پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبلنډه کیسهسودا || اجمل پسرلی

سودا || اجمل پسرلی

ابو عبدالله د شپې له نایټ کلب سره ایسار شو، د څراغونو رڼا ته یې شونډې ویړې شوې.  څيرمه کباریت ته تم شو. د کباریت  پر سر له څراغونو داسې بت جوړ شوی و، لکه نجلۍ چې لوڅه ناڅي. لږ وړاندې د بار ور دوه پلې پرانیستی و، په مینځ کې یې سره بخونه سره رڼا ځلیده.

د نشه ځوانانو خنداو نیمه شپه ورځ کړې وه، خو د ورځې همدا د ژیژکوف سړک داسې سپره ښکاریده لکه ابو عبدالله چې د شپې یو ځای لیدلی وي او اوس بل ځای سترګې غړوي. خلک ډير و، ګڼه ګوڼه وه، ځوانان هم کم نه و. نژدې هر یوه هڅه کوله چې تر بل تیر شي. د شپې داسې نه و د شپې ځوانان زانګه وانګه ګرځیدل. دی بیا د شپې ژر ژر ته چې اشنا یې ونه ویني اوس ورو دی.

داسې احساس یې وکړ لکه د سیل او ساعتیري یو ستر چانس چې یې له لاسه ورکړی وي. د هغه کاباریت مخې ته تیر شو چې د شپې یې پر سر نجلۍ نڅیده اوس هغه د نڅا ځای داسې ایسده لکه کاږه واږه سیمان چې تیربیر تیر شوي وي. د بار له مینځه غوړ بوی پلې لارې ته راوته نو ډير ورته ونه درید. د نایټ کلب پرزنګن وره راځوړند غټ کولپ یې وخوځاوه.

 ساعت ته یې وکتل، په یوه ساعت کې باید هوایي ډګر ته ولاړ شي، بکس یې پسې کش کړ. پر ماته لاره د بکس ګړز ګړوز شو. د ټکسي په لور یې ګامونه چټک کړل چې ورخوت شاته یې د ژیژکوف سړک ته بیا وکتل تیره شپه لکه یو خوب ورته ښکاره شو، لکه نیمګړی رنګین خوب، کلمه یې وویله، سر یې پر چوکۍ تکیه کړ، سترګې پټې. د څراغونو رڼا یې لکه بریښنا ترسترګو شوه، سترګې یې ژر ژر ورپولې، شونډې یې وخوځیدې پر ځان یې چوف وکړ.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب