کتاب: وړانګه وړانګه لمر
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز
څلورمه برخه
نېستمن هغه دی، چې حاصل یې تر خواهش کم وي. د چا چې حاصل تر خواهش کم وي، هغه شتمن دی. یا به ووایو، چې نېستمن هغه دی، چې لګښت يې تر عایده ډېر وي. شتمن هغه دی، چې عاید یې تر لګښته ډېر. نېستمن که خپل خواهشات تر لګښتونو کم کړي، هوسا به شي. که تر ځانه شتمنو خلکو سره ځان پرتله کوي، هېڅ کله به سوکاله نه شي. ژورو ته وګورئ، ځان به لوړ ووینئ. لوړو ته وګورئ، ځان به ټیټ ووینئ. نو شتمني او نېستي، لوړه او ژوره یو احساس دی. خپل احساس مو اصلاح کړئ.
فکر بدلېدلی شي، خو د کېدونکي کار چاره نشته.
د محب او محبوب بېل بېل تعریف مشکل دی. د مینې له اړیکې دواړه، دوه شوي دي. د یوه هم په بل لوړاوی نه شي بیانېدلی. د محبوب مقام، د محب تر مقامه ټیټ یا لوړ نه شي بلل کېدی. د یوه شتون د بل له برکته ده. په دنیوي اړیکو کې د محب او محبوب پرتله ناشونې ده. د حقیقت په نړۍ کې خو لا ډېره ناشونې. الله له خپل محبوب سره څومره مینه لري، چې د کایناتو د تخلیق سبب يې وباله. الله له خپلو پرښتو سره په ګډه په خپل محبوب درود لېږي. د هغه ذکر لوړوي. د هغه شان بیانوي. او محبوب ص د خپل رب عبادت کوي، د هغه تسبیح بیانوي. د هغه لپاره ژوند او د ژوند بوختیاوې ځانګړې کوي.
تر څو چې حرص موجود وي، وېره به هم وي. هغه چې له حرصه ازاد شو، له وېرې يې ځان بري کړ. له ژوند سره مینه وېره زېږوي. د هدف مینه، انسان د مرګ له وېرې خپلواکوي.
ګناه د دیني حکم خلاف عمل ته وایه شي. جرم د حکومت د حکم خلاف عمل دی. د ګناه سزا الله ورکوي او د جرم سزا حکومت. له ګناه نه چې توبه وشي، سزا پرې نه ورکول کېږي. خو جرم نه بښل کېږي. د ګناه سزا په اخرت کې او د جرم سزا په همدې دنیا کې ده. په ګناهونو هغه حکومت سزا ورکولی شي، چې الهي حکومت وي. که له توبې وروسته له انسانه بیا ګناه وشي، نو بېرته باید توبه وشي. معنا دا چې که مرګ راځي، د ګناه په حالت کې را نه شي د توبې په حالت کې راشي. توبه چې قبوله شي، نو هغه ګناه بیا هېڅ کله له سړي نه کېږي او نه د هغې ګناه یاد پاتې کېږي. رښتینی توبه ګار داسې دی، لکه نوی زېږېدلی ماشوم.
د کوم سفر چې انجام کامیابي وي، هغه ټول سفر باید کامیابي وبلل شي.
له موږ نه چې خوشالۍ کډه وکړي، په ځای يې غم راشي. څومره چې خوشالي لویه وي، هماغومره به غم لوی وي. غم د خوشالۍ د تلو نوم دی.
بریا او ماتې دومره مهمه نه ده، څومره چې د هدف انتخاب. د نېک هدف په سفر کې ناکامه انسان په بد هدف کې تر بریالي انسانه په درجو، درجو بهتره دی. داسې هم امکان لري، چې یو سړی دې د خپل هدف په ترلاسي کې بریالی شي، خو ژوند يې ناکامه وي.
بشري پېشګیري او پېش بندي د فطرت په چارو کې خنډ نه شي جوړولی.
دروغجن انسان چې الهي کلام هم بیانوي، اثر به يې نه وي. د رښتینولۍ د بیان لپاره د صادق ژبه پکار ده ـــــــــــ بلکې د صادق خبره اصلاً صداقت ده. څومره چې لوی صادق وي، هماغومره به لوی صداقت وي.
د فطرت کتاب مطالعه کړئ. په غور. په فکر. له ختیځ نه راختونکی لمر د څومره ستر انقلاب پیغام ځان سره راوړي. خاموشۍ په غږېدو شي. تیارې په ورکېدو شي. رنګ رنګ ګلان په غوړېدو شي. د تازه هوا څپې او د مرغانو نغمې او تر ټولو ستر شاهکار، یانې انسان، له خوبه را بیدار شي. بیا هماغه دنیا، هماغه رنګینۍ، د ژوند زمزمې، د مرګ منظرې، مینه، کرکه، هره خوا یو نه یو څه پېښېدل پیل شي. یو ستر پیغام د ویښتیا، د عمل، د معاش د ترلاسي، له مېږي تر شاهینه، له ګیدړې تر زمري، له نېستمنه تر شتمنه، ټول په کار بوخت شي. څوک کور ته روان دی، څوک له کوره روان دی. طاووس نڅېږي. بلبلې نغمې غږوي او په خوشبویانو ټول کاینات معطر وي. دا ټولې د فطرت نندارې دي. تاسو د فطرت له رنګینیو د فاطرِ مطلق، حسنِ تخلیق ته ځیر شئ. د مالک ارادو ته تم شئ. سترګو ته بینايي بښونکی، په خپله په رنګونو کې برېښي. د اورېدو حس بښونکی د نغمه ساز په ساز کې نغښتی. هغه چې مرغان تشه ګېډه او تش لاس له خپلو ځالو راوباسي، د هغوی د خوړو غم يې خوړلی دی. د زمري خوړو ته يې ژوند ورکړی. د عقاب خوراک په هوا کې الوځي. د ټپوس خوراک مردار شوی. سترګو ته يې د نندارو خوراک پېرزو کړ. غوږو ته يې د نغمو خوراک. زړه ته د احساس. خالق په فطرت کې د تخلیق کارنامې وړاندې کړې. غور وکړئ، چې څه، څه نه دي روان. خپل څو ورځنی ژوند مو په دې نندارو کې بوخت کړئ او له نعمتونو څخه تر منعمه خپل خیال وغځوئ. له فطرته تر فاطره، له تخلیقه تر خالقه، له ذکر نه تر مذکوره ـــــــــــ خپل فکر هم مهم دی، خو تر ټولو مهم د هغه چا فکر دی، چې ته یې صاحبِ فکر پنځولی یې.
د انسان د سفر ذوق د ده نیم لارښود دی. یا به ووایو، چې د سفر ذوق نه وي، نو هېڅ لارښود نشته.
زموږ تر تلو وروسته به دنیا هماغسې ودانه و ولاړه وي، چې زموږ تر راتلو له مخه وه.
الله تعالی چې حقایق څومره واضح کړي دي، هغه د بندګانو د هدایت لپاره بسندویه دي. د ډېرو وضاحتونو ارمان په ګمراهۍ کې د اخته کېدو وېره پیدا کوي. له الله تعالی باید دا پوښتنه ونه شي، چې ولې یې داسې وکړل او ولې يې هغسې ونه کړل، بلکې د دې برعکس موږ پخپله باید چمتو اوسو، چې خدای به له موږ نه پوښتنه کوي، چې ولې مو داسې وکړل او ولې مو هغسې ونه کړل.
حکومت نا اهله کېدلی شي، بې اخلاصه نه شي کېدلی. له هېواد سره اخلاص د حکومت مسؤلیت هم دی او اړتیا هم. هېواد چې سلامت وي، حکومت بقا کولی شي. د همدې لپاره حکومت همېش مخلص وي. مخالف ګوند حکومت ته بې اخلاصه وايي او حکومت خپلو مخالفینو ته د هېواد دښمن وايي. هغه انسان چې تر لس کاله ډېره موده يې په هېواد کې تېره کړې وي، هغه د هېواد دښمن نه شي کېدلی. د چا چې د مور او پلار قبر په هېواد کې وي، هغه خاین نه شي کېدلی.
په خپلو دعاوو کې الله تعالی ته لاره مه ور ښيئ، چې باید داسې وکړي، داسې ونه کړي. په پلاني قوم باید رحم وکړي. په پلاني غضب او پلانی باید تباه کړي. ځینې خلک ځان ته د خدای د مشاور فکر کوي او هغه ته لګیا وي: دلته فضل وکړه. دلته تباهي جوړه کړه. هغه پلانی نیست و نابود کړه. زه او زما اولاد د تل لپاره د پاچاهانو پاچاهان وګرځوه. داسې هېڅ کله نه ده. الله تعالی د خپل حبیب ص دښمن هم نه دی تباه کړی. بولهبي شرارې، د مصطفوي څراغ ضد دی، خو پېژندنه یې ده. شیطان د الله دښمن دی، ضد یې دی، خو پېژندنه يې ده. دا سنة الله نه ده، چې الله دې خپل دښمنان اصلاً ژوندي پرې نه ږدي. د الله قانون داسې دی، چې نه منونکو ته هم وايي چې «تاسو مې مه منئ، زه به ستاسو بینايي وانه خلم. دنیوي روزي به درباندې ونه دروم. خپل احسانات به درباندې کوم. تر سرکښۍ وروسته به هم زما لور ته راګرځئ. او هغه ورځ به پوه شئ، چې تاسو څه کول.» له الله نه د چا بربادي مه غواړئ. د ټولو اصلاح، د ټولو خیر، د ټولو ښېګڼه غواړئ.
مرګ د ژوند محافظ دی او ژوند د مرګ عمل دی.
د غم شتمني ته هم په کمه سترګه مه ګورئ. د غم پانګه ډېر لوی عنایت دی. په هغه شخص لوی کرم دی، چې شپې یې ویښې شي او سحرمهاله آه و اوښکې يې په برخه شي. د غمځپلو زړونو دعا له قومونو مصیبتونه لرې کوي. د وروستۍ برخې شپې په ژورو تیارو کې بهېدونکې اوښکې د ملتونو لپاره ډیوې او څراغونه ګرځي. غم هغه جادو دی، چې عطار، رومي، رازي، غزالي او اقبال زېږوي. غم که ذاتي هم وي، تاثیر یې په ټوله نړۍ وي. غم، کمزوری انسان رژوي او قوي انسان ښېرازوي.
یو کافر په خپل کفر ویاړي، یو مؤمن ولې په خپل ایمان فخر نه کوي!
د ګل یوه ورځ ژوند د ازغي تر څو کالو ژونده غوره ده.
د الله کریم وینا ده: «زما رحمت زما تر غضبه پراخه دی.» د دې الهي وینا مفهوم څه کېدلی شي، د لامحدود هر صفت لامحدود وي. یو لامحدود چې له بل لامحدود نه کم شي، نو څنګه دوام کولی شي. د خدای غضب، د غضب په توګه نه دی. الله که انصاف پیل کړي، نو غضب به وي. معنا دا چې د هغه رحمت تر انصافه ډېر پراخه دی. معنا يې دا شوه، چې که موږ ته زموږ له اعمالو سره سم عبرت را کول شي، نو زموږ کامیابي د اندېښنې وړ ده. موږ یوازې د رحمت په اسره نجات موندلی شو، بلکې د رحمة للعالمین اسره زموږ د خلاصون لاره ده. معنا یې دا شوه، چې له الله څخه د خپلو اعمالو په حواله باید انصاف ونه غوښتل شي. له هغه یوازې د رحم ارزو بویه. شفاعت رحمت دی او انصاف غضب، او رحمت په غضب برلاسی دی.
ژوند له عاید او لګښته پرته هم ډېر څه ده. دې کې څېرې هم شته او سترګې هم.
د هر علم خلاف یو علم دی. د خپل علم له مخالفو علومو څخه د ځان ساتنې علم هم باید ولرو. څراغ لګول اسانه دی. له طوفانونو ژغورل يې اړین هم دی ستونزمن هم. د هر ارمان مخالف ارمان هم موجود وي او د هر انسان دننه تضاد او بې یقیني يې په سم وخت کې تصمیم نیولو ته نه پرېږدي. نېکمرغه انسان سم تصمیم نیسي او سم ګام په سم وخت کې پورته کوي. پایله يې رب ته سپاري.
د بښونکي په نزد د ګناه څه ارزښت؟ د عطا په مخکې د خطا څه ذکر؟
موږ په یوه ټولنه کې ژوند تېروو، خو د رب په نزد فرد، فرد ځواب ویونکي یو.
د هر انسان رزق د هغه د بدن په يوې برخې کې خوندي دی. د دغې برخې ساتنه وکړئ. مثلاً د ليکوال روزي په ذهن او یادداښت کې ده. په قلم کې ده. د ويناوال په ژبه کې. د سندرغاړو د غاړې په اواز کې. ان د ځينو رزق يوازې په څېره کې دی. د ځينو روزي د لاس په قوت کې ده. د ځينو په درغلۍ او فریب کې. د ځينو په ايمان کې. د ځينو په بې ايماني کې. د ځينو رزق په معلوليت کې وي. د معصومو ماشومانو رزق د هغوی په معصوميت کې دی. په ځينو هېوادونو کې جنسي کاروبار هم د اقتصاد يوه برخه ده. لنډه دا چې انسان د خپل بدن د يوې برخې په مټ د خپلې ګېډې خدمت کوي. سفر کوونکي او توريستان د سفرنامو په ليکلو خپل رزق ترلاسه کوي. په لويو، لويو استانو کې لنګرونه پخېږي. تاسو پوهېږئ، چې دغه رزق له کومه راځي؟
يوه ملګري بل ته وويل، «تا هغه کيسه اورېدلې ده؟» ملګري ځواب ورکړ، «نه، ما يوه بله کيسه اورېدلې ده.»
تر مرګه ډېر وېروونکی شی، له مرګه ډار دی.
د هغه شي يادونه مه کوئ، چې ليدلی مو نه وي او د هغه شي به هم څه يادونه وي، چې ښکاره يې نه شې کړی.
مشرق او مغرب په همدې ځمکه دي. په اسمان کې مشارق او مغارب نشته. اسمان بې لوری او بې جهته دی.
د خطرونو په شتون سربېره، ژوند تر ټاکلي وخته مخکې پای نه شي موندلی او له احتياط سره، سره ژوند تر ټاکلي وخته ډېره بقا نه شي کولی.
چې سترګې ونه لرې، د نندارې څه ګناه؟ چې زړه دې حضور ونه لري، د حقيقت قرب په څه معنا؟ د سفر هيله چې نه وي، د سفر جزا په څه معنا؟ زړه دې چې مومن نه وي، د خولې کلمه د کوم درد دوا؟ د هدف فيض او برکت انسان سفر ته آماده کوي. د کوم شي چې هيله شوې وي، هماغه به د هيلې پايله وي. يانې پخپله هيله، د هيلې پايله او حاصل دی. د حقيقت په سفر کې نيت هم حقيقت او سفر هم حقيقت.
سترګې مو د آسمان په لور ونيسئ، خو دا مه هېروئ، چې پښې په ځمکه ايښودل کېږي.
د بې اعتدالي تر دې لويه سزا څه کېدلی شي، چې د خوړو په ځای به درمل خورې.
د هغه په لورېينو الحمدلله او په خپلو تېروتنو استغفرالله بايد تل په ژبه جاري وي.
د دوو انسان ترمنځ داسې خبرې ــــــــ چې اورېدونکی وانګېري چې رښتيا دي او ويونکی پوهېږي چې دروغ دي ـــــــــ چاپلوسي بلل کېږي.
په بې رنګه ځمکه کې له بې رنګه تخم او بې رنګه اوبو څخه رنګونه څنګه را وټوکېدل؟
له تسليمي وروسته، د امر منکر شيطان دی.
بسنه نه کوي، چې یو مسلمان دې يوازې اهل قران وي. له قرآن مبين راوړونکي ص سره قوي نسبت هم ضروري دی. د قران کريم اصول د نبي کريم ص ژوند دی. يا دا چې د نبي کريم ص په ژوند او د ژوند په قرآني اصولو کې فرق نشته. تر دې چې د قرآن کريم تر نزول له مخه هم د نبي کريم ص ژوند له قرآني اصولو سره برابر وو.
زموږ د ژوند تر ټولو لویه پېښه دا ده، چې ګڼ موخیزه یو. د نن ورځې انسان په یوه وخت کې لسګونه کارونه کوي او غواړي ويې وکړي. ډېرو خواوو سره وابستګي په انسان کې مستقل مزاجي له منځه وړي. د نن ورځې انسان د کمپیوټر غوندې ژوند تېروي. په ماشیني دور کې پایېدونکی انسان د مشین برخه ګرځېدلی دی. له جذباتو بې برخې، نا اشنا ــــــــ نه له مینې سره اشنا، نه له وفا خبر. نه له غمه تېرېږي، نه خوشالي پېژني. د نن ورځې تراژیدي دا ده، چې نن ورځ هېڅ تراژیدي نشته. تراژیدي مړه شوې ده. د نن ورځې ژوند نه مرثیه ده او نه قصیده. انسان ګڼ ژوندونه تېروي او حتمي ده، چې ګڼ مرګونه به ویني. له ګڼ موخیزه ژوند نه اصلاً بې موخې ژوند جوړېږي. د ټولو یار، د هیچا یار هم نه وي. د چا چې له هر چا سره اړیکه پرې وي، د هغه له ځان سره هم اړیکه نه پاتې کېږي. یوازې صورت د انسان پاتې دی، صفات يې ټول بدل شوي دي. په انسان څه شوي دي؟ یوازې همدا ویلی شو، چې انسان چې څه وو، اوس هغه نه دی. ممکن په کومه پېښه کې انسان مړ شوی دی او اوس یې یوازې کالبوت پاتې دی.
تر څو چې په سترګو کې اوښکې وي، انسان د خدای تصور نه شي پرېښودلی.
منافقت انسان د الله تعالی له قربته بې برخې کوي. منافق هغه شخص هم دی، چې له اسلام سره مینه کوي او له مسلمانانو سره دښمني. منافق هغه هم دی، چې په ظاهر او باطن کې يې فرق وي. په خلوت او جلوت کې يې فرق وي. هغه چې خبرې يې رښتیا او ژمنې يې دروغجنې وي. هغه چې له دښمنانو سره په خندا، خندا خبرې کوي او په ملګرو پسې ملنډې وهي. هغه چې له احسان کوونکو سره وفا نه کوي. هغه چې له انسانه مننه نه کوي خو د خدای حمد بیانوي. هغه چې د امانت ساتنه نه شي کولی. هغه چې له ځانه بهتره انسان يې تر سترګو نه ورځي. هغه چې خپل دماغ تر ټولو لوی دماغ ګڼي. هغه چې په دې نه شي پوهېدلی، چې الله کله وغواړي، د غڼې له نازکې ځالې هم یو قوي دلیل پیدا کولی شي.