چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+زه بختور يم (لنډه کيسه) سپين روان نورزی

زه بختور يم (لنډه کيسه) سپين روان نورزی

خپله پياله او د شنه چای چاينک مې راسره واخيستو د عمومي پخلنځي ( اشپزخانې) تر مخ په پروتو څوکيو د مېز مخې ته کېناستم.

يوه ځوان په پخلنځي کې ځان ته ډوډۍ تياره وله، ما خپله پياله ډکه کړه، دې ته منتظر وم چې لږه سړه شي او څښاک ته برابرشي، زما پياله لا څښاک ته نه وه برابره شوې چې هغه ځوان له اشپزخانې راووت، ما ته مخامخ همدې اوږده مېز ته کېناست.

کله يې چې سترګې ما ته شوې نو، د ډوډۍ ست يې راته وکړ، مننه مې ترې وکړه او ما ورته د چايو ست وکړ، هغه وويل چې که امکان لري نو يوه پياله څښکم. له پيالې يې اوبه تويې کړې، له شنه چي مې ورته ډکه کړه.

خبرې مو سره پيل کړې، د معمول په څېر ده له ما پوښتنه وکړه چې ته د کوم ځای يې. ما ورته وويل چې زه د افغانستان يم، مخکې له دې چې زه ورته ووايم چې ته د کوم ځای يې ده راغبرګه کړه، زه افغانانو ته ډېر په فکر کې يم، ځکه کېدای شي زموږ په هېواد کې د نوې ادارې په راتلو سره د دوی لپاره استوګنه ستونزمنه شي، په ځانګړي ډول هغوی چې په قاچاقي لارو زموږ هېواد ته راغلي دي.

ما يې خبرې ور پرې کړې ورته مې وويل چې ته د کوم هېواد يې؟

ده وويل چې زه د بلجيم يم، او دلته د يو کال لپاره راغلی يم، هم کار کوم او هم نيوزلېنډ ګورم او چکر په کې وهم.

ده د افغانستان په اړه نورې خبرې وکړې. پوښتنه مې ترې وکړه چې ته زموږ له هېواد سره مينه لرې که څنګه يې په اړه معلومات لرې؟

ده وويل چې نه په خبرونو کې يې ډېر وينم، او پوهېږم چې دا وګړي څومره له سختيو سره لاس او ګريوان دي.

ما ورته وويل چې، افغانستان ډېر وياړلی تاريخ لري، که چېرې ته د افغانستان تاريخ مطالعه کړې نو په دې به پوه شې چې دا خلک څومره مېړني دي.

هغه وويل چې هو په دې پوهېږم، ستاسو د هېواد خلکو ډېرې ستونزې ګاللي او ډېره حوصله لري، سختيو ته نه تسليمږي.

د ده دې خبرو زه ډېر خوشحاله کړم، او له ځان سره مې د ملي غرور احساس وکړ، له بلجيمي ځوان څخه مې مننه وکړه او ورغبرګه مې کړه، موږ ډېر وياړلی ملت يو او په خپل افغانيت وياړو.

ده وويل: هو په بلجيم کې يو څو کسه افغان ځوانان زه پېژنم، دوی هم په خپل هېواد او تاريخ ډېر وياړ کوي، فکر کوم ستاسو ماشومان په ښوونځيو کې همدا خبره زده کوي، ځکه زه دا خبره په خبرونو او ځينو مستندو ويډيوګانو کې هم اورم.

ما ورنه پوښتنه وکړه چې تاسو په خپل تاريخ او ملت نه وياړی؟

ده وويل چې موږ ته دا راښودل کېږي چې تاسو بختور يئ چې په دې ملت کې پيدا شوي يئ.

ځکه زموږ حکومتونه مجبور دي چې د ملت د هوساينې لپاره سخت کار وکړي، او خلکو ته دا ثابته کړي چې دوی رښتيا بختور دي چې په يوه هوسا هېواد کې ژوند کوي، همدا دليل دی چې زموږ ځوانان هېواد نه خوشی کوي او هر ځای ته يوازې د چکر لپاره ځي، او هر هېواد ورته په اسانه وېزه هم ورکوي، ځکه په نړۍ کې زموږ سياسي اعتبار لوړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...