ممکن تر میلاد مخکي، د یونان له زمانې د ډیالوګ میتود/طرز یا هم سبک پیل سوی وي. موږ ته د ارستو او اپلاتون هغه اثار چي هغوی به تدوینول او یا به ئې د ځوانانو په مینځ کي د پوښتنو او ځوابونو په میتود موضوعګاني، کیسې او نظرئې وړاندي کولې تاریخ ئې له همهغه ځایه وبولئ. د اپلاتون په جمهوریت کي، یا هم نورو فلسفي تاریخي کتابونو پاڼي که سره واړوو، نو پوه به سو، چي هلته هم اپلاتون د سقراط د خولي د عدالت، حکومتولۍ، فلسفې، کائیناتو، ادبي موضوعاتو او … ډیر نور څه د مکالمي/ډیالوګ په میتود وړاندي کړي دي، او همدغه د ډیالوګ یا سوال او ځواب میتود او طرز نه دا چي یوازي په فلسفي زدهکړو کي ډیري ګټي لري، بلکي په تاریخ ، ادبیاتو، سیاسي او حقوقي مسایلو، ارواپوهني، ټولنپوهني، لرغونپوهني او… کي دا طرز اغېزمن ثابتېدای سي/دی. په عام ژوند کي خو په سوال او ځواب سړی یوې ښې نتیجې ته رسیدای سي.
په ښوونیزه ساحه کي محصلینو، متعلمینو او یا د هر مهارت او کسب زده کوونکو ته د تدریس او یا یو شی ورښوولو او زده کولو کي د سوال او ځواب میتود تر نورو خورا اغېزمن بلل سوی دی، ښايي یو علت ئې دا وي، چي مالومات او د یوې پدیدې انتقال له یوه ذهن څخه بل ذهن ته ښه کولای سي، او تر وچ مالوماتو وړاندي کولو؛ نو دا ښه وي، چي هره موضوع او مالومات اول تجزیه، بیا تحلیل، او که پکښي نیمګړتیاوي وي؛ پوښتني پيدا او هغه –هغه ګړی ځواب سي، ځکه دا د لکچر تر میتود د سوال او ځواب میتود په دې ښه دی، چي چاته پکښي د پوښتني کولو باور او جراات ورکول کېږي، یا په بل عبارت ټول څه په اسانۍ د سوال او ځواب په میتود کي غلبیل/فلټر کېدای سي. له ښه مرغه په پښتو کي ددغسي یو علمي او ادبي بحثونو څخه چي د سوال او ځواب پر میتود احتوا دي لرو- زه د ادبیاتو دنیا د یوه مغتنم اثر په اړه خپل نظر او برداشت شریکوم.
د ادبیاتو دنیا لنډه پيژندنه:
د ادبیاتو دنیا د استاد اسدالله غضنفر او استاد نجیب منلي پر ادبي مسایلو، مفاهیمو، ایزمونو، فورمونو او سبکونو د مرکو او بحثونو یوه مغتنمه ټولګه ده، چي له ښهمرغه دوهم ځل چاپ ئې له پنځو کلونو وروسته دا بیا چاپ سوه.(لومړی چاپ ئې په ۱۳۹۸ هـ د کال په ورستیو میاشتو کي، او دوهم چاپ ئې په ۱۴۰۳هـ کال هم په وروستۍ میاشت کي چاپ سوه). یاده ټولګه کي پر (۸۰) داسي مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث سوی، او هره موضوع د سوال او ځواب په میتود داسي ښه تر غلبیل وتلې ده، چي سړی ئې تصور هم نسي کوای.
ادبیاتو دنیا کي د دوو داسي ادیبانو، لیکوالو او څيړونکو پر ادبي، ژبني، هنري، کلتوري، تاریخي او فلسفي مسایلو بحث لولو، چي پر یادو موضوعاتو نه دا چي پکښي ژوره مطالعه لري، بلکي په خورا ښه میتود، اسانۍ او ډیر لنډ خو واضیح او جامع ږغېدلي دي. د یاد ادبي او علمي بحثونو د ټولګي څو ځانګړني د یادوني وړ بولم:
د ادبیاتو دنیا څو ځانګړني:
یو:- ددې ټولګي یوه ځانګړتیا دا ده، چي د هر ادبي مفهوم ماهیت، ریښه، فلسفه او تاریخ خورا ښه واضیح کوي.
دوه:- دا ټولګه تر ادبي اصطلاحي قاموس وروسته؛ زده کوونکو ته ځکه ښه ده، چي یوازي تر لغوي او اصطلاحي مانا پوري محدوده نه ده، بلکي نور اضافه مالومات، نوي خبري او نوي لیدلوري هم لري، چي هره نوې زاویه ئې یو بیل د څيړني بحث کېدای سي.
درېیم:- ژبه ئې عامفهمه، روانه او مثالونه ئې نه یوازي د ادبیاتو محصلینو ته، بلکي عام لوستونکو ته هم روښانه او واضیح دي، هم ورڅخه د لسم ټولګی متعلیم، د ادبیاتو محصل ، یو عام لوستونکی او هم ورڅخه د ادبیاتو متخصصین ښه استفاده کولای سي.
څلورم:- په یاده ټولګه کي پر داسي مهمو، نوو او په معاصره دوره کي پنځول سوو موضوعاتو هم بحث سوی دی، چي د ادبیاتو د تاریخ په اوږدو کي، یا خو نه دی سوی که سوی وي، ډیر نیمګړی به وي او یا خو به یو نیم موضوعات بیخي څیړل سوي هم نه وي لکه: (وګورئ شعري اختیارات،۶۷ مخ)
پنځم:- ادبیاتو دنیا کي یوه جالبه ځانګړتیا دا ده، چي پر ځینو اکثریتو بحثونو کي د دواړو غضنفر او منلي نظر یوشانتی مالومیږي، دا په اصل کي درېیم شخص ته د نقد لاره هم پرانیزي، ځکه یوه موضوع له یوې زوايې څیړل سوې ده.
شپږم:- ادبیاتو دنیا کي نوي لیدلوري او نوي شیان بیا موندل کېږي او زده کیږي، ما اول وار چاپ کي د پټي خزانې په اړه چي څه لوستي وه بېله زاویه کي ول؛ خو دا وار دوهم چاپ کي بیخي څو نقطې راته نوي وې، نو په وار-وار لوستلو ارزي دا دنیا کي بلا او یوه دنیا خبري نغښتي او پټي دي. (وګ-پټه خزانه،۲۰۴ مخ)
اووم:- هغه کتاب چي بحثونه، نظرونه او مالومات ئې په نورو کتابونو کي هیڅ نسته او که وي ممکن نیمګړي او یا بیخي سربیرن څیړل سوي او بحث ته لوېدلي وي، دې واقعیت ته خپله غنضفر هم دوهم چاپ سریزه کی اشاره کړېده. په دې مانا چي یاده دنیا د دنیا دنیا خبرو، رازونو او نوو څه څخه ډکه ده.
اتم:- د ادبیاتو د دنیا بله ګټه دا ده، چي نه یوازي د هري ادبي موضوع په وضاحت او صراحت کي پوښتني کېږي، بلکي د ډيرو پيچلو موضوعاتو لپاره ډیري ساده پوښتني او ډیر اسانه جوابونه موندل کېږي.
نهم:- د ادبیاتو په دنیا کي د تحلیل کولو یا فکر کولو وړتیا موندل کېږي، لکه یو دوه ملګري چي په یوه بحث کي خورا ژور اخته وي بحث کوي، نو که درېیم ورباندي غوږ ونیسي ښايي ډیر ژر د بحث عمق ته ولوېږي او کله-کله یو نظر هم پکښي ور کړي؛ همدغه نظر د تحلیل او فکر کولو وړتیا ده.
نتیجه:
د پښتو ادبیاتو په لړ کي د ادبپوهني په برخه کي،که سړی حساب وکړي نو ممکن ډیر کم ټاپ ۵ اثار وي، ددې ټاپ ۵ کتابونو په سر کي به حتمي د ارواښاد صدیق روهي (ادبي څيړني) کتاب وي، ادبیاتو دنیا هم داسی یو اثر دی، چي کلونه وروسته پر پښتو او پښتنو د دوو محترمینو له لوري ولورول سو، دا ښاغلي دي ژوندي او ګړندي وي، په واقعیت کي دوی دواړه د ستایلو وړ دي.
او وړاندیزونه:
یو:- که خپرندویه ټولنه بل وار د کتاب د چاپ سره هغه سي ډي(CD) هم یوځای کړي او دغه علمي او ادبي بحثونه به، په ږغیزه بڼه هم څوک ترلاسه کړي؛ نو یو خو به زموږ د کتابي بڼي سره همدغه ږغیزه بڼه خپره سوې وي او هم به د ټولو لوستکو مخي ته به مو دوه انتخابه ایښي وي، کتابي او ږغیزه بڼه، ځکه نړۍ کي اوس د وخت د کمښت په خاطر د کتابونو مطالعه په ږغیزه بڼه هم چلېږي، خو پښتو کي ډیر کم یا خو بیخي پر نست حساب دي.
دوه:- که د ادبیاتو پوهنځی کی محصلینو ته د سمینارونو په توګه د یاد کتاب موضوعات ورکول سي او په هره ټولګی کی محصلین ورباندي خبر کړل سي، د ادبپوهني مضمون په اپډیټ کړل سي، او هغه نوي موضوعات؛ چي لا هم د ادبپوهني په هغه برخه کي چي نه ول، ځيني ئې ځای پر ځای کړل سي، یو خو به هغه شل کاله مخکني کتابونه او چیپټرونه په اپډيټ کړل سي بل به د هغه سولیدلي او زړو موضوعاتو پر ځای په نوو موضوعاتو محصلین اګاه سوي او تحلیل سوي وي. د هغه ورځي په هیله چي هره برخه کي مو نوي، د کار او علمي خبري ځای ونیسي. ادبیاتو دنیا د رنګونو او نوو خبره ډکه ده، راځئ د یوه عالم خبرو ئې ځانونه خبر کړو!
۱/۱/۱۴۰۴