خپل ارمان ته پړ شومه، وفات شومه
ته چې ولاړې، غوټ درپسې مات شومه
هر چا چې ورواخيستمه، رد يې کړم
زه د خپلې مړې مينې سقات شومه
ته مې لکه درد له ګوتو ووتې
زه لکه مات لاس، ځان ته راقات شومه
نه مې وېل چې ځې به او پرېږدې به مې!
دغه دی، په ژوند درنه ميرات شومه
اوس مې تر دا هر اندام تاوېږي اور
ته وا پينځلسمه د برات شومه
سيدشاه سقيم