Homeخبرونهآی پي اېل؛ نن دوه افغان لوبغاړي یو د بل پر وړاندې...

آی پي اېل؛ نن دوه افغان لوبغاړي یو د بل پر وړاندې لوبېږي

تاند【سه شنبه د حمل ـ وري ۵مه】ټاکل شوې، چې د ‎هند په غوره ليګ کې د ‎افغانستان دوه پیاوړي لوبغاړي يو د بل پر وړاندې لوبه کې سره مخ شي.

د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ سیالیو کې نن د ګجرات لوبډله، چې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او کریم جنت له ځان سره لري، د پنجاب لوبډلې پر وړاندې چې عظمت الله عمرزی یې غړی دی، د دغه کال لومړۍ لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه نن سه شنبه ماښام د افغانستان پر وخت ۶ بجې پيلېږي.

تر دې وړاندې بل افغان لوبغاړي نوراحمد لکڼوال د چینای لپاره په خپله لومړۍ لوبه کې یادې لوبډلې ته بری ور په برخه کړ.

لکڼوال د ۴ اورونو په ترسره کولو ۱۸ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې د خپلې لوبډلې په ګټه اوټ کړل.

نوموړی په یاده لوبه کې غوره لوبغاړی شو.

په دې سیالیو کې رحمن الله ګربز، مجیب ځدراڼ او فضل الحق فاروقي هم له بیلابیلو لوبډلو سره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...