جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+که انسان نه وی تاریخ به نه وی

که انسان نه وی تاریخ به نه وی

دریمه برخه

افغانستان له تاریخ نه د مخه

استاد شهسوار سنګروال

موږ د مخه وویل چې د بشر په تاریخ کې د وروستیو علومو وده او پرمختګ د‌ پام وړد ی، لکه انتروپولوژي (د انسان طبعی تاریخ)، انتولوژي، سوسیولوژي او په ټوله کې د بشر پېژندنې، ټولنپوهنې، لرغونپوهنې او د نورو پوهنو په رڼا کې ،څېړونکو د لیک لوست له پيدايښت د مخه انساني ټولنې ته، له تاریخ نه پخوا پېریا قبل التاریخي دوره ویلی ده .

یو شمېر څېړونکو چې کومې څېړنې په دجلې، فرات، اکسوس، اندوس او هلمند (په لرغونو اثارو کې هېرمنه، هرمید یاد شوی دی) په سیمو او حوزو کې کړیدی، د بین النهرین پراخه سیمه د تمدن لومړی ټاټوبی ګڼل شوی دی.

پروفیسور «هرزفلد» د نورو سیمو د څېړنو په ترڅ کې د هلمند سیمه له تاریخ نه د مخه پېر کې د هغه مهال لرغونو انسانانو لپاره د ژوند کولو یوه ښه سیمه بللې وه.

نه یوازې د هلمند سیمی بلکې د ارغنداب د رود په غاړه پرتې ځمکې او همدغسې له افغاني سیستان نه راواخله د امو د سین تر غاړو سیمې د انساني ژوند لپاره ډېرې مساعد ې او په زړه پورې وې.

 د افغانستان ډېرې سیمې له تاریخ نه وړاندې دوره کې نه یوازې اریایایي ټبر ته د استوګنې یوه غوره حوزه وه، بلکې له اریایي وګړونه د مخه هم زموږ د هېواد بېلابېلې سیمې د نا اریایي ټبر استوګنو ته ګټورې وې.

د ډبرې په لومړي پېر کې د لومړني انسان ژوند تر ډېره بریده په غارونو او سمڅو کې وواو څرنګه چې افغانستان یو غرنی هېواد دی، نو د سمڅو او غارونو ژوند د پنځه سوو زرو کالونه را پدې خوا په اسیا کی دود وواو د ۴۵۰ زرو کالو، په وروستیو «۵۰» زره کالو کې ښکاریانو د اسیا په ډېرو هېوادونو کې، چې موږ چین، افغانستان ،(هند ،مینځۍ اسیا…لیکوال )او ایران د بېلګې په توګه یادولی شو ژوند کاوه.[1]

د وخت شوروي پوهانوهم په سمڅو کې د ژوند په تړاو ډاګیزه کړېده، چې له تاریخ نه پخوا د امو سین به غرنیو سیمو کې د وخت لومړنیو انسانانو په غارونو کې ژوند تېراوه او د هغه مهال د غارونو ژوند د آمو سین، هلمند سین او د سیند حوزو کې ډېر نامتو وو او د ژوند ډېرې اسانتیاوې درلودې.

په ټوله کې د ژوند کومې اسانتیاوې چې د کار د وسیلو او وسلو له مخې یې د ښکار غوښې تر لاسه کولې او یایې نورې اړتیاوی پدغو ابزارو سرته رسولې، عمر یې د «کاربن ۱۴» اصولو له مخی ټاکل کیږي .

په دغه لړکي تر لاسه شوي توکي دا ښېي، چې ښایي عمر یې د ۵۰ زرو کالو په شاو کې وي او کوم توکي چې د قره کمر له سموڅی څخه ترلاسه شول او د کاربن ۱۴، تجزې له مخی په فیلادلفیا او شیکاګو کی وکتل شول، په ډاګه شوه، چې عمر یې له نن نه د ۳۰-۵۰ زرو کالو ته رسیږي.

 د سیستان په ناد علي سیمه، د ایران په سهل او د کوټې په رولایي کې، هم کوم لرغوني توکي چې تر لاسه شویدي هغو خلکو پورې اړه لري، چې په خټه اریایان نه ول، د کیمیاوي تجزې او تجربې له مخې (کاربن ۱۴) څرګنده شوه چې د قره کمر د سموڅې توکې د ډبرې لرغوني پېر، مینځني او معاصرو پېرونو پورې تړاو درلود.

د دې لپاره چې له تاریخ د مخه پېر په اړه د افغانستان له بېلابیلو سیمو څحه په لنډه توګه معلومات تر لاسه کړو، د څو بېلګو یادونه کوو:

۱-هزارسم (زرسموڅې)

د اوسپنې او فلز له پېر نه د مخه د ډبرې په بېلابېلو پېرونو کې، د انساني ژوند کومې وسیلې تر لاسه شویدي داسې انګېرل کیږي، چې له اریایانو نه د مخه کوم توکم او وګړي چې پدې خاوره استوګن ول ، له ځنو نښو نښانو نه څرګند ېږي، چې عمر یې لسګونو زرو کالو ته رسېده.

له سمنګانو، بلخ، هلمند، بدخشان، کندهار، غزني او د هېواد له نورو سیمونه نه تر اوسه چې کوم توکي او اثار تر ګوتو شویدي یو ټاکلی زمان او مکان را په ګوته کوي، چې د دغو په لړ کې یو هم هزار سم دي.

زر سموڅی د سمنګانو په ۱۶ کیلو متري کې پرتې دي، چې په د ېوالویی یو شمیېر انځورونه هم کښل شویدی.

لرغونپوهانو د خپلو څېړنو په ترڅ کې د زر سموڅو انځورونه د هغو اروپایې هېوادونو لکه هسپانیه، ایتالیا، سویس او ایرلینډ انځورونو سره پرتله کړیدي، چې د دغو هېوادونو، له تاریخ نه پخوا لرغونو توکو سره ورته دي.

د زر سمو څو په انځورونو کې د انسانانو او څاروېیو عکسونه لیدل کیږي، چې عمر یې لرغونې او مینځنۍ ډبرې (چې ۵۰۰۰۰ کاله شاوخوا په ګوته کوي) ته رسیږي.

د لرغونې مینځنی (چقمق middle Paleolithic) او معاصرې ډبرې پېرونه نه یوازې په زر سمو څو کې محدودېږي بلکې د دغو توکو او اثارو پرتله د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم تر سترګو شویدي.

Eiddtta castaldi او Louis Dupree د څېړنو پر بنسټ کوم لرغوني توکي چې د لغمان په الیشنګ کې لیدل شویدي د زرسمو څو له توکو سره د پرتلې وړ ګڼل شویدی،که څه هم د لرغونتوب له مخې دهزارسم توکي پخواني دي.[2]

کوم لرغوني توکي، چې له تاریخ نه د مخه د ډبرې پېرونو یا د فلز د دورې په مهال کښل شویدي، يو ټاکلی زمان په ګوته کوي، چې د هېواد له بېلوبیلو سیمو نه تر ګوتو شوی دي. لکه د سمنګانو له دادل درې، چخماخ درې، هزار سم څخه، د بدخشان له کور درې، د غزني له ناور، د خلم له قره کمر، د بلخ له آق کپروک، د کندهار له مونډي ګګ، د سیستان له نادلي، د هلمند له مصنوعي غونډۍ او نوری سیمې یادولی شو، چې له دغو سیمو څخه خټین لوښي، ډبرین توکي، له خاورین توکو سربېره فلزي او برنجي ډول ډول توکي، داوزې اویو شمېر نورو څار وېیو انځورونه، ګلدانونه او داسې نور توکي تر ګوتو شوي چې له تاریخ نه پخوا پېر پورې اړه لري.

د هزار سم سیمې د جغرافیوی جوړښت له مخې، له تاریخ نه د مخه دوره کې ځانګړی ارزښت درلود. هغو کاروانونو چې د دوه موهمو بودایي پلازمینو تر مینځ، چې د هېواد په شمال کې د ایبکو تخت رستم او د هندوکش په سهل کې بامیان، چې کا ر وا نونو به تګ و راتګ درلود، د هزارسم درې ته یې ځانګړي دب دبه بښلې وه.

که څه هم د بودېزم له خپرېدو د مخه هم د هزارسم سیمه د هغه مهال وګړو ته د استوګنې لپاره داسې موهمه وه لکه څنګه چې د قره کمر سیمه د پام وړ وه، د دې سیمو ترمینځ هغه جغرافیوي خپلوي وه، چې هم د سمو څو جوړښت سره ورته وه او هم یې د موندل شوو توکو بڼه…

د ایټالوي کار پوهانو پلاوي (۱۹۶۱ ز کال) څو ټکو ته ګوته نیولې ده. لومړی دا چې هزار سم د هغه مهال د وګړو لپاره د استوګنې یوه ډیره موهمه سیمه وه او دویم دا ، کله چې د هزار سم سیمې د استوګنې ارزښت خپل کړ، بیا نو هغو کاروانونو، چې توکي یې په څاروېیو لېږدو ل ، نه یوازی د هندوکش دو ا ړو غاړو ته تلل او راتلل بلکې مینځنۍ اسیا ته یې هم تګ و راتګ پیل کړ.

هزار سم له لرغونې ډبرې را واخله د بودېزم تر خپرېدو پورې یوه موهمه سیمه وه د دې سموڅو او سید ونکو ورو  رو کرهڼې ته مخه کړه او له بودایې پېرنه راواخله د اسلام تر خپرېدو پورې، دې سیمې خپل ارزښت خوندي کړي وو.

۲- شمشېر غار

په ټوله کې افغانستان یو غرنی هېواد دی، په هر سیمه کې په لسګونو طبعی سموڅې شتون لري، چې یو وخت انسانانو پکې ژوند کاوه او کله چې د استوګنې کورونه جوړ شول، نو بیا به یې په دغو سموڅو کې څاروي ساتل او روزل.

لرغونپوهانو چې د افغانستان کومو سیمو ته لاس رسی پیدا کړیدی او یو شمېر سموڅې یې له نږدې لیدلي دي، چې پدغه لړ کې یو هم «شمشېر غار، چې د کندهار لویدیز اوسهل لویدیز کې پروت دی دبېلګې په توګه یادولی شو.

د هغو کند نو له مخې چې په دغې سیمه کې د نیویارک د موزیم یوه لرغون پوه « لوی د یو پره چې په ۱۹۰۱ ز کال کومه څیړنه کړېده، دغه غار یې د ځانګړي جوړښت له مخې یوه تاریخي سیمه بللې ده.

که څه هم دی انګېري، چې له تاریخ پخوا دلته د استوګنې نښې نښانې ندي تر سترګو شوي، ولې د کوشانیانو، یپتلیانو او ساکانو په مهال ان د اسلام د سپېڅلی دین تر خپرېدو پورې، انسانان دلته مېشت او ودان ول .

– له تاریخ نه دمخه ، یوه بله موهمه سیمه چې د هغه مهال انسانان پکې استوګن ول، هغه د هلمند او ارغنداب تاریخي سیمه وه چې اوږد تاریخ لري. پدغه سیمه کې د فرانسی اوامریکا لرغونپوهانو په بېلابېلو وختونو کې خپلی څېړنې کړیدي.

په ۱۹۳۶ ز کال فرانسوی کار پوه پوهاند هاکن او د قبل التاریخ متخصص پروفیسور ګرشمن په مرسته کومې کندنې چې پدې لوې پراخې سیمه کې کړیدې، دایې په ګوته کړېده، چې له تاریخ د مخه پېرکې ،که وګړو یې له یوې خوا په سموڅو کې ژوند کاوه، خو له بلې خوا د یوه مناسب اقلیم درلودونکو سیمې په توګه  دلته د ماهیانو او څاروېیو ښکارهم کاوه، چې موږ ارغنداب، هلمند، سیستان، چاربرجک، ترنک، فراه، جووین، پنجوایی او د منډیګګ غونډې د ساري په توګه یادولی شو.

کله چې پروفیسر هاکن د دې سیمې په ارزښت پوه شو، د پرلپسې مقالو او لیکنو له مخې یې د ډېرو لرغونپوهانو پام دې سیمې راواړو، نو ځکه خو د امریکا او فرانسې کار پوهانو په ۱۹۴۹، ۱۹۵۰ او ۱۹۵۱ کلونو کې خپلې کندنې او څېړنې پراخې کړې او دایې د خپلو سپړنو له مخې ډاګیزه کړه، چې له تاریخ پخوا، انسانان دلته د هغه مهال له مخې د ښه ژوند څښتن ول.

۳- منډیګګ

د لومړني کار په توګه کله چې د فرانسې د لرغونپوهانو د پلاوي مدیر موسیو ګرشمن په افغانستان کې کار وکړ، نو بیا د ۱۹۵۰ کال د سروې له مخې د هر چا پام دېته شو، چې په یو شمېر کندنو لا سپوری کړي د دغو کندنو په ترڅ کې یوه ډېره موهمه غونډۍ چې د مندیګګ پنوم یادیږي وموندل شوه.

د څېړنو په ترڅ کې څرګنده شوه چې پدغه غونډۍ کې د پنځه زره کالو په شاوخوا کې له تاریخ نه پخوا دلته دانسانانو ژوند یقیني وو. دغه غونډۍ د کندهار په شمال لویدیز د کشک نخود په سیمه کې، شاه مقصود غره ته څېرمه موقعیت لري.

لکه څرنګه چې د زر سموڅو جغرافیوي جوړښت د بامیانو او سمنګانو تر مینځ کاروانونو ته د پام وړ وو، دارنګه د مندیګګ سیمې هم د ارغنداب ااو هلمند تر مینځ د کاروانونو تګ و راتګ ته زمینه برابره کړې وه.

د کندنو له مخې معلومه شوه، چې دلته څو پوړیزه لرغونی ماڼۍ اوا بادیۍ په بېلابیلو وختونو کې جوړې شویدي او دا په ګوته کوي، چې له تاریخ نه پخوا پدغه غونډۍ کې انسانانو ژوند کاوه او وروورو یې کرهڼې او مالدارۍ ته مخه کړه.

که چېرې د نړۍ لرغونپوهان د اوسنۍ پرمختللې تکنالوژي له مخې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، غرونو او غونډېیوکي کندنې او څېړنې وکړي. ښایي ډېر داسې څه تر ګوتو کړي، چې د قبل التاریخ ډېر تیاره ګوټونه روښانه کړي.

موږ چې کومې بېلګې دلته وړاندې کړي، دا هغه سیمی او غونډیګانې وې، چې تر اوسه پورې لرغونپوهانو کندنې او څېړنی کړيدی. ښایې په راتلونکي کې داسې سپړنې ترسره شي، چې د تاریخ او قبل التاریخ تت ګوټونه وځلوي.

موږ د تاریخ نه د مخه او تاریخي پېر تر مینځ د نیمه تاریخي پنوم یوه بله دوره هم لرو، چې باید ورته تم شو او پدې هکله هم یوه څه رڼا واچوو.

د لیک لوست له ایجاد او پيدایښت (۳۰۰۰ – ۳۵۰۰ مخزیږ دي) نه د مخه «موږ د هېواد نیمه تاریخي دوره د ویدي سرودونو له ویلو سره راپېلیږي، دا وخت لا خط ندی اختراع  شوی خو اریایان د لرغونې اریانا، یا د اوسني افغانستان په شمال کې استوګن شوی ،پنځېدلي، لېږدېدلي اوکوچیاني ژوند یې پیل کړی وو…» [3]

که څه هم د نړۍ اوسنیو لیکدودونو او لیکبڼو ته ورته لیک نېټي یادونه وشوه ، ولې یو شمېر ژېپوهان پدې اند دي، چې انځوریز او تصویري لیک د مخزیږ دي نه ۶۰۰۰ کاله د مخه کښل شویدی.

 ښایی د افغانستان په نیمه تاریخې پېر کې هم داسې بیلګې شتون ولري، یا خو تر اوسه موندل شوي ندي او یا به د زمانې توپان پخپلو خونړیو منګلولو کې د هغه وخت نښې نښانی مروړلې وي . لکه څرنګه چې د اوستا لرغونونسخو ته یو نه هېریدونکی او نه په لاس راتلونکی زیان ورسید، کېدی شی، چې ویدي سرودونو ته هم اوښتی زیان د لرغونو اریایانو هغه دب دبه بیا را غبرګه نکړي.

د مثال په توګه، موږ په روایتي بڼه تل دغه خبره کړې او کوو یې، چې افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري ، ولې اوس دغه روایت یو څه رښتنې بڼه خپله کړېده اوان داسې انګېرنې لا هم شتون لري چې دغه عمر۶۰۰۰کلن ښېي .

هغه نیمه تاریخي او نیمه افسانوي کیسې او استورې، چې په اریایې سرودونو کې به یې یادونه کېده، د لرغونپوهانو د کندنو په پایله کې خپل رښتنتوب څرګند کړ.

موږ د مخه د مندیګګ د غونډۍ یادونه وکړه، چې د خپلو توکو پر بنسټ یې د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ وځلوه او یا له تاریخ نه د مخه پېر، څرک پکې وپنځېد.

د قبل التاریخ متخصص، فرانسوي لرغونپوه «موسیوکزال» د خپلو سپړنو په ترڅ کې وویل، چې د مندیګګ په غونډۍ کې په بېلابېلو وختونو کې پنځلس (۱۵) پوړیزه ودانۍ ابادې شوي دي.

دا یوازې د افغانستان په اوسنئ جغرافیه کې نه، بلکې په ټوله سیمه کې له امو سین نه راواخله تر هلمنده، ارغنداب ان تر سینده پورې د دغې جغرافېې موندل شوي توکي یو د بل سره ورته دي.

د ساري په توګه هغه مهال، چې مروې ته نږدې د «انو» په سیمه کې د مس کارونې توکي تر سترګو شول، یا کوم خاورین، ډبرین او له لرګیو نه جوړ شوي لوښي افغانستان کی او یا افغانستان ته ځېرمه یو شمېر سیمو کې او یا د ګاونډیو هېوادونو په موزیمو کې ولټول شي، تر ډېره بریده سره ورته دي، لکه د پنجاب په هړپه، موهن جودیرو، ټکسلا او نور.

د ټکسلا د موزیم په ډبرینو انځورونو کې (لیکوال پخپله موزیم کې ولیدل) ډیر داسې څه لکه ډبرین او فلزي لوښي، مرۍ، ډبرین غمي، یو ډول کاڼي ښکلي ګاڼی او فلزي ستنې تر سترګو کیږي، چې د افغانستان، هندوستان او یو شمېر د نورو هېوادونو په موزیمونو کې خوندي دي.

ما داسې نښې نښانې وموندلې چې یو شمېر توکي د اریایانو له کډوالی د مخه جوړ شویدي او د بودیزم له خپرېدو وړاندې پېر پورې اړه درلوده، ولې یو شمېر نورو توکو بیا راوروسته پېرونو سره تړاو لاره.

«د سیند د وادي تر تاریخ د مخه مدنیت، چې د افغانستان په ختیزه خوا کې د هړپه او موهن جودیرو تر مینځ یو زر میله (د بابل د تمدن د ساحې څلور برابره او د مصر د تمدن د پراختیا دوه برابره) په یو شکل او ډول خپور شوې وه، د ودانیو د جوړونې شکل او د خاورینو لوښو او د کار د سامان اووسایلو په جوړښت کې بیخی سره ورته دي.»[4]

سره د هغې چې تاریخپوهان د افغانستان په شمول د ګاونډېیو هېوادونو یو شمېر سیمې نیمه تاریخي ګڼي او یا د غه نېټه چې د ۶۰۰۰ زره کالو شاوخوا یې ټاکلې ده، یو شمېر لرغونپوهان له دې پولې پښه اړوي او د ډبر لیکونو (epigraphy) د پوهې پر مرسته، چې د لیکنو نېټی یې له زیږ دي نه اوه زره کاله د مخه تېره شوېده، ټاکي .«ولې ځنې څېړونکي دا نه مني او داسې انګېري چې لومړی فنکیان، بیا مصریان او ورپسې سومریان دي، چې د ټاکلی مودې له مخې د ځنو توکو لرغونتوب خوندي کړیدی ، دا ځکه همدا دوئ وه چې په لیکدود لرلو بریالي شویدي.»[5]

د لیکدود په تړاو چې تر اوسه کومې انګېرنی او څېړنې شوی او موږ ته رسېدلی دي لومړنی تر لاسه شوی لیکدود د هېروګلیف «hierogitph» د لیک په نوم یادوي چې یو شمېر سمبولونه او ځانګړی نښې یې کارولی.

په افغانستان کې تر لاسه شوې نښې نښانې دا ښېي، چې په تاریخي پېر کې لومړی لیک چې تر سترګو شوی هغه «ارامي »لیکدود دی.

له نیمه تاریخی پېر نه،چې کله تاریخي دورې ته ګام اړول کیږي، نه یوازې د لیک پيدايښت دی، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو او جوړښتونو پراختیا او پرمختیا هم ده .

په افغانستان کې هم تولنیز بنسټ د کورنۍ له خوا کېښودل شو، بیا د کورنیو له ټولګو نه قبیله جوړه شوه ، که د کورنۍ مشر پلار وه، خو قبیلې هم د خلکو له مینځه یو مشر و ټاکه او ورورو خبره د اریایانو کډوالۍ ته ورسېده، چې په پای کې د یوه تشکیل له مخې د سبها او سمېتي پنوم جرګې مینځته راغلې .

په اقتصادي لحاظ هم کرهڼې ته مخه شوه، د څاروېیو د روزنې لپاره مناسب څړ ځایونه وموندل شول ، ولسي ادبیاتو پراختیا ومونده، ولسي سندري، یو شمېر منظم دودونه او پلکلوریکی کیسې خوله په خوله یوه نسل نه بل نسل ته لېږدېدلې.

که له یوې خوا په تولنیزو، سیاسي او اقتصادي چارو کې پرمختګ مینځته راغی، خو له بلې خوا د انسانانو په شعور او فکر کې هم ژور بدلون رامینځته شو، چې د یو شمېر نوښتونو جوګه شول.

خو څومره چې په افغانستان کې د لرغونو توکو شتون دی، په دې اړه موږ د مخه د کاربون ۱۴ تکنالوژي د هغو توکو د عمر د اټکلنې لپاره کارېږي، چې په ځان کې عضوي مرکبات ولري.

په بل عبارت ساینسپوهان د دې مېتود پر مټ کولی شي په توکو کې د عضوي مرکباتو د ورستو شوو رادیو اکتیف کاربن مالیکولونو د ځانګړتیاو معلومولو سره د اړوندو توکو عمر اټکل کړیدی.

د کاربن ۱۴ تکنالوژي تر څنګ اوس د (ډي ان اې DNA ټسټونو) یاد جنیټکي ازموینې میتود هم کاریږي، خو په دې توپېر چې جنیټیکي ازموینې د «جینونو» کورموزومونو او پروتینونو تشخیص سره د ژوو هویت اویا نورو ژوو سره یې خپلوي په ګوته کوي. کاربن ۱۴ د کاربن رادیو اکتیف بڼه ده او ډي ان اې د جنیټیکي ازموینی بڼه په ګوته کوي.

د لیک پیدایښت

د انسانانو له نوښت نه ډکه یوه تاریخي پېښه د لیک پيدايښت وه، چې د ډېرو بریاوو پر مخ پرتې ستونزې یې له مینځه یووړې.

دا د انسان د پوهې او شعور وده او پرمختګ وه، چې یو د بل پسې تولنیزو ارزښتونو ته پراختیا بخښله او هم یې یو دبل پسې نوې نوښتونه او اختراع ګانې رامینځته کولې.

د دې لپاره چې انسان د خپلی پوهې بریاوې نورو ته ورسوي او یا یې راتلونکي نسل ته په میراث پریږدي، د خپلو مادي او معنوي ارزښتونو د نمانځنی لپاره یې د لیک نښو یو تولنیز قرار داد رامینځته کړ، هم یې تصویري او انځوریزه بڼه ورکړه او هم یي د خپلو نوښتونو او اختراګانو نخشه وکاګله.

که څه هم د تصویرونو او انځورونو کاږل او کښل له انسان سره یوځای مل وو. ان هغه مهال چې وګړو په سمڅو او غارو کې ژوند کاوه، د ډبرو پر مخ یې ځنې هغه طبعي توکي، چې دوېته یې ګټه رسوله رسمول.

دغه ډول نښی نښانې، نخشې، انځورونه او تصویرونه، د نړۍ د ډیرو هېوادونو په لرغونو توکو کې تر سترګو کیږي، خو تر اوسه لا دغه په بشپړه توګه سپینه شوې نده، چې کوم قوم، کومې سیمې او کوم هېواد د لومړي ځل لپاره د دغې وړتیا او پیاوړتیا وس پیدا کړ، چې د داسې یو ستر کار جوګه شول؟

تر اوسه خو د څېړنو هغه برخه لوڅه شوې، چېرته چې لرغونپوهانو کېندنی او څېړنې کړیدي، دغه ستونزه له هغې ستونزې سره ګډه پوله او تړاو لري، چې اوسنۍ تکنالوژي دغه خبره په یقیني توګه نده سپړلې، چې لومړنی انسان کله او چېرته د نړۍ پر مخ وزېږید؟

سره د دې ټولو ستونزو او کړاوونو ، بیا هم ژبپوهان او لرغون پېژندونکي انګېري، چې له مخزیږدي نه «۶۰۰۰» کاله د مخه یو انځوریز او تصویري لیکدود رامینځته شو، خو د هر چا لپاره د لیکلو او لوستلو وړ نه وه. مانا دا چې ډېر ګران ځکه وو، چې د شیانو د انځورونو کاږل د هر چا کار نه وه او هر چا د رسم ایستلو وړتیا او استعداد هم نه درلود اودجغرافېیوي جوړښت له مخې دچاپېریال ټول توکي یوشان نه وو،چې انځوریز شي .

د وخت په تېرېدو او د تجربو په زیاتېدو، یو شمېر مخکښو او نوښتګرو انسانانو د لیک لوست ځانګړني نښې او سمبولونه اسا نه کړل او د یوه تولنیز قرار داد او هوډ له مخې د کښلو سپارښتنه وکړه.

د مخزیږ دي ۳۳۰۰ کالو په شاوخوا کي د تېر په پرتله د لیک لوست نښی نښانې نورې هم اسانه شوې، ان تر دې چې د یوه لیک په بڼه یې یو شمېر تاریخي پېښې، د مذهبي عقایدو او استورو ارزښتونه او نور ټولنیز پرمختګونه ولیکل، چې بیا یې دغه لیکونه د هېروګلیف (هیروغلیف hieroglyph) او میخي لیک ډول پنوم یاد کړل.

دغو دواړو لیکډولونو سرچینه له انځوریز او تصویري لیکډول نه تر لاسه کړه. د هېروغلیف لیک نښې د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر او وروسته بیا د بین النهرین په سومر کې ولیدلی شوي.

مصریانو د دغه لیک پر مټ د خپل هېواد مذهبی دودونه، ادبیات، ولسي کیسې د نمانځنې په دېوالونو ولیکل. یونانیانو بیا دغه لیک د هېروغلیف د سپېڅلي لیک پنوم یاد کړ.

دویم لیکډول، د میخي (پیکاني) پنوم یادیږي چې لومړی ځل د دغه لیک نښې په سومر دره کې وموندل شوې، چې وروسته له دغه لیک نه اکدیانو، بابلیانو او د آشوریانو وګړو ګټه واخسته، چې ورورو یې خپلو نورو ګاونډېیو هېوادونو ته هم لاره وکړه.

یو شمېر ژبپوهان په دې اند دي چې له مخزیږ دي نه ۲۵۰۰ کاله د مخه (یو شمېر ۱۱۰۰ ق م ښېي) د هېروغلیف الفبا، د لومړي ځل لپاره فنقیانو وکښله، چې ۲۴ حروف یې درلودل.

داسې انګېرنې هم شته چې په خټینو توکو باندې د داسې نښو او سمبولونو توږل شوي انځورونه، چې د شمېرو د نښو ښکارندوي وکوي او په حساب و کتاب کې وکاریږي د زیږد ي نه شاوخوا ۸۰۰۰ کاله د مخه را څرګند شول، چې بیا نه یوازې د شمېرو، بلکې د مفهمومونو او د پوهېدا  لېږد لپاره هم کارېدل.

په ټوله کې باور دا دی، چې تر ټولو پخوانی لیک ۵۵۰۰ کاله د مخه   مېسوپوټامېا mesopotam یا بین النهرین سیمه کې را څرګند شو.

په افغانستان کې د بېلوبیلو لیکدودونو لیکبڼې

لکه څنګه چې د هېروغلیف لیک، نښې نښانې په لرغوني مصر او د میخي لیکډول څرک په سومر دره کې وموندل شوې، دارنګه ا رامي لیکډول هغه مهال دود شو چې ارامي arameans وګړو، د فنیقیانو له ځوړتیا او کمزورۍ وروسته (د ۵۸۶ م ز په شاوخوا کې)، کله چې د وچې له لارې سوداګریزې چارې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، نو په دجله او فرات کې ارامي لیک، د اشوري لیک پر ځای وکارول شو، چې په ډېرې چټکۍ له مصر نه راواخله تر هند پورې خپور شو. ارامي وګړو له مخزیږ دي نه پنځلس ۱۵ پېړۍ وړاندې لومړی په عربستان، بیا همدغسې د سوريي تر شماله پوری خپله واکمنۍ وغوځوله.

تر اوسه چې کوم لرغونی ډبر لیک پدې اړه تر سترګو شویدی له مخزیږ دي نه ۸ پېړۍ وړاندې د سوري له شمال نه تر ګوتو شو.

ارامي لیک دود یو شمېر اسیایي هېوادونو ته هم لاره ومونده، له هخامنشیانو (۵۵۰ – ۳۳۰ م ز) نه راوخله تر راوروسته پېرونو پورې ان د افغانستان دیوشمېر سیموپه شمول یو شمېر نورو هېوادونو دغه لیکدود خپل کړ.

په افغانستان کې د دغه لیک په تړاو چي کوم څه تر لاسه شویدي د یونانیانو د واک او ځواک مهال په ګوته کوي. په دغه سیمه کې ارامي خط له یوناني او خروشتي دمخه وو او خروشتی لیک هم له ارامي لیک نه راوتی دي، چې له ښي اړخ نه کیڼ ته لیکل کېده.

د هخامنشیانو د ټولواک کوروش په مهال (۵۵۰ – ۵۲۹ م ز) او ورپسې د داریوش (۵۲۲ – ۴۳۶ م ز) د ټولواکمنیۍ د وخت په اثارو کې ارامي لیکدود او هم ارامي ژبه شامله وه، چې ختیځه لهجه یې بلله او د سلطتني کورنۍ لیکدود یې ګاڼه.

په افغانستان کې تر دغه دمه پدې اړه کوم ډبر لیک او اثار ندي تر لاسه شوي. که څه هم ارامي خط لیکنې د یوناني خط پېړۍ دي، چې د مخزیږ دي دریمی او څلورمې پېړۍ پوری اړه لري. ولی په لرغوني هند او ټکسلا کې په ځانګړي ډول په ټکسلا کې د ارامي لیکدود یو پخوانی ډبر لیک د کندنو په ترڅ کی وموندل شو، چې ۵۰۰ م ز کال شاوخوا زمانه پکې اټکلېدلی شي، هغه مهال چې ارامي لیک د فنیقیاتو او بابلیانو په وسیله د هند سهل ته ورسېد …

«دغه لیک د مخزیږ دي ۷ پیړۍ په شاوخوا کې «د یوه ناګری deva-naghri» لیکدود (یانې د خدایي یا شاهي لیکدود) د سنسګرت ژبې مبدا وګرځېده» [6] کوم ډبر لیک چې د ۵۰۰ مخزیږ دي شاوخوا په ټکسلا کې تر لاسه شو، باید لومړی پدې وپوهېږو چې د ټکسلا د هېواد ټولواکمنۍ د چا تر واک لاندې وه؟

له یادې نېټی نه د مخه او یا یو څه وروسته کومو واکمنو چې په دغې موهمې سیمې واک چلولی دی لنډیز یې داسې دی:

ـ په ۵۱۸ م ز کال د دې سیمې واکمن ګشتاسب وه ، که څه هم په دې باب نظریات وېشلي دي،ځکه ویل کېېږي چې دی دزر مخزیږدي په شاو خوا کې دواک چښتن و .

ـ په ۳۲۶ م ز کال د دې سیمې پاچا امبهی وه چې سکندر ته تسلیم شو.

ـ په ۳۱۷ م ز کال چندراګوپتا د موریا کورنۍ بنسټ کېښود.

ـ په ۲۷۴م ز کال اشوک (اشوکا) یوه لویه ټولواکمنۍ جوړه کړه چې پلازمېنه یې ټکسلا وه او هدیره یې هم دلته ده.

د ارامي لیک کوم ډبر لیک چې دلته وموندل شو، په څنګ کې نور لسګونه لرغوني ډبر لیکونه د ټکسلا په موزیم کې ما (سنګروال) وڅېړل چې نچوړاوخلاصه یې داسې دی:

۱ – د ملکي (Maya) د خوب ډبر لیک.

۲-  دبیلا بیلودودونو ډبر لیکونه (a-n3rd – 2nd  the renunciation phyllite

۳- د بودا لومړی وعظ، (first sermon)

۴- د بودا مړینه، (2nd – 3th AD…..) Death of Buddha mahaparnisvana 

داسې په لسګونه ډبر لیکونه د ټکسلا په موزیم کې او ټکسلا ته څېرمه خانپور او د دغی سیمی په غرونو او غونډېیو کې له خاورینولوښو راواخله تر مسي (فلزاتو) پورې شتون لري، چې څو بیلګې یې وکښل شوې .

د جان مارشل (john marshal) په اند لا تر لاسه شوي ډبر لیکونه دا په ګوته کوي، چې خروشتي لیک له ارامي وروسته، چې د هخامنشیانو په وسیله (۵۰۰ م ز) دې سیمې ته لېږدېدلی دی او ټکسلا هم له دې وروسته د خروشتي لیکډول دود وپاله.[7]

د ساري په توګه د کندهار په زاړه ښار کې یوناني او ارامي یو ډبر لیک په ۱۹۵۸ ز کال تر لاسه شو، چې د ډبر لیک په تندي ۱۳ نیمې کرښې په یوناني او ۷ نیمې کرښی په ارامي لیکډول کښل شوې وې.

که څه هم په ډبر لیک کومه ځانګړې نېټه نه تر سترګو کیږي، خو داسې انګېرنی شتون لري، چې له سکندر نه وروسته د موریا کورنۍ په ځانګړي ډول د اشوکا د ټولواکمنۍ په مهال چې د دوئ واک تر کندهاره پورې رسېده، ښایې د غه او دېته ورته ډبر لیکونه د اشوکا د مهال وي چی د افغانستان د هغه مهال له ډبر لیکونو سره ورته برېښي.

«د لغمان (سنسکرت کې لمپاکا) کرغیو ته نږدې د شله ټک د غره په لمنه کې په ۱۳۴۸کال ډبرلیکونه تر سترګو شول او له ارامی لیکدود نه ډاګیزه کېږي، چې ښایي د اشوکا د واک په مهال کښل شوی وي  .»

 پوهاند هنیګ په ۱۹۴۹ ز کال د لغمان ارامي ډبر لیکونو په اړه یوه مقاله خپره کړه، چې لرغونپوهانو ته ډېره د پام وړ وګرزېده.

همدا راز د ننګرهار په درونته کې هم «سونګ یون» یو شمېر ډبر لیکونه (۵۲۱ ز کال) لیدلي او د هغو یادونه یې کړېده.

له ارامي لیک سربېره د «براهمي» brahmi پنوم یو بل لیکډول په هند کې شتون درلود. داسې نښې نښانې تر سترګو شویدي چې د افغانستان په ختیزو سیمو کې د اوه (۷) پېړیو په شاوخوا کې د خروشتی، یوناني، پهلوي او « دیوه ناګري » سره، براهمي لیک هم دود وو.[8]

د یوناني لیکدود نښې نښاني هم په افغانستان کې، دیو شمېر ډبر لیکونو په مخ لیدلی شویدي.

د برټش موزیم په انګړ کې دوه درې خونې د ای خانم او نورو لرغونو توکو لپاره ځانګړې شوې وې، چې تر ډېره بریده یې د یوناني کلتور دب دبه په ګوته کوله.

ما پدې باب یوه څېړنیزه مقاله خپره چې په هغې کې د یوناني لیکدود څو بېلګې هم وړاندې شوې دي. په څو کتیبو کې یوناني ژبې او یوناني لیکدود بېلګی هم کښل شوې دي، چې د ډېرو مینه والو پام یې راګرزولی وو.

له تخار نه پرته د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د یوناني لیکدود ډبر لیکونه تر سترګو شوې دي، چې موږ کابل، کندهار، تخار، سرخ کوتل او باګرام د ساري په توګه یادولی شو.

د خروشتي لیکدود کتیبي هم د افغانستان په ختیزو سیمو کې له مخزیږ دي دریمې پیړۍ نه را واخله تر پنځمې زیږدیزی پېړ ۍ پورې ،چې یو ټاکلی مهال په ګوته کوي تر سترګو شوي دي او د ارامي لیکدود په څېر له ښي نه کيڼ لور ته لیکل کېده. دغه لیکدود تر ډېره بریده د ګندهارا په لویو ښارونو کې دودوو، چې موږ ټکسلا، ختن، ارغنداب، کندهار، ننګرهار (هډه)، بغلان، باجوړ، پېښور، اشنغر او په لسګونې نورې لوی او وړې سیمی یادولی شو.

«ویلسون په خپل کتاب اریانا انتیکوا کې پدې اړه داسې انګېري چې ګڼې پر لپسې کتیبې له ختن نه راواخله تر افغانستان او شمالي هندوستان پورې شتون لري، چې په بېلابېلو لیکدودونو کاږل شویدي .»[9]

مانا دا چې خروشتی د نه (۹) ژبو لیکدود دی … چې ان د سنسګرت او پراکریت کتیبي هم پرې نوشته شویدي. له دې برسېره د ډېرو نامتو تولواکو لکه د یوناني، موریایي، باختري او کوشاني واکمنو کتیبی هم تر سترګو شوید ی.

د نړۍ په ډېرو وروسته پاتې هېوادونو کې ګڼ شمېر ډبر لیکونه چې بېلابېلو لرغونو ژبو پورې تړاو لري شته چې تر اوسه پورې ندي لوستل شوې ، په افغانستان کی هم ډېر ډبر لیکونه د هېواد په بېلابیلو سیمو او موزېمونو کې ګورو چې لوستل شوي ندي.

د ساري په توګه د خروشتي لیک نمونې د بیلګې په توګه یادولی شو، چې تر اوسه په بشپړه توګه ندي لوستل شوي.

له دې چې تېر شو، یادی کومې ژبې او یا د ډبر لیکونه، چې موږ یې یادونه وکړه، تر ډېره بریده یې له سیمه ییز ارزښت پرته نړیوال شهرت هم درلود.

ولې یو شمېر داسې سیمه ییزې ژبې او لهجې وې چې د لرغونپوهانو پام ورته ندی شوی او یایې نوم ندی اورېدلی، نو ځکه خو یې څېړنه پرې نده کړې. بلکې کومه خبره چې ډېره موهمه ده هغه دا چې یو شمېر بهرنیو هېوادونو د خپل واک د پراختیا لپاره پخپلو ګاونډېیو بریدونه کړیدي ، نه یوازې هغه هېواد یې لاندې کړیدی، بلکې خپله ژبه او خپل لیکدود یې هم پرې تپلی دی.

همدا لامل دی، چې سیمه ییزې ژبې له لیکدوده و لېدلي … او ان  ډبر لیکونو ته یې هم لاره نده موندلې.

د مثال په ډول افغانستان یادوو، چې له هخامنشیانو نیولی تر یونانیانو او همدغسی تر موریایانو پوري چې دوۍافغانستان ولکه کړی وو ، دوی نه یوازې خپل لیکدود پرې تپلی وو، بلکې خپل مذهب یې هم پرې منلی وو.

په افغانستان کې د اریایي او نا اریایایي ژبو د لیک لوست وده او پرمختګ وه، چې د تاریخی دورې پېدايښت، پرمختیا او پراختیا ته یې لاره پرانسته.



) کهزاد احمد علي افغانستان د پرتو تاریخ لومړی مخ[1]

[2] ( the prehistoric prior of Afghanistan by Louis Dupree journal Afghanistan no.3. 1967

) رفیع حبیب الله د افغانستان لنډ کی تاریخ ۷ مخ[3]

) حبیبي پوهاند عبد الحی د افغانستان لنډ تاریخ ۲ مخ[4]

) سنګروال شهسوار د افغانستان د تاریخي جغرافییې څرنګوالی ۴۴۵ مخ[5]

) پوهاند حبیبي، تاریخ خط و نوشته های ۴۱۰۰ ۸ مخ[6]

[7] ( john marshals guide to taxila p.78

[8] ( Cambridge history of india. i.p. 62/449

) ویلسون اریانا انتیکوا لندن چاپ ۱۸۴۱ ز کال[9]

تېره برخه

که انسان نه وي تاریخ به نه وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب