جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهدوې ګردې رڼاګانې/ ليکوال : نورالله غازي يار

دوې ګردې رڼاګانې/ ليکوال : نورالله غازي يار

په شنو لمدو او سړو وښو كې وخوځېده، دوې رڼې سترګې يې د سپوږمۍ رڼا ته لكه د پرخې دوه سپين څاڅكي وځليدې. مخامخ يې پام شو، يوه تته غوندې رڼا يې تر سترګو شوه، رڼا ډېره لرې وه؛  خو د سپين پتنګ لامده وزرونه يې الوت ته وتخنول، هغه تته رڼا يې په ټول وجود كې وغځېده، ورو ورو يې وزرې وخوځولې او د هغې رڼا په لور وروالوت، په لاره كې يې د ډېرو ونو له څانګو سره وزرې ولګيدې، څو ځلې پر ځمكه راوغوځيده؛ خو اخېر هغې رڼا ته ورسيده. رڼا له يوې كوټې څخه راوته، چې ټوله له لرګيو او خسو څخه جوړه وه، د فرش پر ځاى پكې غرني واښه اچول شوي وو؛ خو كوټه ډېره محكمه مالومېده، ته وا ډېر تېز توپان به يې هم ړنګه نه كړي. پتنګ د هغې كوټې په وره ورننوت، چې يې پام شو، يوه شمه پر لرګين ډيوټ بله ده، څو پتنګان د كوټې پر ديوالونو نښتي ، څو بډۍ هم يو او بل ځاى پر ديوالونو ناستې دي، د ټولو حيرانوونكې سترګې د كوټې پر مخامخ كونجه ښخې دي . سپين پتنګ په زړه كې وويل:

–          لكه چې دا هم دوې تتې غوندې شمې دي. په كوټه كې يې شاوخوا ښه نظر وځغلاوه، د كوټې حالت پريشانوونكى ښكاريده، پتنګان له خپله ځايه نه خوځيدل ، بډۍ هم پر خپلو خپلو ځايونو ناستې وې، د سپين پتنګ غوږونو ته مرغيو د بچيو اوزونه راغلل، چې ددې كوټې د بام په څنډه كې يې ځالې جوړې كړې وې. په دې وخت كې يو څو دانې بډۍ په وره راننوتې، د شمې څخه راوچورلېدې، په مخامخ كونج كې دوې ګردې رڼاګانې وخوځېدې. يوه بډۍ د هغوګردو رڼاګانو په لور ورغله؛ خو په هغې بډۍ پسې يو تور شي راټوپ كړ او تر ستوني يې تېره كړه. پر ديوالونو ناستو ټولو پتنګانو او بډیو وزرې وریږدیدې، له شمې څخه ټولې بډۍ والوتې او غلې پر ديوالونو كيناستې. پتنګ چې دا حال وليده؛ نو حيران شو، هغو دوو ګردو رڼاګانو ته يې په ځير ځير وكتل، له هغو شابيني رڼاګانو نه يې سترګې وبرېښېدې، د ډار رېښې يې په وجود كې وځغلېدې، ورېږدېده؛ خو بيا يې په زړه كې وويل:

–         زه خو پتنګ يم،باید ونه وېرېږم، پتنګان خو له اورونو سره لوبې كوي. په دې وخت كې يو بل پتنګ له ديوال څخه والوت، له شمې څخه وچورلېده، خپل ساړه وزرونه يې د شمې پر اور تاوده كړل. بيا په مخامخ كونج كې هغه دوې ګردې رڼاګانې وخوځېدې، يو تور شي ټوپ كړ په پتنګ پسې يې خوله واچوله؛ خو پتنګ ترې والوت او بيرته پر خپل ځاى ویریدلی كېناست. ناڅاپه دوه نور پتنګا په وره راننوتل، له شمې څخه راوچورلېدل، ناڅاپه هغه تور شي پرې راټوپ كړاو يو يې له ستوني تېر كړ او خپله سره ژبه يې پر شونډو راتېره كړه. ټول پتنګان او بډۍ يو ځل بيا پر ديوالونو ورېږدېدل. سپين پتنګ چې دا ولېدل؛ نو نور هم حيران شو له وېرې يې وزرې ورېږدېدې؛ خو بيا يې زړه كې وويل:

–          نه، نه زه خو پتنګ يم، څه بډۍ خو نه يم، پتنګان خو نه وېرېږي، هغه له اورونو سره لوبې كوي. د سپين پتنګ پر زړه د شمې رڼا خپره او په ساړه وجود كې يې وينه توده شوه:

–          زه خو هسې هم له مرګه نه وېرېږم، زه خو له شمې سره مينه كوم پر لمبو يې وزرې تودوم او د زړګي وېره مې پدې لمبو كې اېره كوم. پتنګ ناڅاپه له خپل ځايه پورته شو، هغه دوې ګردې رڼاګانې هم وخوځېدې، پتنګ له شمې تاو راتاو شو، له شمې داسې چورلېده ته وا ليونى شوى دى. سپين پتنګ ناڅاپه له شمې سره ولګيده، شمه له ډيوټ څخه كوزه پر غرنيو وښو راوغورځيده ، غرنيو وښو اور واخيست، اور ورو ورو زياتېده. اخېر د پتنګانو ټول كور په سرو لمبو كې راګېر شو پر ديوالونو ناست پتنګان او بډۍ لكه وچې پاڼې ټول لمبه شول، په ځالو كې د مرغيو بچي او مرغۍ هم وسوزيدې؛ خو هغې تورې پيشو پر خپلو شونډو سره ژبه راتېره كړه، دوې ګردې شابينې سترګې يې يو خوا او بل خوا وغړولې او ركه روغه د پتنګانو له كوره ووته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب