پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهملګري ملتونه؛ پر افغان نجونو د زده کړو بندیز دوام به راتلونکي...

ملګري ملتونه؛ پر افغان نجونو د زده کړو بندیز دوام به راتلونکي نسلونه اغېزمن کړي

تاند【سه شنبه د حمل ـ وري ۵مه】د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما باهوس وايي، د طالبانو د حکومت له لوري د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به راتلونکي نسلونه سخت اغېزمن کړي.

باهوس په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل په مناسبت ویلي، طالبان دې پرته له کوم تبعیضه ژر د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.

بل لورته د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوچاریک په یوه خبري ناسته کې خبرداری ورکړی، چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال به ۴ ملیونه افغان نجونې له زده کړو محرومې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مهال طالبانو په هېواد کې ۲.۲ ملیونه نجونې له ښوونځيو او زده کړو محرومې کړې دي.

د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال داسې مهال پیل شو، چې د طالبانو حکومت له ټولو غوښتنو او فشارونو سره سره د افغان نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو پرانېستو ته اجازه ورنه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...