تاند:( دوشنبه ، د جوزا لومړۍ ) د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي چې دغه سازمان د کلیوالي ټولګیو په جوړولو سره ۵۰۰ زره افغان هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
یونیسف پرخپل ټویټر لیکلي، د افغان ماشومانو د روزنې اساسي لاره دا ده، چې ټول له کوم توپير پرته ښوونځیو ته د تلو اجازه او لازم شرایط ولري.
دغه نړیوال سازمان زیاته کړې، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو د زده کړو لپاره د ۱۷۶۰۰ ټولګیو مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې د مرستندویه موسسو په مالي مرسته کولای شي په ټول افغانستان کې خپل تعلیمي ټولګي ۲۱ زره ټولګیو ته وغځوي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره نه یوازې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګول شو؛ بلکې په یو شمېر سویلي ولایتونو کې د یونیسف لسګونه کلیوال ټولګي هم په نا معلوم دلیل وتړل شول.
طالبانو د یادو ټولګیو د تړلو او بیرته پرانیستلو دواړو په اړه څه نه دي ویلي.