پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه تېرو ۱۰ ورځو کې ایران ۱۵ زره افغان کډوال ایستلي

په تېرو ۱۰ ورځو کې ایران ۱۵ زره افغان کډوال ایستلي

تاند【سه شنبه د حمل ـ وري ۵مه】نیمروز ولایت د طالبانو ځایي مسئولین وایي، په تېرو لس ورځو کې د نیمروز ورېښمو پله له لارې له ایرانه ۱۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.

د یاد ولایت کمیسار مولوي نصرالله زیاته کړې چې ، بیرته راستنېدونکو کډوالو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې او له کومې ستونزې پرته هېواد ته راستنېږي.

له دې سره هممهاله د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د طالبانو له حکومت سره په ګډه له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدلو د هوکړې له جوړېدو خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه د ناقانونه کډوالو پر ستنېدلو هوکړې ته رسېدلي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عراقچي ویلي چې له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدلو لړۍ په «تدریجي او باعزته» توګه روانه ده.

دغه شمېر کډوال داسې مهال هېواد ته راستنېږي، چې پاکستان هم د روانې مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې افغان کډوالو ته وخت ورکړی، څو دغه هېواد پرېږدي.

له همدې امله د ننګرهار کډوالو ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان استازو سره په ګډه ناسته کې، د بیرته راستنېدونکو کډوالو د نوې څپې لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...