تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۵مه) د کانګریس کې پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د بندیزونو لپاره د امریکا په کانګرس کې لایحه وړاندې شوه
د امریکا د جمهوریپال او دیموکرات ګوندونو دوو سناتورانو، د دوشنبې په ورځ کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړه، چې د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز، عاصم منیر، د بندیزونو غوښتنه کوي.
جو ویلسون او جیمي پانتا، عاصم منیر د سیاسي مخالفانو پر ځپلو او د پخواني صدر اعظم عمران خان پر زنداني کولو تورن بللی دی.
دا لایحه، چې “د پاکستان د دیموکراسۍ لایحه” نومېږي، د امریکا “هیل” ورځپاڼې یې یوه نسخه تر لاسه کړې.
لایحه غوښتنه کوي، چې په راتلونکو ۱۸۰ ورځو کې دې امریکا ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز ویزه لغوه شي او امریکا ته د هغه پر هر ډول سفر دې بندیز ولګول شي.
دا لایحه پاکستاني چارواکي، چې په سیاسي ځپلو کې ښکېل دي، په ګوته کولو ته هم اشاره کوي او وړاندیز کوي، چې د ورته بندیزونو سره دې مخامخ شي.
د عمران خان نیول کېدا “ناعادلانه” بلل شوې او د هغه د فوري خوشې کېدو غوښتنه شوې.
د امریکا د کانګرس غړي جو ویلسن، هیل ورځپاڼې ته ویلي: “عمران خان بې له شکه یو سیاسي بندي دی.”
ده زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې لیک استولی، چې د پاکستان پر پوځي مشرانو د ویزو بندیزونو له لارې، د دې هېواد دیموکراسي بېرته فعاله کړي او عمران خان خوشې کړي.”
کچیری دا کار ۲۰ کاله پخوا شوی وای نو دا وضعیت به دومره تغیر نکولو لدې معلومیږی چې دا هرڅه د پاکستان اټوم بم او دعمران خان خوشي کولو لپاره ده