پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeټولنیزموږ او طبيعت | محب الله آرمل 

موږ او طبيعت | محب الله آرمل 

طبيعت د خدای هنر دی او خدای پاک خپل هنر له انسانانو، حيواناتو، الوتونکو، نباتاتو، غرونو، خاورې، اوبو او ټولو هغو ژونديو او غير ژونديو اجسامو ساز کړی چې په نړۍ کې شته او د دې خاورينې کُرې پيداوار او شته حسابيږي، طبيعت  په خپل حال ښکلی دی، که انسان پکې لاسوهنه وکړه ښکلا يې زيان مومي، د طبيعت ساتنه نن سبا يو نړيوال تړون دی او هر هېواد بايد د طبيعت د قانون پيرو وي او د خدای د هنر پالنه او ساتنه وکړي. 

البته بايد وويل شي، د اوسنۍ زماني انسان پدې توانېدلی چې له اکثره طبيعي ناورينونو سره مبارزه وکړي او په دېری مواردو کې طبيعت د ځان په ګټه وکاروي، پخوانی انسان چې د طبيعت په وړاندې ناتوانه و، اړ شو چې، د سيندونو، اسمانونو او ځمکې لپاره بېل بېل خدایان جوړ کړي، د يونان اوسېدونکو، څو خدايان لرل، دسيندونو خدای، د آسمانونو خدای، د ځمکې خدای … چې د هر يوه بېلې بېلې دندې لرلې، کله به چې سېلابونه راتلل دوی به فکر کاوه چې د آسمانونو خدای ناراضه شوی، که به زلزله کېده نو د ځمکې خدای به ناراضه وو، چې دغسې مواردو کې به يې انسانان قرباني کول، مګر اوسنی انسان چې د طبيعت په رمز راز آګا دی پخوانيو خرافاتو خپل ارزښت بايللی. 

تاسې به د ښوونځي په کتابونو کې د ايکو سېستم نوم اورېدلی وي ، ايکو سېستم د ژونديو موجوداتو د ژوند راز دی، دا ايکو سېستم په اصل کې د طبيعت  يوه برخه ده چې که زيان وويني طبيعت له خطر سره مخ کولی شي، انسانان، حيوانات، اوبه، نباتات، الوتونکي، خاوره او ډېر نور څه د ايکوسېستم د ځنځير کړۍ دي، چې که يوه حلقه و شليږي ټول زنځير عيب پيدا کوي. 

دا چې په نړې کې د طبيعت  څومره خيال ساتل کيږي بېل بحث دی، خو په افغانستان کې د طبيعت  ساتنې ته څومره پام شوی ؟ څومره نه دی شوی؟ د بې پامۍ له وجهې افغانستان او افغان انسان څومره تاوان کړی؟ موږ له طبيعت  سره د کړي ظلم په وجه له کومو خطرونو سره مخ يو ؟ … دا او دېته ورته نورې پوښتنه هغه څه دي چې مايې په دغه ليکنه کې د ځواب موندلو هڅه کړې، که زما هڅه نيمګړې وه نو هيله ده تاسې يې په ځوابونو پسې پلټنه وکړئ. 

يو ځای مې لوستي وو چې که يوه ونه وهل کيږي نو شل حيواني او انساني ناروغي را پيدا کېدای شي، افغانستان کې کلونه کيږي چې د ځنګل وهل د خلکو ورځنی کار دی، ځنګل چې د وحشي حيواناتو د کور او کلي حيثيت لري، د اوبو سطحه لوړه ساتي، د سېلابونو د راتلو مخنيوي کوي، هوا فلتر کوي او ژونديو موجوداتو ته اکسجن برابروي د يوه هېواد ملي شتمني بلل کيږي… خو له بده مرغه چې موږ په طبيعت هم رحم نه کوو او د ځنګل په پرې کولو لګيا يو.  

اروپايانو څو پيړۍ وړاندې د يو ډول مرغانو نسل چې ويل کيږي د آسونو په اندازه لوی لوی ول له منځه يووړ، دا مرغان د خپل غټ جسامت په اندازه مضر هم ول، چې کله به په کوم باغ ورپېښ شول په کم وخت کې به يې لوی تاوان واړاوه، بالاخره د وخت انسان مجبور شو چې دا مرغان په نړۍ کې له ژوند کولو محروم کړي. دا يوازينې مرغان نه دي چې مخکې په دې خاورينه کره کې اوسېدل او اوس نشته بلکې په لسګونو ډوله حيوانات او الوتونکي چې يو وخت د نړۍ اوسېدونکي وو اوس يې نسل ورک شوی، څېړونکي وايي چې کله د يوه حيوانان نسل له منځه ځي يوه ساري ناروغي يې ځای نيسي، د اوسنې زمانې انسان هڅه کوي چې د ورکو حيواناتو او او الوتونکو DNA پيدا کړي او له سره يې خلق کړي، دوی په دې اند دي چې که وکولای شي دا کار په بريا انجام کړي په انړۍ کې به د اکثره ساري او لا علاجه ناروغيو مخه ونيسي او د ايکوسېسټم شکېدلې حلقه به بسته شي. 

زموږ په وطن کې د حيواناتو د ژوند لپاره هېڅ مناسب شرايط نشته، د نورو لسګونه او آن سلګونه آفاتو ترڅنګ بهرنيان په تېره عرب هم راځي او په افغانستان کې د نايابه مرغانو په ښکار لګيا دي او هېڅ بنسټ نشته چې ددې فاجعې مخه ونيسي، تاسې به اورېدلي چې يو ډول چرمښکۍ خرڅيږي، همدې آوازې ګڼ شمېر افغانان دېته وهڅول چې ډول ډول چرمښکۍ ونيسي… دا دروغ نه ده، نن سبا په نړۍ کې د هغه ساکښو چې په وروستيو لسو کلونو کې يې نمونې په طبيعت  کې نه دي ليدل شوې ګواښ پېښ کړی چې ممکن نسل يې له منځه تللي وي، يو شمېر نړيوالې ادارې په دې هڅه کې دي چې د نايابه موجوداتو نمونې پيدا کړي او د هغوی د نسل زياتولو په ممکنه لارو چارو غور وکړي. 

تور چرګ، چرمښکي، يو ډول رنګه چنګښه، د شادي يو ډول چې اوس نشته او ځينې نور ژوي هغه حيوانات دي چې که چېرته وليدل شي بايد ژوندي ونيول شي او نيوونکی به يې جايزه تر لاسه کړي. 

نړۍ لګيا ده چې د ورکو موجوداتو DNA پيدا او له سره ژوند ورکړي، له دې سر بېره يې د طبيعت  ساتنې ته ځانګړي قوانين جوړ کړي چې سرغړونکو ته يې جزاګانې ټاکلې دي، ښکاريان اړ دي چې د ښکار لپاره لايسنس واخلي، تر څو د هغه حيواناتو او الوتونکو د قتل مخه ونيول شي چې نسل يې د ورکې له ګواښ سره مخ دی. 

په هند کې د باليوډ سينما وتلی ستوری سلمان خان د يوې هوسۍ د ښکار په جرم څوځله بندي او بيا بېرته په ضمانت آزاد شو. د نصير احمد احمدي د پټان ناول کرکټر چې کله له افغانستان هند ته لاړ شي او هلته هوسۍ ووينې چيغې وهي چې ټوپک راوړۍ چې هوسۍ ښکار کړو، خو يو کس يې پوهوي چې که د داکار وکړ پنځه کاله به زندان کې تېروې، ده ته ورياده شي چې موږ خو به آن زاڼې په هوا نه پرېښودې او کله به چې راغلې خپل بوټان به مو وايستل او څټ مخ به مو کېښودل چې ځمکې ته راکوزې شي. له ارواښاد شپون صېب مې هم اورېدلي وو که نه پوهېږم د ده په ژوند ليک کې مې لوستي وو چې ويل يې: کله چې له امريکاغږ تقاعد شوم نوم له کور سره نږدې په يو سيند کې به مې په چنګکو کبان نيول، زوی مې راغی راته ويې چې ابا دا امريکا ده که غواړې کبان ښکار کړې لايسنس يې بايد ولرې او کنه په خپل سره دا کارونه کول جرم دی. 

