شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپاکستاني استازي ته د شېخ ندیم شکایت؛ د بشري حقونو مدافعین مو...

پاکستاني استازي ته د شېخ ندیم شکایت؛ د بشري حقونو مدافعین مو په چارو کې لاسوهنه کوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا لومړۍ )  د طالبانو د لوړو زده کړو وزير شيخ نداء محمد نديم نن د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبيدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د بشري حقونو له مدافعینو شکایت کړی.

د هغه دفتر ویلي، چې شېخ ندیم په لیدنه کې ویلي: « د بشر اوسني تش په خوله مدافعين د بشر د حقوقو په نوم د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاس وهنې هڅې کوي.»

طالبانو نه دي ویلي، چې د پاکستان شارژدافیر ته د شېخ ندیم دا خبره هغه ته له بشري مدافعینو شکایت دی او که بل کوم کاري تړاو ورسره لري؟

طالبانو د نظاماني له قوله ویلي، چې  دواړه هېوادونه سره ګډې پولې، دیني، مذهبي او کلتوري نږدیوالی لري او دې ټولو ته په کتو تر بل هر چا له افغانستان سره لازمو همکاریو ته ژمن دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندامحمد ندیم د دوی د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله له نيږدې کسانو او د کورنۍ له غړو ګڼل کیږي.

هغه ډېرځله په پارونکو او افراطي کړنو تورن شوی او ویل کیږي، چې لا یې کورنۍ پاکستان کې ژوند کوي او له دغه هېواده ډېر اغېزمن دی.

9 COMMENTS

  1. ملا نډیم ته باید وویل شي چې زمونږ نړۍ ډېره وړه او د یوه کلي حیثیت لري . له دوهم نړیوال جنګ نه وروسته فاتح هېوادونو د ملګرو ملتونو سازمان په 1945 کال کې جوړکړ چې دا سازمان یو منشور یا اساسي قانون لري چې په هغه کې راغلي ، ټول نړیوال او غړي هېوادونه باید د بشر حقوق مراعات کړي .
    د بشر له حقوقو تېري کوونکو او مجرمینو ته دوه نړیوالې محکمې جوړې شویدي چې دواړه د هالند هېواد په هاګ کې دي .
    که تاسې همداراز له نړیوالو منل شویو اصولو سرغړونه وکړئ ، لکه سوبودان ملاسویچ د صربیا پخوانی ولسمشر تاسې به هم یوه ورځ هلته محاکمه کړي.

  2. هغه د دری ژبي متل دى چې وایې “پیش کله خر یاسین خواندن”. تاسو غواړي چې غرنې یابو ګان په لاره کړي. یو شي باید هیر نسي حق اخیستل کیږي. حق هیڅ کله هم د وخت له اربابانو څخه په زاریو، ننواتو ندي تر لاسه سوي. کږه خوله په سوک سمیږي. دا خلک باید په زور لاري ته راوستل سي.

  3. د تاند دمسئول خڅه هيله لرم چې مقدساتو ته د سپکاوي ډکې تبصرې ډيليت کړي۔

    • احمدولي صاحب مننه چې د (…..) تبصرې ته مو موږ متوجه کړو.
      موږ عموماً د لوستونکو تبصرې نه ګورو او په دې اعتبار چې تبصره لیکونکي به مو مقدساتو ته څه چې عادي انسانانو ته هم سپکاوی نه کوي، د هغوی تبصرو ته مو لاره هواره کړې چې اتومات خپرې شي.
      خو ځینې وخت ځینې کسان له دې فرصته د خپلو عقدو د خالي کولو لپاره ناوړه استفاده کوي.

  4. ښاغلی لوفر جان،
    وايی په تا مې وس نه رسي مړ به دې پلار کړم.
    ايا د يو معقول انسان په توګه دا ستا وجدان څنګه تا ته د دې اجازه درکړه چې خبره دې له کوم ځايه چېرته يووړه؟ اخر دا ولې؟
    ته لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه چې د الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم تا ته څه ويلي دي او ولې دې د هغه د بيبيانو په حق کې دا ګستاخانه څرګندونې کړي دي.
    نه پکې پېغمبر صلی الله عليه وسلم مداخله کړې او نه يې بيبيانو، نو تا ولې هغوی ته خوله وراچولې؟
    ښه به دا وي چې تاسې له دا ډول مسايلو سره لږه په سړه سينه برخوردوکړئ.
    دا ستا بې ځايه او نامناسبه خوله اچونه د الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم او بيبيانو ته له دې موضوع سره هېڅ اړيکه نه لري. ايا دا ستا د اخلاقي کمزورتيا او له ديني ارزښتونو سره ناباندېوالی نه وي.
    ته داسې سوچ وکړه چې دومره سپکه لهجه کارونه چې ((عرب محمد)) سمه ده چې هغه عرب وو او نوم يې محمد صلی الله عليه وسلم دی، خو دا ستا په کارونه کې ښکاره ورته سپکاوی دی او دا دې د هغه په حق کې تېری کړی دی.
    ولې دې ام المؤمنين حضرت عايشې ته خوله وراچولې ده؟ هغې خو له خپل څښتن نه هېڅکله شکايت نه دی او نه يې له خپل موروپلاره کړی دی، نو دا ستا خوله وراچول هغوی ته څه تړاو لري؟
    که طالبي نديم دې ښه نه ايسي او يا دې اوسنۍ واکمنه اداره چې موږ ټول ورسره هغه دی چې فکري اختلاف لرو او نه مو خوښيږي، خو دا د دې مانا نه لري چې خدای مه کړه اوس دې موږ د نړيوالو بشري امورو لپاره خپل ټول مقدساتو ته توهين او ټول اسلامي ارزښتونو ناديده وګڼو او ان د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په حق کې ګستاخي او هم يې بيبيانو ته خوله ورواچوو. ښه به دا وي چې موږ خپله غوسه وزغمو او اداره يې کړو. داسې نه چې هغه اخلاقي پولې ټولې هم ونړوو.

  5. تاند ته! سپي به غاپی او کاروان به تیریږي. جاهل ته سلام ورکړئ او خپل کار کوئ. د ملا ضعیف لوحه کونه او د ملا برادر تر ځنځیر لاندې کوږ ورمیږ یط له یاده و تلی!

  6. سید صیب روغ او جوړ اوسې ! تاسې ټول دین پلوه په یوه دلیمه کې بند یاست او دبدبختي ټول علت مو دغه پوده بي اساسه عقیده ده ، دین ستا سو لپاره یوه داسې بندیخانه ده چې خلاصون مو پر دې ناپوهي او فکر چې تاسو يې لرۍ هیڅ امکان ترې نلري ! تل مو خولې وازې نیولې وي په ګدایې ژوند کوۍ! خو دعربو له دینه بیا کلکه دفاع کوۍ ، هو په دغو اپړو دوپړو ، سوال او ګدایې کې چلیږۍ خو په هغه کې بیا هم غلا وې کوۍ !!
    کوم شی چې زه یې لیکم ټول حقیقت دی خو ډیرو ستا سو ملګرو خولې پټې نیولې دي چې له مرګ او وژنې څخه ډاریږي چې د فرخندي په ډول د پولیسو او نورو په حضور کې ژوندي ونه سوځول شي !! او یا هم روحي فشار که فرضا دوزخ او جنت وي نو بیا به څه کوو !!
    دین د انسانانو د روحی بندیخانه ده چې په جنګونو او زور منځ ته راغلی ده او بي له خرابي او حق تلفي بل کار نلري ، دین یو مافیا یې سیستم دی چې غړې یې ښه ژوند کوي او نور ورته کار ونه !
    ددین ظلم د محمد له دورې بیا امویان په هسپانیه کې ، اینکوزیڅون د عیسویانو او د پاپ دیبورجا لښکرې فلسطين ته ددین ناولې ځیره ښکاره کوي ! دین د استعمار هغه اله دی چې په چل او ول یې فاسد ملا عملي کوي او په مزخرفاتوو کې انسان د خپلو ګټو لپاره کلک تړي !
    د ښځو ښوونځي تړل په هر کار کې د محمدي دین ونډه او یادونه ددین حاکمیت او له طبیعته او حقیقته لرې والی ښکاره کوي! پښتونن خو بیا د الله او د محمد د نوم له یاددولو وروسته له خپلې ښځې سره دا غټ کار کوي !
    د ناندریو په ځای علمي بحث وکړۍ ! اسلام او نور اسماني دینونه په جنګ اوو زور خپاره شوي دي….!!

  7. وزیر صاحب؛وزارت او امتیازات یی خوند درکوی خو یو چل زده کړی چي دِ کار او خبرو لپاره ، اهل خلک پیدا کړی چي هغوی کار او خبره وکړی تاسی ځان چاغوی ؛ایرانی آخوندان او عربی شیخان په اسلامی امت کی په همدی چل حکومتونه غصب او چلوی یی ۰
    هغه انتقادونه بشری چوکاټ کی دی ، تاسی یی هم بشر کی شمیرلی یاست او دا ښه امتیاز دی ، د ابوالبشر آدم علیه السلام اولادی ته بشر ویل کیږی ، دا بشر په اتفاق آراء د بشریت حقوق لری ؛هغه
    تر ډیره د فقهای امت د تایید وړ دی ، اختلافی موارد یی کم دی ، حکام غیر مسئول واجب الاحترام
    بشر ندی ، محدود صلاحیت او د بشر په وړاندی مسئولیت لری ،څوک چي با قاعده دغی مقام ته راځی هغه صلاحیت او مسئولیت سره آشنا وی تر څو د ملت حقوق لګدمال نشی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب