حُسن جمال دی او جمال د ښکلا د کمال ښایسته مظهر دی، او مینه د دې ښکلا په لور نه تم کېدونکی رغبت او تمایل دی، همدا تسلسل د ژوند د پایښت دوام او قوام دی، (په حاضرت مي نصيب نه سوې__په آخرت کې به به دي وکړم ديدنونه)، همدغه تلپاته ښکلایزه تلوسه چې د بقا د سيند اوبه ترې بهېږي، زمونږ د دې بحث سرلیک دی د (حٌسن ورا). دا ښکلی هنري ترکیب مي د حٌسن پسنده او حٌسن پنځوونکي لوی شاعر ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي د شعري دنیا له غېږې امانت را پور او اقتباس کړ. د نوموړي د ښایسته څلوريځو په ټولګه (پسته اور) کې د حسن د ستایلو او یادولو په اړوند کابو اکثره څلوريځې ځانګړي سوي دي. د ارواښاد پسرلي د شعر لویه برخه د حسن، ښکلا او میني موتیفونو پسوللې او نیولې ده. د ده د شعر لفظي او معنوي اړخونه د حسن او جمال په نور منور دي او همدا د حسن سره رغبت او محبت د ده تخلیق ته جاویدانه هنر بخښلی دی. (حٌسن) یوه جالبه او جاذبه زړه راښکونکې لړۍ ده، او (ورا) هم د خوښيو او ښادیو په مراسمو کې د انسانانو د ډلیز بهیر د خوشحالۍ یو ګډه او ټولیزه نظاره او ننداره ده. د ورا خلک طبعا” د کومې ښادي او خوشحالي په مناسبت را ټول سوي وي او د دې ښادي د لا ښایست لپاره يې ځانونه د خپل دود او وس په اندازه سينګار کړي وي. انسان خپله د ښکلا غوره مظهر دی، دی ښکلا لري، خوښوي يې او خلق کوي یې. کله چې په دغسې ټولیز شکل انسانان سره یو ځای کېږي نو طبیعي ده چې د ښکلا سېلاب به را بهوي. دغه طبیعي منظر انسان ته یو بل تاثر او خوږ احساس ورکوي، د ده دروني دنیا په جوش او خروش را ولي. استاد په یوه څلوریځه کې دغه هنري ترکیب ډېر عالي او هنري کارولی دی چې په لوستلو يې سړي ته د حٌسن د مسلسل، ښکلي او زړه جلبونکي بهیر یو محسوس او مريي انځور وړاندي کوي:
د جنت شپه وه د حٌسن ورا وه
شور و سرور و ساز و نڅا وه
چې را په سد شوم د وصل خیال ته
د زړه دربا وه د زړه ګډا وه
شاعر کله کله د خیال په شهپري وزرو کې د مینه ګرجهان په لور الوت کوي او هلته یو بېله تماشه کوي، اوکله بیا په خوب کې د لاشعور پرنړۍ د خپلو ایډیالي جهانونو د سیاحت توریست وي. دی په یو داسي تخيیلي سفر تللی وي چې کله را ويښ سي نو د مادي جهان د عیني حقایقو څخه مرور او په حسرتي انداز د هغه تېرې ننداري حسرت او آرمان کوي، او په بیا بیا د هغه جهان د سفر ګرمه تلوسه پالي.
شعر د حسن له پلمو زېږي
د زړه له څړیکو پرهرو زېږي
فلسفه څه وي، ثمر يې څه وي
نوې شبهې وي له زَړو ږېږي
د ده د شعر سرچینه د حسن له تلوسې منشا اخلي، همداسي بهېږي او پایږي چې پایله يې د ادب په مهین او زرین ظرف کې د شعري تبحر هنري تولید دی، د تخلیق ایجاد يې د اصیل او طبیعي هنر هستول او پنځول دي.
شعر ښکلا ده له ښکلو زېږي
د ژوند نشه ده له مٌلو زېږي
یا د خوږمن زړه د پرهر څړیکه
یا سره لمبه ده له سوَلو زېږي
د استاد له ليدلوري مونږ د شعر پېژند ښه ترا کولای سو. په دې باب د ده د کره نظر نچوړ دا دی چې د شعر الهامي منبع د ښکلا له جهانه را بهېږي. هر درد، اور اولمبه، څړیکه اونشه چې شعر د یو عارضي وسيلي په توګه له ځان سره لېږدوي هغه به وي ورسره، خو اصلي جوهر او ريښه يې د ښکلا له جمالي کیفونو سره تړلې او اخښلې ده، همدغه طبیعي تړون دی چې شعر هنرږېږوي او داسي هنر چې د لفظونو په زور د زړونو پر دنیا د حکمرانی راج چلوي.
یوه لحظه نه شو له میني سوړ زړه
د حسن تږی له ژونده موړ زړه
ګمان مې نه شي چې کله سوړ شي
د پتنګانو له اېرو جوړ زړه
ارواښاد پسرلي د حسن اومیني د لزومیت او یواوبل سره د پخلاینې مسلې ته په خپلو شعرونو اوهنري فن پارو کې زښته زیاته توجه کړې ده. په پورته څلوريځه کې مونږ ته دا مسله جوتوي چې زړه د حسن په تنده پسې سرابي مزلونه کچ کوي، له ژونده به موړ سي خو له ښکلا او جمال څخه يې هيڅکله مړېده نسته، زړه په دغه عشق کې لکه پتنګ سوځېږي او خوځېږي.
هر زړه څه پوه دی په راز د حسن
په نیاز د میني په ناز د حسن
آدمه پاڅه رباب ته لاس کړه
چې څه خو واورو آواز د حسن
______
چې مینه اورده که ښکلا اور ده
چې تاو د حسن اوکه دا اور ده
پتنګ اوشمه دواړه سوځېږي
د عشق اوحسن هره خوا اور ده
د استادپسرلي شعري پنځوني دا جوت ثبوت وړاندې کوي چې نوموړی د حسن خریدار دی، حسن پالي، حسن ستایي او د حسن سره مینه کوي. دغه مینه د ده د هنر د ځلانده پایښت د راز کره دلیل دی، دا هڅه کوي چې غوښين مینه ګر زړونه چې ذاتا” د ښکلا د ذخيرې حٌسنتونونه دي ولې د مادي اغېزو په سبب کله کله د دې ښایست له جلوو ړانده او محروم سي، یوځل بیا خپل طبیعي مسیر ته راوبولي، د میني په درملو يې د مادي رنځ درملنه وکړي او انسانان بیا، بیا په ټول هنري ادبي قوت د ښکلا سره د خالصانه میني کولوته تشویقوي، د دې معنوي لذت خوندونه نورو انسانانوته هم په خورا ښه نیت پېرزوکوي.
پایله او لنډون:
استاد محمدصدیق پسرلی حسن پالونکی او ښکلا پنځونکی هنرمندشاعر دی. شعريې د انسان د حَسِین جوهر د صیقل کولو او ځلولو لپاره غوره الهامونه اوپاخه پيغامونه انتقالوي. د ده هنري هڅه دا ده چې د ښکلا اوجمال فطري شتون ته انسان متوجه کړي، انسان ته په نرمه شاعرانه ژبه دا واضح کوي چې ته ښکلی يې، د ښکلا سمبول يې، جمال وپنځوه او له جمال سره قلبي او ابدي مینه وکړه، دا مینه ستا د مادي اومعنوي بقا تضمین خوندي کوي. د استاد د شعر عمومي فضا د حسن پرستی موتیف جوړوي، د ده شعري زېرمه د دغه معنوي مفهوم خوند اورنګ تشکیلوي. لنډه دا چي استاد پسرلی د هنر د کمال تر بامه د حسن پرستي پر زرینو مزو رسیدلی او هلته هستېدلی دی. د نوموړي په ادبي دنیا کې به تل د هنري ښکلا د (حسن ورا) همداسي تانده اوخوځانده مخ په وړاندي درومي او مونږ به يې د معنوي زړه راښکون جذابه ننداره کوو.
هرنفس ته مي د نور وزرې غواړم
چې در وړي مي ستا د یادو تر دٌرشله
هرنظر مې د لمر سپينه پلوشه کړې
چې جاريږي دې د حسن تربٌرجله
ماخذونه
د استاد پسرلي د شعري پانګې ښکلي ټولګې: پسته اور او ماته شپېلۍ
په پېرزوینه اودرناوي.