Homeسپورتیو افغان غرختونکی یوریست ته په ختو بریالی شو

یو افغان غرختونکی یوریست ته په ختو بریالی شو

تاند- په لومړي وار یو افغان غرختونکی وتوانېد چې د نړۍ تر ټولو د لوړ غره څوکې ته وخیژي.

سمیع الدین صدیقي د مې په ۱۷ د همالیا غره د یوریسټ څوکې ته، چې د نړۍ تر ټولو هسکه څوکه ده، وخوت.

دا څوکه ۸۸۴۹ متره لوړه ده.

سمیع الدین د دې پنځه ورځني سفر لپاره شپږ میاشتې تمرین کړی و.

تر دې وړاندې یو بل افغان غرختونکی علي اکبر سخي د نړۍ دوهمې سترې څوکې، کې ټو ته د ختو په لاره کې د زړه د درېدو له کبله سا ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...