ښځه او پخلی مسله چې ډيره ظريفه ده پر همدې اساس دغه مسله ډيريو فقهاوو بيان کړې ده او ډيريو خلکو له دغې بيانونو څخه چې (پخلی کول د ښځې شرعي دنده نده او دغه دنده پر هغوی جاري شوې نده چې بايد پخلی وکړي) خواشیني شوي دي.
فقهاوو ليکلي چې ښځې دوه ډوله دي :لومړۍ ډله هغه ښځې دي چې د کور کارونه کوي ، دوهمه ډله بيا هغه ښځې دي چې خپله خواړه نه چمتو کوي بلکې د کور خدمتګاره يې پخلی کوي . که ددوهمې ډلې ښځه واده وکړي او د خاوند کور ته يې راغله پر هغې پخلی کول د قضا ، اخلاق ، او شرع له مخې لازمه نده ، هغه ښځه کولاي شي چې خپل خاوند ته ووايې چې زما نفقه پرتا واجبه ده او د دې پر ځای چې خپله خواړه پاخه کړم ، ماته چمتو شوي خواړه راوړه .
لکه څنګه چې د عظام فقهاوو ليکي : “يَأتيهَا بِطَعامٍ مُهَيَّئاَ ” په دې توګه پر خاوند باندې لازمه ده چې له بهر څخه چمتو شوي خواړه راوړي او خپلې ميرمنې ته يې ورکړي او خاوند يې د شرعي حکم او اخلاقو له مخې نشي کولای له خپلې ښځې څخه د پخلي کولو غوښتنه وکړي . په همدې دليل د اسلام ستر لارښود حضرت محمد ﷺ په څو څرګندو وييونو فرمايلي : “لَيسَ تَملِكونَ مِنْهُنَّ شَئياً غَيرَ ذالِك “يعنې تاسو دغه حق لرۍ چې هغو په کورونو کې وساتۍ اوستاسو له اجازې پرته هغوی لپاره جايزه نده چې له کوره بهر ووځي او پرته لدې شرعاً پر هغوی نور هيڅ مسوليت نشته . او که ښځه له لومړۍ ډلې څخه وي يعنې هغوی چې پخپل کور کې خواړه چمتو کول او وروسته خپل خاوند کور ته راغله د شرع په لحاظ پر هغې ښځې هم پخلی کول واجب ندي او د اخلاقو له مخې پر هغې پخلی لازم دي ، يعنې په زور نشو کولای په محکمه کې له هغې څخه د پخلي کولو غوښتنه وکړو ، البته دا د هغې اخلاقي دنده ده چې ځان لپاره خپله پخلی وکړي ، د خاوند دنده يې دا ده چې پخلنځي توکي خپلې ميرمنې لپاره چمتو کړي . البته پدې صورت کې هم د خواړه پخول د خاوند او ماشومانو لپاره د ښځې دنده نده . او که ښځه د خپل خاوند او ماشومانو لپاره له د خواړو له چمتو کولو څخه ډډه وکړي نو خاوند يې له دادګاه څخه دا غوښتنه نشي کولای چې خپله ميرمن په زور پخلي کولو لپاره واداره کړي .