Homeخبرونهکندهار کې یو ماشوم وژل شوی او ۲ نور ټپيان دي

کندهار کې یو ماشوم وژل شوی او ۲ نور ټپيان دي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا لومړۍ )  د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د راکټ سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او ۲ نور ټپيان دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې دا پېښه د سرګاو کارېز په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینو د یادو ماشومانو د کورنیو او اقتصادي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغانستان بېساری بشري او اقتصادي ناورین زغمي، چې له امله یې ماشومان هم سخت اغېزمن شوي.

د ماشومانو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، ډېری افغان ماشومان د بېوزلۍ له امله د زړو اوسپنو ټولولو ته اړ وتي، چې د داسې پېښو سبب کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...