خپل وطن ته راشئ يوه شېبه سترګې پټې کړئ، موږ تاسې د کوم حيوان يا الوتونکي په ژوند خپه کېدو، آن بې آزاره کيشفان به مو هم تر هغه په کاڼو ويشتل چې څو به مړه شوي نه ول، څه وخت  وړاندې د ننګرهار په کومه ولسوالي کې پړانګ ليدل شوی وو، خلک له ټوپکو سره پرې راوتلي ول او هغه وخت کور ته ستانه شول چې و يې واژه، پړانګ او زمری چې د ننۍ وخت ناياب حيوانات دي په نوره نړۍ کې يې شديده ساتنه کيږي، خو موږ د يوه پوستکي په خاطر د ګيدړو نسل ورک کړ، زموږ په غرونو کې اوس لېوان، شغالان، زرکان، سويان… نشته او ددې هرڅه ژوند ته موږ انسانان يو لوی ګواښ يو. 

زموږ پلرونه او مشران کيسه کوي چې مخکې به د وردګو په غرونو کې، هوسۍ او غرڅه وو، مګر اوس کلونه کيږي چې نه دي ليدل شوي، د ځينې پخوانيو کلاوو په برجونو اوس هم د غرڅه وو ښکرونه ټينګ دي او مانا يې داده چې ګواکي موږ يو وخت دومره تورزن وو چې غرڅه به مو ښکار کول. 

په وردګو کې د کبانو ښکار هم په ډېر بدو وسيلو کيږي چې د کبانو د ورکې نه پرته به بله پايله ونه لري، اوس کبان يا په برق وژل کيږي او يا هم يو ډول مواد اوبو ته اور اچوي چې د اوبو ټول ژوندي موجودات له يوې مخې وژني، څو کاله وړاندې به په وردګو کې صحرايي، کوترې او هيلۍ ډله ډله ګرځېدې خو کله چې وردګو چرييز ټوپک پيدا کړل دا ښکلي الوتونکي يې هم ورک کړل، د څاړو په نوم به يو ډول موسمي الوتونکي هم راتلل، چې څنګه به وليدل شول له هر کلي به لس او شل ټوپکيان پسې روان ول او په هره رود خانه کې به لکه غله پټ پټ کېدل د څاړو له بسته ډلې به يې يو يا دوه هم ژوندي نه پاتېدل، اوس دا څوکاله کيږي چې دا الوتونکي هم نه دي ليدل شوي. دغه راز د وردګو په غرونو کې د صحرايي چرګانو په نوم يو ډول الوتونکي ول چې زه به کله له پلار سره غره ته د مرخېړيو په راوړلو پسې لاړم له هسکو غرونو به يې شور راته او خوندورې غاړې به يې کولې خو اوس خلک وايي چې غږ يې نه اورېدل کيږي او آن زرکان چې د وردګو غرونه پرې ډک ول اوس نشته، زموږ په غرونو کې ، لېوان، شغالان، کشفان، ګېدړې، سويان… تر څو کاله مخکې وختونو پورې هم ول خو اوس چا نه دي ليدلي او که وي هم پاتې کېدل يې تر معجزې کم بايد ونه بلل شي، ځکه ټولنه يې په وړاندې راپورته شوې او ټوپک پسې ګرځوي چې مازې يې وينې وژني يې، وطن ريښتيا هم بې سرپوښه دېګ ته ورته شوی، هره بلا پکې لوېږي او هېڅه پکې خوندي نه دي، جنګونو نه يوازې د انسان وينه وبهوله بلکې په افغاني جغرافيه کې يې د خدای هنر هم بې دريغه قتل کړ، طبيعت  يې نيمګړی کړ او د طبيعت سرشاره ښکلا يې برباد کړه، د ايکوسېسټم کړۍ يې وشکولې… 

ولې افغان انسان له وژلو خوند خلي؟ نه يوازې انسان بلکې هر ژوندی موجود چې وينې وژني يې او آن ماشومان هم چې کله کوم وحشي يا صحرايي حيوان ويني تر هغه يې نه پرېږدي چې ويې نه وژني؟ دې پوښتنې ته بېلا بېلو ځوابونه موندلی شو چې يو مهم علت يې ښکار دی.

۱ ـ  ښکار چې له بابا آدمه تر دې دمه د انسان کسب دی او د خوړو د پيدا کولو آسانه او آرزانه طريقه ده، د خلکو خوښه ده او آن ښکاري خلک يو ډول مشهور هم وي او له خپل شهرت خوند هم اخلي. 

ښکار پخوا ډېر د وياړ کار و او هر چا نه شو کولی، ستر شاعر خوشال خان خټک هم ښکار هنر بولي، دی په خپل اثر دستار نامه کې د يوه مشر لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه په ګوته او ښکار هم هنر بولي چې يو رهبر بايد بلدتيا ورسره ولري. د ښکار په اړه زيات تاريخي شواهد شته چې په پخوا وختونو کې به امپراطورانو هم خوند ترې اخيست او حيوانات به يې په بېلابېلو طريقو وژل تاريخ ليکوال مبارک علي په يوه مقاله کې چې استاد اسد الله غضنفر ژباړلې ليکي : (( کله چې اکبر باچا په ۱۵۶۷ م کال په لاهور کې د قمر ګاه ښکار امر وکړ، پنځوس زره کسه په کرايه ونيول شول چې حيوانات يوه پراخ ځای ته چې د ښکار کولو لپاره انتخاب شوی و ورټول کړي، پوره يوه مياشت کوښښ روان وو چې حيوانات او مرغان په دې ځای کې راټول شي. دا د امپراطوري په تاريخ کې لوی ښکار و، مورخ بدايوني وايي چې کابو پنځلس زره ښکار شوي حيوانات له دې ميدانه ټول شول. )) زموږ د وطن پخواني باچاهان هم د ښکار شوقيان ول اميرحبيب الله خان هغه کس وو چې د لغمان په قعله ګوش کې د ښکار کولو په وخت ووژل شو… نو پدې عتبار ويلی شو چې ښکار موږ ته له پخوانيو وختونو په ميراث را پاتې، اړينه ده چې پدې ميراثي عادت له سره غور وکړو. 

۲ ـ بل لامل يې لوږه ده، لوږه چې پخوا په اکثره انساني ټولنو حاکمه وه او اوس مهال هم افغان انسان ترې کړيږي د حيوناتو قتل ته يې زمينه سازي کړې ده. وږی انسان د خپلې خېټې د مړولو په اساس د خدای د يو بل مخلوق ژوند اخلي. 

۳ ـ هغه حيوانات چې غوښې يې مردارې دي خو پوستکي يې قمېت لري لکه ګېدړ، لېوه… او نور بيا د خپلو څرمنو په اساس په مرګ محکوم دي او نسل يې له تباهۍ سره مخ دی. 

۴ ـ څلورم لامل يې د يوه قوي نظام نشتون او جګړې دي، زموږ هېواد چې تېر څلوېښت کلونه يې د جګړې کلونه ول هېڅ نظام ونشو کولی چې په خپله ټوله جغرافيه تسلط ولري او د طبيعت  ساتنه وکړي. لا هم جګړه ده چې د وحشي ژوو ژوند يې له خطر سره مخ کړی، جګړې نه يوازې دا چې د حيواناتو ژوند يې واخست بلکې هغوی مهاجرت ته هم اړ کړل، استاد غضنفر وايي چې د کندز سرکوزي د داود خان تر واکمنۍ پورې په کندز کې اوسېدل خو له هغه وختونو راوروسته له کندزه وتښتېدل او اوس نشته. 

۵ ـ يو بل علت دا هم کېدای شي چې زموږ په وطن کې د طبيعت  د ساتنې او يا د حيواناتو، يا الوتونکو د ښکار په باره کې خلص قوانين هم نشته او که وي هم تطبيق شوي نه دي، دلته هر سړی د خپل سر دی چې څه کوي څوک يې مخه نه نيسي. 

۶ ـ شپږم او تر ګردو مهم لامل يې دا دی چې زموږ ټولنه نالوستې، نا پوهه او د طبيعت  له رمز و رازه نا خبره ټولنه ده، که دلته د نورو ټولنو غوندې باخبره انسانان اوسېدای هرو مرو به يې د طبيعت  د ښکلا ساتنه کړې وای او خپل ځان ته به يې زيان نه وای پېښ کړی. له بده مرغه بايد ووايو چې افغان انسان ته د حيواناتو ژوند کوم خاص ارزښت نه لري او که څه خوند پکې وينې نو په وژلو کې يې وينې. 

حل لارې 

يو ـ اړينه ده چې د حکومت له لوري د طبيعت د ساتنې قوانين جوړ او پلي شي. 

دوه ـ د طبيعت له اسرارو بايد خلک آګا شي، خلکو ته پوهاوی ورکړل شي، چې د خدای د نورو مخلوقاتو ژوند اخستل او د هغوی نسل له منځه وړل کوم زيانونه لري. 

درې ـ د ښکار په اړه بايد دولتي بنسټونه مشخصې ترحې ولري او د دغې برخې شوقيانو ته د لايسنس په صورت کې د ښکار اجازه ورکړي. 

څلور ـ رسنۍ، معارف، ديني عالمان او نور تبلغاتي او اکاډيمک مرکزونه بايد د حيواناتو د ژوند ساتنې په پار تبلغات وکړي. 

پنځه ـ په بديلو لارو فکر کول يې هم حل لاره ده ، هغوی چې د غوښو شوقيان دي ورته په کار ده چې د بېلابېلو حيواناتو د فارمونو په جوړولو فکر وکړي او غوښې توليد کړي. 

شپږ ـ هر افغان ته په کار ده چې جګړې ته بس ووايي، افغانان څلوېښت کاله يو بل وژني خو لايې هم خپل دوست و دښمن نه دي پېژندلي او نا حق مرګونه يې جاري ساتلي، جګړه د دې وطن د هرې ښکلا پر وړاندې لکه بلا له غوسې او قهر ډکه چاړه په لاس ولاړه ده . 

نوټ : هيله ده پدې اړوند تاسې هر يو خپل رول ولوبوئ، ليکنې وکړئ، تبليغات وکړئ، د خلکو په شعور لوړولو کې ځان ستړی کړئ.

2 COMMENTS

  1. ای وروره حیوان خو پرڅای پریزده دانسان ژوند دومره دلته تریخ شوی تاسوولی دانسان د ږوند لپاره مبارزه نکړی داملک خونور دتپل شوی جګری په اورکی سوځی دحیوان زوند ته هم باید احترام وشی زه درسره موافق یم مګردومره ظلم چی اوس روان دی دبشریت په تاریح کی داسی ندی شویږ

  2. د ګران ورور عبدالحی فرموده هم پر ځای ده
    خو
    د ګران ورور محب الله ارمل لیکنه هم ځانته خپل ارزښت لری
    هیڅوک ادعا نلری چی وحشی یا اهلی حیوانات دی زموږ په لمنو او جیبونو کی د مستی او ساتیری امکانات ولری بلکه د علمی او حتی دینی نګاه څخه د حیوان سره مناسب چلند په حقیقت کی د انسان د طبیعی ژوند د پائښت او توازن سره مستقیمه اړیکه لری البته ددی ټکی یادونی ته اړتیا نسته چی د حیوان سره ظلم دومره مذموم او مردود دی لکه د انسان سره
    بناً
    زموږ ښوونځیز او حتی مذهبی مرکزونه باید خپلو زده کوونکو ته د حیوانانو د شتون د ضرورت او د هغوی د حیات د حق د رسمیت پیژندنی په هکله لازمه ښوونه او روزنه ورکړی خصوصاً د غیر خوراکی حیوانانو د شتون په اهمیت باید ځان خبر کو
    دا چی په خپلو بچانو د غوا شیدی( د تازه یا پوډرو په بڼه خورو) یا خپله ځینی وخت د یوی نری ښوروا وس مومو دا خپله د حیوان د اهمیت مانا لری او د همدې په اصطلاح حلالو حیواناتو په درناوی باید هر غیر مضر حیوان ته هم درناوی ولرو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب