دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرها دود وهلې کوټه/ اجمل اند

ها دود وهلې کوټه/ اجمل اند

هاغه زړه،

             ها درې کونجه،

                                  ها دود وهلې کوټه

د کابلي هوټل اخر چت کې مښلې کوټه

هاغه کوټه چې ورځ به هم په کې د شپې غوندې وه

هغه کوټه ولا د بېلې جزيرې غوندې وه

يو خوا يې لويه المارۍ له کتابونو ډکه

بل خوا يې زوړ مېز اومښلې چوکۍ

د مېز په سر به د يو چا راکړی ګل ايښی و

ورسره خوا کې وې پرتې

                                 څو د شعرونو ټولګې

او د ( پښتو لنډۍ ) کتاب يې په بغل ايښی و

د قبلي لورې ته ديوال باندې يې

چارقل ځوړند و چې کوم ښه کس په لرګي کښلی و

خو په دې بل ديوال يې

د چا يو ښکلی انځور

چې مې په وېښه او په خوب کې ليده

منځ کې پرته ها نارنجې غالی يې

را ته اوس هم ياده ده

چې د اوښتو چايو

او غورځېدلو هندواڼو رټو کې

د غالۍ خپل رنګ چندان نه برېښېده

کوټه تياره وه خو چې شمع به دې روڼه کړله

نو په ديوال به د يو چا زوړند انځور برېښېده

څو زاړه لوښي څو خيرنې پيالې

د ګيس ډبې سره يو کنج کې پرتې

بل خوا له ډېرو سوزيدلو شمعو

را بهېدلو زوښو

د مېز له سره وه تر غولي پورې لاره کړې

لکه د ژمې د زړوبي کنګل

د شمعې څنګ ته د دېوال دپاسه

لکه زما د کوټې درې کونجه يو توره ټاپه

***     ***    ***

دا د کلونه وشوه

چې اوس له هغې په ښه کور کې اوسم

دلته اوس هر څه منظم پراته دي

په کې تنها هم نه يم.

خو چی يوازې شم

هغه زړه ها در کونجه او دود وهلې کوته

د کابلي هوټل اخر چت کې مښلې کوته

راته بلا ياده شي

هغه کوټه چې ورځ به هم په کې د شپې غوندې وه

هغه کوټه ولا د بيلې جزېرې غوندې وه

هغې کوټې ما سره هره شپه

                                    لمن لمن

                                            کېسې کولې

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۴) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۷\ ۱۳۹۴

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب