شنبه, اپریل 26, 2025
Home+انسان د مانا په لټون (د کتاب لنډیز) عبدالله بشرمل

انسان د مانا په لټون (د کتاب لنډیز) عبدالله بشرمل

دویمي نړیوالي جګړې موږ په عصبي جګړه اخته کړو او ددې عصبې جګړو له سببه انسان د بندیانو لپاره محبسونه رامنځته کړل.

ویکتور فرانکل د الماني نازیانو په زندان کې زیاتې شکنجې او ربړوني لیدلي او بیا یې د دغه کړاوونو بیان تر موږ پوري د کتاب په بڼه رارسولی. یوازي دده خپلي تجربې نه بلکه د کتاب د دویمي برخي موضوع یعني لوګوترافي باندي هم ښه پراخ بحث راته کوي.
دا زندان چې فرانکل پکښي محبسي وو د وخت تېروولو له اړخه به یو انسان له درو پړاوونو واته.

لومړی پړاو یې د داخلېدو، دویم یې د چاپیریال سره د عادتېدو او دریم پړاو یې د وتلو وو.

لومړی پړاو

د داخلېدو پر وخت چې به تر ټولو زیات بندیان وېرېدل ترې، هغه د ګازي خونو لیدنه وه چې ناروغ او کمزوري بندیان به یې پکښي سوځول. په لمړي پړاو کې د بندي لپاره د محیط سره د تطابق مرحله لږه سخته وي ځکه بندیان د هرې غیر انساني کړني په مقابل کې غبرګون ښیې خو دا غبرګون نور هم ددوی په تاوان تمامېده.

دویم پړاو

دې مرحلې ته د زنداني تګ له بې حسۍ سره مل وي مطلب هغه احساس او غبرګون چې په لمړي پړاو کې یو بندي درلوده هغه له منځه ځي او بندي یوازي د کار په یو ماشین بدلیږي. فرانکل لیکي یو ځل یو دوولس کلن ماشوم په یو جزایې کار محکوم سوی وو. دا چې هوا یخه وه نو د پښې ګوتي یې توري سوي وې بیا چې کله داکتر راغی نو ورڅخه غوڅولې یې او دا ماشوم هیڅ عکس العمل نه ښوده او همداسي به ګونګی ورته ولاړ وو. وایې دلته فزیکي درد غم نه درلوده خو چې انسان به ورڅخه ډېر ځورېده هغه بې عدالتي او بې منطقي وه چې د زندانیانو سره به کېدل. فرانکل لیکي وایې یو ځل د یخ پر کنګل باندي یو کس غوځار سو او زه یې مرستي ته ورغلم کله چې د زندان مؤظف راغی نو هم یې ووهلم او هم یې ورټلم چې بل ځل له خپله کاره سترګي مه اړوه خو جالبه دا وه چې څو شېبې مخکي همدغه مؤظف موږ ته ویلي وه چې تاسي وحشیان (زندانیان) هیڅ د مرستي او همکارۍ حس نه لرئ. یو ځل د فرانکل ملګري په خوب کې ډېر په زوره خرهار کاوه فرانکل وایې ما د ځان سره وویل چې باید راویښ یې کړم خو کله چې مې فکر وکړ هر رقم وېروونکی خوب د زندان تر دې حقیقت تریخ کېدای نسوای چې زه دی له خوبه راکښېنوم او دی بیا له حقیقت سره مخ سي چې زه زندان کې یم. لنډه دا چې په دې زندان کې بې تفاوتي د ځان د دفاع لپاره تر ټولو ښه طریقه/ میکانیزم وو. ویکتور فرانکل د زندان سره د اډپټ کېدو او تطابق لپاره د میني تجویز کاوه او ویل به یې مینه د یو انسان لپاره ژوند په دې سبب هم اسانه کوي چې تاسو د بل فرد فکر په ذهن کې لرئ او دغه خیال که یو توهم هم وي مګر تاسو ته دا قوت درکوي چې په ډېرو سختو شرایطو کې هم ګذاره وکړئ. د میني وروسته انسان باید په ډېرو سختو شرایطو کې د شوخۍ حس او قوه له لاسه ورنکړي او وایې کوم کس چې د ژوند د هنر استاد سي بیا د شوخۍ پیدا کولو او شوخۍ ته له یوې زاویې کتلو چل هم زده کوي.

ټوکي ټکالي، طنز او کومیډي صحنې د ادب او هنر برخه ده او دا هنر دی چې ژوند ته امکان ورکوي. ددې خبري درک نیچه تر فرانکل مخکي کړی وو چې ویل یې ژوند بغیر له میوزیکه ګناه ده. میوزیک او موسیقي د ریتم په مانا که واخلو نو بیا هغه ژوند چې هارموني او نظم ولري تر ایله بیله ژوند هم ارزښت لري او هم یې په انسان کې د تېرولو لپاره انرژي وي.

د ژوند په باره کې ویکتور فرانکل وایې یو فعال ژوند وي چې هر انسان د خپلو پنځونو ارزښت ویني او یو غیر فعال ژوند دی چې د تفریح فرصت پکښي وي او انسان ته زیات وخت په لاس ورځي ترڅو د طبیعت هنر او ښایستونه درک کړي، خو دریم ژوند نه فعال ژوند دی نه غیر فعال بلکي له سختۍ او مشقتونو څخه ډک ژوند دی او دغه ژوند انسان لوړو اخلاقي او روحي ارزښتونو ته متوجه کوي. دلته که ته ښایست او جمال احساس نه کړې د خپلو ورځنیزو چارو جاج وانخلې خو یو شي باندي ښه پوهېږې چې هغه کړاو او درد دی. اصلاً خو د ژوند تصور هم بغیر له کړاوونو څخه سخت او نه زغمل کېدونکی وي ځکه په ژوند کې د خوښۍ ارزښت هم ستا په درون کې د غم له درجې سره معکوسه اړیکه لري.

فرانکل په زندان کې د نورو زندانیانو د روحیې ورکولو دنده هم اجرا کول او همېش به یې هغوی د ژوند د ناهیلۍ او پوچوالي څخه راګرځول.

زندانیانو به د نور کړاو تمه درلوده ځکه شرایط سخت وو او ظلم انتهاء ته رسېده خو دا درد به داسي وو لکه یو څوک چې د غاښو داکتر ته د غاښ د درد کمولو لپاره ورسي او دا یې یقین وي چې درد به ویني خو هغه درد مخکي له مخکي ده تېر کړئ وي.
فرانکل وایې اوښکي د نور زغم علامه وه ځکه دا سکون یې راکاوه چې خپل درد ورباندي تر یوه حده تسکین کړو.

هغه کسان چې د اوښکو تویولو توان یې له لاسه ورکاوه نو د ناهیلی ګردونو به یې پر ذهن پردې راخورې کړې او یو ډول سکوت ته به یې دا انسان بېوه او بیا به څه موده وروسته تر ګازي خونو دا جسد رسېده.

وایې یو ځل مې یو ملګري څخه پوښتنه وکړه چې ستا د پښې پاړسوب دي څنګه ورغاوه؟ وایې راته ویل یې چې په ژړا مې له ځانه وڅڅاوه. هلته حالات پر ټولو یو شان تېرېده او دا اوښکي او ژړل د نورو لپاره هم لکه د ځان غوندي مالومېدې، مطلب شرم او د خجالتۍ احساس پکښي نه وو.

دریم پړاو

اخیري پړاو بیا د وتلو او ازادېدو پړاو وو. دا چې دوی (زندانیان) د زیات عمر لپاره په یو محکوم ځای کې ساتل سوي وه نو د یو دم آزادي سره یې شاید یو لړ معنوي او رواني بې نظمۍ لیدلې وای ځکه دوی هغه انسان ته ورته کېدل لکه په سمندر کې چې زیات وخت تېر کړي او بیا یو دم فزیکي چاپیریال ته راوګرځي او یا د مځکي پر مخ انسانان د غرونو ډيرو لوړو څوکو ته وخېژې چې هلته هم د یو دم اتوموسپریک فشار له کبله د ډسټرس او نارامۍ سره مخیږي.

