پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د غزل په حواله: د روایت او جدیدت مبحث | سعید ګوهر

د غزل په حواله: د روایت او جدیدت مبحث | سعید ګوهر

د هر دور ادب پخپل وخت کې جدید وي او هر جدید ادب په راتلونکې وخت کې د کلاسيک حېثیت اختیار کړي. د جدیدیت معنا که د زمانې یا دور په ځای د فکر، هئیت یا اسلوب د بدلون په اړه اوټاکلی شي نو تعریف به ئې زیات واضح او اسان شي. که درې سوه کاله پخوا چا شاعر نوې خبره په نوې انداز کې کړې ده نو هغه جدید دی او که چا د نن شاعر د چا پخواني شاعر انداز خپل کړی دی نو روایتي شاعر ورته ویل به هرګز غلط نه وي.
د جدیدیت اساس د روایت د نفي په هغه تصور پورې اړه لري کوم نه چې هغه له حال سره یو ټینګ او نه پرېکېدونکی تړون پیدا کوي. خو د دې مطلب دا بالکل نه دی چې هغه دې د روایت ښه اړخونه هم رد کړي بلکې دا چې د ماضي له ژوندي وجود سره خپل تعلق برقرار وساتي ولې چې له روایت څخه یو مخ ډډه کول هډو امکان نه لري بلکې داسې وئیل به زیات موزون او ښه وي چې د روایت له فني اړخ او اصنافي ورثې څخه عدم استفاده، احتراز یا انحراف به خالصتاً جهل وي خو د روایت د موضوعاتو له تکراره څخه ځان ساتل ضرورت نه بلکې فرض بولم ولې چې روایتي غزل د بل د خیال او لهجې د نقل او تقلید په سوب مسترد کړی شوې ده، هغه د فارسي د روايتي غزل د ژباړې په څېر ده ـــــــ هغه موضوعات، هغه انداز، هغه استعارې او تشبیهات، هیڅ اضافه یا بدلون ورکې نه محسوسیږي، حتْی چې خپله زمکه، قدرونه، روایات، کلتور او ملّي رجحانات هم ورکې نه ښکاري. هم دا سوب دی چې د یو څو شاعرانو په پرته، کومو چې خپل افکار یا خپل اسالیب درلود، نور ټول ورک او ضائع شول، ولې چې تشخص ئې نه درلود او کوم وجود چې خپل تشخص نه لري د هغه تعريف او اعتراف هيڅ امكان نه لري، يو شاعر كه محض قافيه پېمائي خپل کمال بولي او د هغې په اساس غزل یا سه غزله ليکي، هیڅکله هم جوت او اهم مقام نه شي موندلی. دا منم چې په غزل کې د قافيې د کليدي کردار څخه انکار ناممکن دی مګر د قافيې په سوب د مضمون د تکرار د ضرورت انکار یقیناً ضروري دی.
دا به منو چې هره نوې تجربه د روایت سره سره څه نا څه تعلق ضرور لري بلکې حقیقت دا دی چې جدت د روایت په تسلسل کې د محسوس تغیّر نوم دی. د ماضي ژوندۍ شاعري، متحرک احساسات، توانا تجربې او منلي حقائق د جدیدیت د نوي طرزِ احساس سره مخ ته ضرور منتقل کیږي او له تاريخي شعور څخه محروم نه پاتیږي خو د روایت منفي اړخونه، غېر حقیقي انداز، لایعني مضامین، بې مقصده رجحانات غېر ضروري تکرار، تر دروغو بدتره مبالغه یا د شاعري برای شاعري موقف نه قبلوي او نه ئې خپلوي.
په فوق العاده عناصرو باندې ډکه روایتي غزل به حتماً مسترد کېده، ولې چې د ګل و بلبل، جام و شراب او لب و رخسار په ځای د چاپېریال د اقتصادي، اخلاقي او قامي مسئلو علم و شعور ـــــــ د انسان د معاشرتي مجبوریانو، معاشي محرومیانو او سماجي ناکامیانو ادراک و اظهار زیات ضروري ؤ. هم دا وجه ده چې ترقي پسند ادب د روایتي ادب ماڼۍ رېز مرېز کړه، ادبي او شعري روایات او د هغو مخصوصې جوړې پېمانې ئې ماتې کړې، د قدامت پسندۍ او روایت پرستۍ خاتمه ئې اوکړه، د بالغ نظرۍ او حقیقت پسندۍ رجحان ئې عام کړ، په خیالاتو کې ئې انقلاب راووست. یو ذهني او فکري بدلون راغلو او وګړي د ژوند په شخړو، کشالو او غوښتنو خبر شول، صنعتي تهذیب او سائنسي تېکنیک هم په افکارو اغېزه وکړه، عالمي جنګونو هم خپل اثرات په ذهنونو مرتب کړل، نتیجتاً د نړۍ سماجي تناظر بدل، سیاسي اضطراب، طبقاتي تقسیم او معاشي عدم مساوات زیات شو. ترقي پسند لیکوالو په داسې حالاتو کې سترګې پټې نه شوې ساتلی، هغوئ د خپلو تخلیقاتو په ذریعه یو فکري انقلاب راوستو، ادب او ادبي نظریات ئې بدل کړل ــــــــ د سوچ او تخلیق انداز، د تنقید او تجزئې په معیار بدل شو، شعر و ادب د سیاسي او معاشي او اصلاحي نظریاتو د تبلیغ ذریعه وګرځېدل. خو قریب قریب د یو ربع صدۍ پس لوستونکو، لیکوالو او نقادانو په هغه کې هم یکسانیت، محدودیت او تکرار محسوس کړ، فکري تناظر ئې وسعت نه درلود، شاعري لکه جذباتي سیاسي نعره بازي شوه، ادب خالصتاً پروپېګنډه غوندې څیز جوړ شو، د انسان د مکمل وجود په ځای صرف او صرف د خېټې ترجمان پاتې شو، زړۀ او روح ئې نظر انداز کړل، دغه وجه وه چې فکري تنوع او داخلي تحریک ئې جاري نه شو پاتې او زوال ئې راغلی او د زوال تر ټولو لویه وجه ئې د ادراک بېخي عامیانه، مصنوعي او مېکانکي انداز ؤ.
د روایتي او ترقي پسند دواړو ډلو ټول ښه اړخونه، محاسن او رجحانات جدیدیت د ځان کړل او د تجربې د اخيري حد څخه د مخکې د نوي سفر تکل ئې اوکړ. دا سفر د ذات په توسط د کائېنات سره د تعلق سفر ؤ، له اجتماعیت څخه د فردیت او د فردیت څخه بېرته د اجتماعیت په لور سفر ؤ، له خارجي عواملو او حالاتو سره سره د وجود د باطني کائېنات په کېفیاتو د خبرتیا سفر ؤ. دې بدلون ته زۀ د شاعرانو تنقیدي بصیرت او فکري افاقیت وایم. که څه هم روایت پرستانو او ترقي پسندانو د دې بدلون سره اعلانیه اختلاف څرګند کړ او په نوې غزل ئې د فرار، شکست خوردګۍ او قنوطیت اعتراضات اوکړل خو زما په خیال دا حقیقتاً د انسان د دننه د تریخ احساس ريښتونی اظهار ؤ.
د خارج دنیا خو هر څوک لیدلی او بیانولی شي مګر خپل باطني کائېنات صرف شاعر پخپله یاؤتولی شي. د ژوند او حالاتو سره د خونړۍ مقابلې په نتیجه کې په وجود کې دننه روان شکست ورېخت، ژوبل او زخمي احساسات د ناکامۍ، محرومۍ او بې وزلۍ مرتب اثرات ـــــــ ګوا غمونه هم د ژوندانه تجربات دي چې حقيقي ادراک او مؤثر اظهار غواړي، زۀ دې ته کم همتّي نه بلکې د خپل باطن دریافت او د هغه د کېفیاتو انکشاف وایم ـــــــ د هر عمل ردِّ عمل ضروري، ضروري نه ده چې هر انسان دې احتجاج یا بغاوت لاره اختیار کړي، هغه له صدمې مړ کېدی هم شي ـــــ ژړا او فریاد هم کولی شي ـــــ مایوسه کېدی هم شي، د داسې کېفیاتو ترجماني او اظهار هم په ژوند باندې د پوهېدو یوه اهمه ذریعه ده. د فرار او یاسیت علاوه ئې په جدید شاعرۍ د بې معنویت، ابهام او تجریدیت الزامونه و لګول خو مخ نیوی ئې اونکړی شو، نووذهنونو هیڅ قدغن قبول نه کړ ولې چې د نوې تجربې مخ نیوی په حقیقت کې د تخلیقي جوهر د اظهار او د فن د ارتقاء مخ نیوی ؤ. فائده ئې دا را څرګنده شوه چې لیکوال له خپل ذات، کائېنات، ژوند او انسان سره بلاواسطه تعلق جوړ کړ، د هغه فکري کېنوس وسعت و موند، موضاعاتو ئې تنوع پېدا کړه، د هئیت، تېکنیک او اسلوب نوې نوې لارې ئې پرانستلې، رنګارنګ تجربات او نوې رجحانات مخې ته راغلل، د خپل انفرادیت او تشخص ، شعور و ادراک او د نورو سره د ځان د تقابل مبارکه جذبه به رابېداره شوه. د شاعرۍ رنګ، خوند، ذوق او معیار بدل شو، لفظونه علامات شول، علامتونو په فکر کې نېرنګي او لامحدودیت راووست، په ژبې کې ضروري تبدیلۍ او اهمې اضافې اوشوې، نوو شاعرانو د تورو د معناؤ په تخليق کولو هم قدرت بیاموند، هغو د هغو په متوارث ادبي مفهومونو باندې یقین نه درلود، ولې چې هغه الفاظ د خپلې تهذیبي روئې سره مړه ثابت شوي ؤ. منم چې په دې عمل کې ابهام او تجرید هم مینځ ته راغلی خو هغه هم هلته ؤ چرته چې شاعر د لفظي غرابت او فنّي کمزورۍ سره مخامخ او د دریافت او اظهار د کم صلاحیتۍ ښکار ؤ یا چرته چې شاعر د خپل فهم و علم د سطحې څخه د پورته د پرواز په کوشش کې ؤ خو د دې څخه انحراف به انصاف نه وي چې په مجموعي ډول جدیدیت ادب ته ډېره قدرمنه سرمایه ور حواله کړې ده، ولې چې جدیدیت د تهذیب تخلیقي او تجرباتي عمل همېش متحرک او جاري ساتي. بلکې د مستقبل په لور ئې د پرمختګ امکانات هم واضح کوي. په هم دغه اساس جدیدیت د یو خاص دور د فرسودګۍ یا کليشې خلاف یو زبردست ردِّ عمل ثابت شو.
جدیدیت ته څه حتمي او قطعي معنا ورکول ځکه امکان نه لري چې هغه هر کله له ثقافتي تقاضو، سماجي عمل، فکري رجحان، عصري ضرورت او انفرادي اسلوب څخه راټوکیږي، جدیده شاعري داسې اړخونه ضرور لري چې زۀ فکري، فني او اصولي اختلاف ورسره څرګندولی شم، خو دلته اصل موضوع ولې چې جدید غزل دی ځکه دا په ډانګ وایم چې جدید غزل خپل شعري باطن، اسلوبي انفرادیت، علامتي تشخص او مقصدي وجود لري. د دې لفظیات، استعارې، تشبیهات، بحور، علامات، ردائف او موضوعات اکثر و بېشتر مختلف دي، افاقیت، همه ګیریت، مقصدیت او لامحدودیت ئې بنیادي خصوصیات دي. د جدید غزل شاعر یو بېن الاقوامیت لرونکی انسان دی. چې د لساني، جغرافیائي، مذهبي نسلي او جمله تعصباتو او امتیازاتو څخه لوړ دی. د هغه د فکر دائره له زمکې نه تر اسمانه او د نړۍ له یوه کونجه تر آخري ګُوټه پورې وسعت لري. که څه هم د هغه د غزل بنیادي موضوع نن هم عشق او جمال دی خو د هغه په اشعارو کې د ژوند او انسان ټول عوارض، تجربات او مسائل شامل دي. هغه ځان صرف تر مينې پورې محدود نه دی ساتلی بلکې هغه تر سائنسي علومو پورې په غزل کې د هر فکر، فلسفې، نظرئې او موضوعاتو د احاطې په کوشش کې دی. د نوو تورو د تخلیق د کامیاب عمل او اضافې علاوه هغه، هغه الفاظ هم په غزل کې په دومره هنر په کار راوستي دي چې تر پرونه پورې بېخي غېر ضروري، لایعني او د استعمال وړ نه بلل کېدل. دا د نوي کهول د فني کمال، فکري عظمت او موضوعاتي وسعت یو لوئ دلیل بولم، په هم دې اساس جدید غزل په حقيقي معنا په ادب کې ګټوره او اهمه اضافه ښکاري.
زما په خیال غزل د انساني کېفیاتو، رجحاناتو او غوښتنو صحیح ترجماني کړې ده. هغه حقیقت ته نزدې، ريښتینه او د نظم تر موضوعاتو پورې خپله دائره ارته کړې ده، هغه د مضحکه خېز مبالغې، د قافیه پېمائۍ او غېر ضروري تُک بندۍ له الزاماتو څخه خلاصه، د نفاست، وقار، تازګئ، مقصد، سنجیدګۍ، فکر، ندرت، اختصار او جامعیت یوه داسې ښکلې مرّقع جوړه ده چې بصارت او بصیرت ئې دواړه په تعریف نه مړيږي. خبره په دې لنډوم چې جدید غزل په ادب کې د “کنټري بیوشن” هومره اهمیت لري، د خپل فنّي معیار، اسلوبي انفرادیت، معنوي ارزښت او مقصدي شعريت په اعتبار په ټول ادبي تاریخ کې تر ټولو اصنافو اوچت مقام لري او دا ثابتوي چې غزل به د خپلې ذهني پراختیا، عالي ظرفي، جوهرِ قابل او عصري شعور په سوب په هر دور کې ژوندۍ بلکه ځوانه وي!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب