د سرطان په پنځمه نېټه چې سهار وختي د ملي ګالري له مخې تېر شوم او د شاه دوشمشېره د جومات په لور تللي سړک ته واوښتم ، په پیاده رو کې مې یوه راپرېوتې ونه ولیده. ونه د ډېر عمر ښکارېده، څانګې یې وچې وې خو لکه په ګنجي سر چې یو نیم وېښته راځوړند وي، یوه نیمه لښته یې لا شنه وه. دغه وخت دوې مېرمنې راغلې، زما غوندې ونې ته ودرېدې، افسوس یې وکړ. دا یوه چې سپین سارې وه، هغې بلې ته یې وویل: زه چې وړه وم، دا ونه لویه وه.
یو بل څوک هم ودرېدل، ویې ویل: یا موټر وهلې او یا خپل تېر عمر له پښو غورځولې ده.
د پاخه پیاده رو په څنډه کې ناست زلمي چې تازه بادام یې له خپلو زرغونو پوستونو سره خرڅلاو ته راوړي وو او سپینول یې، وویل: که موټر وهلې وای، زخمي به وه، پخپله رالوېدلې ده، وګورئ ریښې یې وچې دي.
پوښتنه مې وکړه: دا ونه څه نومېږي؟ چا یې نوم زده نه و. ما د هغې له یوې شنې پاتې شوې لښتې څو پاڼې راوښکولې ، په بکس کې مې واچولې او له دې خواږه فکر سره روان شوم چې خلک د ونې په مرګ خوابدوي؛ خلک د رانسکورې ونې له څنګه بې پروا نه تېرېږي.
موږ د خپلو بزرګانو په حکایتونو کې لولو چې دوی به له ژویو سره خورا نرم چلند کاوه او ځینو ولیانو ان ډېر وحشي ځناور د خپل اخلاقي او روحاني قدرت تابع کړي وو.
د پښتنو د لوی بزرګ شېخ رحمکار په باره کې په تاریخ مرصع کې لولو: ( … چې که ماشی به یې په اندام لک شه ، لاس به یې ورو په نرمۍ وروړ چې دی [ ماشی] به پاڅېده، هاله به یې هغه ځای ومیښ.)
مجنون ته د خپلې پاکې مینې په خاطر په ادبیاتو کې لوی مقام ورکړ شوی دی او په لنډیو کې راغلي دي چې:
اسمان ته لار د ختو نشته
لیلی مجنون په عاشقۍ ختلي دینه
له وحشي ژویو سره د مجنون د مینې کیسې مشهورې دي. نظامي ګنجوي چې د لیلا او مجنون کیسه یې نظم کړې ده، وایي چې یوه ورځ مجنون د لیلا له غمه په اس سپور په بیابان کې روان و. یو ښکاري یې ولید چې دوې هوسۍ یې په دام کې ایسارې کړې دي. مجنون ورته وایي، دا ترهېدلې هوسۍ خوشې کړه، ژوند مه ځنې اخله! ښکاري ورته وایي، څه وکم اولاد مې وږی دی. مجنون له آسه راکوزېږي او ښکاري ته خواست کوي چې د دې آس په بدل کې هوسۍ راپرېږده. ښکاري یې وړاندیز په خوشحالۍ سره مني ،په آس پښه اړوي او په خپله مخه ځي. مجنون ایسارې هوسۍ په سترګو ښکلوي، ورته وایي چې ستاسې لېمې لیلا رایادوي. مجنون هوسۍ له دامه راباسي ، خوشي کوي یې، هغوی ځغلي او مجنون ورپسې منډې وهي.
د سکندر خټک په ( لیلی و مجنون ) کې د مجنون د صحرا د ژوند په باره کې لولو:
چارچاپېر ورته پراته تور سپین ماران وو
حلقه شوي د مجلس لکه یاران وو
له ونو، بوټو او وحشي ځناورو سره د مجنون صحبت او محبت د هغه د مینې کیسې ته خاص عظمت ورکړی دی. سکندر خټک وایي چې یو کال ډېر سخت ژمی و خو په مجنون چې د هجران اور بل و، ساړه یې نه کېدل، لالهانده روان و. یو سړی یې ولید چې د سروې ونې ته یې اره نیولې ده. مجنون ورته وایي: دلته د مارغانو ځالې دي، مه یې اره کوه. هغه سړی وایي: د بچو مې ساړه کېږي، څنګه یې تاوده کړم؟ له مجنون سره چې یو قیمتي غمی دی، د ارې څښتن ته یې ورکوي او سروه ځنې اخلي. د سکندر خټک په قول:
همېشه یې په دا سروې محبت و
په نظر کې یې د یار قدوقامت و
یو څو ورځې دی د سروې په قد خوښ و
بیا روان و یوه لور ته مشوش و
سکندر خټک په بیابان کې د مجنون د مرګ د واقعې د بیان په وخت وایي:
په ماتم د د ه حاضر شول زمري ببر
په پنجه سره یې وکیند د ده قبر
زموږ په پخواني ادب او عرفان کې د کرامت څښتان له ژویو سره محبت کوي. موږ له دې حالته په عمل کې دا سبق اخیستی دی چې هغوی خو د کرامت څښتان وو، موږ عادي کسان یو، په دې برخه کې څه اخلاقي مسولیت نه لرو. یو وخت ما هم دغسې فکر کاوه او په یوه طنزي کیسه کې می په هغه چا پورې خندلي وو چې د حیواناتو د حقونو غم ورسره دی. خو اوس بدل شوی یم. اوس ګومان کوم چې له حیواناتو او نباتاتو سره تر وسه وسه نرم چلېدل د انسان اوسېدلو لپاره ضروري دي. دا خبره مشهوره ده چې لویې غلاوې له وړو غلاوو پیل کېږي. که موږ په خپلو کورنیو او ښوونځيو کې ماشومانو ته ووایو چې مرغۍ مه ولئ، ځالې یې مه ورانوئ، هګۍ یې مه ماتوئ، سپي مه وهئ، ګل په ګلدان کې ښه ښکاري او ځناور مه ځوروئ، دا به مو نه یوازې د نورو ژوندي سارو بلکې پخپله د انسان د خوندي توب لپاره خدمت کړی وي. هغوی چې د حیواناتو له جنګولو خوند اخلي، چې ماشومانو ته اجازه ورکوي چې د څارویو د حلالولو ننداره وکړي او چې په کبانو پسې سیندونو ته بمونه اچوي، ژوند ته جنجالونه جوړوي.
د سرطان په پنځمه نېټه چې دفتر ته ورسېدم، د هغې ونې پاڼې مې د دفتر ملازم کاکا محمود ته ورښکاره کړې. هغه راته وویل: دې ونې ته موږ په پښتو کې ( نانګه ) وایو. کاکا محمود د میدان اوسېدونکی دی. په کابل کې یې د دهمزنګ خوا ته په غره کې کور دی. کور ته اوبه په خره باندې خېژوي خو د اوبو له کمي سره سره ګلدانونه لري او د ګلونو له روزلو خوند اخلي.
د ۱۳۹۲ د سرطان اتلسمه
ديره خوندورو كيسه وه
هغوی چي دانسان ژوند ورته قدر لري په هغه صورت کي یې له حیواناتو سره مینه او له هغوی نه دفاع دمنلو وړ ده
خو که هغوی انسان داټم په لمبو کي ستي کوي او بیا یژویو دساتنې لباره موسسات تشکیلوي
نو دا هسي یو تزویر او حیوانیت دۍ
اسلام چي دانسان قدر کوي نو دحیواناتو حقوق یې هم تأمین کړي او موږ یې باید په عملي کولو ځان مسئول وګڼو۰
ژوند رڼې رڼې اوبه له ورخه تیرې……..ژوند ګلاب ګلاب ځواني او رژیدنه
غضنفر صاحب سلام
زما کار او مشغولا داده، چې د ژوند په اړه-ځان لپاره- اساسي پوښتنو ته ځواب پخپله او د خپلو تجربو له لارې پیدا کړم.
یوه پوښتنه چې ښایي نور هم را سره په کې شریک وي؛ دا وه، چې زه ولې؟ زه څوک یم او د څه شي لپاره راغلی یم؟
اوس مې قناعت په دې شوی، چې په مخکي لوی او همیشنی کار خدمت کول دي.
زما په نظر که دا مو زړه ومني، نو بیا ژوند معنا مومي. بیا جګړه نشته. مخالفت نشته. قضاوت او شکایت نشته.
په دې خاطر مې (دخدمت فلسفه) ولیکله.
زموږ اساسي ستونزه شرم دی. موږ په یو ډول نه یو ډول مینه کوو، خو مینه راته مونثه معامله ښکاري؛ ځکه ورباندې شرمیږو
که اجازه دې وي، نو تاسو په خپل دغه بیروني او دروني سفر کې مینه کړې.
ژوند او قلم دې همداسې مینه ګر خدمتګار اوسه
وفا سمندر