ته به وخاندي
ته به راشې، ته به راشئ
لکه شین سهار د فتحې
شهنشاه به يې د وړانګو
او بګۍ به دې وي ډکه
د لمرونو د ټکېو*
ستا ترشا به رسالې وي
د وطن د ښا پیریو
ترانو کې به یې
شنې زمرۍ غړمبیږې
ته به راشې، ته به راشئ
ستا د هرقدم ښکالو به
زموږ د ښارد دیوالونو میلمنه شي
ستا د هر قدم ښکالو به
چا ته لمر چا ته سایه شي
ستا د هر قدم ښکالو به
د وطن د خاورو عطر او رانجه شي
ته به وخاندې
خندا به دې په ټولو کائیناتو کې
د ژوند نغمه خپره کړي
ته به وخاندې
خندا به دې ټول تللي پسرلي
بیرته ستانه کړي
ته به وخاندې
خدا به دې ِغوټېو کې
د عشق اروا خپره کړئ
دا به زه یم، یوځل بیا به
د سپوږمۍ وړانګې
پر هسکو غرونو لیکم
دا به زه یم، یوځل بیابه
د ژوندون شور
پر خاورینو دیوالونو باندې لیکم
دا به زه یم، یو ځل بیا به
لکه ورا د مستو نجونو
د ښار ټولي کوڅې لولم په لنډېو، کاکړیو
د نڅاوو په کوډګرو باریکېو
د تشیال پر نیلی غاړه
د کوترو په امیل، امیل مریو
د سیندونو پر څپو
د ساحلونو پر زرینو ننکېو
د وریښمېو وړانګو کښت کې
د سپېدو پر مړوندونو
پر رخسار، پر غاړو ، غاړو
پرخه، پرخه غاړګیو
ته به راشئ، ته به راشې
لکه شین سهار د فتحې
۲۰۲۵ / ۱ / ۳
د لاسونو تلاوت
لاسونه دي ښکلي وه
هغه وخت
چې په لومړی ځل دې ترلاس ونیولم
هغه شیبه مې په ټول وجود کې
ستا د لاسونو د ښایست عطرونه شنه شوه
له ستورو ډکه شپه مې ولیده
او د سپېدو د زرین آس پر رکاب مې
ستا د دوو لاسونو تلاوت وکړ
د ښکلو لفظونو ډکي لپې دي زما پر سر وڅنډلي
اودعشق کیسې دي
زما پر رخسارونو ولیکلي
مړوندونه دې ښکلي وه
هغه وخت چې زه دې د لومړي ځل دپاره
په غیږکې ونیولم
ستا د مړوندونو ساه
زما په وینوکې نوی ژوند روان کړ
او ما هم هغه ورځ
خپل د زیږی و نېټه ولیکل
د بوډۍ پر ټال مې پلونه کښېښول
د خیالونوجنت ته ورسیدم
پر سرمې ستا د مییني تاج کښېښود
او ملکه شوم
یوه قهرجنه سیلۍ راغله
او هر څه یې د ځان سره یووړه
سوي اروا مې پر ګریوان اور بل کړ
او د پلونو لاندې مې مځکه سوزي
ستا لاسونو هم اوس هغه ښکلا بایللې ده
اوزه؟
لکه د نورو ډیرو ښځو په شان
د رټل شوو
مېنځو په کتار کې ولاړه یم
۲۰۲۴ / ۱۲ / ۱۵
خوب
یوه زه وم، یوه شپه وه
پښې مې یبلي
ټول وجود تیاره، تیاره وم
هیڅوک نه وه
چې د وړانګو په تارونو
د وریښم او د کتان جوړي پڼۍ
د بازار راوړي
د سارا، اغزو مې پیڅکه د پوړنې
په هر پل کې ژوبلوله
د لمن د څوکو ټال مې
په شېبو، شېبو باران سره ژړله
د توند باد درنو لاسونو
ماته کړي وه چترۍ
او د چترۍ تنکي هډونه
یوه زه وم ، یوه شپه وه
تر هډ، هډ مې د چوپتیا دا یره تاو وه
ساه مې ورو ورو د شېبو سره
ګریوان ته ږغیدله
سپوږمۍ وه خو په شیبه شیبه
پوړني، د ململ کې پټیدله
د اسمان د سیند څپو کې اوریځ
ورو، ورو بهیدله
د اوریځو د نریو څپو غېږ کې
د څو ستورو نقره یې مخونه پل، پل ځلیدله
یو تربله ږغیدله
زما د ګوتو په رګونو کې دردونه میلمانه وه
په دالان کې د تیارو بلا بیده وه
زما لاسونه لنډه کي وه
په کړکۍ کې ډیوه مړه وه
په کړکۍ کې ډیوه مړه وه
۲۰۲۵ / ۱ / ۱
ته څوک ئې؟
زه په خپل ذات کې د ننه څاڅکي، څاڅکي ویلي کیږم
زه په خپل وجود دننه بې فریاده نینې کیږم
دا ته څه یې؟ دا زه څه یم؟ لاروي د یوې لارې
زه په خپل ځان کې پټیږم، ستا ذات پټ له خپلي چارې
زما لفظونه دي سیند وړي، زماشونډې دي ګنډلي
ستا خبرې مرغلرې ستا خیالونه تر اسمانه رسیدلي
ته یو سف نه وی لالیه، زه میینه زلیخا شوم
زه سوالګره ستا د میینې، د بقا څخه پناه شوم
ته ښایست د حیا نه وې بدرنګي وې بد نما وې
ته زما د وجود غل وې ته شهوت، شهوت نګاه وي
زما کالي وه سپین سپيڅلي د جنت څخه راغلي
د حریر کښت کې شنه شوي په کوثر کې مینځل شوي
زه مریم شومه سپیڅلې ستا بار خپل وجود کې وړمه
عیسی نه شوې زما زویه، سپینې ویني درکومه
لار اوږده ده باندې درومم، پښي مې ابله سینه چاکه
هره خوا څارم ته نه يې، زه یوازي تر افلاکه
سره غرمه ده لمر ځبیښلې زما د شونډو شربتونه
زما رخسار زما اندامونه بند پر بند باندې لاسونه
د تنور غاړه ده تږې، تږې، تږې یې لمبې دي
تږی، تږی هر ګړی دی، سره لمبه شېبې شېبې دي
څه لمبه ده ستا د قهر، څه د بني د ازاره
یو څه ستا د بې نیازي ده، څه د اوښکو تاو له ناره
څه زما وجود تنکی دی، څه ستا ظلم ستم کار دی
ځور، ځور دی ځوریږم خوږ یم درد یې لوی خونکار دی
زما تدبیر ټوله ګناه ده لوی پیغور او مکاري ده
ستا تدبیر چاره سازي ده، مدیریت دی هوښیاري ده
که میینه شوم سنګسار یم، که طلاقه تهمت بار یم
زه بندۍ ستا په قفس کې، منت باره، منت بار یم
زه په نیمه یم خوشحاله، تاته پاته ده ستا برخه
ته زما د نیمې غل ئې خپله برخه دی تر ترخه
زه په ژوند باندې میینه، د ارواوو انځورګره
زه نګهت د پسر لیو، زه د حسن جادوګره
ستا په لاس کې ډک توپک دی بدي دار او ګنهګار یې
ته ښایست وژنې ښکارې یې د توپکو ټکهار یې
زما سپین کالي په تن دي، تا ته ښکاري لکه داره
ستالمن د لکو ډکه، ستا پګړۍ، پګړۍ داغداره
حسن وژني عشق دي نه زده زر پرسته، زرپرست یې
پیدا شوی له هوسه، نن، پرون بیا ترالست یې
ځان راوښیه، ته څوک ئې؟ زما مینې ته پيدا ې
ته زما د سر سایه یې که تنور، تنور سارا یې
زما قلم دې په غلا وړی، زما ګوتې دي پرې کړي
زما سترګې دي تړلي، تورې شپې دي پر کرلي
زه آئينه، لکه آئینه یم لارویه راشه، راشه
چې ځان وویني په ما کې ورک سړیه راشه، راشه
۲۰۲۴ / ۱۲ / ۳۰