دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+نورالینک د فلج انسانانو په مازغو کې چیپ ایږدي

نورالینک د فلج انسانانو په مازغو کې چیپ ایږدي

تاند – د مشهور امریکايي میلیاردر ایلن مسک، نورالینک کمپنۍ د انسان په مازغو کې د کمپیوټر د چیپ اېښودو لپاره رضاکارانو ته بلنه ورکړې ده.

د نورالینک د مغزي چیپ سټارټ اپ وايي چې په دې اړه یې موافقه ترلاسه کړې چې په لومړي ځل د انسان په ماغزو کې چیپ کښېږدي.

دا چیپ د فلج شویو ناروغانو د مازغو لپاره دي.

چیپ به له معلول سره مرسته وکړي چې هر هغه څه چې یې په ذهن کې ګرځي، د کمپیوټر پر سکرین یا شیشه ټایپ شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه کسان چې د نخاع د ټپي کېدو له کبله فلج شوي یا په نورو دماغي ناروغیو اخته شوي، په دې څېړنه کې د رضاکارانو په توګه برخه اخیستی شي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د رضاکارانو له منځه به څو تنه غوره شي. دا پروسه به شپږ کاله دوام وکړي.

په دې څېړنه کې، د روباټ په مرسته د مازغو رابط ایمپلنټ یا چیپ په مازغو کې د حرکت د کنټرول په ځانګړي ځای کې اېښودل کېږي. د دې څېړنې اصلي هدف دا دی چې ناروغ د کمپیوټر یا کیبورډ په وسیله هغه څه کنټرول کړي چې په ذهن کې یې ګرځي.

د نورالینک کمپنۍ د سرچینو په وینا، دې شرکت هیله لرله چې د ۱۰ تنو په مازغو کې به خپل ایمپلنټونه کېږدي خو وروسته له دې چې دامریکا د خوړو او درملو ادارې اندېښنه ښکاره کړه، نورالینک د لږ شمېر کسانو په مازغو کې د چیپ د اېښودو په اړه خبرې پیل کړې.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د امرکیا د خوړو او درملو ادارې به په دې څېړنه کې د څو تنو ګډون تایید کړی وي.

ایلن مسک، چې د نورالینک کمپنۍ خاوند دی، نورالینک ته ډېرې لویې هیلې لري او غواړي چې د زیات چاغښت، اوتیزم، ذهني پریشانۍ او سکیزوفرني د درملنې لپاره د چیپونو د نصبولو جراحي چټکه کړي.

متخصصان وايي، حتي که دا تایید هم شي چې د انسان په بدن کې د مازغو او کمپیوټر د ارتباط لپاره د چیپ نصبېدا خوندي ده، بیا هم لږترلږه یوه لسیزه پکار ده چې دا کمپنۍ له هغو څخه د تجاري استفادې جواز ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب