Homeخبرونهطالبانو؛ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد پروسې پر چټکتیا ناسته...

طالبانو؛ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد پروسې پر چټکتیا ناسته وکړه

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۶مه) د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د بهرنیو او د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملاعبدالمنان عمري په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد او هلته د شته افغان کارګرو ته د لازمو کاري اسانتیاوو برابرولو په موخه د همغږۍ پنځه اړخیزه ناسته وشوه.

دغه ناسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې شوې ده.

په دې ناسته کې بهرنیو هېوادونو کې افغان کارګرو ته د کاري زمینې برابرولو او هلته د مېشتو کارګرو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو خبرې شوې دي.

دې ناسته کې طالبانو پرېکړه کړې، چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرو د لېږد پروسې د ګړندي کولو، هلته د مېشتو افغان کارګرو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره یو پنځه اړخیزه هوکړه‌لیک ترتیب او له مخې یې هره اداره خپل مکلفیتونه په ښه ډول ادا کړي.

د یادونې ده، چې دغه پنځه اړخیزه ناسته د طالبانو د مشرتابه د حکم په اساس شوې چې بهر ته د افغان ماهرو کارګرو د قانوني لېږد لپاره د حرفو تثبیت، روغتیا، پېژندپاڼو او نورو اسنادو په ترتیب کې هره اداره د خپل مسؤلیت مطابق به فعالیت تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...