جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ملګروملتو د ښځو د چارو مشره وايي، له ښځو سره د...

د ملګروملتو د ښځو د چارو مشره وايي، له ښځو سره د طالبان چلند دې جنسیتي اپارتاید ومنل شي

تاند (پنجشنبې، د میزان ۵مه) د ملګروملتو د ښځو د چارو اجراییه ريیسه وايي، ملګري ملتونه باید د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف اقدامات د جنسي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

سیما باهوس، چې اداره یې د جنسي برابرۍ د پراختیا لپاره کار کوي، د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبانو تر ۵۰ ډېر داسې فرمانونه صادر کړي چې د ښځو د محدودولو او ځپلو لپاره دي.

مېرمن باهوس وویل، دا فرمانونه د روحي ستونزو سبب شوي او په ځانګړي ډول یې د ښځو ځان وژنې ډېرې کړي دي.

دې همداراز وویل چې د ښځو محدودیتونه په کم عمر او حتي د ماشومانو ودونه زیات کړي دي.

د نړیوالو قوانینو پر اساس، د اپارتاید اصطلاح توکمیز توپیر یا تبعیض ته ویل کېږي چې لومړی پلا په جنوبي افریقا کې وکارول شوه.

خو یو شمېر متخصصان او شنونکي وايي چې اپارتاید له ښځو سره توپیروالې (تبعیض) ته هم کارېدای شي په تېره بیا کله چې له ښځو سره د افغانستان په شان چلند کېږي.

د نړۍ په هیڅ هیواد کې ښځې او نجونې له زده کړو او کاره منع نه دي. افغانستان د نړۍ په ټولو هیوادونو کې استثنا دی.

مېرمن باهوس د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل:«افغان ښځې موږ ته وايي چې دوی هغه زندانیانې دي چې په تیاره کې اوسي، بې هیلې او بې راتلونکې په خپلو کورونو کې ایسارې دي.»

دې په ټینګار د امنیت شورا له غړیو وغوښتل:«موږ له تاسو غواړو چې په نړیوالو حقوقو کې د جنسیتي اپارتاید د صریح تدوین لپاره د یوې بین الادولتي پروسې لپاره بشپړ ملاتړ وکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب