جمعه, فبروري 6, 2026
HomeخبرونهWFP له ایران څخه افغانستان ته د هند د مرستو د لېږد...

WFP له ایران څخه افغانستان ته د هند د مرستو د لېږد غوښتنه وکړه

تاند:( دوشنبه ، د جوزا لومړۍ )  په کابل کې د ایران سفارت وایي، چې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي ترې له هند څخه افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سرچینه وایي د همکارۍ دغه غوښتنه د یاد شوي نړیوال سازمان استازي نن د ايران د سفارت له مرستيال سيد حسن مرتضوي سره په ليدنه کې کړې ده.

د ډبلیو ایف پي استازي په دې کتنه کې ویلي، چې ایران دې د چابهار بندر او بیا د «خف» له لارې د افغانستان خلکو ته د هند د مرستو د لېږد په برخه کې لازمې مرستې وکړي.

ویل شوي، چې یادې مرستې به د هرات ریل پټلۍ له لارې ولېږدول شي.

په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د هند مرستې د پاکستان له لارې کېدې چې له ډېرو ستونزو سره مخ وې.

2 COMMENTS

  1. د چا بهار او بیا د خواف له لارې چې دایرانې خوا ته د اسلام کلا په مقابل کې پروت دی ، ولېږدول شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...