جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په پښتو لنډيو کې پرسونيفيکېشن

په پښتو لنډيو کې پرسونيفيکېشن

  ليکوال: پوهنيار ميوند بختيار

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې استاد

لنډيز

لنډۍ د فولکلوريکو ژانرونو له ډلې څخه هغه ژانر دی، چې په دوو نامتوازنو غير مقفی مسرو يا دوه ويشتو څپو “سېلابونو” کې يو بشپړ مطلب و مفهوم رانغاړي. لنډۍ چې په پښتو ژبه کې بې سياله شعرونه دي، په ځولۍ کې يې پر بياني ښکلاوو سربېره بديعي لفظي ښکلاوې هم رانغاړلې دي. په دې مقاله کې په پښتو لنډيو کې د پرسونيفيکېشن او آنميسيم په اړه بحث شوی دی او د لنډيو نمونې مو کتار کړي دي. پرسونيفيکېشن د بديعي ښکلاوو له جملې څخه يو صنعت دی، چې په عربي او دري کې ورته تشخيص وايي. کله چې شاعران او ليکوال د انسان ځينې ځانګړنې او خاصيتونه هغو شيانو ته ورکړي چې بې روحه دي، پرسونيفيکېشن يې بولي، لکه: باد چې پيغام يوسي، لمر و سپوږمۍ چې وږغېږي، پسرلی راشي او ژمی چې ولاړ شي، بېلتون چې واکمني شروع کړي، سيلۍ چې وژاړي، نری شمال چې د چينار پر پاڼو لاس تېر کړي او ښکل يې کړي. لرغوني بشر عقيده لرله چې هر غير ژوندی شی يوه پټه اروا لري، هغه که ځينې مقدسې تيږې وې که ونې، باد، سپوږمۍ او يا لمر و. دې ډول عقيدې ته آنميسيم”animism” وايي، چې فارسي انډول يې جاندارپنداري ده، لکه: سبا به کاڼي بوټي ژاړي. پرسونيفيکېشن او مکنيه تخيليه استعاره سره ورته غوندې دي، مکنيه تخييليه استعاره هغه ده، چې يو څوک په کلام کې مشبه‌به حذف کړي او مشبه د مشبه‌به له ځينو ملائماتو او لوازمو سره ذکر کړي اويا شاعر په خپل زړه و ضمير کې يو شی له کوم ژوندي‌سري او غالباً له انسان سره تشبيه کړی وي، بيا يې د هماغه ژوندي‌سري له لوازماتو او ملائماتو څخه څه په کلام کې د قرينې و صارفې په بڼه راوړي وي. لکه: ظالمه شپه. د بشر د لرغوني تفکر پر اساس هر شي اروا لرله چې مانا به يې بلله، په پښتو لنډيو کې هم دا عقيده راغبرګه شوې ده، په پښتو لنډۍ کې کاڼي او بوټي ژاړي، په پښتو لنډيو کې باد ځي و راځي او پيغامونه وړي، له سپوږمۍ څخه ګيلې مانې کېږي، بېلتون هم لکه ژوندی څوک داسې کړنې ترسروي، د کال فصلونه هم لکه انسان ځي و راځي. دا د هماغه لرغوني بنيادم لرغونې عقيده ده چې زموږ په جمعي لاشعور کې لا موجوده ده او په خوبونو او شعر و هنر کې تبارز کوي، چې په ادب کې يې مظاهر پرسونيفيکېشن او مکنيه تخييليه استعاره ده.

آر وييونه: لنډۍ، پرسونيفيکېشن، آنيميسم ، مکنيه يا تخيليه استعاره

سريزه

پښتو لنډۍ پر جمالياتي، ارواپوهنيز، ټولنيز او تاريخي اړخ سربېره داسې ډېرې نورې ښکلاوې هم لري، چې د نړۍ په کچه به بل کوم شعري ژانر د خپل جوړښت په پرتله دومره ډېرې لفظي او معنوي ښکلاوې او رنګارنګۍ ونه لري. دا لنډۍ ده چې په دوه ويشتو څپو کې يو کتاب خبرې لري. د مقالې په منځ منځ کې به پر هغو لنډيو خبرې وکړو چې د پرسونيفيکېشن خوندورې نمونې دي چې بنسټ يې پر آنميسيم ولاړ دی. لنډۍ د ولس او پرګنو مشترکه پانګه ده چې د دوی د ژوند، کلتور، ايسټيټيکې پوهې او جمعي لاشعور او ټولنيزې سايکالوژي راڼه انځورونه وړاندې کوي. لنډۍ هم لکه ګړنې او متلونه يو نه اټکل کېدونکی تاريخ لري، ځينې لنډۍ د ځينو قرينو له مخې تر لرغوني آريايي دور پورې رسېږي، ځينې بيا د بودا د وخت دي او د سلطان محمود د وخت مشهوره لنډۍ خو پرته له کوم اګر مګره خلک مني چې د هماغه وخت ده. په لنډيو کې د زړو او نويو عقيدو، ايډيالوژيو، توهماتو، اساطيرو او په ټوله کې د جمالياتو خواږه ګډ دي، د لنډيو په اړه څېړنه سخته ده، ځکه يو خو ډېری لنډۍ د هماغې زمانې ميراث دی چې بشر له طبيعت او طبيعي پديدو سره عاطفي اړيکه لرله، نه ساينسي او تجربي، بله خبره دا چې لنډۍ شعر دی، شعر بايده ده چې شعريت ولري او شعريت کيفيت دی؛ نو د کيفيت بيانول په الفاظو کې ستونزمنه خبره ده.

د موضوع اهميت

لنډۍ يو له هغو شعري ځېلونو څخه ده چې نه اټکل کېدونکی تاريخ لري، ځينې لنډۍ د هماغې زمانې شعرونه دي چې پر نړۍ لا اساطيرو واکمنۍ کوله، د هماغې زمانې شعري ژانر دی چې خلکو دا عقيده لرله چې هر شی ژوندی دی او اروا لري. د هماغې زړې عقيدې مظهر ته اوس په ادب کې پرسونيفيکېشن وايو چې په پښتو لنډيو کې به يې څرک و درک باسو. د موضوع اهميت دا دی چې تقريبا نوې ده، د لنډيو په هر اړخيزه تشريح کې د داسې څېړنو پدل ثابت او ګټور دی. پرسونيفيکېشن چې بنسټ يې پر آنميسم ولاړ دی، لکه استعاره هومره شعر ته خوند و رنګ ورکوي، په لنډيو کې د داسې صنعتونو پلټل او را ايستل د پښتو لنډيو د اعجاز د ثبوت لپاره کلک دليل کېدای شي. لنډۍ د ولسي شاعرۍ ژانر دی او د پرسونيفيکېشن غوندې صنعت پکې ډېر کارېدلی دی.

د څېړنې موخې

اصلي موخه

– په پښتو لنډيو کې د آنميسيم او پرسونيفيکېشن څېړل، څرک و درک يې لګول، هنري ارزښت يې جوتول او د دې صنعت د ايجاد پر زمينو خبرې کول.

فرعي موخې

– د پرسونيفيکېشن او مکنيه تخييله استعارې تر منځ ورته‌والي او توپيرونه ښوول.

– د لنډيو د اعجاز له سل و شل دلايلو د يوه هغه راوړنه.

– د پښتو بديع لا بډايينه.

د څېړنې پوښتنې

اصلي پوښتنه

په پښتو لنډيو کې د آنميسسم لرغونې عقيده او د پرسونيفيکېشن صنعت شته که نه؟

فرعي پوښتنې

– آيا پرسونيفيکېشن او مکنيه تخييله استعاره پخپل منځ کې توپير لري؟

– پرسونيفيکېشن او آنميسيم توپير سره لري؟

– په پښتو لنډيو کې يې کومو پديدو ته شخصيت ورکړی دی؟

د څېړنې فرضيه

د بشر د لرغوني تفکر پر اساس په لنډيو کې ځينې غير ژوندي شيان او انتزاعي پديدې ژوندۍ دي، اروا لري، خبرې کوي او خبرې ورسره کېږي، راز و نياز ورسره کېږي، پټ پيغامونه وړي او ګرځي راګرځي. دې ډول تفکر ته موږ آنميسيم وايو چې په ادبياتو کې کې پر تشخيص تعبير کېږي. په لنډيو کې ځکه د پرسونيفيکېشن صنعت دېر ليدلی شو، چې د لنډيو شاعر/شاعرې له طبيعت سره عاطفي اړيکي لرل، نه ساينسي و تجربي. بله فرضيه مو دا ده چې د همدغو لنډيو چې تشخيص پکې راغلی دی، بنسټ يې د انسان پر بېوسۍ باندې ولاړ دی، د لنډيو شاعر/شاعره د بېوسۍ په اوج کې شعر ته پنا وړي او د پرسونيفيکېشن پر مټ د زړه غوټه هواروي.

د څېړنې ډول او ميتود

د څېړنې ميتود تشريحي او د څېړنې ډول کتابوني دی.

د څېړنې مخينه

د لنډيو په اړه ډېرې څېړنې شوي دي، چا د نفسياتو له کړکۍ ورته کتلي چا د بيان و بديع، پرسونيفيکېشن هم يو له بديعي صنعتونو څخه دی چې په لنډيو کې به يې ننداره وکړو. په دې مقاله کې هغه لنډۍ راغونډې شوي دي چې دا صنعت پکې راغلی دی. د څېړنې د مخينې په اړه به دومره ووايو چې په سبا سترګه مجله کې د استاد يار محمد پکتين يوه مقاله “په ولسي سندرو کې پرسونيفيکېشن” تر سرليک لاندې چاپ شوې وه او په زرچاڼ کې هم پر دې موضوع بحث شوی دی.

اصلي متن

مخکې تر دې چې پښتو لنډيو ته ورشو او د پرسونيفيکېشن” تشخيص” څرک و درک پکې ولټوو، اړ يو چې د پرسونيفيکېشن او ورسره تړليو اصطلاحاتو په اړه د موضوع د لا ښې څېړنې، سپړنې او توضيح په پار څه نا څه بحث وکړو، لومړی راځو آنيميسم ته:

آنيميسمanimism څه شی دی؟

د لرغوني بشر په تفکر کې چې تر اوسمهاله پورې په ادبياتو کې رايج او ژوندی دی – هر شی ژوندی و: باد راته او شپه تلله يا لمر ته و راته… د دې لرغونې عقيدې آثار اوس هم په ورځنۍ ژبه کې شته او دومره عادي شوي دي چې د چا ورته پام کېږي لا نه، ولې په ادبي ژبه کې لا داسې موارد شته د لوستونکي پاملرنه ځان ته را اړوي. دا موادر د عنعنوي بيان‌پوهنې له امکاناتو څخه په ګټه اخيستنې پر مکنيه تخييليه استعاره تعبير و تفسير کېږي، ولې تل مکنيه استعاره ورته ويلی نه شو، مثلاً کله چې فروغ وايي:

“سلام اې معصومې شپې!” آيا ويلی شو چې شپه يې له انسان سره تشبيه کړې ده او وروسته يې يو له صفاتو “ملائماتو” څخه چې معصوم‌والی دی له مشبه سره ذکر کړی دی؟ په دغسې مواردو کې ښه دا ده چې ووايو شپه يې ژوندۍ بللې يا فرض کړې ده( شميسا، ۱۳۸۳: ۶۵).

مشهوره مقوله ده، چې ساينس له شعوره او هنرونه له لاشعوره زېږي، لاشعور د پر شا تمبېدلو روياوو، هيلو، خاطرو، يادونو، او… غوښتنو ډېپو دی، کله کله همدا پر شا تمبېدلي توکي بېرته د شعور ساحې ته راځي او په هنري فنپارو کې تبارز کوي. ټولنيز لاشعور بيا د يونګ اصطلاح ده، چې د لرغونو انسانو څخه په ميراث راپاتې دی، زموږ په ټولنيز لاشعور کې د پخوانيو خلکو د عقيدو، تابوګانو او… توتمونو په اړه ډېر څه پراته دي، چې په خوبونو او هنري آثارو کې د آرکي ټايپ په بڼه تبازر کوي، آنميسيم هم د ټولنيز لاشعور يوه برخه کېدای شي، چې اوسمهال د پرسونيفيکېشن او مکنيه تخييليه استعارې په بڼه په هنر و ادب کې سر راښکاروي.

د لرغونو اقوامو په عقيده هر شی ژوندی و، تيږو لا اروا لرله چې هغې ته به يې مانا ويله، مانا کولای شول چې له اشياوو څخه بنيادم ته منتقله شي؛ نو له دې کبله ځينې ډبرې او د احترام وړ وې. دا تفکر اوس هم په ادبياتو کې موجود دی چې نشانه يې پرسونيفيکېشن يا مکنيه تخييليه استعاره ده( شميسا، ۱۳۸۸: ۲۸۲).

پرسونيفيکېشن څه شی دی؟

کله ليکوال او شاعران هغه ځانګړنې او صفتونه چې په انسان پورې خاص دي ځينو شيانو او حيواناتو ته ورکوي، لکه اسمان، نسيم، د سبا باد، يا غره ته خطاب کول او له هغوی سره خبرې کول، دې کار ته په ادب کې شخصيت ورکول وايي، ښې بېلګې يې هغه بالکنايه استعارې دي چې له انسان سره تشبيه پکې راغلې وي، لکه د عبدالرحمن بابا لاندې بيت:

هر ساعت زما د غوږ په تاوولو

د فلک لاسونه شنه شوو تر څنګلو

په پورته بيت کې” فلک” ته لاسونه، څنګلې او شين‌والی، چې انساني ځانګړنې دي ورکړل شوي دي( همکار، ۱۳۸۸: ۱۹۴). په پورته بيت کې ممکن فلک له انسان سره تشبيه شوی نه وي، بلکې فلک ته يې د ژوندي‌سري په نظر کتلي وي او ژوندی يې بللی وي.

په مکنيه تخييليه استعاره کې مشبه‌به چې نه راوړل کېږي، ډېری وخت انسان وي، لکه: د روزګار لاس. غربيان دغه ډول ته” Personification” وايي چې په فارسي او عربي کې پر تشخيص ژباړل شوی دی. همدارنګه په مکنيه استعاره کې کله ناکله محذوفه مشبه‌به حيوان وي، لکه د “مرګ منګولې” چې په دې مشهور شعر کې چې په ډېری بياني کتابونو کې ذکر شوی دی:

واذا امنيه انشبت اظفارها

الفيت کل تميمه لا تنفع

يعنې کله چې مرګ خپلې منګولې ښخې کړي، پوهېږې چې هيڅ ډول تعويذ هم بيا ګټه نه‌شي رسولای. ولې کله ناکله ممکن مشبه‌به اصلا غير ژوندی څيز وي، چې په دې صورت کې يې پرسونيفيکېشن نومول سم کار نه دی… د مکنيه تخييليه استعارې اصطلاح نسبت پرسونيفيکېشن ته پراخه ده( شميسا، ۱۳۸۳: ۶۴-۶۵).

مکنيه تخييليه استعاره څه ده؟

مکنيه تخييليه استعاره څه ده او له پرسونيفيکېشن سره کوم توپير او ورته‌والی لري که نه؟

فرمول: مشبه + د مشبه‌به ملائمات

دوکتور سيروس شميسا يې دا وړ راپېژني:

قدما‌ء يو ډول بلې استعارې ته هم قايل ول، که څه هم د انځور جوړونې له وسائلو څخه شمېرل کېږي اما زما په اند استعاره ورته ويل سم کار نه دی… په دې ډول استعاره کې د استعارې د نورو ډولونو په خلاف مشبه راوړل کېږي نه مشبه‌به او مشبه‌به په زړه و ضمير کې له کوم ژوندي‌سري سره تشبيه کوي او وروسته د دې لپاره چې تخييل مخاطب ته ولېږدوي، د هماغه ژوندي‌سري” مستعار‌منه” يو صفت له صفاتو يا ملائماتو څخه په کلام کې راوړي، لکه د “روزګار لاس” چې په هغه کې مشبه يعني روزګار د مشبه‌به” انسان” له ملائماتو “لاس” سره يو ځای راغلی دی. هغې برخې ته چې ويونکی پخپل زړه و ضمير کې روزګار له انسان سره تشبيه کړی دی، مکنيه استعاره او هغې برخې ته چې روزګار پکې د لاس څښتن بلل شوی دی، تخييليه استعاره وايي. ځکه قدماوو دغه ډول استعارې ته مکنيه تخييليه استعاره ويلې، ځکه هيڅکله دغه دواړه “کنايه او تخييل” له يو بل څخه جلا نه دي، نو ښه به وي چې مکنيه تخييليه استعاره يې ونوموو. په هر حال په دويم ډول استعاره” مکنيه تخييليه استعاره” کې د اول ډول استعارې” مصرحې استعارې” په خلاف مشبه راوړل کېږي، نه مشبه‌به؛ نو له دې کبله قدماوو د استعارې تعريف داسې کاوه: هغه تشبيه ده چې له طرفينو څخه يوازې يوه خوا پکې ذکر کېږي. نه هغه ډول لکه موږ چې وايو يوازې د مشبه‌به راوړل استعاره ده( شميسا، ۱۳۸۳: ۶۲-۶۳).

په پورته متن کې يې له باالکنايه او تخييليه استعاره سره ګډې کړې دي او د “مکنيه تخييليه استعاره”په نامه يې بللې ده، دلته پر دغو دواړو د ښې پوهېدنې لپاره د هرې يوې پېژند راوړو:

باالکنيايه استعاره هغه ده چې مستعارمنه حذف او مستعارله د مستعارمنه له کومې نخښې سره راوړل شي، ځکه که له متعلقاتو څخه يې څه ذکر نه‌شي دا نه معلومېږي چې مستعارمنه څه څيز يا شی دی، دا استعاره يوه ډېره کارېدونکې استعاره ده( قويم، ۱۳۶۱: ۱۰۷). يا:

بالکنايه يا مکنيه استعاره هغه ده، چې تشبيه د ويونکي په زړه و ضمير کې پټه وي، مشبه راوړي او مشبه‌به را نه وړي، اما د مشبه‌به له لوازماتو څخه څه شيونه د قرينې په توګه ذکر کړي چې پر مشبه‌به دليل وي ( قنبري، ۱۳۸۶: ۱۱۰).

تخييليه استعاره هم د مکنيه استعارې له يو ډول دی، تخييليه استعاره هغه ده چې په کلام کې مستعارمنه ( مشبه‌به) ذکر نه شي، ولې لوازم يې د مستعارله” مشبه” لپاره د اثبات په ډول راوړل شي. تخييليه استعاره په فارسي ژبه کې ډېره کارېدونکې استعاره ده، لکه: د روزګار لاس او… د نېکمرغۍ زينه( قنبري، ۱۳۸۶: ۱۱۱).

په بيان کې يو ډول مکنيه استعاره ده، چې د مشبه به پرځاى يې له مشبه سره صفت راغلى وي.که دا صفت انساني وي، استعاره تشخيص جوړوي. د ليکاف او جانس په اند، تشخيص او مجاز په عادي ژبه کې هم شته، بلکې د انسان د ادراک اساسات دي.نوموړی تشخيص په وجودي استعاره کې راولي( ښکلی، ۱۳۹۸: ۵۱).

ارسطو لومړنی سړی و، چې د استعارې د ماهيت او په ادبي پنځوونو” شعر” کې يې د هغې د ارزښتمن رول په اړه په خپل مشهور اثر بوطيقا “شعر فن” کې مفصل بحث کړی دی او د کلمې او کلام د ډولونو د بحث په حاشيه کې وايي:

د يوې کلمې پر ځای د بلې کلمې کارولو ته استعاره وايي. دا تعريف لکه څنګه چې ليدل کېږي ډېر جامع او پراخ دی، نسبت هغو تعريفونو ته چې د فارسي ژبې د بديع و بيان په کتابونو کې راغلی دی، لکه: استعاره د يوه لفظ کارول دي په غير حقيقي مانا کې ( ترابي، ۱۳۹۰: ۵۰).

د مکنيه تخييليه استعارې او پرسونيفيکېشن تر منځ کوم توپير شته؟

د مکنيه تخييليه استعارې او پرسونيفيکېشن تر منځ دا توپير دی چې په مکنيه استعاره کې شاعر يو شی عموماً له انسان يا کېدای شي له حيوان سره په خپل ضمير و ذهن کې ورته تشبيه کړي، لکه: د مرګ منګولې. دلته يې مرګ له څيرونکي حيوان سره تشبيه کړی دی، چې د محذوفې مشبه‌به څخه يې يوازې (منګولې) له مشبه سره ذکر کړې دي. يا يو شی له انسان سره تشبيه کړي، بيا د دې لپاره چې خپل تخييل تر مخاطبه پورې ورسوي نو؛ د حذف شوې مشبه‌به له ملائماتو څخه څه په کلام کې ذکر کوي، لکه کاروان صاحب وايي:

نرکس رنځور دی د شبنم طبيبه لاس يې نيسه

مرګی ترې وباسه يو دم د زېړي تبې په شان

په پورته شعر کې  شاعر په خپل زړه و ضمير کې نرګس له انسان سره تشبيه کړی دی او د انسان له ملائماتو څخه ” لاس” په کلام کې ذکر شوی دی، همدا ډول رنځور کېدل، زېړه تبه او مرګی هم د محذوفې مشبه‌به په پېژندلو کې له موږ سره مرسته کوي. همدا راز شبنم هم له انسان سره تشبيه شوی دی چې د محذوفې مشبه‌به له ملايماتو څخه “طبابت او د رنځور لاس نيول” ذکر شوي دي.

يا لکه مصطفی سالک چې وايي:

هلته نن تريو تندی نيولی زمانې ظالمې

دلته مې زړه کې تا راکړي پرهرونه ګرځي

شاعر زمانه په زړه و ضمير کې له داسې بنيادم سره تشبيه کړې ده، چې تريو تندی يې نيولی، پر تندي يې غرونه جوړ دي. په شعر کې د بنيادم له ملائماتو څخه “تريو تندی” ذکر شوی دی، چې زموږ ذهن تر محذوفې مشبه‌به پورې رسوي.

دغه ډول استعاره غربي ادبپوهانو د پرسونفېکشن”personification” په نامه ياده کړې ده چې اسلامي عالمانو په تشخيص ژباړلې ده، معنا غير ژونديو او مجردو شيانو ته انساني شخصيت او ځانګړنې ورکول، خو ځينې کره کتونکي په دې اند دي، چې په مکنيه استعاره کې اړينه نه ده، چې مشبه‌به به تل انسان وي، ښايي ځينې وخت مشبه‌به له انسانه پرته نور ژوندي يا غير ژوندي توکي هم وي؛ د دوی په اند دې ډول استعارې ته د تشخيص پر ځای تصريف”تصرف کول” ويل غوره دي( درمل، ۱۳۹۷: ۱۰۹).

په پرسونيفيکېشن کې شاعر يو غير ژوندي څيز ته انساني صفات منسوبوي، شخصيت ورکوي او ژوندی يې ګڼي، مثلا په دې جمله کې: سلام اې معصومې شپې! په دې جمله کې شپه له انسان سره تشبيه شوې نه ده، بلکې شپه ژوندۍ بلل شوې ده. د پرسونيفيکېشن بنسټ د بشر پر لرغوني تفکر او عقيدې” آنميسيم” باندې ولاړ دی، چې مخکې يې پېژندنه وشوه. په دې لنډۍکې:

سبا به کاڼي بوټي ژاړي

چې يو مين له بله اخلي رخصتونه

دلته کاڼي بوټي له انسان سره نه دې تشبيه شوي، چې د انسان له ملائماتو څخه” ژړا” ورسره ذکر شوې ده او موږ يې بالکنايه استعاره ونوموو، بلکې په دې شعر کې کاڼي او بوټي ژوندي بلل شوي دي، شخصيت يې ورکړی دی؛ نو ښه به دا وي چې پرسونيفيکېشن يا د شخصيت ورکولو صنعت يې ونوموو.

که د “لمر پرېوت” پرځاى “لمر مړ شو” ووايو، مکنيه استعاره مو ايجاد کړې. په مکنيه استعاره کې شاعر شيان انساني کوي او شخصيت ورکوي. له “لمر” نه دلته شخص مراد دى، ځکه چې لفظي قرينه”مړ کېدل” راته وايي، چې لمر نه مري؛ خو لمر پرېوزي هم نه. د “لمر” لپاره د “پرېوتل” مفهوم پور شوى او په دې ډول د لمر د پرېوتلو مفهوم بيان شوى( ښکلی، ۱۳۹۸: ۵۴).

ځينې شعرونو کې آنميسيم او پرسونيفيکېشن راغلی وي، که يې مکنيه تخييليه استعاره وبولو، ممکن څوک به يې راسره ونه مني او برعکس هم. دا بايد په ياد ولرو چې د مکنيه تخييله استعارې لمن تر پرسونيفيکېشن څخه پراخه ده.

آنميسيم لرغونې عقيده ده، همدغه عقيده چې په ادب کې راشي پرسونيفيکېشن يې بولي، په پرسونيفيکېشن کې تل غير ژوندي شي ته انساني خواص او ځانګړنې ورکول کېږي، خو په مکنيه تخييليه استعاره کې تشبيه راغلې وي، يو شی مو له بل شي سره ورته ګڼلی وي، مشبه د مشبه‌به له ملائماتو سره په کلام کې ذکر شوی وي او مشبه‌به له کلامه د باندې وي، همدا مشبه‌به ضرور نه ده چې تل انسان وي، حيوان هم کېدای شي، لکه په پورته مثال کې د مرګ منګولې. يو بل توپير يې دا هم کېدای شي، چې استعاره د بيان‌پوهنې او پرسونيفيکېشن د بديع‌پوهنې موضوع ده.

يوه بله خبره چې يادونه يې ضرور ده، دا ده چې لنډۍ د بېوسه انسان د زړه ږغ دی، هغه انسان چې نور هره لاره پرې درېدلې ده، نو يې شعر ته مخه کړې ده، د خپل زړه خبره يې په لنډۍ کې کړې ده، د لنډۍ د شاعر/شاعرۍ بېوسۍ په لنډيو تشخيص زېږولی دی، زما په اند يو علت به يې همدا وي، خو د ټولنيز جمعي لاشعور څخه په تاثر کې په لنډيو کې د تشخيص پيدا کېدل يې هم قوي علت کېدای شي.

هغه وخت چې پر نړۍ لا اساطيرو واکمني کوله، بشر لا ساينسي معرفت ته رسېدلی نه و او تخييل لا تر تعقل پياوړی و، هماغه وخت چې بشر له طبيعت او طبيعي پديدو سره عاطفي اړيکه لرله، نه ساينسي او تجربوي، هغه مهال يې د اساطيري معرفت په دايره کې له خپل چاپېرچل سره په اړيکه و، هغه مهال د آنميسيم”animism”  د عقيدې پر اساس بشر هر څه ژوندي ګڼل، پر همدغه يې عقيده وه، چې يو پټ روح په ټول کايينات کې جاري و طاري دی، د لرغوني بشر همدغه تفکر د انسان په جمعي لاشعور کې پروت دی او تر اوسه پورې په ادبياتو کې د پرسونيفيکېشن او مکنيه يا تخييليه استعارې په بڼه تبارز کوي. پښتو لنډۍ چې يو نه اټکل کېدونکی تاريخ لري، د همدغسې لرغونو عقايدو او تفکراتو څخه مالامالې دي.

په لنډيو کې پسرلی او منی ژوندی شخصيت پيدا کوي، ځي و راځي، ګيلې و مانې ترې کېږي، غم، بېلتون، لمر، سپوږمۍ باران، ستوري او… بېلتون هم شخصيت پيدا کوي، انساني ځانګړنې او صفتونه ورته منسوبېږي او شاعر د ژوندي موجود غوندې چلن ورسره کوي. که پر هره لنډۍ خبرې وشي، خبره به له مقالې کتاب ته وغځېږي او پر هره لنډې خبرې کول د دې وړې مقالې په ججوره کې نه ځايېږي، پورته مو پر آنميسم، پرسونيفيکېشن او مکنيه تخييليه استعاره خبرې وکړي، د هماغو معلوماتو په قرينه کې لوستونکي د لنډيو لوستلو ته رابولم:

آسمان او لنډۍ:

په پښتو لنډيو کې اسمان شخصيت پيدا کوي، د انسان غوندې کينه کوي، ژاړي او خاندي. د لنډيو شاعره خو خپل مين ته د اسمان ستوري په جرګه ورته لېږينه. په ديواني شاعري کې فلک ډېر يادېږي چې ځينې وخت د استعارې په شکل کارېږي او ځينې وخت ترې نصيب و تقدير مراد وي. په پښتو لنډيو د اساطيرو سيوری تر بل هر شعري ژانره ډېر غوړېدلی دی، اساطير د بې وسه انسان د مضطربې اروا تسکين ته زمينه برابروي، د لنډيو شاعره هم ځکه له اسمان سره ږغېږي، اسمان داسې مخاطبوي:

اسمانه ښه باران پرې وکړه

يار مې للمې کرلي دي چې پڼه شينه

 د لنډيو شاعر/ شاعرې ممکن د جمعي لاشعور په تاثر کې اسمان ژوندی بللی وي، ځکه له اسمان سره عاطفي اړيکه ټينګوي، نه ساينسي، ځکه د وريځو پر ځای له اسمانه باران غواړي، د لنډۍ شاعر اسمان ته شخصيت ورکوي او ژړاند يې تصويروي. په لنډيو کې به د اسمان نندارې ته تم شو:

اسمان او ځمکه دواړه ژاړي

چې يو اشنا له بله اخلي رخصتونه

اسمانه درب وهه نړېږه!

پر ما قيامت دی چې پر ټولو قيامت شينه

اسمانه کړنګ وهه را لوېږه!

دوستان دې خلاص وي غمازان دې لاندې وينه

اسمانه کڼ وهه ورېږه!

چې د ليلا کډې تړلې پاتې شينه

 ( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۴-۵)

لمر او لنډۍ:

په پښتو لنډيو کې لمر هم لکه سپوږمۍ شخصيت پيدا کوي، اسمان، ستوري، لمر او سپوږمۍ ژوندي ګڼل کېږي، راز و نياز ورسره کېږي او د بې‌وسو د زړه آواز تر غرونو هاخوا اړوي. ممکن دا لنډۍ له هماغه مهاله په تاثر کې ليکل شوې وي، چې لمر ژوندی څيز بلل کېده او ځينې اقوامو خو يې عبادت لا کاوه. په دغو لنډيو کې د يوه اړ انسان څېره وينو، لکه اوبو وړی چې ځک ته لاس اچوي، دوی هم د خپل زړه سوده په دې شکل کوي، چې لمر ته شخصيت ورکړي او خپل ناشوني کارونه ور وسپاري. په لنډيو کې د لمر ننداره راسره وکړئ:

د مازيګر ژېړيه لمره

له کېږدۍ يوسه يار ته وايه سلامونه

د مازيګر ژېړيه لمره

ديدن به وکړې پېغلي کړي اوس اتڼونه

د مازيګر ژېړيه لمره

پر روغو وايه د رنځورو سلامونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۲۴)

د جانان کور پر لمر خاته دی

سبا د لمر رڼا يې راوړل سلامونه

(پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۹۲)

چارګل په پوزه کړه راووزه

لمر د ښايست لاپي وهي چې خجل شينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۱۴)

سپوږمۍ او لنډۍ

په پښتو لنډيو کې سپوږمې شخصيت پيدا کوي، بنيادم ورسره ږغېږي، د زړه حال ورسره شريکوي، ګيلې مانې ترې کوي، پيغور ورکوي او لکه د انسان غوندې چلن ورسره کوي. سپوږمۍ د دوی په نظر د دوی خبرې اوري، راز و نياز ورسره کوي او حتی منت ورته کوي چې د دوو مينو تر منځ مه وړه مشالونه. سپوږمۍ زموږ په ديواني شاعرۍ کې هم تر ډېره پورې ژوندۍ بلل شوې ده، استاد الفت وايي:

د اسمان ګلالۍ لور ښکلې سپوږمۍ ده

لوڅ مخ ګرځي ته به وايې يوروپۍ ده

همدا راز لوی استاد علامه حبيبي، سيد شمس الدين مجروح او نورو ډېرو شاعرانو هم سپوږمۍ ته اوږده شعرونه و نظمونه ليکلي او شخصيت يې ورکړی دی. اوس به په لنډيو کې د سپوږمۍ ننداره وکړو:

سپوږمې په غره راپورته کېږه!

چې مساپر په سين ګډېږي غرق به شينه

سپوږميه بيا چې ته راخېژې

پر ما به ګوټه وي د خاورو درمندونه

سپوږميه سر وهه راخېژه

زما ليلا د تورو غرو مزل کوينه

زما اوستا تر منځ شول غرونه

سپينې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه

(پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: يوولس)

ارمان ارمان سپينې سپوږميه!

سلام مې وروړه د مزلو تر کيږديه

(پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۸)

زما او ستا تر منځ شول غرونه

سپينې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه

(پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۵۷)

سپوږمۍ پر غره راپورته کېږه

چې مساپر پر سيند ګډېږي غرق به شينه

سپوږمۍ په ما دې  احسان نشته

زما لالی د دېواله سيوري ته ځينه

سپوږمۍ د خدای روی مې دروړی

د دوو ميينو تر منځ مه وړه مشالونه

سپوږميه سر وهه راخېژه

جانان د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه

سپوږمۍ سلام به درته وکړم

جانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه

سپوږميه تا وکړه سيلونه

درته پرتې دي سپينې خولې تور اوربلونه

سپوږميه تا وکړه سيلونه

چټې پرتې دي سپينې خولې زېړ پېزوانونه

 ( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۰۳)

سلام سلام سپينې سپوږميه

سلام مې يوسه د همزولي تر وطنه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۲۷)

باد او لنډۍ:

په لنډيو کې باد شخصيت پيدا کوي مګر داسې شخصيت چې هغه کولای شي اوږدې لارې په لنډ وخت کې پرې کړي، هغه کولای شي د ګلونو وږمې او د لونګو خوشبويي د نړۍ له يوې برخې نه بلې ته ولېږدوي، د عاشقانو، پردېسيانو او د بېلتون د ناروغانو نخښې او پيغامونه، ګيلې، عاشقانه هيلې او غوښتنې، شکوې او فريادونه له غرونو هغې خواته، له سيندونو پورې لرې ځايونو ته ورسوي ( لايق، ۱۳۶۴: نهه). يو وخت و چې نړۍ لا په کلي نه وه بدله شوې، تر نړۍ لا د قاف غر را تاو و، د اوس غوندې نه چې د شرق و غرب فاصله لنډه ده:

علم نړۍ کړه، سره راغونډه

تر ځمکې لاندې، بشر په منډه

زړونه شوو لرې، هومره چې څومره

د شرق و غرب شوه فاصله لنډه

نو د انسان اسره باد وه، باد ته يې سلامونه ورکول، باد ته يې ويل چې زما شيرين جانان ته يوسه سلامونه او باد يې پوښته چې جانان څه ويلي دينه. بيا هم لنډيو ته راګرځو:

د دامان باده راته وايه!

د ځنکدن سلګۍ وهم تا يادومه

د صحرا باده راته وايه!

زما لالی د کومو غرو مزل کوينه؟

بېګا دې باد راوړې خبرې

له ارمانجن زړګي مې پورته شوو اورونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: لس)

باد سبا زما قاصد شه

زما شيرين اشنا ته يوسه سلامونه

باد سبا يار مې ويښ نه کړې

د سهار خوب پر هلک ډېر غالبه وينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۷)

باده پر باد مې سلام وايه

پر هغه باد چې د اشنا پر لوري ځينه

باده د يار حالونه راوړه

ظالمان شته دي ما و يار ته نه پرېږدينه

باده د زړه مراد مې يوسه!

چې دلسوزي د اشنا راشي وژاړينه

باده سالو دې ترېنه يووړ

زړه مې خوشاله شو دعا درته کومه

باده سلام پر جانان وايه

هغه سلام چې باده تا راوړی وونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۸)

ما خو به باد ته کاغذ ورکړای

باد بې‌وفا دی د چا نه وړي کاغذونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۴۱۶)

د سهار باده په ورو ورو ځه!

چې ګاړګوتي څڼې خپرې په تا نه شينه

د سهار باده ژر شه پاڅه

پر لاره ناڅه يار ته يوسه سلامونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۱۰)

سبا به لوړ چينار ته خېژم

باد به پوښتم چې جانان څه ويلي دينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۰۲)

باران او لنډۍ:

په پښتو لنډيو کې باران و ږلۍ هم شخصيت پيدا کوي، باران مخاطبوي چې يا کرار اوره يا په شړک را اوره، کرار ځکه اوره چې، په مساپر اشنا مې نشته دالانونه خو په شړک ځکه اوره چې، يار مې د تللو نيت لري چې پاته شينه. له بارانه د لنډيو شاعر داسې هيله کوي چې له تورو يې  مينه او بې‌وسي څاڅي:

په کرارۍ اوره بارانه

ليلا لونګ په درمنده شيندلي دينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۹)

په معاصره شاعرۍ کې هم داسې بيتونه لرو چې باران ته يې شخصيت ورکړی وي او هيله يې ترې کړې وي چې:

بارانه وورېږه، په شېبو وورېږه

ما مې کوږدنې ته د للمې دهقاني کړې ده

په لنډيو کې مو د باران نندارې ته رابولم:

بارانه ورو ورو پرې ورېږه

په مسافر اشنا مې نشته دالانونه

بارانه ورو ورو وورېږه

ليلا سالو لرې کوي لنده به شينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۹)

په کابل مه اوره بارانه!

يار مې شوقی دی لونګۍ نه ورټولوينه

په کرارۍ اوره بارانه!

په توره شپه کې د اشنا ديدن ته ځمه

په کرارۍ اوره بارانه!

زه د اشنا ديدن ته ځم لنده به شمه

په کرارۍ اوره بارانه

ليلا سالو ايسته کوي لنده به شينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۶۷)

بارانه ورو ورو وورېږه!

د مسافر جانان مې نشته دالانونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۸)

بېلتون او لنډۍ:

د بېلتون سندره د ټول پښتو شعر يو خوندور موتيف دی، په لنډيو کې بېلتون شخصيت پيدا کوي، دوه مين جلا کوي، کلي په کلي ګرځي، ميين ګيلې او شکوې ترې کوي، د مينانو لارې نيسي، پر سپين اس سپور وي او… نېزه‌بازي په عاشقانو زده کوينه.

په ځينو لنډيو کې ممکن بېلتون د پلار، ورور، مور، تربور، خان، ملک، ملا او… مذهبي رواياتو لپاره سېمبولايز شوی وي خو دلته زموږ د بحث موضوع پرسونيفيکېشن دی. لنډيو ته راګرځو:

بېلتون پر سپين اس باندې سپور دی

نېزه‌بازي پر عاشقانو زده کوينه

بېلتون پر لوړو غرونو راغی

راکوز يې مه کړې مور او لور جلا کوينه

بېلتون پر منځ د کوڅې راغی

په مينه ګير هلکان ډزې پرې کوينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۹)

بېلتونه خدای دې ځوانيمرګ کړه

ما لا جانان ليدلی نه وو بېل دې کنه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۲)

بېلتونه غبرګ زامن دې ومره

چې ته غمجن شې ګوندي زه دې هېره شمه

بېلتونه کور دې مولا وران کړه

چې دې زما له ګرېوان وخېژي لاسونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۳)

کاغذ مې يار ته نه رسېږي

پر لار پېرې د بېلتانه ولاړي دينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۶۹)

که چېرته کور دې را معلوم وای

ما به پخوا په چا وژلی وې بېلتونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۷۶)

ځينې داسې لنډۍ چې د پسرلي، مني، باران و ږلۍ تګ و راتګ پکې راغلی او انساني ځانګړنې ورکړل شوې دي، هغه مو هم د پرسونيفيکېشن تر سرليک لاندې راوړې، لکه دا څو لنډۍ:

ږلۍ د يار له لوري راغله

خلک ترې تښتي زه يې مخې ته ورځمه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۹۸)

پسرلی راغی ژمی ووت

د ژېړو ګلو بوی خو زموږ پر وطن ځينه

پسرلی راغی ونې شنې شوې

زما د زړه ونې ږلۍ وهلې دينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۴۷)

اختر خو راغی يار مې نشته

د خندا ډکه خوله به چا ته ورکومه

اختر نژدې دی روژه لاړه

ليلی به چا ته سرې منګولې ښکاروينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲)

دوکتور اجمل ښکلی د داسې لنډيو په اړه نظر لري چې:

د انسان جسم لوری لري، لکه پاس، لاندې، مخکې، وروسته او ښي – کيڼ، چې په دې توګه د انسان جسم يو مکان مومي. انسان د خپل همدې مکاني موقعيت په رڼا کې هغو مفاهيمو ته هم ګوري، چې عيني نه دي؛ خو د انسان په ادراک کې د حرکت او سکون يو اساسي مفهوم شته، انسان زمان د يوه داسې مکان په سترګه ګوري، چې تر ده مخکې، وروسته او پاس او لاندې واقع دی؛ نو وايي: روژه تېره شوه، مرګ ته ور نژدې شوم، اختر راروان دی( ښکلی، ۱۳۹۸: ۴۶).

په پای کې د هغو لنډيو بېلګې وړاندې کوو، چې ابشار، غر، بخت، پسرلی، ګل، پېزوان، ځمکه، لونګين، ستوری، نښتر، چينار، ګودر او… غمونه شخصيت پيدا کوي، انساني ځانګړنې او صفتونه ورته منسوبوي. د لنډيو نمونې ګورو:

بېلتانه غرونه په ژړا کړل

ځکه د ځمکې پر سر ډکې ولې ځينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۸)

برېښنا پړکېږي ابشار خاندي

غرونو اغوستني بخملي ورېښمين شالونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۲)

بخته د خدای لپاره ويښ شه!

څوک تر قيامته پورې نه کوي خوبونه

بخته نامراده چېرې ولاړې؟

يو ځلې راشه چې له سيال سره سيال شمه

بخت مرور شو نصيب ژاړي

قسمت د غم په جېلخانه کې بندي کړمه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۰)

پېزوانه ته ولې دلګير يې

دلګيره زه يم چې د پلار له کوره ځمه

 (پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۷۹)

پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه

سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۸۰)

تر ما د ځمکې تالې ښې دي

چې باندې ښوري د جانان سپين قدمونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۸۵)

تور لونګين په ژړا راغی

سپينه اوږۍ پر سينه ځای نه راکوينه

 ( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۸۸)

ځمکې د خدای روی مې دروړی

چې خاورې نه کړې د جانان سپين مړوندونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۴۰)

د اسمان ستوری مې ريبار دی

ربه ماښام کړې چې ريبار راوخېژنه

 ( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۱۷۶)

د سبا چرګه پې نارې که

جانان زما په نارو نه پاڅي ميينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۰۵)

د سهار چرګه پرې نارې که

اشنا زما په شرم خوښ دی نه پاڅينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۱۰)

رب دې له لرې را روان کړه

پر ما دې زېری د هوا مرغان کوينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۵۱)

زما وروستۍ سلګۍ په خوله دي

جانان جرګې له بېلتانه سره کوينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۲۸۹)

سبا به بيا کډې بارېږي

د دښت ګلان به دې لمنه بويونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۰۰)

سبا به کاڼي بوټي ژاړي

چې يو اشنا له بله غواړي رخصتونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۰۱)

سپرليه زر واپس رادرومه

کال کې يو ځل يې زه به مړه له غمه شمه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۰۲)

ستورو په جمعه جرګه ورشئ

چې مرور جانان زما راپخلا شينه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۳۲۳)

ګودره بخت دې غلبه دی

د پېغلو نجونو سيل کوې حيران دې کړمه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۴۰۰)

مرګی د غرو پر سرو راغی

د کمر خواته پټېدم ويې ليدمه

مرګی د غرو پر څوکو ګرځي

د ښو ځوانانو لو يې وکړ په لرونه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۴۳۱)

ولې مې نه وړې اباسينه!؟

تر شودو سپينه دې پر سر روانه يمه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴: ۴۷۱)

اندېښنو غرونه په ژړا کړل

د بېلتانه په اوښکو ډک راغلل خوړونه

شفق يې مه بولئ عالمه

اسمان زما په ژړا اوښکې تويونه

 ( پکتين، ۲۰۱۱: ۲۸).

پايله

پښتو لنډۍ پر خپل سرشاره رومانيت او پر سل و شلو نورو اړخونو سربېره د پښتنو د جمعي لاشعوري توکيو د پلټنې نادرې خزانې دي، پرسونيفيکېشن چې بنسټ يې د بشر پر لرغوني تفکر” آنميسيم” ولاړ دی، په پښتو لنډيو کې يې خورا ښې نمونې او بېلګې شته دي. په دې مقاله کې څه ناڅه د پرسونيفيکېشن او آنميسيم پر اړيکو او له مکنيه تخييليه استعارې سره پر ورته‌والي او توپير بحث و خبرې وشوې.

په دې مقاله کې مو وويل چې په پښتو لنډيو کې ډېری انتزاعي پديدې او غير ژوندي څيزونه شخصيت پيدا کوي، لکه بېلتون چې د د لنډيو شاعر/ شاعرې شخصيت ورکړی دی، بېلتون د د دوو کسو د وصال مخه نيسي، د ميين د راتګ لپاره لاره نيسي او خېمې وهي؛ نو د لنډيو شاعر/ شاعره يې داسې مخاطبوي:

بېلتونه خدای دې ځوانيمرګ کړه

ما لا جانان ليدلی نه وو بېل دې کنه

لمر و سپوږمۍ هم شخصيت پيدا کوي، سپوږمۍ کله د دوو مينانو تر منځ مشالونه وړي، کله بيا سلامونه. کوم چا سپوږمۍ داسې مخاطبه کړې ده:

سپوږمۍ پر ما دې څه احسان دی

زما جانان د دېواله سيوري ته ځينه

په لنډيو کې ژمی ځي او پسرلی راځي، باد شخصيت پيدا کوي، ليکونه وړي او سلامونه رسوي او کومه پښتنه لورکۍ داسې ورته وايي:

د قاهرې د لوري باده!

پر مسافر داجي مې وايه سلامونه

په لنډيو کې باران هم شخصيت پيدا کوي، يو څوک يې داسې مخاطبوي:

بارانه ورو ورو پرې ورېږه!

ځوانان شوقيان دې شملې نه ورټولوينه

په پښتو لنډۍ کې کاڼي او بوټي هم ژاړي:

سبا به کاڼي بوټي ژاړي

چې يو اشنا له بله غواړي رخصتونه

لکه څنګه چې مو د مقالې په اوږدو کې دا خبره وکړه چې د بشر د لرغوني تفکر پر اساس هر شي اروا لرله چې مانا به يې بلله، په پښتو لنډيو کې هم دا عقيده راغبرګه شوې ده چې مظهر يې پرسونيفکياسيون او مکنيه تخييليه استعاره ده، په مکنيه تخييليه استعاره کې شاعر مشبه ذکر کوي او مشبه‌به له کلامه غورځوي، خو ملائمات او ملازمات يې په کلام کې راوړي، محذوفه مشبه اکثره وخت انسان وي، خو کېدای شي کوم حيوان هم وي. په پرسونيفيکېشن کې بيا شاعر يو غير ژوندي شي ته انساني خواص ورکوي، په آنميسم کې غير ژوندی شي ژوندی ګڼي. آنميسيم د لرغوني بشر لرغونې عقيده ده، چې اوسمهال څوک پرې ايمان نه لري خو د بشر په جمعي لاشعور کې لا د هماغې زړې اساطيرې زمانې روايات شته دي، چې اوسمهال د پرسونيفيکېشن په بڼه په ادب کې تبارز کوي. د مکنيه تخيله استعارې ساحه نسبت پرسونيفکېشن ته پراخه ده او استعاره د بيان او پرسونيفيکېشن د بديع موضوعات دي.

په پای کې دومره ويلی شو چې لنډۍ شعر دی، په پښتو ژبه کې د هيچا شعر هم، د خوند و رنګ له مخې له لنډۍ سره سيالي نه‌شي کولای، لنډۍ هغه سربسته خزانې دي، چې د ډېرو نورو پوهنو لپاره په خپله ځولۍ کې خام مواد لري. موږ دلته يوازې د بديع له سترګيو ورته کتلي دي او د پرسونيفيکېشن څرک و درک مو پکې لګولی دی.

اخځليک

  1. بېلابېل شاعران. (۱۳۶۴). پښتو لنډۍ. د شفاهي ادب او فولکلور ديپارتمنت د علمي غړو ګډه پروژه، د مجاور احمد مومند په زيار. کابل: د افغانستان د علومو اکاډيمي، پښتو ټولنه.
  2. پکتين، يار محمد. (۲۰۱۱م). په ولسي سندرو کې پرسونيفيکېشن. سبا سترګه، د پښتو څانګې محصلينو دوه مياشتنۍ ادبي او علمي خپرونه، لومړی کال، درېيمه ګڼه د کب مياشت. کابل: کابل پوهنتون.
  3. ترابي، ضياء الدين. ( ۱۳۹۰). استعاره نو و تعليق معنی. کتابک برېښنايي کتابتون.
  4. درمل، احسان الله. ( ۱۳۹۷). شعرستان. کابل: سروش کتابپلورنځی.
  5. شميسا، سيروس. (۱۳۸۳). بيان و معاني. تهران: انتشارات فردوس.
  6. شميسا، سيروس. (۱۳۸۸). نقد ادبي: تهران: نشر ميترا.
  7. ښکلی، اجمل. (۱۳۹۸). استعاره؛ د انسان د ادراک وسيله. وږمه درې مياشتنۍ مجله، دويمه دوره، دويمه ګڼه. کابل: کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی د پښتو ادبياتو څانګه.
  8. قنبري، محبعلي. ( ۱۳۸۶). ګوهر‌کده. اول او دويم جلد. تهران: اداره کل فرهنګ و ارشاد اسلامي.
  9. قويم، عبدالقيوم. (۱۳۶۱). فنون ادبي. کابل: کابل پوهنتون.
  10. همکار، محمد ابراهيم. ( ۱۳۸۸). د بديع فن او پښتو شاعري. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب