تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲۷ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت د عدليې وزیر، مولوي عبدالحکیم شرعي، نن سهار د روسیې پر لور روان شو چې د سنت پېترزبورګ په ۱۳م نړیوال حقوقي فورم کې ګډون وکړي.
په دې فورم کې، چې سبا (یکشنبه) پیلېږي او درې ورځې دوام کوي، د نړۍ د یو شمېر هیوادونو د عدليې وزیران، د قضايي نظام مشران او حقوقي کارپوهان ګډون کوي.
د باختر آژانس د راپور له مخې، مولوي شرعي به په دې فورم کې د یو لړ موضوعاتو په اړه وینا وکړي، چې پکې د حقوقي چوکاټونو پلي کول، د نړیوالو قوانینو د اصلاح اړتیا، د عدلي نظامونو پیاوړتیا، او له نړیوالو سره د «اسلامي امارت» د حقوقي همکارۍ دریځ شامل دي.
دا لومړی ځل دی چې د روان حکومت یو افغان وزیر په دغه معتبر نړیوال فورم کې برخه اخلي. دغه غونډه د نړیوالو حقوقي تمایلاتو او د عدلي نظامونو له ننګونو سره د بحث او تفاهم یو مهم نړیوال تریبون ګڼل کېږي.
په دې ډول ناستو کې د طالبانو د عدلیې وزیر ګډون له دې درکه زیات اهمیت لري چې هغه ته له نړیوالو حقوقي او عدلي سیستمونو او قوانینو سره د بلدتیا یو فرصت برابریږي.