تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۶مه) د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولان وایي، یو عرب پانګوال په کندهار کې د انارو پر بسته بندۍ او جوس جوړولو پانګونه کوي.
د یاد ولایت د کانونو او صنايعو خوني رییس سيد سرور اماني ویلي، دغه پانګوال غواړي، چي د کندهار په صنعتي ښارګوتي کي بهر ته د انارو د صادراتو، بسته بندۍ او جوس جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
سرچینې زیاته کړې، چې د کندهار انار ډېر پاکستان ته صادرېدل، چې سږ کال یې د لوړو مالیو له کبله د کندهار د انارو باغ لرونکو ته سخته اقتصادي زیان واړوه.
اماني وایي؛ دا لومړی ځل دی، چي یو عرب پانګوال په افغانستان کي د کندهار انارو د پروسس او صادراتو په برخه کي پانګونه کوي.
د کندهار انا د هېواد بر بازارونو سربېره د نړۍ په یو شمېر بازارونو کې هم د ښه کیفیت او خوند له امله ښه نوم او مینه وال لري.
خو بڼوال یې بازارونو ته د رسېدو په برخه کې له ستونزو شکایت کوي او له طالبانو غواړي، چې د نړۍ بازارونو ته د صادراتو برخه کې اسانتیا رامنځته کړي.