دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهساینسدرمل اپلیکېشن؛ د آغاملوک سهار نوښت

درمل اپلیکېشن؛ د آغاملوک سهار نوښت

ښاغلي اغا ملوک سهار د افغانانو د یوې اساسي ستونزې؛ جعلي درملو او د درملو د بیې په برخه کې له خلکو سره د مرستې لپاره د یوه اپلیکېش د جوړولو نوښت کړی دی. دا اپلیکېشن له هر افغان سره مرسته کوي. دغه اپلیکېشن، چې (Darmal Application) نومېږي، ښاغلي سهار په خپله لیکنه کې تشریح کړی دی.


درمل اپلیکیشن/ طرحه: آغاملوک سهار

د درمل له پیل نه مخکې یو بل د خوشحالي خبر دا دی چې راتلونکې هفته د درک موبایل اپلیکیشن موږ سټور ته پورته کوو، ډیر بدلون په کې راغلی چې زه به یې له ټول تفصیل سره بیا دلته ولیکم، خو اوس راځو درمل ته: روغتیا د ژوند شتمني ده، له روغتیا پرته ژوند نیمګړی دی، خو په افغانستان کې موږ په روغتیایي برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ یو. ډیر وخت وړو ناروغیو ته نه پاملرنه په لویه ناروغي بدلېږي، هر چیرته روغتون او ډاکټر نسته، متخصص ډاکټران هم په مرکزي روغتونونو کې دي، هر کال په زرګونه ناروغان د درملنې لپاره بهر ته ځي، درمل مو په لویه کچه له بهره واریدیږي، په ډیره کمه اندازه په هیواد کې دننه جوړیږي، ډیری ناروغان په کلیو او بانډو کې وي، د درملو د پلټلو ټیمونه ټول درملتونونه، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې دي، نه سي پلټلای یا یې نه پلټي، چې کوم درمل سم او کوم له وخت تیر یا ایکسپایر دي. لویه ستونزه دا ده چې ډیری درملتونونه درمل په لوړه بیه پلوري، له اصلی قیمت سره اسمان او ځمکه فرق لري زموږ د ډیری هیوادوالو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، نو له دې ستونزې ډیر سر ټکوي، اوس د درملو د اصلی قیمت د معلومولو لپاره هیڅ معیارې حل لار نسته (حتا اوس مناسب قیمت پلټونکو ټیمونو ته هم نه معلومیږي) چې ناروغ یا اخیستونکي ته معلومه سي چې دا په څو ده.

زه همدې ستونزې ته حل لاره لرم، ډیره اسانه او ساده به هیوادوالو ته د درملو اصلي قیمت معلومیږي، دا به هم ورته څرګندېږي چې درمل تر وخت تیر دي یا نه؟، د هیواد خپل تولید دی او که نه؟، د څه لپاره دي؟ د ډاکټر له لارښووني پرته یې استعمالولی سي یا نه؟

زه د موبایل اپلیکیشن جوړوم؛ د اپلیکیشنونو سټور ته یې اپلوډ کوم چې تاسو یې ډانلوډ کړئ،  او په هیواد کې د درملو جوړولو کمپنۍ او د بهرنیو کمپنيو نماینده ګیو ته یې هم ورکوم چې خپل درمل پکې راجستر کړي چې په درملتون کې یې قیمت څو دی، څومره وخت لري، د څه لپاره دي، د ډاکټر له لارښووني پرته یې استفاده کولای سئ یا نه او دې ته ورته اړین معلومات به ورسره راجستر کوي.

عام افغانان به اپلیکیشن ډانلوډ کوي کله چې دوا یا درمل له کوم درملتونه اخلي، د درملو نومونه به په اپلیکیشن کې وپلټي، بیه، تر وخت تیریدو نیټه او نور ټول معلومت به ورته وسي. که څوک زده کړي ونلري له بل کس نه به مرسته وغواړي چې زما نسخه راته چک کړه چې په مناسبه بیه مې اخیستې او درمل تر وخت خو تیر نه دي.
د دې اپلیکیشن ګټې:

۱۱: د هیواد خپل تولید ته به ځانکړې پاملرنه وشي ځکه خلګو ته به اپلیکیشن دا معلوموي چې دا د هیواد تولید ده او دا نه ده.

۲: مناسبه بیه به کلتور سي، د لوړ قیمت پلورولو مخه به ونیول سي.

۳: تر وخت تیرو یا ایکسپایر درملو د خرڅولو مخه به ونیول سي.

۴۴: کله چې په اپلیکشن کې تاسو کوم درمل وپلټئ نو د هغه اصلي عکس او د کمپنۍ برانډ به معلومیږي نو په اصلی نوم به د بدلې دوا د پلورلو مخه ونیول سي.

۵: د درملو جوړولو کمپنيو ترمنځ به سالم رقابت شروع سي.

۶۶: که کوم درملتون بیا هم په لوړه بیه درمل خرڅول، خلګ به یې اړوند کمپنۍ ته ریپورټ کوي چې د دې بیه په اپلیکیشن کې دومره خو دا یې په دي بیه پلوري.

۷:انټرنیت ته ضرورت نلري، کله نا کله به یې خلګ اپډیت کوي چې نوي درمل اضافه سي.
۸۸:د درملو جزییات په پښتو او دري ژبو دي.

اوس تاسو راته د دې اپلیکیشن په مخ کې پراته چیلنجونه یا ننګونې ووایاست چې ایا د درملو جوړولو کمپنۍ به خپل درمل راجستر کړي؟ د عامې روغتیا وزارت یې غواړي؟ افغانان داسې یو اپلیکیشن غواړي او کار به ترې واخلي؟ دا اپلیکیشن به ګټور تمام سي؟ او داسې نور…

زه مو سالمو او نیکو مشورو، وړاندیزونو ته اړتیا لرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب