سه شنبه, جنوري 7, 2025
Homeخبرونهتېر کال تر ۵۰۰ ډېر افغان ماشومان د ماینونو په چاودنو کې...

تېر کال تر ۵۰۰ ډېر افغان ماشومان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وایي چې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ زیات افغان ماشومان له جګړې څخه د پاتې شویو مهماتو او چاودېدونکو توکو په چاودنو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

یونیسف ویلي چې تېر کال یې درې میلیونه ماشومانو او د هغوی سرپرستانو ته د مهماتو د پېژندلو او د هغو د خطرونو په اړه روزنه ورکړې ده.

یونیسف د یکشنبې په ورځ، د مرغومي ۱۶مه، د دې روزنیز بهیر یوه عکس په خپل ایکس  کې خپور کړی دی.

د ماین پاکۍ نړیوال سازمان هالوټرسټ د عقرب په ۲۱مه اعلان کړی و چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې له ۶۵ کیلومترو زیاتې سیمې په لاس له جوړو بمونو څخه ډکې دي.

دې سازمان افغانستان “له ماینونو څخه په شدید ډول ککړو څلورو هېوادونو” په ډله کې شامل کړی او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې د ماین پاکۍ لپاره ۲،۲۳۵ کارکوونکي لري.

د جمهوري نظام په دوره کې، طالبانو پرته له دې چې کومه نقشه ولري، د دولت د امنیتي کرښو او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لارو او کروندو کې ماینونه ځای پر ځای کول. خو په افغانستان کې اکثره ماینونه د شوروي اتحاد د یرغل له مهاله پاته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب