پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامریکا ممکن په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي

امریکا ممکن په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي

تاند (سې‌شنبه، د وري/ حمل ۵ مه) یوې هندي رسنۍ «نيوز ۱۸» راپور ورکړ چې امريکا د طالبانو په اړه د خپلې پاليسۍ د بدلون په درشل کې ده، له همدې امله واشنګټن له طالبانو سره د اړيکو د بيا پيلولو لپاره تياری نيسي او حتی ممکن په کابل کې خپل سفارت هم بېرته پرانیزي.

د دې راپور له مخې، د سپينې ماڼۍ سرچينې وايي چې دا ګام د طالبانو او ټرمپ ترمنځ د «د زیاتېدونکي ښه نيت» ښکارندويي کوي.

په راپور کې هغو ستونزو ته په اشارې چې ممکن افغانستان یې لوېدیځ ته پېښ کړي، ویل شوي چې کابل تل دا خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط د لويديځ په لور د مهاجرتونو د سترې څپې سبب کېدای شي؛ داسې استدلال چې د واشنګټن کې یې توجه یې ځان ته اړولې او د مرستو او ديپلوماتيکو تعاملاتو لپاره يې انګېزه برابره کړې ده.

يادې هندي رسنۍ په افغانستان کې د امريکايي بنديانو په اړه هم ليکلي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د بنديانو تبادله، د دوی ترمنځ ديپلوماتيکو اړيکو ته لاره هواره کړې ده. نیوز ۱۸ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ميليونونو ډالزو انعامونو له فهرست څخه د حقاني او د هغه د کورنۍ د درې غړو د نومونو ایستل، د واشنګټن د کابل پر وړاندې د پاليسۍ د بدلون يوه څرګند نښه بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...