خو بالآخره د جنګ د رانږدې کېدو له کبله چې د ویکتور فرانکل دوی زندان پر کومه ساحه جوړ وو؛ مات سو او ټول بندیان ازاد سول.

دویمه برخه د لوګترافي په اړه ده. چې بل لیک به إن شاء الله د هغه په اړه کوم.
فرانکل ددې هرڅه زغملو باوجود په رواني لحاظ روغ راوواته او دادی دا اثر یې نن موږ و تاسو لولو. زه دا ګڼم چې دا ډول کتابونه بیخې تر زیاتو کتابونو هم د اغیز له لحاظه او هم د ګټي له لحاظه ګټور دي. ددې کتاب لمړی برخه لوستل یوازي دا نه چې د لیکوال په ژوند او پیښو مو پوهوي بلکه د خپل ځان په اړه هم د انسان سوچ بدلوي.

دویمه برخه
انسان د مانا په لټون

لوګوتراپي یا مانا درملنه. د کتاب لیکوال ددې کلمې تشریح په یوه جمله کې داسي راغونډوي: کله چې انسان ناست وي او بیا هغه څه واوري چې اورېدل یې سخت وي. مطلب روان شناسي هغه څه باندي بحث کوي چې ستا په روان کې شته وي او ته یې بیانوې که څه هم د هغه خبرو بیان به ډېر سخت وي.

مانا غوښتنه په ژوند کې د غرېزې پر بنیاد او یا د عقلي توجیه پر بنیاد نه وي بلکه دا د ژوند د تېرولو لپاره اساسي انګېزه ده.

معاصر ژوند د ټولو مصروفیتونو سره سره د انسانه یو اصیل اصل دا اخیستی چې د بل انسان درک وکړي.

له کله چې انسان د بل انسان سره خواخوږي کولو ته په ماته سترګه کتلي او یا یې میلان ورته کم سوی نو د خپلي نهیلی لپاره یې یو ګام بل هم اوچت کړئ. د انسان په ژوند کې انسان ته خپل شتون او ددې شتون لپاره د هدف موندل پکار وي. کله چې بل کس ستاسره صمیمي چلند کوي ګواکي تاسو د هغه سره صمیمت کړئ او یا دا چې تاسو پوره پوره انسان یاست نو بل مو درناوی کوي او د هغه دا چلند ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي، ژوند ته هڅېږئ او بیا د دې ژوند لپاره اهداف ټاکلو ته مخه کوئ. کله چې انسان بدبین وي، د شتون نهیلي به یې پر ژوند فکر کولو ته پرېنږدي او دغه رواني اظطراب بیا انسان د ژوند د اهدافو ټاکلو کې سست کوي.

فرانکل وایې زه دا ردوم چې یو څوک دي ووایې د شتون نهیلي یا وجودي نهیلي دي یو ناروغي وي بلکه دا یو حالت دی او ددې لپاره نه باید د عقلي او عصبي بخش داکتران دواوي توصیه کړي دلته موږ د مشکل جرړه نه څېړو بلکه داسي مثال لري چې د اصیل جسم پر ځای د سیوري د نیولو تکل چې لرو.

لوګوتراپي دا کار کوي چې همدا حالت سره مخامخ کس ته د ژوند هغه پټ اړخ چې د مانا موندل دي؛ روښانه کړي او دا یوازي د مفاهمې له لاري کېدای سي.

د شتون نهیلي د اوسني دور په انسان کې له ورایه مالومیږي. کله چې انسان د ډېرو انسانانو په منځ کې هم د اغیز څه ونه لري او نسې کولای د نورو خلګو پام ځانته راواړوي نو ډول ډول کارونو ته لاس اچوي. دوی په درون کې یوازیتوب او نهیلي احساسوي ځکه خو کله افراط..یت کوي کله پر نورو وربلوسي او ځینې بیا هغه کارونه کوي چې حتی د بشر له شان سره مناسب نه ښکاري.

(لکه یو څو عمر مخکي پر انترنیت عکسونه خپاره سوي وه چې ځینو انسانانو مصنوعي لکۍ ځانونو ته جوړولې). دا چې دوی دا کار په کوم مقصد کوي پر هغه نه ږغیږم ځکه ورباندي پوهېږم نه مګر زما په نظر دغسي انسانان د نورو د توجه جلبولو او د هغوی سره د بحث لېواله وي ځکه دوی له درونه پوچ او تش وي.

شوپنهاور ویلي وو وای کوم کس چې یوازیتوب نه خوښوي نو ګواکي ازادي یې هم نه خوښیږي. دغه انسانان چې د خپل ځان د شتون په اړه ناهیلي وي بیا دغه ډول احساس یې ځوروي.

فرانکل وایې دغسي نهیلي بیا د جنسي تمایل غوبل هم جوړوي.

ماشینې ژوند انسان له سختو فزیکي کارونو راوایسته او بیا ددې بیکارۍ له امله انسان د وخت تنظیم ګډوډ کړ او حتی د رسنیو تر اغیز لاندي دومره بې واکه سو چې اوس ورته رسنۍ د خپل ځان کتترولولو وسیله مالومیږي.

وایې د بیکاره انسان مغز د شیطان کور وي او یا داچې بېکاري تنبلي زېږوي او تنبلي د انسان روح فاسدوي نو ځکه دغه انسانان د خپلو ځانونو د ارزښت او شتون په اړه د بې ارزښتی احساس کوي. ځکه خو فرانکل وایې چې یوازې هغه وخت ژوند کولای سې چې مسؤلیت واخلې او مسؤلیت منل دي هدف درته روښانه کوي او د هدف پر بنیاد دي ژوند مانا اخلي او کوم کس چې ژوند ته د ولي سوال ولري بیا د هر څنګه په ځواب پوهیږي مطلب مې دا چې مانا د انسان ژوند بیا تر یو اکثره حده ممکن کوي.

لکه چې لمړی برخه کې مو وویل د ژوند د مانا لپاره لمړی باید مینه وکړل سي، بیا د میني سربیره شوخي او د هنر سره نږدې اړیکه ساتل او دریم دا چې باید یو انسان ځان مجبور وګڼي چې ځور وزغمي او دا دریمه لار ده په ژوند کې د مانا موندلو.
داکتر فرانکل وایې کله کله انسان اړ سي چې د هر ډول رواني مشکلاتو سره بیا هم د متضاد روش پر بنسټ عمل وکړي.

مطلب ژوند تاته د بې ارزښتۍ او د نهیلی پیغام درکوي خو د خپل نفس یا ایګو پله نیسې او برعکس ددې لپاره ژوند کوې چې د شتون نهیلي له منځه یوسې او دا تر ډېره کامیابه طریقه هم ده. زه به چې کله ماشومتوب کې له کومې تیارې وېرېدم بیا به قصدې ورته تلم شاید هماغه اغیز وي چې اوس په ډېره تیاره کې هم د بیري احساس نه لرم.

او اخیر داچې فرانکل ویل چې د مانا او خوند د غریزې ترلاسه کولو فرق باید وسي. په ژوند کې د خوند غریزه لنډمهاله وي لکه د جنسي هوس تنده خړوبول او د مانا ارزښت او ګټه د اوږد مهال لپاره. زه غواړم ښه انجنیر سم او ددغه هدف ترلاسي لپاره پنځه یا شپږ کاله خواري کاږم او وروسته وینم چې خوارۍ مې رنګ راوړی او دغه د خوښۍ او لذت خوند په ابدي خوند اوړي. هغه انسانان چې د خوند لذت د مانا پر پیدا کولو برتره ګڼي؛ عمر به یې کم وي.

فرانکل دا هم وایې هغه کسان چې د ژوند بیکاره وختونه په یو مصروفیت تېروي (حتی که معاش او پیسې هم نه وي پکښې) تر هغوی چې یوازي تشو او مضرو فکرونو ته بیکاره وي؛ ډېر د خوښۍ او ژوند څخه د رضایت احساس لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...