د ۲۰۲۵ کال د می ۱۷مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغان سیاسي او مدني فعالانو یوه ګډه مشورتي ناسته ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان د اوسني بحران د سوله ییز حل یوازینۍ لاره د ۲۰۲۰ کال د دوحې د تړون بشپړ تطبیق وباله.
د افغانانو ترمنځ د ګډې مشورتي کمیټې له لورې په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د سولې مذاکرات باید ټولشموله وي، او د افغان ملت ټول قومونه، ګوندونه، ښځې، ځوانان او مدني ټولنې پکې استازیتوب ولري.
ګډونوالو وویل، دوحه کې د بینالافغاني تفاهم له رامنځته کېدو پرته د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون د جمهوریت سقوط او د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړه.
د غونډې په وروستیو ګډونوالو یو اته ماده ایزه پرېکړهلیک خپور کړ چې، پکې له امریکا، طالبانو، ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو غوښتنه شوې چې د سولې د تأمین لپاره بینالافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي او د دوحې د تړون بشپړ تطبیق ته ژمن پاتې شي.
همداراز، په پرېکړو کې راغلي چې طالبان باید د افغانستان د نورو سیاسي جریانونو ترڅنګ د ملت یوه برخه وبلل شي، او د افغان مهاجرینو له جبري ایستنې ډډه وشي.
غونډه د بلجیم، جرمني، فرانسې، اتریش او هالنډ له ګڼو افغان ګډونوالو سره پای ته ورسېده.
تراوسه بیکاره ياستئ په کارګره اروپا کې؟ تراوسه سوسیال خورئ؟ تروسه د امريکا ناټو په تمه ياستئ چې بیا مو د پسادوغلاو مسابقو ته شارټ لیست کي؟ تروسه د څوکی په اعتیاد کی ياستئ؟
که زما منی یا ښه تنګ پتلونونه واغوندئ کار شروع کړی او یا بیرته لاړ شئ افغانستان ته دومره ځمکی دوکانونه…غلاوې خو مو حتما هلته کړي چې کړوسیانو مو بس دي
دوحی موحی پسې مه ګرځئ که زما منئ.
کنه کوم سوربريتي مو په غوږونو کې پوس پوسک کړی؟