تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۶مه) د ترکیې انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د پولیسو له لوري کور په کور تلاشي پیل شوې او ګڼ شمېر افغان کډوال په زور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
سرچینې په راپور کې زیاته کړې، چې د کډوالو نیولو په موخه د پولیسو پلټنې د پلازمېنې اړوند بهارکو «بي ۱۷» او «اف ۱۸» سیمو کې پیل شوې دي.
سرچینه وايي، دغه پلټنې د پاکستاني چارواکو په امر پیل شوي او د دغه هېواد پولیسو هغه کډوال هم نیولي، چې د ویزو تمدید ته انتظار دي.
د نظر خاوندان وایي، پاکستان وخت ناوخت افغان کډوال د فشار د یوې وسېلې په توګه کاروي.
پرون هم رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو،چې پاکستاني پولیس افغان کډوال په خپلو کورونو کې لکه زندانیان ځوروي.
ولس د یوه قوی حکومت هیله درلوده چی د میلونونو مهاجرو د بیرته راتګ د خدمت جوګه به شی خو هسی و نشو. حکومت د داخلی مهاجرو د پاره داسی یوه اساسی طرحه چی د بی ځایه شوو خلکو د صحت، اقتصاد او تعلیمی ښونی او رونی تظمین وکړی نشی جوړولی څه رسه د میلونونو افغان مهاجرو لپاره چی له ایران او پاکستان څخه را ستنږی. د اوسنی حکومت خدمات د مهاجرو لپاره دادی چی دعا کوی الله ساتندوی دی او الله ته بغاری وهی چی حالت مو ښه شی.
هر کله چی له هیواد څخه بهر ته سفر وکړی بیا به تاسو ته پته ولګیږی چی د یوه افغان حیثیت څومره دی، افغانانو سره څرنګه برخورد کیږی او په ګومه سترګه دنیا وال ورته ګوری. پر ټوله نړی شرمیدلی خلک یاستو هیڅ ځای کی مو عزت نشته بهتره دا هر څه د نا اهله او جاهلو حکومرانانو له وجی چی ولسونه یی د اسلام په نوم ګروګان نیولی نه خپله کومه طرحه جوړولی شی او نه هم نورو ته حکومت کی برخه ورکوی چی د خدمت جوګه شی.