جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودمارکسیزم او د ژبپوهنې مسئلې  

مارکسیزم او د ژبپوهنې مسئلې  

جوزېف ستالین (۱۹۵۰)

ژباړن: فرهاد ویاړ

لومړی برخه 

د ځوانو ملګرو یوې ډلې له ما غوښتي چې په مطبوعاتو کې د ژبپوهنې د مسئلو، په ځانګړي توګه د ژبپوهنې په اړه د مارکسیزم د لید په تړاو خپل نظر ووایم. زه ژبپوه نه یم او د همدې لپاره په هیڅ ډول نشم کولای د دې ملګرو غوښتنه څرنګه چې اړینه ده، پوره کړم. خو له مارکسیزم سره، څه د ژبپوهنې او څه هم په نورو ټولنیزو علومو کې آشنايي لرم او له همدې امله مې منلی چې د ملګرو ځینو پوښتنو ته ځواب ووایم.

پوښتنه: آیا دا سمه ده چې ژبه هغه مخبنا ده چې پر بیخبنا ودریدلی ده؟

ځواب: نه، سمه نه ده.

بیخبنا د ټولنې د پرمختیا (تکامل) په یوه ټاکلي پېر کې د ټولنې اقتصادي جوړښت دی. مخبنا، د ټولنې سیاسي، حقوقي، دیني، هنري او فلسفي لید رانغاړي او سیاسي، حقوقي او نور سازمانونه د همدې لید سره تړاو لري.

هره بیخبنا خپله اړونده مخبنا لري. د فئوډالي سیستم بیخبنا، خپله مخبنا لري، خپل سیاسي، حقوقي او دا ډول نور باورونه او تر څنګ یې خپل اړونده سازمانونه لري. د پانګوالۍ نظام او همدا ډول د سوسیالیستي سیستم بیخبناوې هم خپلې مخبناوې لري. د بیخبنا له بدلون یا نابودۍ سره، له هغه سره اړونده مخبنا هم بدلون مومي یا نابودیږي، څرنګه چې د نوې بیخبنا له پیدا کیدو سره نوې اړونده مخبنا هم راپيدا کیږي.

د پورتنیو توضیحاتو په رڼا کې، ژبه له مخبنا سره له ریښې توپیر لري. د ساري په توګه د روسيې ټولنه او روسي ژبه په پام کې ونیسئ. د تیرو دیرشو کلونو په ترڅ کې د روسیې د پانګوالۍ سیستم بیخبنا ړنګه او نوې سوسیالیستي بیخبنا جوړه شوه. له دې سره سم د پانګوالۍ نظام پر بیخبنا باندې ولاړه مخبنا نابوده او نوې مخبنا چې له سوسیالیستي نظام سره متناسبه وه، رامینځته شوه. له دې بدلون سره پخواني سیاسي، حقوقي او نورو بنسټونو خپل ځایونه نوي سوسیالیستي بنسټونو ته ورکړل، خو له دې ټولو سره سره روسي ژبه اساساً همغسې پاتې شوه، څنګه چې د اکتبر انقلاب مخکې وه.

په روسي ژبه کې په دې موده کې څه تغییرات راغلل؟ تر یوې اندازې پورې د روسي ژبې قاموس بدلون وموند. یو شمیر نوي لغاتونه او اصطلاحات، چې د نوي سوسیالیستي تولید، د نوي دولت، د نوي سوسیالیستي کلتور، د نوي ټولنیزو اړیکو او اخلاقیاتو له رامینځته کیدو او همدا ډول د ټکنالوجۍ او علومو له پرمختیا سره یې تړاو درلود، په قاموس کې ورزیات شول. د ځینو لغاتونو او اصطلاحاتو ماناګانې بدلې شوی، نوي مفهمونه یې پیدا کړل او یو شمیر زړې کلیمې له قاموس څخه حذف شوی.خو د روسي ژبې د کلیمو اصلي زیرمه او ګرامري سیستم، چې د ژبې بنسټ جوړوي، د پانګوالۍ د بیخبنا له ړنګیدو وروسته، بی له دې چې د کلیمو کومه نوی زیرمه او ګرامري سیستم رامینځته شي، په خپل اصلي حالت کې پاتې او له کوم مهم بدلون پرته، د عصري روسي ژبې اساسي بنسټ جوړوي.

ښايي ورزیاته کړم چې د بیخبنا محصول مخبنا ده. خو دا قطعاً په دې مانا نه ده چې مخبنا دې یوازې د خپلې بیخبنا، د طبقاتو د برخلیک او د سیستم د ځانګړتیاوو منفعله، شنډه او بی پرۍ منعکس کوونکي وي. د دې خلاف، مخبنا له پیدایښت سره سم د یو اغیزناک ځواک په توګه په فعاله ډول له بیخبنا سره مرسته کوي چې خپله بڼه پیدا کړي، پیاوړي شي او له نوي سیستم سره کمک کوي چې زړه بیخبنا او زاړه طبقات له مینځه ویسي.

له دې پرته بله لار هم نشته؛ مخبنا د بیخبنا په وسیله د دې لپاره رامینځته کیږي چې هغه ته خدمت وکړي، په فعال ډول له هغه سره کمک وکړي چې خپله بڼه پیدا کړي او پیاوړي شي، د مړیژنې بیخبنا او د هغه زړې مخبنا د دواړو د نابودۍ لپاره په فعاله ډول وجنګیږي.که مخبنا له دې کمکي رول څخه ډډه وکړي او د خپلې بیخبنا د فعال مدافع څخه په یو شنډ څیز بدل شي او د ټولو طبقاتو په وړاندې یو شان چلند غوره کړي، د مخبنا په توګه به خپله ځانګړنه له لاسه ورکړي او نوره به مخبنا نه وي.

همدا دی چې ژبه له مخبنا سره له بنسټه توپیر لري. ژبه په یوې ځانګړې ټولنه کې د یوې زړې یا نوې بیخبنا زیږنده نه ده. ژبه د پیړیو پیړیو تاریخي بهیر او په هغه کې د شته بیخبناوو د تاریخ محصوله ده. ژبه یوازې د یوې طبقې لخوا نه ده جوړه شوی، بلکې د ټولې ټولنې لخوا، د ټولو ټولنیزو طبقاتو لخوا او د سلګونو نسلونو د زیار او هاند په پایله کې رامینځته شوی ده. ژبه یوازې د یوې ځانګړې طبقې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره رامینځته شوی نه ده، بلکې د ټولې ټولنې او د ټولو ټولنیزو طبقاتو اړتیاوې پوره کوي. د همدې دلیل پر اساس، یوه واحده ژبه د ټولې ټولنې لپاره، د ټولنې د ټولو غړو لپاره، د ټولو خلکو د مشترکې ژبې په توګه رامینځته شوی ده. د دې لپاره د ژبې دنده، د خلکو تر منځ د اړیکو د افزار په توګه، یوې طبقې ته چوپړتیا او د نورو طبقاتو ځپل نه دي، بلکې ټولې ټولنې او ټولو ټولنیزو طبقاتو ته په مساوي توګه خدمت کول دي. دا په حقیقت کې ښکاره کوي چې ولې ژبه ښايي په مساوي ډول دواړو زوړ او مړیژن سیستم او نوي او غوړیدونکي سیستم؛ دواړو زړې بیخبنا او نوی بیخبنا او دواړو زبيښاکګرو او ستمځپلو ته خدمت کوي.

له هیڅ چا پټه نه ده چې روسي ژبه، د اکتبر انقلاب دمخه د روسیې پانګوالۍ او د روسیې د بورژوايي فرهنګ په خدمت کې وه، څرنګه چې نن د روسیې د سوسیالیستي ټولنې د نظام او کلتور په خدمت کې ده. ورته خبره د شوروي اتحاد د نورو ژبو لکه اوکرايیني، بلاروسي، ازبکي، کازاخي، ګرجي، ارمني، استونیايي، لیتویني، لیتوانیايي، مالداوي، تاتاري، آذري، باشکیراني، ترکمني او نور ژبو په اړه هم کولی شوو چې د دې ملتونو د پانګوالۍ زاړه نظام ته یې خدمت کوو، څرنګه چې اوس نوي سوسیالیستي سیستم ته خدمت کوي.

له دې بل ډول کیداي هم نشي. ژبه د دې لپاره موجوده او رامینځته شوی چې د ټولې ټولنې په چوپړ کې وي، د خلکو تر منځ د اړیکو د وسیلې په توګه عمل وکړي، د ټولنې ټولو غړو ته عامه وي او د ټولنې د واحدې ژبې په توګه، د ټولنې ټولو غړو ته په مساوي ډول خدمت وکړي، بی له دې چې د هغوې طبقاتي وضعیت په پام کې ونیسي. که چیرې یوه ژبه د ټولو خلکو لپاره د عامتیا ځانګړنه له لاسه ورکړي او د یوې ټولنیزې ډلې په ځپلو سره د بلې ټولنیزې ډلې ملاتړ ته ارجحیت ورکړي، خپل اهمیت له لاسه ورکوي او د خلکو تر منځ د اړیکو د وسیلې په توګه نه کارول کیږي، بلکې د ځینو ټولنیزو ډلو د مخصوصو اصطلاحاتو بڼه مومي چې برخلیک یې تري تم کیدنه او نابودي ده.

که ژبه له مخبنا سره له اساسه توپیر لري، له بلې خوا د تولیدي وسایلو او د ماشین په شان خپل رول لوبوي.څرنګه چې تولیدي وسایل او ماشینونه هم پانګوال او هم سوسیالیستي سیستمونو ته په بی پرییتوب خدمت کوي، ژبه هم کټ مټ دغه ډول دنده تر سره کوي.

ښايي زیاته کړم چې مخبنا د یو ټاکلي تاریخي پېر او په هماغه تاریخي پېر کې د ټاکلي فعالې اقتصادي بیخبنا محصول دی. همدا لامل دی چې د مخبنا عمر لنډ او د بیخبنا له شتون سره تړاو لري. د بیخبنا له نابودۍ او محوه کیدو سره، د هغه اړونده مخبنا هم محوه او له مینځه ځي. خو، ژبه د مخبنا په خلاف د یو شمیر پرله پسې تاریخې پېرونو محصول دي چې په دې موده کې یې خپله بڼه موندلی، بډایه شوی، پرمختګ یې کړی او له روانتیا برخمنه شوی ده. همدا دی چې ژبه د هر ډول بیخبنا او مخبنا په پرتله دومره زیات عمر کوي چې له اندازې بهر دی. همدا یې لامل دی چې د تاریخ په اوږدو کې د یوې بیخبنا او هغه پورې د اړوندې مخبنا راپیداکیدل او تری تم کیدل څه، چې ان د څو بیخبناوو او اړوندو مخبناوو پیدایښت او تري تم کیدل هم د دې لامل شوي نه دي چې یوه ټاکلی ژبه دې له منځه لاړه شي، ګرامري جوړښت یې محوه شي او په ځای یې یوه نوی ژبه د کلیمو د نوي زیرمې او نوي ګرامري سیستم سره رامینځته شي.

د پوشکین له مړینې څه باندې سل کاله تیږیږي. په دې موده کې په روسیه کې د فئوډالي او پانګوالۍ نظامونه نابود شوي او سوسیالیستي نظام د دریم نظام په توګه رامینځته شوی دی. دوه بیخبناووې له خپلې مخبناووې سره نابودې شوي دي او د سوسیالیزم نوی بیخبنا له خپل نوي مخبنا سره رامینځته شوی ده. که چیرې موږ د بیلګې په توګه روسي ژبه راوخلو نو ګورو چې په دې اوږده پېر کې دې ژبې دومره بنسټیز بدلون نه دی موندلی. د عصري روسي ژبې جوړښت د پوشکین له ژبې سره ډیر کم توپیر لري.

په دې موده کې په روسي ژبه کې څه بدل شوي دي؟ په دې موده کې د روسي ژبې د لغاتونو قاموس بډایه شوی، زیات شمیر زاړه لغتونه له قاموس څخه ایستل شوي، د یو شمیر زیاتو کلیمو مانا بدله شوی او د ژبې ګرامري جوړښت پیاوړی شوی دی. خو د پوشکین د ژبې جوړښت د هغه د ګرامري سیستم او د کلیمو د اصلي زیرمو سره لا د عصري روسې ژبې بنسټ جوړوي. دا د پوهیدنې وړ خبره ده.

رښتیا څه اړتیا لیدل کیږي چې د هر انقلاب وروسته د موجودې ژبې جوړښت، ګرامري نظم او د کلیمو زیرمه، لکه څنګه چې د مخبنا په اړه تر سره کیږي، نابوده او د هغه پر ځای نوي څه وکارول شي؟ په دې کې څه ګټه ده چې  «اوبه»، «ځمکه»، «غر»، «ځنګل»، «کب»، «سړی»، «قدم وهل»، «تر سره کول»، «تولیدول»، «سوداګري» او… «اوبه»، «ځمکه»، «غر» او… نه وي او د هغوې پر ځای نورې کلیمې وکارول شي؟ په دې کې څه ګټه ده چې په ژبه کې د لغتونو بدلون ـ اوښتون او په جمله کې د کلیمو ترکیبول د اوسنې ګرامري سیستم له مخې ونه کارول شي او بیخي بل ګرامر رامینځته شي؟ انقلاب په ژبه کې د دې ژور بدلون څخه څه ګټه تر لاسه کوي؟ په تاریخ کې په ټولیزه توګه هیڅ یوه مهمه چاره بی له ځانګړي اړتیا نه پیښیږي. که یو څوک وپوښتي په داسې حال کې چې موجوده ژبه او د هغه جوړښت په بنسټیز ډول د نوي سیستم له اړتیاوو سره اړخ لګوي، نو آیا د ژبني انقلاب لپاره اړتیا شته دی، څه ځواب ورکولی شوو؟په ټولنه کې د مولده ځواکونو د آزاد پرمختګ لپاره ښايي او کیدای هم شي چې زړه مخبنا د څو کلونو په ترڅ کې نابوده او نوی مخبنا د هغه ځای ونیسي. خو څنګه کیدای شي د څو کلونو په ترڅ کې شته ژبه نابوده کړو او په ځای یې نوی ژبه رامینځته کړو پرته له دې چې ټولنیز ژوند ګډوډ کړو او ټولنه د ویشلو له ګواښ سره مخ کړو؟ څوک دا دنده په غاړه اخیستی شي، پرته له یو دون کیشوت څخه؟

په پاې کې د مخبنا او ژبې تر منځ یو بل اساسي توپیر ته اشاره کوو. مخبنا په مستقیمه توګه د تولید او د انسان له تولیدي فعالیتونو سره اړیکه نلري او یوازې د اقتصاد له لارې، د بیخبنا له لارې د تولید سره نامستقیمه اړیکه لري. همدا دی چې مخبنا نشي کولای په مولده ځواکونو کې بدلون ژر او په مستقیمه توګه منعکس کړي، بلکې کولای شي په بیخبنا کې د بدلونونو وروسته دې بدلونونو ته انعکاس ورکړي. نو د دې لپاره د مخبنا د کړنې ډګر کوچنی او محدود دی.

ژبه د مخبنا په عکس، د انسان له ټولو تولیدي فعالیتونو سره سیده اړیکه لري، نه یوازې د انسان له تولیدي فعالیتونو، بلکې د انسان د کاري چاپیریال له اړوندو ټولو کړنو سره، له تولید څخه تر بیخبنا او له بیخبنا څخه تر مخبنا پورې اړیکه لري. د همدې لپاره ژبه په تولید کې بدلونونه ژر او په سیده توګه منعکسوي، بی له دې چې بیخبنا کې بدلونونو ته په تمه پاتی شي. همدا دی چې د ژبې د عمل ډګر، چې د انسان د کړنو ټولې برخې رانغاړي، د مخبنا په پرتله ډیر پراخه او هر اړخیز دی. د دې تر څنګ دا ډګر تقریباً نامحدود دی.

دا چې ولې ژبه او ترجیحاً د ژبې لغوي زیرمه په دایمې توګه بدلون مومي، لامل یې د ژبې د عمل ډګر او مستقیمه اړیکه ده. د صنعت او کرنې، د سوداګرۍ او ترانسپورت، د تکنالوجۍ او ساینس دوامداره پرمختیا دا اړینوي چې ژبه خپله لغوي زیرمه د نویو کلیمو او اصطلاحاتو سره پیاوړي کړي څو هغه اړتیاوې چې دا برخې یې د کارونې لپاره لري، پوره شي. ژبه په مستقیم ډول دا نوی اړتیاوې منعکسوي او خپله لغوي زیرمه له نویو کلیمو سره پیاوړی او خپل ګرامري سیستم بشپړوي.

نو ویلی شوو چې:

۱. یو مارکسیست نشي کولای ژبه د بیخبنا، مخبنا وګڼي؛

۲. د مخبنا او ژبې مغشوشول ستره تیروتنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب