شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي دي

پاکستان وايي، افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي دي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۵ مه) پاکستاني چارواکو ویلي چې افغان طالبانو ورته ویلي چې ۲۰۰ مشکوک سختدریځي یې په دې تور نیولي چې د افغانستان له خاورې یې په پاکستان کې حملې کولې.

د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته پاکستاني چارواکو ویلي چې افغان طالبانو د ټي ټي پي د غړیو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کلک ګامونه اخیستي دي.

د دغو چارواکو په وینا، چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، د افغانستان د طالبانو چارواکو په افغانستان کې د ټي ټي پي خلاف د اقداماتو په اړه معلومات تېره اوونۍ په کابل کې له پاکستاني پلاوي سره شریک کړي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوي دوې اوونۍ وروسته له دې کابل ته سفر وکړ چې په تورخم کې د دوو خواوو ترمنځ نښته وشوه او پاکستاني طالبانو په چترال کې د پاکستان د پوځ پر پوستو بریدونه وکړل.

د امریکا غږ پر اساس، یوه پاکستاني چارواکي، چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وویل، طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ کسان چې د چترال له حملې بېرته افغانستان ته ستنېدل، نیولي. دوی اوس په زندان کې دي.

ده همداراز وویل چې طالب چارواکي اوس په دې بوخت دي چې د ټي ټي پي نور غړي د پاکستان له پولو لېرې، نورو سیمو ته انتقال کړي.

ده زیاته کړه:«موږ باید انتظار وکړو او یوې نتیجې ته تر رسیدو مخکې وګورو چې دا اقدامات څه پایله لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ د ترکیې ټي آر ټي شبکې ته ویلي چې له تروریستي ډلو سره د مقابلې لپاره د طالبانو له حکومته توقع له حقیقت سره اړخ نه لګوي.

ده دا هم ویلي چې   د طالبانو حکومت یو لاسی نه دی چې ټول اوامر پکې منظم تطبیق شي.

ده زیاته کړه، طالبان په ختیځ، لوېدیځ، شمال او جنوب کې په څو ډلو وېشل شوي، خو د افغانستان د طالبانو تحریک په نوم یو عمومي چوکاټ هم لري چې ځان اسلامي امارت یولي او عمومي واک لري.

د افغان طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ یو وار بیا وویل چې د دوی حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي او څه چې یې په وس وي له پاکستان سره د دغه هیواد د امنیت په برخه کې یې کوي مګر د ډیورند کرښې پورې خوا ته څه نه شي کولی.

کابو یوه اوونۍ وړاندې د پاکستاني طالبانو د یوه غړي یو صوتي کلیپ د وټس اپ په ګروپونو کې شریک شو. د ټي ټي پي دغه غړي پر افغان طالبانو نیوکې کولې او ویل یې چې د دوی غړي یې نیولي او په پلچرخي کې یې بندیان کړي دي.

2 COMMENTS

  1. د پښتنو د له مینځه وړلو له پاره دا کار سر ته رسول کېږي ، د غربي اروپا دکترین او پلان چه:«خپله یې د خپل په لاس له مینځه وېسه!»!
    پښتانه بېدار شئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب