پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهيو واري بيا پر دې لار راسه | ليکوال: عبدالنافع همت

يو واري بيا پر دې لار راسه | ليکوال: عبدالنافع همت

زما ګرانه جانانه!

زموږ په ټولنه کي خلک ظاهري ښايست د ښځي يوازينی جوهر او شتمني بولي، خو زه بدمرغه ومه او دا شتمني خدای نه وه راکړې. هر چا به بدرنګه راته ويله او په ډول ډول بدو نومونو به يې يادولمه. ما ته لومړی ځان ښکلی ايسېده او فکر مي کاوه چي خلک درواغ وايي، خو يوه ورځ د خلکو د درواغو معلومولو لپاره هينداري ته ودرېدمه او ځان ته ښه ځير سومه، ځان ته مي پام سو  چي  زه رښتيا هم بدرنګه يمه.

پخوا به مي يوازي داسي فکر کاوه چي له رنګه توره يمه، خو کله چي په هينداره کي ځان ته ځير سومه، پر خپله بدرنګۍ مي يقين راغی او ډېره ناهيلې سومه، يوازي له ځانه څخه نه، بلکي له ټولو کايناتو څخه مي زړه تور سو، نور  مي د خلکو د پېغورونو زغم نه درلود، د ولس له غم او ښادۍ څخه مي لاس واخيست او اوس په خپله خونه کي يوازي ناسته يمه، د خلکو خولې خو نه ګنډل کېږې او نه زه دا ثابتولای سم چي زه ښکلې يمه.  نن سهار مي د خپلي خوني هينداره هم ټوټه ټوټه کړه، ځکه دې هم هره ورځ د خپلي بدرنګۍ پېغور راکاوه.

ګرانه ته څومره  د لفظونو پياوړی جادوګر وې!

په دې لويه نړۍ کي يوازي تا راته وويل چي (( ګراني ته ډېره ښکلې يې، خلک ستا ښايست اصلا نه ويني، د دوی پر سترګو توري پردې غوړېدلي دي، دوی يوازي په سترګو نه، بلکي په زړونو هم ړانده دي)). له دې سره به دي زما د سترګو،  شونډو، وېښتانو، غاښونو  او زما د وجود د نورو اندامونو په اړه ډول ډول رنګيني خبري راته وکړې. ما درته وويل چي ته درواغ وايې، دا خبري يوازي زما د خوشاله کولو لپاره کوې، درواغ هم يو حد لري، نو دومره درواغ هم سړی وايي؟ ټول خلک راته وايي چي ته بدرنګه يې او زه خپله هم دا منم چي زه بدرنګه يمه، خو ته راته وايې چي نه ته ډېره ښکلې يې.

ګرانه تا خپل درواغ په دومره جادويي او ښکليو الفاظو کي نغښتي وه چي اخير زما هم ستا خبره زړه ته ولوېده، فکر مي وکړ چي زه رښتيا هم ښکلې يمه، ان دا چي د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه يمه، لکه لمر چي سهار مهال خپله مهربانه څېره نړۍ ته ورښکاره کړي او هره خوا وځلوې، دغسي ستا زرينو درواغو  هم زما زړه روښانه کړ، سوکه سوکه دا  ځلا  زما له زړه څخه زما ظاهري وجود ته راغله.

تر دې وروسته به ټولو خلکو، ان دا چي هغو ښځو چي پخوا به يې زه په ډول ډول بدو نومونو يادولم راته ويل چي  ته څومره ښکلې سوې يې؟ ايا کوم ډاکټر ته ولاړې او علاج دي وکړ؟

ما لومړی د خلکو خبري نه منلې، ځکه دا هغه خلک وه چي زه يې تل بدرنګه بللې ومه، اوس مي هم داسي انګېرله چي ښايي په کنايه کي به راته وايي چي بدرنګه يې، خو وروسته مي پام سو چي زما د ښکلا صفتونه هر چا کول، آن دا چي ځينو خلکو به په غياب کي هم زما صفتونه کول، له نا اشنا خلکو سره چي به مخ سومه، نو ځينو به يې له پېرزويني څخه راته ويل چي ځوانيمرګه مه سې څوک دي نظر نه کړي.

څو کاله وروسته زړه نازړه هينداري ته ودرېدمه، خو ځان مي و نه پېژانده، هيښه پاته سومه، نژدې و چي له خوشاليه په زوره چيغه کړمه، خو ژر مي پر خوله لاس ونيو، زه رښتيا هم ډېره ښکلې سوې ومه، دومره ښکلې چي هيڅ باور مي نه کاوه.

زما ګرانه جانانه!

کله چي ته ولاړې، نو زما د ښکلا دوران هم لکه د ژمي ماځيکر عمر يې لنډ سو، زما د ښايست  لمر ورو  ورو  زما له وجود او خلکو له سترګو څخه خپلي ځلانده وړانګي را ټولي کړې او زه بيرته د پخوا په شان بدرنګه سومه. زه اوس هم ځوانه يمه، خو د پخوا په شان بې ډوله ښکارېږمه، اوس بيرته ټول خلک راته وايي چي ته ډېره بدرنګه يې. نن سهار مي په هينداره کي ځان وليد، له ځانه ووېرېدمه، دومره تکه توره او بې ډوله سوې ومه لکه په کومه روې او بلا چي بدله سوې يمه.

زما ګرانه جانانه!  

زه ايله اوس د ښکلا او بدرنګۍ په راز پوه سومه. تا ماته راوښووله چي ښکلا او بدرنګي اصلا  نسته، همدا زه او ته يو چي يو بل ته ښايسته او بدرنګه وايو،  ښکلا او بدرنګي د فرد او کايناتو نه، بلکي يوازي د دوو انسانانو تر منځ رابطه ده اوبس.

زما ګرانه جانانه!

خير دی يو وار بيا راسه! يو وار بيا راته ووايه چي ته ښکلې يې،  يو وار  بيا هغسي زرين او ښکلي درواغ راته ووايه، داسي درواغ چي هم يې زه، هم يې خلک او هم يې هينداره ومني.

يو واري بيا پر دې لار راسه

پر پخوانو پلونو دي پرېوته ګردونه.

يادونه:

دا کيسه مي د يوې کونډي ښځي د غمجن ژوند په تاثر کي ليکلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب