شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهد غم زامن (کیسه) ګل رحمن رحماني

د غم زامن (کیسه) ګل رحمن رحماني

  د برجورې خټینې کلا مخې ته په ښکلې او کوچنۍ باغچه کې افغانۍ غالۍ غوړېدلې وې، له یوه غم  ډېره موده وروسته بیا بنډار ګرم و، د شنو چایو پیالې تشېدې او ډکېدې، د ملک عبدالقدوس لوړې مصنوعي خندا او ځانګړي تکیه کلام ((د غم زامن)) به په دې وخت کې  کلیوالو ته ځانګړی خوند او پیغام درلود، خو نا اشنا مېلمنو ته به بیا عجیبه و، هر څوک په خپل ځان کې لګېدل.

+++

   هسې خو یې خبره بده هم نه وه، انسان نو دنیا په راتګ سره بې له غمه بل څه لیدلي، حضرت ادم(ع) چې پر دې خاورینه ځمکه قدم کېښود، پر وچه صحرا یې له درد، غم او د یوه هېر شوي جنت له خوږو یادونو پرته بل څه درلودل؟  هغه یوه اوږده زمانه د خدای د نافرمانۍ په درد او دلته خاورین دوزخ کې تېره کړه او موږ هم د هابیل او قابیل نه په تقلید د خپلو غوښتنو، غریزو، اندېښنو او موخو په تر لاسه کولو کې رنځ تېر کړ، په داسې حال کې به ګرانه وي چې سړی ځان ته د خوښۍ زوی ووايي، موږ رښتیا هم ((د غم زامن)) یوو او د غم زامن زېږوو.

+++

   د کلا تر څنګ د یوه اوږده سپین موټر له را ګرځېدو سره په خاورو او خځلو کې بوختو چرګانو او فیلمرغانو شور ماشور جوړ کړ، موټر ودرېد، دوه نا اشنا کسان ترې را ښکته شول او  مخامخ د باغچې خواته راغلل، ملک هم په ځای کې راسم شو، شمله وره لونګۍ یې په سر کېښوده، خپل دهقان اول ګل ته یې وکتل او په تعجیب یې وویل:

   اولیه خدای دې خیر کړي، مېلمانه نا اشنا ښکاري، ددې سرخوړلي مبایل له پرې کېدو سره سړی د خپل رنځور او مساپر پوښتنه هم نه شي کولای، دا زموږ د غم زامن چې چېرته ووځي، حال او احوال هم نه پرېږدي، لکه سره مېږیان هر یو په خپله مخه سرګردانه روان وي.

     اول ګل پوهېده چې خبره څه ده، خو د ملک له وېرې یې ځان غلی کړی و. ځواب یې ورکړ

    مهربان باداره!  خدای پاک دې تا زموږ له سره نه کموي، هېڅ به نه کېږي، هلکان اوس واړه نه دي، خپل خر تر اوبو پورې باسلی شي، ټول یې پېژني چې د چا زامن دي او که څه پېښه کېږي، بیا نو موږ هم بنیادمان یوو، د خدای رضا به ورته وایوو او منو به یې.

ملک په یو څه جدي انداز اول ګل  وکتل

 خبرې ښې کوې، خو کونې یې کږې کوې…

نا اشنا کس را نږدې شو، ملک ته یې لاس ورکړ او شاته ودرېد

ملک عبدالقدوس خو  تاسې یاست؟

هو وراره! خیرت دی؟

     موږ صحي رضاکاران یوو، د خدای رضا درباندې شوې، د ننۍ حادثې په منځ کې ستاسې زوی هم ځان حق ته سپارلی.

ملک سور او شین شو، اول ګل او بیا یې ولاړ کس ته وکتل، د موټر خواته روان شو، یوه میاشت وړاندې همدا ورځ یې په ذهن کې وګرځېده چې د مشرې مېرمنې منځوي زوی، لمسي او نګور یې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ژوند بایللی و او جنازې یې ورته یو ځای راوړې.

+++

    ملک عبدالقدوس که د خپل کلي تر ټولو مشر، تریخ، بې پروا، ځان غوښتونکی، خو مېلمه پال انسان و، نو تر ټولو شتمن او سخي هم و، هم یې پراخه او سمسوره ځمکه درلوده او هم یې زامن تر بل هر کلیوال ډېر او ځواکمن وو. درې زامن له یوې مېرمنې او درې یې له بلې، خو پر ټولو د خپل پلار د ویرې او رعب یو ډول سیوری خور و. 

کله به چې اوړي  په خپله وړه باغچه کې ناست و، بیا نو په نږدې لار نه چا په زوره خبرې کولی، نه به هم د نورو کورونو راغلو مېلمنو دده حجرې ته له ورتګ پرته بېرته له کلي وتو ته زړه ښه کاوه، باید یو ځل یې د هغه دیدن خامخا کړی وی، دده په ستاینه کې د یو څو جملو ویل هم د دوی فرض ګڼل کېده، که به د ملک لږ او ډېر صفتونه ورڅخه وشول، بیا نو په نابللو ښاغلو مېلمنو کې حسابېده.

+++

    له دې حادثې به دوې اوونۍ وتلې وې چې د ملک عبدالقدوس وړوکې باغچه بیا له خلکو ډکه شوه او پر خټینه کلا بیا د غم سیوری خپور و، د دویمې مېرمنې وروستی زوی یې له خپل مشر وراره سره سیند ته د کبانو نیولو مېلې ته تللی و، غوښتل یې د جنراتور په وسیله کبان ونیسي، خو خبر نه و چې خپله به سیند ته د برق د غورځېدلي تار په وسیله ښکار شي.

په حجره کې به چې کوم نوي مېلمه د نورمحمد د مرګ پوښتنه کوله، نو ملک له واره به یې وویل: 

ورکوه یې، دا((د غم زامن)) ټول کارونه په خپل سر کوي، په یوه کې یې هم خپل بدبخته پلار نه دی پوښتلی، زه هم د خپل پلار پر وړاندې داسې نه وم، خدای خبر دې د غم زامنو کومې لېونۍ اوبه څښلې دي چې ارام نه لري او په دې دنیا کې ژوند کولو ته د ټینګې نه دی.

+++

   دوې میاشتې د ملک عبدالقدوس غوږونه د کوم بد خبر له اورېدو بې غمه وو، ددې لپاره چې د خپلو مړو له ویره د کور فضا یو څه پاکه کړي، خپل کشري زوی ته یې د کوژده وکړه او پېغله لور یې د ګاونډي کلي د ملک زوی ته ورکړه، زوم یې د پاخه عمر څښتن او کونډ و.

   د واده تیاري ونیول شوه، خو د واده په سهار په ټوله سیمه کې د یوې عجیبه پېښې خبر خپور شو، د ملک لور د ناوې د سپینو جامو له اغوستلو وړاندې سپین کفن واغوست، ټولو بس همدا ویل چې زهر یې خوړلي، له بل چا سره جوړه وه، ملک پرې خبر و، خو وریې نه کړه او پایله یې دا شوه.

+++

     د غوټۍ د مرګ لا څلوېښتي نه وه تېره شوې چې د ملک اندیښنې زیاتې شوې، چا ورته ویلي وو چې نږدې ټول اولادونه دې بلې دنیا ته لاړل او لا هم له بدې ورځې نه یې خلاص شوی، د مشرې مېرمنې د ناروغۍ نښې دې هم سرطان ته ورته دي، هلته دې تربرونه او سیالان درګرده زامن ډېروي، سیال او شریک لرې، همدا د غم زامن دي چې ستا د ملکۍ ستنې یې درولې دي، یوازینۍ لار یې دا ده چې ځوان یې، باید یو بل واده هم وکړې، د خپلو بایللو زامنو  تشه یوازې له دې لارې ډکولی شې.

    هسې  خو د ملک په زړه کې هم د نورو ځوانانو په لیدو تل همدا خبرې ګرځېدې، تصمیم یې ونیوه او عملي یې کړ، خپله بله لور ګلالۍ یې ځان ته بدل کړه، خپلې غریبې خسرګنۍ ته یې ډېر نور څه هم ومنل. 

    بیا د کلیوالو د خوښۍ شېبې را ورسېدې، د واده په شپه له مودو وروسته د ملک پر شونډو د مصنوعي موسکا رنګ غوړېدلی و او د خپلو تربرونو او سیالانو تر غوږ یې په لوړ غږ په بیا بیا  ور تېروله چې دې د ((غم زامنو)) بیخي یوازې پرېښودم، خو زما ګنډه لا زما واک کې ده، زما مرحوم پلار به راته ویل چې ته ټپوس نه شاهین یې او خپله ځاله به تل توده ساتې.

۱۳۹۸، د چنګاښ ۲۶مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب