یې پرله پسې بري په نصیب شوي وو.

په جنګنامه کې لولو چې عیسې خان ته امیر وویل، ځینې کسان له ځانه لرې کړه، یا یې ما ته راواستوه. یعنې امیر ورباندې شکي شوی و او د داسې چا شکي کېدل چې د  قدرت د کنټرول لپاره یې سستم نشته،وړه خبره نه ده.عیسې خان باید سخت وېرېدلی وي چې د جګړې خطر ته یې غاړه اېښودله.

که د امیر د قدرت د کنټرول لپاره قانون نه وي، په ټولنه باندې د بې باوري سیوری خپرېږي او ان د هغه نژدې کسان په دې نه پوهېږي چې سبا ته به څه ورسره کېږي.په دغسې حالت کې زړونه او ذهنونه ناکرار وي او د وېرې سړه سیلۍ د ژوند او ابتکار او خوشحالۍ ګلونه غوړېدو ته نه پرېږدي.

احمد ګل د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کې د قضایي اصلاحاتو اهمیت ته متوجه شوی دی. تر عبدالرحمن خان له مخه چې حکومتونو په خپل قلمرو باندې پوره کنټرول نه درلود، د عمومي او منظم قضایي نظام د جوړولو امکان نه و.احمد ګل چې په هلکوانه کې د مېرې د ظلم له لاسه کور- کلی  پرې ایښی و، د امیر د جلال اباد په وینا کې او وروسته بیا د امیر د عدلي نظام د ذکر په وخت د فامیلي حقونو موضوع  نه هېروي. البته دا هم ده چې زموږ د ټولنې د حقوقي جنجالونو او نارواوو یوه لویه برخه له فامیلي کشمکشونو او خصوصا د ښځو په خلاف ظلمونو سره تعلق نیسي خو عجبه ده چې تراوسه پورې هغه دودونه ختم نه شول چې وسپنیز امیر یې مخالفت کړی و. ولې؟ وجه دا ده چې که ښځې د تعلیم فرصت ونه مومي او مزد و معاش ونلري، نه د نارینه وو له احتیاجه راوتلی شي او نه دودونه د دوی په ګټه په اسانه بدلېږي.

 د عدالت د صندوقونو تاسیس عالي ابتکار و چې احمد ګل ورباندې د یوه دقیق صاحب نظر په توګه تبصره کړې ده. دی وایي، ښځو، بوډاګانو او نورو ګڼو کسانو ته خورا سخته ده چې ترکابله پورې سفر وکړي او امیر ته خپل فریاد واوروي. د امیر دغه کار د بېوسو په ګټه و او ولایتي چارواکي یې هم احتیاط ته اړایستل.

خو څرنګه چې د خلکو د کنټرول لپاره قانون و، نه د امیر د کنټرول لپاره، نو د قتل عامونو په شمول د ډېرو خودسریو مخنیوی نه کېده. احمد ګل وایي:

څوک چې صاف له کدورته د باطن دي

ورپېښ نه شه د وېښته قدرې ازار

او:

چې د خدای، رسول، د شاه له امره چپ وه

تر فلک پورې یې لاړ کله منار

که څه هم جنګنامه داسې انځور وړاندې کوي چې شریعت په امیر او رعیت دواړو حاکم دی مګر په عمل کې وینو چې له شریعته د زورورو په خوښه معنا اخیستل کېده. دلته د اطیعوا الله و الطیعوا الرسول واولی الامر منکم خبره کېږي ځکه د امیر په ګټه یې د تعبیر امکان شته خو د امرهم شورا بینهم خبره نه اورو، ځکه د امیر په ګټه یې د تعبیر امکان کم دی. کله چې امیر له انګریزانو سره سولې ته اړتیا لري، احمد ګل وایي:

په کلام د رب کې کړه په  فکر سَیَر

خدای ویلي په دا شان والصلحُ خیَر

خو کله چې حکومت د شینوارو په ځبلو کې خپله ګټه ویني،امیر ورسره د سولې څه چې د بحث کولو حوصله نه لري، خپل ځري ته وایي:

په جلدي سره وردرومه په شتاب ته

مختصر ورنه حاصل که یو ځواب ته

احمد ګل د هیواد د یو کولو په لاره کې د امیر هڅې ستایي. نن سبا ګڼ کسان د دغو هڅو په خونړي اړخ نیوکه کوي خو دا هم یو حقیقت دی چې که په یوه هیواد کې واحد حکومت نه وي، ظلم به لا زیات وي. د اروپا تاریخ راته وایي چې کله زورورو او مستبدو پاچایانو د ځایي، خپلسرو فیوډالانو مستقل قدرتونه ختم کړل او خپل هیوادونه یې یو لاس کړل نو ورسره  ورو ورو د قانونیت او ولس ته د واک ورکولو زړي هم وکرل شول. دغسې واکمنو د ملک عمران ته او د ادارو نظم ته لازیات فرصت وموند. د ادارو نظم د قدرت له کنټرول سره مرسته کوي. که د مالیې ټولول د مالیې د ادارې کار وي او د جزا ټاکل د قاضی کار وي، د مستبد نظام د پولیسو د خپلسري امکان یو څه کمېږي. د افغانستان د جهاد په کلونو کې به یوه جهادي قومندان معمولا د عسکر، پولیس، قاضي او مستوفي صلاحیتونه ټول په خپل لاس کې لرل، نتیجه یې دا وه چې که به قومندان چا ته په قهر شو، د خپلې طبعې سزا یې ورکوله او چې پیسې به یې پکار شوې، سمدستي یې له شتمنو غوښتې، د پیسو د لګولو د شفافیت پوښتنه ورنه طبعا ممکنه نه وه. که په یوه هیواد کې د قدرت څو خپلسري او رقیب لوري وي، اداري نظم نه رامنځ ته کېږي چې په نتیجه  کې یې ولس لا ډېر ځبل کېږي.

په اروپا کې مستبد سلطنتونه بالاخره داسې پړاو ته ورسېدل چې له استبداده تېر شول، مګر په موږ باندې لکه د سیزیف ټوکه چې شوې وي. سیریف په یوناني اسطورو  کې د چل ول او ځان غټ ګڼلو په ګناه تلپاتې جزا ویني، داسې چې یوه تیږه باید د غره څوکې ته وخېژوي، دی چې څنګه تیږه څوکې ته نژدې کړي، له لاسه یې خطا شي. دی پسې لاندې راشي، بیا یې څوکې ته نژدې کړي او بیا یې له لاسه خطا شي. دا جزا تر تله همداسې روانه وي.

له موږ سره ولې د سیزیف ټوکه شوې ده؟

د احمد ګل په قول داوود شاه یعقوب خان ته ویلي وو چې تشویش مه لره، انګریزان په افغانستان کې نه پاتېږي، ځکه:

د کابل خو نه حاصل شته، نه دیار

فرنګی په داسې ملک نه لري کار

د ښېرازې خاورې کموالی د بېوزلۍ لوی علت دی. د منابعو د کموالي په وجه مثلا د دره نور اوسېدونکي په نورو بلوسېدل، لکه د ځایي او کوچي مشکل چې لا تر اوسه لرو. دغو بلوسو د کسات او بغاوت کلتور پیاوړی کاوه. د ملت اقتصاد چې کمزوری وي، طبعا حکومت کافي مالیه نه شي ټولولی او دا شی حکومتونه کمزوري او بې کفایته ساتي چې د خلکو د ناخوښي او بغاوت امکان ورسره زیاتېږي خو د هند یا مثلا اروپا حکومتونه له ډېرو اقتصادي ستونزو سره نه مخامخ کېدل. د دغسې ځایونو حکومتونو د نسبتا زیاتو عوایدو په مټ هم ځانونه پیاوړي ساتل، هم یې اتباعو ته د نسبتا زیات خدمت وړتیا پیدا کوله. په دا رنګه سیمو کې چې وګړیو ته کارونه زیات پیدا کېږي او لوږه کمه وي،وګړي لوټ او تالان ته په اسانه زړه نه ښه کوي او د موجود نظم د ګډوډولو لپاره یې داسې دعا یا ښېرا په شونډو نه جاري کېږي چې:

دا دنیا کړه ورانه ور په سر د غم کڅوړه کړه

بله دنیا جوړه کړه اې ربه دنیا( عبدالمالک فدا)

 البته، د لویدیځ د سیاسي کلتور یو امتیاز دا هم و چې قانون او دوه اړخیز تړون ته د اعتبار ورکولو ځانګړنه پکې زیاته وه. په لویدیځ کې چې مستبدو واکمنو په خپلو هیوادونو کې د فیوډالانو یا کلیسا خپلسري قدرتونه ختمول، د تړون او قانون او تفاهم له طریقو یې نسبتا زیاته استفاده وکړه چې په نتیجه کې هر څه یو اړخیز نه وو او کلیسا، فیوډال یا پخواني اشرافي داسې ګڼله چې یو څه یې که بایللي، یو څه یې ګټلي هم دي. د وچ زور په ځای تفاهم ته ترجیح ورکولو عقدې کمولې، په آینده کې یې د بدل اخیستلواو بغاوت امکان کماوه او په ټولنه کې د خوندیتوب احساس ورسره ډېرېده چې د اقتصادي ودې او پانګونې لپاره هم خورا اړین شرط دی.

په افغانسان کې ولې حکومتونه د داسې اجتماعي موسسو په توګه راڅرګند نه شول چې خلک ورباندې باور وکړي او یا یې د ضرورت وړ وګڼي؟ مثلا ولې شینواري یا اندړ راضي نه وو چې د حکومت په قلمرو کې دې شامل وي؟ دې پوښتتنې ته پخواني دیپلمات او ادیب سید شمس الدین مجروح د خپلو خاطراتو په کتاب کې یو داسې ځواب موندلی دی چې زما په ګومان نوي څه پکې دي.

ارواښاد مجروح  دوه دلیله راوړي: د لویو امپراطوریو شتون او د دولت د نظریې نشتوالی. لویو امپراطوریو به، چې د تاړاک او فتوحاتو له لارې جوړېدلې، د خلکو غوښتنو ته اهمیت نه ورکاوه، بس خپل باج او مالیات یې اخیستل او د رعیت د ژوند بهتري یې خپله وظیفه نه ګڼله. له دغسې دولتونو سره خلک په زړه کې وران وو او چې فرصت به په ګوتو ورغی، بغاوت یې کاوه. دغو دولتونو ملي، جغرافیایي یا دیني هویت نه درلود او خلک یې دې ته مجبورول چې بې حکومته او بې مرکزیته واوسي. څرنګه چې افغانستان د اسیا په څلور لاره او د براعظمګي په خوله کې واقع دی، د تاریخ په اوږدو کې د لویو فاتحانو غرض ورسره  ډېر و او له فاتحانو سره پر له پسې مخالفتونو له یوې خوا د بغاوتونو عادت پیاوړی کاوه او له بلې خوا یې د حکومت کولو تجربه پخولو ته نه پرېښوده.

 د مجروح صاحب په نظر زموږ په هیوادونو کې د دولت د نظریې په اړه مواد ډېر کم دي او په دې اړه ډېر څه نه دي ویل شوي چې دولت یوه ضروري اجتماعي موسسه ده او یا دا چې مشروع او نامشروع حکومت به څنګه سره بېلوو. مجروح صاحب لیکی چې د شرقي هیوادونو د پوهانو په کتابونو کې د خراج، مالیاتو،عشر او ذکات په اړه احکام لولئ  مګر د دولت او خلکو د رابطې په باره کې او د حکومت کولو د آدابو او قواعدو په باره کې به هیڅ فصل ونه مومئ.

احمد ګل که څه هم د واحد نظام د جوړېدو پلوی او د هغو قوتونو مخالف دی چې دی یې د ناامنۍ سبب ګڼي، مګر کله چې کلمانیان یادوي،دا خبره یي له خولې وځي چې تر اوسه چې حکومت پکې نه و، بې غمه وو:

 له ادمه تردې دم واړه بېغم وه

نې په ملک کې بېګانه ایښی قدم وه

موږ په خپل سیاسي کلتور واکمنو ته د نصیحتونو کتابونه لرو او ادبیات مو د عمر بن عبدالعزیز په څېر عادلو واکمنو له تعریفونو مالامال دي، خو سیاسي مفکرانو مو د قدرت د کنټرول، د استبداد د مخنیوي، د کامیاب واک لېږد یا د نظام د ثبات  لپاره داسې تجویزونه نه لرل چې په عمل کې ورنه کامیابه استفاده وشي، مثلا  د درې ګونو قواوو د ویش یا د حکومتونو لپاره د ټاکلې مودې مفکوره راسره نه وه او په دې ډول د بریالۍ حکومتولۍ دوامداره سستم نه رامنځ ته کېده. زموږ په سیاسي او تربیتي ادبیاتو کې د عمر بن عبدالعزیز عدل وستایل شو خو په دې باندې بحث ونه شو چې د عدل د ادامې لارې چارې کومې دي او د دې لپاره چې د امیر معاویه په ځای د اول یزید او د ثاني عمر په ځای د ثاني یزید د راتلو تجربه تکرار نه شي،څه ډول قوانین پکار دي؟ هغه کومې طریقې دي چې د واک لېږد په وخت د خشونت او ان د زرګونو انسانانو د وژلو مخه ونیسي؟

احمد ګل په جنګنامه کې څو ځایه عبدالرحمن خان ( مقبل) یعنې د بخت څښتن بولي او یو ځای د هغه مخالفانو ته وایي:

له مقبل سره د چا رسېږي زور خپل

ورانوي پې برناحقه ولې کور خپل

له مقبل سره پکار نرمي سلام وي

چې په سیوري د اقبال یې په ارام وي

څرنګه چې په واقعي معنا د دولت نظریه او سیاسي فلسفه په ټولنه کې نه وه نو د حق او زور تر منځ توپیر ته چندان پام نه کېده او بلکې د زورور زور مو د دې لپاره له بخت سره تاړه چې په هغه باندې یې د الله لورېینه وبولو او په دې ډول یې مشروعیت اسماني ثابت کړو.

 دا خبره چې واکمن( شاه، امیر، سلطان …) د خدای انتخاب دی، له ساساني اوعباسي زمانې راپاتې مفکوره وه چې په جنګنامه کې هم د عبدالرحمن خان د سلطنت په ګټه ترې د استفادې هڅه شوې ده. په سکه باندې د واکمن د نوم لیکل یا یې په خطبه کې نوم اخیستل، ځینې نور پخواني تشریفات وو چې په جنګنامه کې ورته اشاره کېږي خو د پرله پسې پاچا ګردشیو په وجه، نه په هغه مفکوره( سلطان د خدای انتخاب دی) او نه دغو تشریفاتو کې دومره اغېز پاتې و چې زړونو ته لار کول، په زړونو کې د وېرې اچولو بدیل وګرځوي.

د دې لپاره چې د سیریف غوندې ونه اوسو، راته پکار ده چې له ځان غټ ګڼلو اوغروره لاس واخلو. منظور مې دا دی چې د نړۍ د کامیابو ملتونو د حکومتولۍ په طریقو باندې غور کولو ته باید وخت ورکړو او د بې ځایه غرور له مورچلو راووځو. طبعا د ملتونو په حالاتو کې فرق وي او د پټو سترګو پیروي عاقلانه چاره نه ده، مګر د بشرعظیمي تجربې ته نه کتل هم د سترګورو کار نه دی.

ما د دې لیکنې په سر کې د جنګنامې د ملکیت په پلمه د سرور ناشر او د هغه د کورنۍ کیسه یو څه په تفصیل وکړه. منظور مې دا و چې د کابو هرې افغانې کورنۍ داستان د سرګردانیو داستان دی. دا یوازې د احمد ګل د وخت شینواري یا منګل یا کلمانیان نه وو چې وکړېدل او لالهانده شول ، بلکې افغانان بیا بیا د مني د پاڼو غوندې د حوادثو بادونو ورژول او سرګردانه یې کړل. د دې لړۍ د ختمېدو لپاره کینه نه بلکې خواخوږي،احساسات نه بلکې تعقل او غرور نه بلکې د بشر په عظیمې تجربې غور کول پکار دي.

       اپرېل، ۲۰۲۳

1 COMMENT

  1. ډېره په زړه پورې لیکنه ده . له یوې خوا د احمد ګل له شاعري سره آشنا شو ، له بلې خوا د امیر عبدالرحمن خان د سلطنت او واکمنۍ د سیاسۍ ، امنیتي ، اقتصادي او عمراني وضعیت نه نوې معلومات مو ترلاسه کړل . او له بلې خوا د مرحوم غلام سرور ناشر علم پروره او ترقي غوښتونکې کورنۍ ، کتابتون او د یو داسې قیمتي اثر د ساتلو په اړه .
    د ښاغلي اسدالله غضنفر لیکنې د تل په شانې خوږې او په زړه پورې وي . هیله ده دې لړۍ ته دوام ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب