سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبکره کتنه د کورونا بشري ناورین او په پښتو کیسه کې ېې لومړنی انځور...

 د کورونا بشري ناورین او په پښتو کیسه کې ېې لومړنی انځور اوادبي غبرګون            

 عبدالوکیل سوله مل               

 دکورونا ناروغي چې دتیر کال ۲۰۱۹ په دسمبرکې د چین د هوبی د ووهان  له ښاره ټولې نړۍ ته ولیږدیده اوس په یولوی بشری ناروین اوښتې ده . هره ورځ په دې ناروغۍ د ککړتیا او مړو شمیره په ډراماتیک ډول لوړیږي.  

هسې چې دبشریت د تاریخ نړیوال ناورینونه او تراژیدۍ د تاریخ مهمه برخه او فصلونه ګرځي دا څیر ېې لوی هنرمندان او پنځونکي هم داغیزلاندې راځي او ددوی ته د سترو ادبي او هنری  شهکارونود پنځولو الهام هم ګرځي. دا اثار او شهکارونه یا ددې ناورینو په منځ کې زیږول کیږی او یا هم له هغو ناورینونو وروسته . ښه بیلګه ېې د الکسي تولستوی ((سوله او جکړه )) ده چې له روسیې سره د فرانسې دجکړې یا د ناپلیون بونا پارت  له یرغله ۱۸۱۲ـ۱۸۱۴ څو پیړۍ وروسته ولیکل شو.  

اویا هم د ارنست هینګوی نا متو ناول : ((له وسلې سره مخه ))چې دلومړنۍ نړیوالې جګړې ترخې تجربې بیانوي او یا د البرت کامو طاعون چې ددوهمې  نړیوالې جکړې د تراژیدۍ هنری روایت په ځان کې رانغاړي . د۲۰۰۱د سپتمبر۱۱پيښه هم د ډیرو ناولونو ،فلمونو، تیاترونو او سریالونو مهمه موضوع ده . چې له پیله تر دې ګړۍ یی هنری انځورونه لا هم روانه ده.

 د پنځونکو له خواد ناورین هنری کول د هغه له فلسفې چې د درد او کړاو سره تړلې نه سرچینه اخلی . همدا درد او ناورین دی چې د کرونا ناورین هم نړیوال ادب او هنر ته لار مومي.

ځکه خو کله چې دکرونا وایروس دچین په ووهان کې ددې ایالت وګړي لاندې کړل د ووهان د ښاردوه ځوانانوهریو تای کای او لی هوا ددې ناورینه له منځه دوه لنډ فلمونه جوړ او بی بی سی ته راواستول چې ددې ناورین تریخ خونداو مزه په نورو هم وڅکي او هم له دې نا تار  سره د مبارزې او جګړې په ډګر کې نړۍ ددغه ځای د فعالانو له پراخه حوصلې، ارادې ،ستونزو او سختیو سره اشنا کړي. 

په پښتو ادبیاتو کې ایمل لومړنی لیکوال دی چې ددې غمیزې نه په اغیز ېې پخپله د کرونا ترسرلیک لاندې لنډه کیسه ولیکله تر څو ددې ناورینه زیږیدلی خپل احساس او هنری تجربه له موږ سره شریکه کړی. زما له نظره ایمل لومړنی افغان او په ځانګړی توکه پښتون کیسه لیکوال دی چې پخپل وخت ېې د پيښو هنری کولو ته مټې رانغاړلی او دپیښو په جریان کې  دناورین کیسه پنځوي. ما دده نورې داسې کیسې هم لوستی دي . یو له هغو ېې هم(( د ښار جنګ)) کیسه ده چې د کندز د جګړې نه په اغیز لیکل شوې ده.

کرونا د کرونا د بشری ناورین هنري انځورونه  ده . دا د کرونا د ناورین په منځ کې ددوو ملګرو چې خورا یو بل ته نږدې او د مینې په تار سره تړل شوی دی کیسه ده . دوی چې یو تن ( فردریکا) ېې په روم او ملګری ېې په لندن کې اوسي یوبل له خپل حاله خبروي. فردریکا په کرونا ککړه او ملګری ېې دشک لاندې دي. دا داستان ددې بشري ناورین په منځ کې  موږ ددې غمیزې د قربانیانو له کړاوو ډکو او سختو شیبو او حالاتو سره اشنا کوي او د هغې بلا ویرونکې تصویرراباندې ګوري چې څوک ېې له ستونی تیرکړی او نورترې دتیښتې لارګوري. کیسه د تاریخ ، لوی بشری ناورین او مینې ګډوله روایت دی. پيل یی دلرغونی روم په تاریخ کیږي ، د روم امپراطوری او لرغونی عظمت راښايي ، راته وایی چې  ان د لرغونی روم ددبدبې په واکمنۍ او نورو ډیروتاریخي حوادثو کې هم دا کوڅې دومره نه دی تشې شوی . راوی ددې حقیقت په بیان موږ ته ددې ناورین څرنګوالی او ژورتیا راښايي: 

–  دلته به یو وخت د اسونو پښو کړپا جوړوله.

فدریکا د تیلې فون کامره سړک ته ونیوله.  ورته ومې ویل:

–  په سر ناستو سرتیرو به هسک کتل. له یوه بري به راستانه شوي وو یا به د یوې بلې سیمې په لور خوځېدل.

–  پېړۍ واوښتې، د روم کوڅې لوګې نه شوې، خو اوس دا دی له کړکیو لاندې ګورو، په ډبرو پوښلی واټ تش دی.

له دې پسې راویی دناورین بوږنونکی حالات ، تصویرونه  او شیبې زموږ مخې ته ږدي چې دې لوېې غمیزې زیږولی دی. لیکوال د تشو او خالی کوڅو له تصویرولو سده د کرکتر(فردریکا) چې ددې وژونکې ناروغۍ قربانی ده حالت او انځورراباندې ویني :

فدریکا کامره خپل مخ ته ونیوله. ما ته یې نه کتل. لکه د روم د مجسمو ساکته، پوټکی یې داسې ښوویه راښکارېده ته وا د پېړیو پخوا هنرمند تراشلې مجسمه ده چې اوس هم لیدونکی هېښوي. اوږدې غاړې ته مې یې پام شو.  نه مې مرۍ لیده نه رګونه، لکه د روم د واټونو څراغونو ته جوړه شوې ستن. د فدریکا په تورو سترګو کې اوښکې ډنډ وې، ومې پوښتله:

–  څویمه ورځ دې ده؟

–   اوومه.

–   اووه لا پاتې.

–  تېرې به شي.

دکیسې په یوه برخه کې  له هغه ډارسره مخامخیږو چې په ناورین کې د راګیرو ټولو وګړو ګډه اندیښنه جوړوی او دا هغه سلګونه کیسې او راپورونه دی چې هره ورځ ېې  ډله ایزورسنیو کې اورو ،لولو او وینو:

–    ډارېږم

ډار یې پر ځای و، خو نه مې تاییداوه. د لندن حال مې ورکړ. کامره مې خپلې خونې ته ونیوله.

–   لندن یخ دی، ورېځ ده، باران وي، کړکۍ مې خلاصې کړي دي. دباندې نه ځم.

–   خواړه لرې؟

–   یو څه شته، خو د خلکو غوندې مې زېرمه کړي نه دي.

د ویرې خپسه په ټولو انساني وجودونو نا سته ده او له ګردوېې خوب وړی دی. وګړي د امید او نامیدۍ تر منځ راګیردی . لمرچې د تیارې ځای به نیسې روښانه او لویږي. لمرچې د امید او په ناورین دغلبې سیمبول دی دکیسې کامیاب تصویر دی: 

فدریکا کامره د کوڅې په پای کې لمر ته ونیوله . لکه یوه سره دایره. ټیټېده او لوېده. کامره یې خپل مخ ته کړه، ویې وپوښتلم:

–  که هوا توده شي کرونا به ورکه شي؟

–  باید ورکه شي.

کیسه کې د مینې انځور خورا عالی دی. راوی که څه هم له خپلې مینې لیرې دی خو د ژوند په ډیرو سختو شیبو کې هم یو بل نه هیروی او یو بل ته ځان رسوي. او دا دژوند هغه واقیعت دی چې مینه څنګه سختې شیبې هم اسانولی شي:

فدریکا د تیلې فون کامره خپل مخ ته نژدې کړه. له تورو سترګو یې ګردې ګوښې توره کړۍ تاوه شوې وه. پوزه یې سره وه. باړخو یې سره شوي وو. ویې ویل:

–   یوه خبره درته کوم.

پاس یې وکتل. په تندي یې لاس تېر کړ. راته ویې ویل:

–  ته راته ګران وې….

سترګې یې خندنۍ شوې خو ډنډ شوې اوښکې ترې وبهېدې.

–   ته پوهېږې څه درته وایم.

–   هو

د کیسې تر ټولو په زړه پورې برخه هغه انځور دی چې په ناورین کې رایسار وګړي ېې ځانته د خوښۍ د چاپیریال په جوړولوکاږي او په دې سره دغم دا دروندپیټی چې ددوی په اوږو تقدیر ایښی دی په اسانه لیږدوي. دا انځور ددې حقیقت بیان دی چې دناورین هیرول یوازې په خوښۍ بدرګه کیدای شي. اوهغه درد څومره خوږ دی چې د ژړا په ځای په سندرو او ګډا بدرګه شي:

د ګیتار تړنګا مې واورېده. فدریکا موسکه شوه. د کامرې سترګه یې د واټ پورې غاړې ودانۍ ته ونیوله چې یوه ځوان پکې ګیتار غږاوه. د نورو خونو په کړکیو کې هم خلک راښکاره شول. لکه ارکستر چې منظم شوی وي. په یوه غږ ایټالیا سرود پيل شو. په لوګ واټ کې غږ انعکاس وکړ. فدریکا کامره خپل مخ ته ونیوله، د تور بنیان پر لستوڼي یې د تورو سترګو اوښکې وچې کړې. شونډې یې په حرکت راغلې. دې هم سرود ووایه. ما ته یې وکتل. لکه راته وايي چې ولې زه غلی یم. سرود پای ته ورسېد. چکچکې شوې. 

په کیسه کې راغلی ځنې ترکیبونه اوسمبولونه د کیسې له موضوع سره ښه اړخ لګوي. لکه تور بنیان چې د ماتم او ویر سمبول دی: 

د تور بنیان پر لستوڼي یې د تورو سترګو اوښکې وچې کړې. 

که څه هم د کیسې سرلیک د کیسې موضوع ده او نن سبا چې ناورین د ټول بشریت ګډه اندیښنه جوړوی او د هغې په اړه هره لیکنه هغه که هنری ، خبری او معلوماتی وی هرلوستونکی ځان پسې راکاږي . خو زما له نظره به ښه وای که دا موضوع پخپله نه وای سرلیک شوې ځکه دمخه پوهیږو چې کیسه په څه ده ؟ تلوسه مو له منځه وړي. لوستونکی ته که د کیسې د موضوع روښنتیا پخوا دود وو لکه د ویکتور هوګو بینوایان او یا دداستا یفسکي قمارباز خواوس کلیشه ده. 

په کورونا مې ددې کیسې وروسته نورې کیسې او یو شعر هم ولوست .  خو دا کیسه مې له ټولو هغو په دې خوښه ده یو خو له ټولو دمخه لیکل شوې ده او بل له ټولولیکل شووادبی اثاروچې تردې دمه زما مخې ته راغلي دا کیسه ددې بشری ناورین روښانه او پوهیدونکی تصویر او فا جعه له خپلو ټولو ابعادو سره تعریف او زموږ مخې ته ږدي.

3 COMMENTS

  1. کره کتنه ، دادبي پیښودپایلوارزونه ده . دلته نه پیښه په خپلې ټولي بدرنګۍ سره لا پای ته نه ده رسیدلې، ځکه خو سړی نه پوهیږي چې لیکوال به رښتینی کره کتونکي په دغه انخورمکافات شي اوکه مجازات ؟؟؟
    درناوی
    رشید

  2. استاذ سلامونه او درناوی
    له تبصرې مو مننه خو پوه نشوم چې دپيښې له پای مو منظورڅه ده . يعنې تاسې واياست چې هرډول هنري هستونې
    بايد دناورين له پايته رسيدو وروستو وشي که څنګه؟ يعنې د ناورين په منځ او جريان کې په ناورين بايد پنځونه ونشي.
    او که کيسه يادوئ چې پايته نه ده رسيدلې ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب