Homeخبرونهمتقي: ایران دې د اوبو ستونزه نه سیاسي کوي

متقي: ایران دې د اوبو ستونزه نه سیاسي کوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا لومړۍ )  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي له ایراني  چارواکو وغوښتل، چې له افغانستان سره د اوبو په اړه ستونزه دې نه سیاسي نه کوي.

نوموړي د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر منصور په تلین غونډه کې ټینګار وکړ، چې طالب رژیم له ایران سره د اوبو شوي تړون ته ژمن دی.

متقي زیاته کړه، چې د افغانستان خپله د نړیوالو بنسټونو د ارزونو له مخې د نړۍ په کچه درېیم وچکالۍ ځپلی هېواد دی.

د ده په وینا، که افغانستان په هلمند سیند کې کافي اوبه لرلای، ایران ته به یې د اوبو حق ورکړی وای.

هغه له ایراني چارواکو وغوښتل، چې په دې اړه خپلې غوښتنې په دیپلوماتیک او تخنیکي ډول ورسره تعقیب کړي او له مطبوعاتي غوغا جوړولو لاس واخلي.

په وروستیو کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون ګڼو ایرانی چارواکو په دې اړه طالب رژیم ته ګواښونه وکړل، چې د افغانانو توند غبرګونونه یې وپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...